زلزله رحمت دی که عذاب ؟؟!
(مفتي فضل هادي سالک )
دې کې شک نشته ،چې زلزله دالله جل جلاله دقدرت له آیاتونو څخه هغه آیت دی، چې کله په یو قوم کې سرکشۍ ډیرې شي ،نو څښتن تعالی پرې دا قوم وویروي او خپلو کړنو ته یې متوجه کړي ، کله چې بیا اصلاحات پکې رانشي ،نو دهلاکت تر سرحده یې ورسوي . ،دا داسې یوه غیبي قوه ده، چې دنړۍ بشر یې له کنترولو څخه عاجز دی .
ډیرو خلکو سره داسې پوښتنې پیدا کیږي چې دا زلزله ولې کیږي ؟
څه وجوهات لري ؟
دا زلزله رحمت دی که عذاب دی؟
ددې زلزلې حقیقت څه شئ دی ؟
له زلزلې څخه تیښته څنګه ده ؟
په زلزله کې څه پکار دي ؟
دازلزله طبیعي پیښه ده که دالله تعالی په حکم مینځته راځی ؟
اوداسې نورې پوښتنې وي، چې ځوابول یې ضرور دي، چې دڅښتن تعالی په مرسته مو دادی دې لیکنه کې
خپل کوښښ کړی، ترڅودې پوښتنو ته څه ځواب وویلای شو .
البته دا باید هم ووایو: چې ددې حوالو څخه مو دبدخشان ولایت دتیرو زلزلو اوپیښو په اړه هم څه استفاده کړي وه خو دموضوع داهمیت له کبله او ددې لپاره چې دې موادو یې شرعي اړخ لاره ،دافادیت اوعمومیت لپاره ستاسو لوستوالو لپاره ولیکل شول .

په اسلامي شریعت کې دزلزلې دپیښیدو وجوهات .
أخرج الترمذي عن أبي هريرة قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: "إذا اتخذ الفيء دولا والأمانة مغنما والزكاة مغرما وتعلم العلم لغير الدين وأطاع الرجل امرأته وعق أمه وأدنىص -389- ... صديقه وأقصى أباه وظهرت الأصوات في المساجد وساد القبيلة فاسدهم وكان زعيم القوم أرذلهم وأكرم الرجل مخافة شره وظهرت القينات والمعازف وشربت الخمور ولعن آخر هذه الأمة أولها. فليرتقبوا عند ذلك ريحا حمراء وزلزلة وخسفا ومسخا وقذفا وآيات تتابع كنظام لآلئ قطع سلكه فتتابع" (الفتاوی الکبری الفقهیة علی مذهب الامام/ج۲/ص۲۹۷)
ترجمه :جامع ترمذي له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت نقل کوي، چې هغه وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :کله چې مال فئ خپل دولت وشمیرل شي ،امانت غنیمت وګڼل شي ،زکات ورکول تاوان وبلل شي ،دعلم زده کړه ددین نه په غیر کیږي (ددنیوي مال او عهدې لپاره وي)،سړی دخپلې ښځې اطاعت کوي ،مور یې پریښې وي ،ملګری ځانته را نږدي کوي او پلار لیري کوي ،په جوماتونوکې اوازونه پورته شي ،دقبیلې مشر کوم فاسد سړی غوره شي ،دقوم ملک ، مشر او زعیم تر ټولو رذیل شخص شي،دیو چا قدر او عزت دهغه له ویرې څخه کیږي ، ډمې او دموسقیت او لهو لعب الات کونکي څرګند شي ،شراب وڅښل شي ،ددې امت وروستنو په اولنیو باندې لعنت ووایه ،نودوئ دې دسره باد ، زلزلې ،خسف ،مسخ ،قذف او نور آیاتونو یا دقیامت دنورونښو انتطار وکړي، چې داسې به پرله پسې راځي لکه په یوه تار کې پییل شوي مرغلرې چې تار یې وشلیږې او پرله پسې یوپه بل پسې راتوییږې .
وأخرج الترمذي أيضا عن ابن عباس رضي الله عنهما قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: "إذا فشا في هذه الأمة خمسة يحل بها خمس إذا أكل الربا كانت الزلزلة والخسف" وصح أنه صلى الله عليه وسلم قال: "جعل الله عذاب أمتي في الدنيا القتل والزلازل والفتن". وأخرج ابن أبي الدنيا حديث: "سيكون في أمتي خسف ورجف وقردة وخنازير" وأخرج ابن السكن حديث: "يكون في أمتي رجفة يهلك فيها زهاء عشرة آلاف أو أكثر من ذلك, يجعلها الله عظة للمتقين ورحمة للمؤمنين وعذابا على الكافرين"
(الفتاوی الکبری الفقهیة علی مذهب الامام/ج۲/ص۲۹۷)
ترجمه : ترمذي شریف دحضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه څخه روایت کوي، چې هغه وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :کله چې پدې امت کې پنځه کارونه څرګند او علني شول ،پنځه عذابه به پرې نازلیږي ،کله چې سود خوري پیل شوه ،زلزلې اوخسف به پیل شي ،اوپه صحیح روایت کې راغلې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلې چې زما دامت عذاب الله جل جلاله په دنیا کې وژنې ،زلزلې او فتنې ګرځولې ،دابن ابي الدنیاپه یوه حدیث کې راغلې چې نږدې ده، چې زما امت کې ،به خسف ،زلزلې ،بیوزګانې کیدل اوخنزیران کیدل وي ،دابن سکن په یوه حدیث کې راغلې، چې زما په امت کې به زلزله وي ،چې لس زره زها ءبه پرې هلاک شي او یا به تردې هم زیات وي ،الله جل جلاله به یې دپرهیزګارانولپاره وعظ ،مومنانوته رحمت اوکافرانوته عذاب وګرځوي
همداسې دحضرت عایشې رضی الله تعالی عنها نه روایت راغلی چې فرمایې :

وذكر ابن أبي الدنيا عن أنس ابن مالك أنه دخل على عائشة، هو ورجل آخر، فقال لها الرجل: يا أم المؤمنين حدثينا عن الزلزلة; فقالت: إذا استباحوا الزنى وشربوا الخمر، وضربوا بالمعازف، غار الله عز وجل في سمائه، فقال للأرض: تزلزلي بهم، فإن تابوا ونزعوا، وإلا هدمتها عليهم; قال: يا أم المؤمنين: أعذابا لهم؟ قالت: بل رحمة للمؤمنين، ونكالا وسخطا على الكافرين . (الدرالسنیة فی کتب النجدیة /ج۲۱/ص۵۹)المکتبة الشاملة .

ژباړه :ابن ابي الدنیا دحضرت عایشې رضی الله تعالی عنها څخه دحضرت انس بن مالک رضی الله تعالی روایت نقل کړی چې :دا فرمایې چې زه او یو بل کس ام المؤمنین حضرت عایشه رض ته ورغلو، نو دې بل سړي له حضرت عایشې رضی الله تعالی عنها څخه وپوښتل ،چې یا دمومنانو مور! دزلزلې په باب راته حدیث بیان کړه !هغې ورته وفرمایل چې کله خلک زنا مباح وګڼي ،شراب وڅښي اودموسیقۍ الات وغږوي ،نو الله جل جلاتله ته اسمان کې غصه اوغیرت ورشي ،نو ځمکې ته ووایې چې پدې خلکو وخوځیږه او زلزله پرې وکړه ،که دا خلک توبه وباسي ، او دا ګناه پریږدي، له هلاکت نه بچ شي ،که نه نو راویې نړوي پرې، او پکې له منځه لاړ شي ،دې سړي ترې بیا وپوښتل، چې یا ام المؤمنین ! آیا دا زلزله عذاب دی دوئ ته ؟هغې ورته وویل چې نه، بلکې مومنانوته رحمت اوپه کافرانو عذاب او عقوبت دی .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وفي مناقب عمر، عند ابن أبي الدنيا: أن الأرض تزلزلت على عهد عمر، فضرب بيده عليها، فقال: ما لك؟ أما إنها لو كانت القيامة، حدثت أخبارها، سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول : إذا كان يوم القيامة، فليس فيها ذراع، ولا شبر، إلا وهو ينطق وقال كعب: إنما تزلزلت
ص -557- ... الأرض إذا عمل فيها بالمعاصي، فترعد فزعا من الرب جل جلاله أن يطلع عليها.
(الدرالسنیة فی کتب النجدیة /ج۲۱/ص۵۹)المکتبة الشاملة).

ژباړه :دحضرت عمر رضی الله عنه په مناقبو کې هغه چې ابن ابي الدنیا رانقل کړي، داسې راځي چې دده په دور خلافت کې زلزله وشوه ،نوده پرې لاس کښیښود او ورته یې وویل چې څنګه لړزیږې؟که چیرته دا قیامت وي نواخبار دې بیان کړه !ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلې دي ،چې فرمایل به یې چې کله قیامت شي نونه به پدې کې یو ګز وي او نه یوه لویشت ،مګر خبرې به کوي .او کعب فرمایي چې کله ځمکه باندې ګناهونه وشي نو درب العالمین له ویرې ځکه ولړزیږې چې هغه ج به پرې خبر شي !
نوربیا..............