کابل -اسلام آباد
يوځل بيا ښکر په ښکر
وږمه سبا
په اسلامي ټولنه کې که يو هيواد کې دننه يومسلمان او غير مسلم ديو بل سره په يوه چم کې د ګاونډيتوب ژوند تېروي بيا به هم ددوى تر مينځه څوک نه پوهيږي چې دادواړه ګاونډيان به د بيلو بيلو عقيدوخاوندان وي .که په يوه باندې کومه سختي راشي نو خامخا بل ګاونډى د مرستې لاس ور وږدوي .خوکله هم ديو بل ورکې ته نه دي کېناستلي .لکه په افغانستان کې چې هندوان اومسلمانان ديوبل سره دلسګونو کلونو راهيسې خوا په خوا ژوند کوي . يا په پاکستان کې چې عيسويان او مسلمانان دپاکستان له جوړېدو راهيسې څنګ په څنګ ژوند کوي
خوکه دا ګاونډيتوب بيا د نړۍ په کچه د هيوادونو ترمينځه شته نو ډېر کم داسې ګاونډي هيوادونه ترسترګو کيږي چې ترخپلو مينځو ښه روابط ونه لري .خود نړيوالو په اند پاکستان او افغانستان داسې ګاونډيان دي چې له نېکه مرغه دواړه د يو مذهب او يوې عقيدې لارويان دي خوددې يه ځاى چې يو بل ته د ورورګلوۍ لاس ورکړي تل د يو بل سره ښکر په ښکر دي .
دا څوهم ځل دى چې حامد کرزى او مشرف له ډېرود ناندريوڅخه وروسته بيا ددريم ګړي په واسطه دخبرو اواترو د مېز تر شا کېني .خو خبرې تل پټې پاتې شي او اولسونو ته نه ر سيږي . نه پو هېږو چې دا غو ټه به څه وخت او په کوم لاس خلاصيږي خو که اولسونو ته وګورود پولې دواړو غاړو ته اوسيدونکي خلک دومره د يوبل سره نږدې دي چې سرحدونه او پولې نه مني .هم دا اولسونه دي چې دژبې ،فرهنګ او شريکې عقيدې په واسطه په يو بل باندې سرونه ورکوي .مونږ تل اوريدلي او دې فلسفه باندې مو عقيده درلودلې چې لږکي د ډېرو تر اغيز لاندې وي خو اوس داسې نه ده ډېرد لږو داغيز نه تل زيان من شوي . داد ى په دريم اسلامي هيواد ترکيه کې حامد کرزى او مشرف يو د بل سره غاړې وتل چې دسيمه ايزوستونزو دحل او هم دارنګه په دواړو هيوادونوکې ددهشتګردۍ خلاف مبارزې ته سره يو موټى شي خونه داسې نه ده هغه مو نه دي اورېدلي چې يتيم په ژړا پو خ دى دااولسونه به بيا څومره ددهشت ګردۍ او اختلافاتو ښکار وګر ځيږي څومره چې اولس مشران تر خپل مينځه کېني اختلاف ولري هومره د هشت ګردۍ او اختلافاتو ته لمن وهل کيږي .
نه پوهيږو د څارونکو نه هم لاره ورکه ده چې په دې دواړو کې دمداري د چال واګى دکوم يو په لاس کې دى .نو دا به ښه وي که اولسونه په يوه اتفاق شي او په يوه لويه ميداني کې دواړه اولس مشران يو د بل سره د زور او د قوت د لوبې د پاره مناظرې ته وړاندې کړي .څوملامت پيدا شي .
کله کله دا سوچ راولاړيږي چې کله دغه اولس مشران ديو بل سره کېني دوى د روابطودښه کېدو لپاره هڅې کوي که بر خلاف دواړه يو موټى په سيمه کې د وضعې د خرابيدو هڅې کوي څرنګه چې دوهمه هڅه يې تل برېمنه ښکاري .
زما په اند يو بل سره ناسته هم ضروري ده خو کله چې دوى خپلو هيوادونو ته ستنيږي دمذاکراتو دميدان تودو خبرو څخه پوره په ايماندارۍ سره اولسونه هم خبرول ضروري دي ،دا ستونزې په ښکنځلو، او ژړاګانو نه هواريږي ، تر څو د اولس مشرانو سوچ او اند داولس سره مل نه وي دا هيوادونه به تل د يوبل سره ښکر په ښکر وي او کله به هم دواړه د ورورګلوۍ په ټغر سره کېنني او په دې اور کې به هم دا خوار اولسونه او بېګنا انسانان ورح په ورځ سوځي او وژل کيږي .