که سر مې خوږيدلاى نو د ډسپرين ګولۍ به مې خوړلې واى ،يو ملا ته به ورغلى واى چې راته دم يې کړي ،که نور هېڅ هم نه واى په يوه ټوکر به مې کلک تړلى واى چې درد يې کم شي خو د خپل سر د درد په پلمه نه غواړم ستاسې سر په درد کړم ،سر مې نه حوږيږي په اعصابو مې درد دى ،اعصاب مې نارامه دي .اودادرد راته دوستانو پيرزو کړى دى خو زه دې درد ته هېڅ کله نه وايم چې  : (داستا درد به په هزار درمان ورنه کړم )رښتيا درته وايم که يو خريدار يې پيدا کړم نو په يو پليټ چولو باندې يې هم خرڅوم  ..... دا چولې هم څه عجيبه خوراک دى .

دډالرو د ورښت نه  دمخکې زمانې کيسه ده ،په ګل حاجي پلازه کې  د بيکسيار اشنا په مالي ملاتړ د هيلې مجلې  دفتر اباد و ،ورسره په خواکې اجمل اند کوټه نيولې وه او ددواړو کوټو ترمينځ يوه شريکه دروازه هم وه ،زما چې به هاسټل کې زړه تنګ شو نو ددوى لورې ته به مې مخه کړه .

هلته نو دصالح ، وياړ، شمسزي ، بارکوال  تر څنګ يو نيم شاعر به بل هم پيدا شو او ښه  بنډار به تود شو . دازمون صيب خبره (نام خدا، ښه دنيستۍ دور و د ټولو جيبونه خالي وو)يوازې چولې وې چې زمونږ پرده يې ساتلې وه .زمونږه يوشاعر ملګرى وو هغه به ويلې د سپين جومات نه نيولې تر صدر بازاره پورې ټول چولې فروشان مې پېژني ځکه چې هره ورځ ترې چولې اخلمه .

زمونږ د يوبل شاعر ملګري نه په هماغه ورځو کې چا پوښتنه کړې وه چې شاعر‌ۍ کې  دې څه ګټه وکړهه غه ورته ويلي وو(ګټه مې ولاکه کړې وي خو دومره تاوان مې کړى چې پخوا به مې د لارې پر سر چولې خوړلى شوې اوس يې نه شم خوړلى ځکه چې خلک مې وويني نو وايي : هغه دى __صيب ناست دى چولۍ خوري )

په هماغه شپو کې ما او اجمل اند به په سپين جومات کې د شپې ناوخته يو کس سره ډوډۍ خوړله هغه به ډېرې خوندورې چولې پخولې او شکل يې هم د هندوستان د فلمي ستوري نانا پاټيکر غوندې و نو زمونږ به نور هم خو ښېده .

خو اوس کيسه بل منګې ده ،شاعران ،ليکوالان او قلم وال نن سبا ټول ښې ښې و ظيفې لري اواقتصاد هم د ټولو ښه شوى دى .خو زما اعصاب بيا هم نارامه دي سره ددې چې دنورو ملګرو غوندې نن سبا زه هم داقتصاد له پلوه ښه يم .داچې ولې ؟ داحال درته وايم خو اول د چولو يوه بله خبره هم درته کوم .نه پوهېږم ولې چې نن زه خبره شروع کوم نو پام مې د چولو لورې ته اوړي .

هغه بله ورځ په پېښور کې دې سيمې يو پېژندل شوي هنرمند شاهنشا پاچا ته د مرکې د پاره ورغلى وم ،په کابلۍ کې سينما روډ ته مخامخ دچترال هوټل د پاسه د خيبر په نامه په يوه وړه سټوډيو کې چې کله د مرکې د پاره يوبل ته مخامخ شو نو اول يې راته وويل (ګوره جي ِ! ډېرې سختې پو ښتنې به نه کى ،زمونږ هسې هم د چولو ماغزه دي دپاسه مې پرې شوګيره هم کړې ده )

خير اوس بيرته د چولو نه اصلي مو ضوع ته راګرځم او ژمنه درسره کوم چې دا ځل مې خبره پيل کړه نو که هرې خواته يې بوځم خو د چولو لورې ته به يې نه بيايم .

زما اعصاب يو دې مس کاليانو او بل بې وخته ټيليفون کوونکو خرابه کړي دي .څو څو وارې مې د خپل ټيليفون شمېرې بدلې کړې خو چې څوورځې تيريږي هغه د چا خبره ،کيسه بيا هماغسې زړه په زړه وي ،زه عموما د مس کالونو ځواب نه وايم خو چې مقابل لورى بيخي بې قراره وي او ددلربا د زلفو غوندې هېڅ نه کنټروليږي نو بيا ورته د مجبورۍ نه زنګ ووهم خوبيا يې هغه نه پورته کوي او چې پورته يې هم کړي نو بيا پر ماسترګې و باسي چې ولې يې زه په عذابوم ؟

ځه! دا هم خير ..... خو داچې شپه نيمايي ته نزدې وي او زنګ درته راشي او پو ښتنه وکړي چې داد----چينل لمبر دى زه ورسره مصاحبه کوم نوهغه د پېښور د خلکو خبره ده ته به کوم کلى ورکړې .

افغانستان او سيمې ته د بې شمېره راډيويي او تلويزيوني چينلونو د راتګ نه پس اوس افغانان هم په هره ساحه کې دنظر د ښکاره کولو او مرکوکولو لېواله ګرځېدلي دي ..زه نه پوهېږم ما غوندې د مطبوعاتو ددنيا يو وړوکى کس چې د بې وخته ټيليفون کوونکو او مس کاليانو نه دومره په تنګ دى نو زما دمشرانو به څه حال وي ؟دا مس کاليان او پر ټيليفون زوروونکي يوه مافيا لري چې يوه ته دې نومره معلومه شوه د سترګو په رپ کې يې نورو ته ر سوي .

کله کله وايم  : ښه ده چې دغې مافيا ته دهغو مهمو خلکو ، چارواکو او ستورو نومرې نه دي معلومې چې ما سره په ډايرۍ کې دي که نه نو چې مادومره زوروي د هغوي سره به يې څه کول؟

دلته په پېښور کې يوه ډېره ښه سندرغاړې ده نازيه اقبال چې خداى پاک ورته ډېر ښه اواز ورکړى خو سندرې يې کوڅه ډبو ځوانانو،چولې فروشانو ،دبسونو کلينډرانو اويو نيم هغو شاعرانو ته چې دا يې کلام وايي ډېر خوند ورکوي خو باور وکړئ يوه نيمه بازاري سندره هم ډېره خوندوره وي لکه دې مس کاليانو ته يې چې ويلې :

ترڅو پورې به ماته مس کالونه راکوې

الله دې لېونى کړه چې رينګونه راکوې