نجيب عامر
سر مې په لاس کې ګرځوم په اوږو باردې نه شي
ياردې بېلارې شي،رقيب سره په لار دې نه شي
انسان که لوى دى تر هغې چې تشدد ونه کړي
مېږى که ووړ دى،خو دا ووړ زړه يې آزار دې نه شي
دنيا دې وي،ژوندون دې وي اوانسانان دې هم وي
دچا غلام دې نه شي څوک د چا بادار دې نه شي
چې يې د رنځ پوښتنه کړم زړه مې کوشېر غوندې شي
ياردې ژوندى وي خودا نه وايم بيمار دې نه شي
څوک چې د مينې نه محرومه وي لټون دې وکړي
څوک چې په خوب کې مينه ګوري هېڅ بيدار دې نه شي
چې بوډاګان دې د تنکو پيغلو کمڅو کې زانګي
مينه دې دا ډول ليلام په لوى بازاردې نه شي
سردرنه غواړي د وفا په نوم انکار ترې نه کړې
(عامره)مړ ښه يې چې هېڅ چاته انکار دې نه شي