نجيب عامر

کله کله دځان سره سوچ کوم ايا زه اوس هم شاعر يمه ؟ زړه راته وايي :

نغمه ګره عندليب نجيب عامره !

نه شاعر شوې نه اديب نجيب عامره!

زړه ملامته نه دى ، هغه رښتيا وايي .ملامته زه يم چې خپله پخوانۍ معشوقه ( شاعري ) مې پرېښې اوديوې نوې پېغلې ( خبريالۍ) په زلفو کې گير شوى يمه .

کلونه پس تېرو ورځو کې په کابل کې د افغان ادبي بهير غونډې ته لاړم ،لږ پخواني اوډېر نوي ياران او ملګري مې پکې وليدل .ډېره خوندوره مشاعره پکې وشوه .زه د اسدالله غظنفر په خواکې ناست وم او په دې پوهېدم چې دشعر د پاره به مې خامخا غواړي نوزړه کې مې کرل رېبل شروع کړل چې که کوم شعرراياد شي او زه يې واوروم .

جالبه دا ده چې د خپلې وروستۍ مجموعې (دنيمو شپو خبرې ) نه يو شعر مې هم په ياد نه و پاتې .(دچينارو لاندې منګيه) راته اوس هم ټول په يادو ياد دى ځکه چې هر يو شعر يې ما په مشاعرو کې اورولى و .خو زړه کې مې ويل هغه ډېره پخوانۍ شاعري ده څه بل څه بايد ولټوم . بيا مې (د نرګسو غاړکۍ)نه ډېر په مشکله د يو غزل څو بيتونه په زړه کړل ،دلاس په ورغوي مې شارټ نوټ واخيسته اوچې سټيج ته يې و غو ښتلم نو اول مې وويل :

- د زړې شاعرۍ د يو غزل څو بيتونه درته اوروم ځکه چې له کله نه مې د راپور جوړولو چل زده کړى دغزل ليکلو چل رانه هېر شوى دى .

واه څومره مستانه وم په وږمو ويده کېدم

دشپې به د سيتار په ترانو ويده کېدم

دخيال په اس به سور ومه د قاف په لور به تلم

ملوک وم په مړوند د ښاپيرو ويده کېدم

شپېلۍ به وه رمه به وه لمنه کې د غره

د سويي سکه ورور وم په واښو ويده کېدم

عامره چې شروع به شو بانګونه د سحر

بې غمه به په شان د پښتنو ويده کېدم

هغه بله ورځ خوږ ژبي شاعر شهاب بنوڅي هم راته وويل چې يو وخت به دې دومره ښې غزلې ليکلې چې قلندر صيب به دې هم ستاينه کوله او اوس پرې مونږه هم تنقيد کوو .

نو کله چې خبرې ډېرې شوې نو ځان سره مې وويل :ياران ښه وايي خو مونږ غوندې دغربت په لمنه کې روزل شوي شاعران ټول عمر دخپلې شاعرۍ سره وفا نه شي کولى ځکه چې ډوډۍ هم گټل غواړي ،شاعري سړي ته شهرت ورکوي خو دوډۍ ورته نه ورکوي .ماته ياد شي چې کله مې ټول ژوند خپلو زدکړو او خپلې شاعرۍ ته وقف کړى و نو دبې روزګارۍ غم به ژړلم خو اوس چې زمونږ د کلي دسيدال خان کاکا ( زه هغه ته کلي وال فلسفي وايم) خبره (شيطانک ) رانه جوړ شوى او ديو ځاى نه خبره بل ځاى ته وړم ،خبرونه جوړوم ،خپل راپور ته غږونه پيدا کوم ،هغه ريکارډوم ،بيا يې ايډيټ کوم او له هغې وروسته يې راډيو ته د خپرېدو لپاره لېږم ،يو راپور لا رسېدلى نه وي چې مشران رانه د بل راپورفرمايش کوي او دا هرڅه له سره تکراريږي او په ورځ کې څو څو وارې تکراريږي .ددې هرڅه په پوره کولو کې دومره ستړى کېږم چې بيا شاعري نه خوب ته چمتو شوى يمه .

خو يوه خبره ده او هغه داچې کله به مې يوازې شاعري کوله نو ښه پکې خوشاله ومه ،دکار لټه مې هم کوله خو ځان مې هيڅ کله پړ يا ملامت نه باله خو اوس سره ددې چې پيسې هم ګټم ،هره ورځ مې غږ هم دهوا په څپو کې خپريږي خو دا زړه راته هر وخت وايي چې ستا لاره بله وه دا نه وه .زړه راته پخواني وختونه يادوي څومره ډېرو مشاعرو ته به تلمه رحمان بابا ،قلندر بابا ،خوشال خان با با ،حاجي صيب ترنګزو او د خيبر افريدي ترڅنګ د ډېرو مشاهيرو د قبرونو خاورې مې ښکل کړي خو اوس دا هر څه يوخيال ښکاري ،د کوهاټ نه يو شاعر ملګرى طاهر ځلاند راته هر وخت  سپارښتنه کوي چې بايد ورشم او په مشاعرو کې يې برخه واخلم خواوس راته دا کار شونى نه ښکاري .

نو ما دا هر څه په طبعي انجام پرېښي ،دژوند کشتۍ روانه ده ګورو چې هوا يې په کومه وړي اوتر کومه ځايه په دې لاره سفر ممکن دى .خو زړه راسره ياري پالي او تل راته وايي چې ( ځې ځې نو ابازو له به را ځې ......)