وږمه سبا                                                                           

زما په اند له دې وروسته داسې يوه مور به پيدا نه شي چې د زوى د غو ښتلو لپاره په جاى نمازخپل رب ته لاسونه په دعا پورته کړي .ولې چې هره ورځ د بېګناانسانانوبې موجبه جنازې په يوه شېبه کې دسترګو په رپ سره د تورو خاورو په لورې روانې دي .

پخوا به يوه مورتل لاس په دعا وه چې خدايه ! داسې زوى راکړې چې سل کوره پرې اباد وي ،خوداسې معلوميږي چې هغه دعاوې په خېرو بدلې شوي .مياندو داسې بچي راوړي چې د سترګو په رپ سره سل کوره د خوشالۍ پر ټغر نه بلکه د غم پر ټغر کېنوي ،داسلام د نوم د بدنامولو لپاره شيطاني څېروډېر ښه نقابونه جوړ کړي چې هره ورځ دکمزورو مسلمانانواستعمالولو سره سلګونه مسلمانان په شهادت رسوي .

زه نه پوهېږم چې دا شيطاني ارواوې څرنګه د اسلام د بيرغ لاندې په سپينو جامو کې را ننوتلي او د ادم او حوا اولادونه دانساني ټولنې دانسانيت دلارې نه په څومره آسانۍ سره و باسي او په منبرونودالله او اسلام د سپيڅلي نوم په آخيستو هم نه شرمېږي آيا  دوى به هم سبا ورځ دحشر په ميدان کې د لوى رب نه درحمت او بخښنې غوښتونکي وي .

دادکومې مظلومې مور زوکړى زوى وچې تېره ورځ يې په چارسده کې بلا ډېر دښې او رښتونې لارې لارويان او بې ګنا مسلمانان يې د ځان په الو ځولو سره يو ځاى له خاورو سره خاورې کړل . اوس به هغه مور د خپل زوى د ځواني مرګۍ وير ژاړي که د سلو نورو مياندو اوښکې به پاکوي .نو اوس به تاسو ته د قضاوت واګى په لاس درکړو چې داسې مور ښه ده ،که هغه بې زويه مورچې په يوه لاس يې د شپږولورانو سوځني تړلي او اوس  شپږ کوره پرې اباد دي .

نو اى اسلام پالونکومسلمانو ورونو او خوايندو !! چې شپه ورځ داسلام دژغورلو لپاره موهلې ځلې پيل کړي ،ولې داسې کارنامې له ځانه، نه پاتې کوئ چې په ليدو او اورېدو يې د هر مسلمان په زړه او خوله باندې تاسو ته د نفرت او کرکې په ځاى ددعا توري راشي .

څرنګه چې د اسلام نوم هومره ښکلى دى نو ولې دې دمسلمان عمل او کردار هم ورسره ښکلى نه وي .

سيله رحمي ،شفقت ، ورورولي اوبخښنه داڅلورملغلرې الله پاک دمسلمانانو د سينګار دپاره رااستولي دي چې مسلمانان په دې څلورو ملغلرو ځانونه سينګار کړي څو ددوى له دې ښه حسن څخه دنورو مذهبونو لارويان هم متاثره شي او ددوى خواته راشي .څومره د خوشالۍ ځاى به و چې په تېره ورځ دچارسدې په غونډه کې مسلمانانو داتفاق ، اتحاد ،او ورورولي لاسونه يو دبل غاړې ته اچولي واى نه دسرو مرميو او چړو تېره لاسونه چې د هر مسلمان ورور په وژلو باندې به د څومره تور سرو له سره دسيوري پوړنى او د سلګونو ګلاليو ماشومانوله سره به د سيوري لاس لرې شوى وي .نوهغه مسلمان چې ځان د حق د لارې شهيد بولي سبا ورځ به ددې دومره مسلمانانو د عذاب ورکولوځواب به په څه ډول ورکوي ؟