کرزی اصلا ډېر ناوخته له خواږه خوبه را پاڅیدلی دی او په دې پوه شوی چې د سولې بهیر رامنځ ته کېدل موږ وینو خودا یې نه دی ویلی چې څنګه یې وینی ؟ چې پاکستان او امریکا په عالی هماهنګی سره روان دی عالی هماهنګی په کومو برخوکې ولې عالی؟ اوموږدسولې بهیر کې دپاکستان رول درک کوو. کرزی یوویشت ځله همدې پاکستان ته سفرونه کړی دی او د پاکستان په مشوره دبن له معاهدې سره کابل ته راغی خو موږ ته سوله بل څه ده دسولې ډول او رنګ مجهوله خبره ده او دامریکا او پاکستان ترمنځ موافقه یوه بله متفاوته موضوع ده. وایی هم یې کره او هم یې ریبه !زه فکر نه کوم چې پاکستان تا درک کړی وی .یاره کرزیه په ډېرپاسیف موقف اوبشپړه ناپوهی کې لوبې کوې کاشکې تا یو فیصد هم دخیر اوفلاح لوری نیولی وی.
نوموړي وویل چې دا ډول معاملې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد له وتلو وروسته هم شوې وې خو کرزی خپله معامله نه یادوی خو پا کستانیو ته خپل ملی حاکمیت ارزشت لری .چا افغانان یې له بدبختیو سره مخامخ کړل.دکرزی دوه دورې ناکامې بابولالی له یاده وتلی کرزی دوه دورې دشپې او ورځې همدغه ولس په توغندیو وواژه دهمدې شورای نظارغړی یی ونازول اود مرکزاداره یې په لاس ورکړه پرچمیان یې اوخلقیان لکه غنی دخپلې بقا لپاره وساتل .حکومت کې یې دسالګرو،خوشامندی ،ماته غاړه غیرمسلکی اوله افغانی بهر سیاست یې رامنخ ته کړکابل ښارته دده په وخت کې لنډغر راغله.حامد خان لکه سوی په لو څو سترګو خوب وینی !
ښاغلي کرزي وویل چې د چین او روسیې په ګډون باید د افغانستان ټول ګاونډیان له امریکا سره په تفاهم او همکارۍ سره د افغانستان د سولې ننګه وکړي.دلته کرزی په کارغه باندې کرک نیسی .دکرزی د حکومت لاس ته راوړنه. نامتو موتر شوی امرالله دولس مشر غنی معاون دی . امریکا ،چین ، روس ته وګورۍ او امرالله ته!
د افغانستان د «اسلامي جمهوریت» د مذاکراتو پلاوي له طالبانو سره د سپتمبر په ۱۲ (سنبله۲۲) د سولې خبرې پیل کړې خو د مذاکراتو په اصولو او تګلارې د اختلاف له کبله دوی کومې نتېجې ته نه دي رسېدلي. دافغا نستان په تاریخ کې په اسلامی اوملی لحاظ هم اصول شته او هم تګلاری . زه باور لرم چې سوله هېڅ وخت مصلحتی سازش نشی منلی او که داومنی نو فتنه ده او تباهی .صلح او خیر دواړه هغه کلیمې دی چې چل اوفرېب نه منی