نـتـکـۍ

لـېږلـې وه اسمــــان يـــوه ډالـۍ پـه نيمـه شـپه کــې

د يد ن ته می راغلی وه سپوږمۍ په نيمه شپه کې

پـه شـړکـنــده بـاران کـــــی لـه يخـنــۍ نــه رپيد لـه

وه تــاورانه د مارغـوند ې جينــۍ په نيمه شپه کې

د چا د زلفـــوســوری مــې ارمان دژونـــــــد انـــه وو

الله تـه مــی نيـــولــې وه ځـــولـۍپه نيمه شپه کـې

يـو زه وم يـو جا نان وو ا و د  ســــــروميـــو باران و

ارمان می خدای پوره کړ د ځوانۍ په نيمه شپه کې

هغــه چــی هنگامــه يــې د ښـــــکلا وه په جهان کـې

تــر ما را رسيــد لې وه ژونـــــد ۍ په نيمه شپه کې

ما جنــگ د سپينـو تــورو پــه  رڼا ورځی گټـلــی

عا مــره! زه زخمــی کـړمه نتکـۍ په نيمه شپه کې