راليږونکی :یار
د راليږونکي پته :yar_doast@yahoo.com
نيټه : 30-04-2007
وږمې خوری سلامونه مو ومنیء!
د دعا تر عنوان لاندې ستاسو لیکنه واقعا ستاسو د عاطفې ښکارندوی دی.چې په داسې حالاتو د هر انسان او مسلمان زړه دردېږي.
خو له تاسو نه ځما یوه پوښتنه داده چې د افغانستلن په خاوره کې هره ورځ د چارسدې د پېښې په شان پېښې تکرارېږي اما ستاسو عاطفه ددې باعث نه شوه چې کم تر کمه یو دوه کرښې پرې ولیکیء.
هیله ده افغانان خپلو کې خواخوږي پیداکړي.
یادوونه:پاتې دې نه وې چې لر او بر پښتانه یو وجود دي
---------------------------------------------------------------
ګرانه وروره له برښناليک نه مومننه :
ستاسوګيله دسرپه سترګوخودومره به درته وايم که په بوسنيا کې انسان وژل کيږي يادرواخله په عراق کې دومره وايم چې هغه دادم زوى دى اوزه يې لوريمه که تاسوزما ليکنې ،لنډې کيسې لوستې وي اوورسره پوره بلد اوسۍ نوزما دپلاراونيکه نه راپاتې د لويشتې لوېشتې خاورې ددردونو رنځونواوکړاونو پوره ،پوره انځورونه پکې رانغښتل شوي دى .
راغلوودې ته چې په کالم نګارۍ کې به دورځې په تازه خبرې باندې به ليکوکه زه په پېښورکې اوسيږم داهم زما دوطن دخاورې يوه لويشته ده کله چې دلرې پښتونخوا دهرچا دشناخت پاڼه وګورئ نوپرې ليکل شوي ((افغان ))
خوشحاله په دې يمه چې ستاسوپه څېرډېردوستان موپه خپلو برښناليکونو نازوي که چېرې ستاسو همداځيرکي نه وي اوياداډول همکارۍ راسره ونه لرئ نو زمونږ ليکوالو ليکنې به خامخا له نيمګرتيا نه خالي نه وي زه ستاسو په څيردوستانو باندې وياړم
په درنښت
ستاسوخور وږمه سبا عامر