ډېر پخوامې داردو ژبې يو ناول (مراةالعروس )لوستلى و،هغه مهال نه پوهېدم چې يو وخت به د ناول ديو لو بغاړي (حسن بن سباح)په څېر خلک مونږ ته ډېر نزدې پيدا کيږي او د خلکو نه به خو بونه تښتوي .په هغه ناول کې ليکوال (عبدالحليم شرر) ديو خيالي جنت انځور وړاندې کوي چې مستې خورې ،شنه چمنونه او خوږې مېوې پکې پرېمانه وي .
حسن بن سباح خلک بې هوشه کوي او بيا دهغوى سترګې ددنيا پر سر په دغه خيالي جنت کې غړيږي او د څو ورځو دپاره دغه خلک د خوند او عيش نه ډک ژوند تېروي خولکه آدم چې له جنته ويستل شوى و ، هم داسې دوى هم ويستل کيږي اوورته ويل کيږي :
- که غواړې د تل لپاره په دغه جنت کې پاتې شې لاړشه او دوخت فلانى چارواکى له تېغه تېر کړه ،له مرګه وروسته دغه تل پاتې جنت تاته هرکلى ويلى شي .
په دې طريقه حسن بن سباح د هغه مهال د سيمو ددولتونو دچارواکو په وژلو لاس پورې کوي او خپل سياسي مقصدونه لاس ته راوړي .
خو هغه يو ناول و ،او اوس دا هرڅه په رڼا ورځ په غړېدلو سترګو ترسره کيږي .اوس انسان پخپله يو ميزايل ګرځېدلى او خطر ناک ځکه دى چې څوک ترې د چاودېدلو اميد نه کوي خو دى ځان الوزوي او دوينو په فوارې د زمکې سينه ګلګونه کوي .
ګران خو ګرم نه دى چې ويلي يې وو:
چا وينې ترېنه وڅکې چا سپرلو له وينې ورکړې
انسان څومره بدرنګه دى انسان څومره ښايسته دى
انسان بدرنګه هم دى او ښايسته هم ،اوډېر زيات له رازونو او اسرارو څخه ډک هم دى ،په نړى کې د هر علم حاصلول اسان دي خو هغه څه چې ګران دي هغه د انسان پېژندل دي .
خليل جبران وايي :
- يوې مېرمنې وويل ( جنګ به ولې مقدس نه وي زما چې پکې زوى وژل شوى دى)
هو دا انسان چې ځان الوزوي ،دده لپاره دده د مور له سترګو تويې شوې او ښکې هم ماته د زغم وړ نه دي خو دى پخپله څومره ظالم دى چې دلسګونو کسانو په وژلو داوښکو سيل راولي .
مياندو به نو دې ورځې ته زامن غو ښتل چې هغوى دې بيا د ځان نه د بارودوپو کڼۍ جوړې کړي ،که دا حال وي ښايي تر دې وروسته به يوه با احساسه مور هم داولاد دغو ښتلو لپاره ددعا لاسونه پورته نه کړي .
خو مونږ څه وکړو ،مونږ خو پيدا شوي يو او اړ يو چې ژوند وکړو ، خو څنګه يې وکړو ژوند خو به هله کيږي چې دبارودو دد غو پوقانو نه بچ پاتې شو .او د بارودو دغه پو قانې په هره کوڅه ، هره لاره ، هر واټ او دهرجومات مخې ته خرڅيږي ،د هرڅه خرڅېدل مې ليدلي وو خو په دې ډول د انسان د خرڅېدلو په اړه  مې اورېدلي هم نه وو .
کاکاجي صنوبرحسين هم دانسان له دغې زاويې نه خرڅېدل نه وو ليدلي هغه خو د انسان دبلې زاويې نه خرڅېدل ژړل او ويل يې :
خدايه دا بازار تالا کړې په مغلو
دمفلس حسن په يو موټي چڼو ځي
کاکاجي ښه ده چې مړ يې کنه نو ته به هم دبارودو ددغو پو قانو ښکار ګر ځېدلى وي ،د انسان دا حالت به دې څنګه ز غملو .يوې امريکايي مېرمنې وئ ويلې چې (څومره څومره انسانانو ته نږدې کيږم دومره دومره مې د سپو سره مينه زياتيږي )

نو د بارودو! پوقانو تاسو چې کوم مقصد حاصلول غواړئ نه پوهېږم څومره به پکې بريالي شئ خوپه نړۍ کې د مسلمان نه دکرکې دپيدا کولو لپاره که نور هېڅ هم نه وي يوازې تاسو هم کفايت کوئ .
خو په آخره کې زه بيا د خليل جبران په يو قول خپله خبره ختوم او هغه داچې (لويه خدايه ! مخکې له دې نه چې ماته دا توان راکړې چې زه يوه سويکه ښکار کړم ،يو پړانګ ته دا توان ورکړه چې ما ښکار کړي .)