له ډېرې مودې راپه دې خوا دامن دجرګې دجوړولو ډول په لرې اوبرې پښتونخوا په سيمه کې غږيدلى دى . دپښتنو هغه مشهورمتل راپه زړه کيږي چې وايي (( دډول غږ له لرې خوندکوي )) . جرگه راروانه ده، دلته په لرې پـښتونخواکې سوچه پښتانه ورته خوشحاله دي خودپاکستانيانو په اصطلاح( ديسي پښتانه) يې دنوم په اوريدو سره وروڅټ ګروي ،او نيمه سترگه وهلې دخبرو مجلس پريږدي .
دامن دجرگې دجوړولو لپاره خوافغانان ځکه خوشاله دي چې دڅولسيزو راپه دې خوا دجګړې په اورسوځيدلي دي ...... داسې ، خور اونه داسې مور تر سترګوکيږ ي چې لمن يې له لمبو څخه بچ پاتې شوي وي ،دامن دجرگې دجوړولو هڅه په افغانانوکې په دې ده چې افغانستان هغه دلرې لارې تندې نيولى مساپردى چې دسيند ترغاړې پورې يې لږ مزل پاتې دى خوله ډېرې ستومانۍ نه ورته دا لږ مزل هم ستونزمن کارښکاري اوپاکستان دهغه ماشوم مثال لري چې دسيند په غاړه ولاړ دى او دخپلو لوبو لپاره دسيند په لوري تيږي واروي .
دجرګو دود اودستور دپښتون دشملې سره سم تاريخ لري ، هومره چې شملې ته په درنه سترګه کتل کيږي هماغومره پښتون قوم دجرګو دفيصلوقدرهم کوي .که دجرګوتاريخ ته نظرواچوو، دجرګولمنه زمونږپه هيوادکې دکلي اوقومونوترمنځ پورې غزيدلې وه .زما په اند دالومړۍ جرګه ده چې ددوو هيوادنو ترمنىځه جوړيږي ،جالبه داده چې په دې لويه جرګه کې يوې خواته جرګه مار پښتون شملوردريږي اوبلې خواته دزېړې لنګې وهلى پنجابى کوم چې نه جرګه تراوسه پيژني اونه په پوره مانادجرګو تاريخ ورته معلوم دى اونه يې داصولوسره پوره بلد دى . دلته راته ددې خلکو هغه ماشومانه تېرې لوبې په زړه کوي چې وار په وار به يې په وزيرستان کې دحکومت او خلکوترمنځه جرګه وشوه اوجرګه به هم بريالۍراووته لکه دناوې په شان به يې ښا يسته مخ نيولى و، چې هرقبايلى به يې په ليدلوموسکى او خوشحاله بريښېدو خودارمان ځاى داو، چې لاڅليريشت ګينټې به لاپوره نه وې چې دناوې مخ به دحکومتي واکدارانو له خوا په وينو سور شو.
همدغه خبره ده چې ماژړوي ،جرګه به هم جوړه شي، بلا بلا پېسې به هم پرې ولګيږي ،ډېر جيبونه به پرې ډک شي اودډېرو خيټې به پرې مړې شي خوددې متل رنګ وانخلي ((يوه ويل چې څه به خورم اوبل ويل چې په څه پورې به يې خورم )) اويا دهغه بخيل دخيرات مثال وانخلي ((چې مړويې په ډوډۍ ملنډې وهلې خووږي يې ددروازې ترشا وږي پاتې شول )) .
بياهم راغلو دامن دجرګې دجوړيدلو خبرې ته نوڅومره چې ددې ډول غږ ته افغانان په تاوده اتڼ ګډدي ،دومره ددې سيمې د خلکودډول غږ ته څټ نه ګريږي، تش په خوله ورته موسکي دي خوداټن شوق ديوه په زړه کې هم نشته خوله دې نه سترګه نه شو پټولى چې دوى به ددنيا له شرمه راولاړشي اوددې ډول غږ ته به يودوه واري واوړي راواړي .