دتقليدتحقیقي ځېرنه

دتقلید کولو شرطونه :
په مخکینو بحثونو کې مو دا ثابته کړه ،چې کله چا کې داجتهاد شرطونه پوره نوي، دبل کوم منل شوي مجتهدعالم تقلیدورته جایز دی او دامي(عامي) شخص لپاره نه یوازې جایز، بلکې په ضروري مسایلو کې علماء آن واجب هم بولي ،اوس به دا وشنو، چې څوک کله دکوم عالم یا امام تقلید کوي،دهغه څخه استفتاء کوي او کومه مسئله کې ترې پوښتنه کوي ، داسې تقلید کوم کوم شرطونه غواړي او په کومو صورتونو کې دده تقلید شرعي تقلید ګرځي، ترڅو دا خبره ښه سپینه شي، چې دا تقلید کوم داسې حکم ندی، چې په مطلق ډول دهر عالم ،امي او مجتهد یا غیر مجتهد لپاره پرته له کومو اصولو صحیح کیږي ،بلکې داړتیا له مخې څه داسې ضوابط اواصول شته، چې دهغې په رڼا کې دده تقلید صحت پیدا کوي .
یوه عامي شخص ته ددې جواز نشته ،چې دهغه چا نه په غیر استفتاء وکړي، چې دهغه علم او عدالت ورته معلوم نوي او دا پرې باورې نه وي،نو کله یې که کوم شخص په جهالت اوناپوهۍ سره پیژنده او ورته معلومه وه، چې دا شخص علم نلري ،نو اتفاقاً به ترې بیا دکومې مسئلې پوښته یا استفتاء نه کوي ،همداسې به له هغه چا څخه هم دکومې شرعې مسئلې استفتاء نکوي، چې هغه پوښتل شوی شخص دیوه فاسق په صفت سره پیژني .
دهغه چا څخه په کومه مسئله کې استفتاء یا تقلید جایز دی، چې هغه په (ظن غالب) سره پیژني، چې له اهل علم څخه دی او عالم دی ،یاداوي ،چې هغه دافتاء په مسند او منصب ناست وي ،یعنې خلکو ته په مسایلو کې فتواوې ورکوي ، خلک ترې دنورو علماوو په مشهد او محضرکې استفتاء کوي،پدې مفتي صیب یا امام کې دعلماوواو دیندارو خلکو نښې او نښانې هم موجودې وي او یا یې دکره علمیت او عدالت په باب ثقه وو اشخاصو خبر ورکړی وي، نو پدې صورتونو کې دده فتوی قابل اعتبار ده او دا صاحب علم دفتوی مدار کیدای شي، چې همدا مذکور شرطونه (الموسوعة الفقهیة کې داسې ذکر شوي دي ((لا يَجُوزُ لِلْعَامِّيِّ أَنْ يَسْتَفْتِيَ إِلا مَنْ يَعْرِفُهُ بِالْعِلْمِ وَالْعَدَالَةِ ، أَمَّا مَنْ عَرَفَهُ بِالْجَهْلِ فَلا يَسْأَلُهُ اتِّفَاقًا ، وَكَذَا لا يَسْأَلُ مَنْ عَرَفَهُ بِالْفِسْقِ . وَيَجُوزُ أَنْ يَسْتَفْتِيَ مَنْ غَلَبَ عَلَى ظَنِّهِ أَنَّهُ مِنْ أَهْلِ الْعِلْمِ ، لِمَا يَرَاهُ مِنَ انْتِصَابِهِ لِلْفُتْيَا وَأَخْذِ النَّاسِ عَنْهُ بِمَشْهَدٍ مِنْ أَهْلِ الْعِلْمِ ، وَمَا يَلْمَحُهُ فِيهِ مِنْ سِمَاتِ أَهْلِ الْعِلْمِ وَالدِّينِ وَالسَّتْرِ ، أَوْ يُخْبِرُهُ بِذَلِكَ ثِقَةٌ / الموسوعة الفقهیة ج۱۴ص۱۶۰)
مشهور حنبلي مذهبه عالم حافظ ابن تیمیه رح فرمایي :له هرچانه استفتاء جوازنلري، بلکې دهغه چانه استفتاء رواده ،چې هغه دعلم او عدالت په رڼا کې فتوی ورکوي او هغه څوک چې مجهول الحال فی العلم وي، دهغه تقلید هم ندی روا، ځکه دا مسؤل عنه کله نا کله دمستفتي نه ډیر ناپوهه او جاهل وي ،څوک چې مجهول الحال فی العدالة وي، دده په هکله دوه قوله دي ،یوداچې، چاویلې چې دده په باب به مستفتي له یوه یا دوه عادلانو یا نیکانو خلکو څخه پوښتنه کوي ،نو بیا به ترې دمسئلې پوښتنه یا استفتاء کوي، داځکه چې دا له کذب او تدلیس څخه محفوظ ندی، او ځینو علماوو ویلې، چې دا ضروري نده، چې ده ته دمفتي دعدالت په باب له چانه تزکیه ترلاسه شي او دا ځکه چې اصل په علماووکې عدالت او تقوی ده، نو ددې په هکله باید چې مستفتي له چانه بالکل پوښتنه ونکړي او دمسئلې پوښتنه ترې وکړي ، چې همدا توضیح په دې لاندینوکتابونو کې شته :
(المستصفى 2 / 390 ، وروضة الناظر 2 / 452 .)
څوک چې په فتوی کې تساهل کوي ،دهغه تقلید ندی جایز او نه به ترې څوک استفتاء کوي ،همداسې هغه چاڅخه هم استفتاء نده پکار، چې حرامې حیلې جوړوي او نه به دهغه چا څخه په فتوی کې دتقلیدجوازوي ،چې هغه په شاذه اقوالو او دعلماوو په تفرداتو داسې فتوی ورکوي ،چې هغه دجمهورو علماووله اقوالو او تحقیق څخه خلاف وي، همداتحقیق په لاندینیوکتابونو کې لیدلای شئ :(مطالب أولي النهى 6 / 441 ، 446 ، 447 ، وتبصرة الحكام 1 / 52 ، القاهرة المطبعة العامرة الشرفية 1301 هـ .)
په مخکنيو بحثونوکې مو دا خبره وڅیړله، چې هغه چا ته دتقلید جواز شته ، چې هغه عامي او امي وي ،یا که عالم هم وي ،خو چې داجتهاد قوت پکې نوي او یاهم که داجتهاد اهلیت پکې وي، خو داجتهاد په شغل دده څخه داحکامو فوات راځي ،نو دې صورتونوکې تقلید ورته ضرور وبلل شو،خو دهغه چاپه باب چې داجتهادشرطونه پکې پوره وي او اهلیت یې هم لري، مګربیا یې هم نکوي ، امام شافعي رح اونور علماء کرام دده په مورد کې داسې وایې چې : فَأَمَّا الْمُجْتَهِدُ لَوْ أَرَادَ التَّقْلِيدَ مَعَ سَعَةِ الْوَقْتِ وَإِمْكَانِ الاجْتِهَادِ فَقَدْ قَالَ الإِمَامُ الشَّافِعِيُّ وَغَيْرُهُ : لَيْسَ لَهُ أَنْ يُقَلِّدَ بَلْ عَلَيْهِ أَنْ يَجْتَهِدَ . وَقِيلَ : يَجُوزُ لَهُ التَّقْلِيدُ )یعنې دا عالم فاضل شخص دچا تقلید نشي کولای، ځکه دا پخپله دمجتهد په صفاتو متصف دی، نو باید چې پخپله مجتهد شي او ځینوعلماوو ویلې چې تقلید ورته جوازلري .
ددې دلیل چې اجتهاد ورته لازم او واجب دی ، داځکه چې دده دځان په باره کې دده اجتهاد دنص سره مشابهت لري، نولکه څنګه چې له نص څخه قیاس ته عدول نشي کولای ،همداسې دامکان په صورت کې له خپل اجتهاده هم عدول نشي کولای ،دا تحقیق په دې حوالو کې شته :(البرهان للجويني 2 / 1340 بتحقيق د . عبد العظيم الديب ، نشر على نفقة أمير قطر ، 1399هـ ، وروضة الطالبين 11 / 100 .)
په (الموسوعة الفقهیة) کې داسې لیکي: چې په کوم عالم کې چې داجتهاد اهلیت وي او دا اجتهاد وکړي، نودده اجتهاد دحکم معرفت ته ورسید او اصابت یې ورته وکړ،نوده ته پدې وخت کې ددې جواز نشته ،چې خپل اجتهاد پریږدي او دبل چا تقلید وکړي او ددې غیر په فتوی باندې دیوه مقلد په حیث عمل وکړي،داصول فقه مشهور کتاب( مسلم الثبوت) کې لیکل شوي ،چې په هغه څه چې دده علم پیدا شواو دا پرې پوه شو، نو همدا دده په مورد کې دالله تعالی حکم دی ،نو دې صورت کې به یې دبل چا دقول قبلولو ته نه پریږدي اوکه چیرته مجتهد قاضي په تقلید حکم وکړي، نو دامام ابوحنیفه رح په نظرپه یوه روایت کې دده حکم نافذ اودامام صیب رح په بل روایت اود صاحبینو په قول باندې یې حکم ندی نافذ، چې فتوی هم دصاحبینو په قول ده اوهمدا دامام ابوحنیفه رح وروستی روایت دی ،لکه همدا مضمون د(مسلم الثبوت )په لاندیني عبارت کې ښه څرګند دی : قَالَ صَاحِبُ مُسَلَّمِ الثُّبُوتِ : " إِجْمَاعًا " أَيْ بِإِجْمَاعِ أَئِمَّةِ الْحَنَفِيَّةِ ، لأَنَّ مَا عَلِمَهُ هُوَ حُكْمُ اللَّهِ فِي حَقِّهِ فَلا يَتْرُكُهُ لِقَوْلِ أَحَدٍ . وَلَكِنْ لَوْ أَنَّ الْقَاضِيَ الْمُجْتَهِدَ حَكَمَ بِالتَّقْلِيدِ نَفَذَ حُكْمُهُ عِنْدَ أَبِي حَنِيفَةَ عَلَى رِوَايَةٍ ، وَلَمْ يَنْفُذْ عَلَى الرِّوَايَةِ الأُخْرَى ، وَلا عَلَى قَوْلِ الصَّاحِبَيْنِ وَالْفَتْوَى عَلَى قَوْلِهِمَا ، وَهِيَ الرِّوَايَةُ الأُخْرَى عَنْ أَبِي حَنِيفَةَ (مسلم الثبوت 2 / 392 ، 393 .)
په الموسوعة الفقهیة کې د(مسلم الثبوت) په حواله کاږي : هغه علماء چې داجتهاد په تجزیه باندې قایل دي، نو ددوئ په نظر دا هم واجب ده، چې مطلق مجتهد دې هم په هغو احکامو کې تقلید وکړي، چې حکم یې ورته نوي ظاهر،نو دا به په بعضې احکامو کې مجتهد او په بعضو نورو کې مقلد وي، او داسې ځینو علماوو ویلې :چې څوپورې چې دا عالم وي ،نو په هغو مسائلو کې به تقلید کوي، چې دصحت وجه یې ورته ښکاره وي، پدې معنی چې بل مجتهد ورته ښکاره کړي وي ،حواله یې :
(مسلم الثبوت 2 / 402 .)
الموسوعة الفقهیة کې لیکي :همداسې دیوه عالم تقلید په ثبوت دمسایلو کې کیږي ،لکه څنګه چې دامام بخاري رح تقلید داحادیثو په تصحیح کې کیږي ،نو بیا به یې اجتهاد یا په دلالت ،قیاس او یا په دفع التعارض کې کیږي، دا ځکه چې ددې ثبوت بل چا کړی عبارت یې داسې دی : وَأَيْضًا قَدْ يُقَلِّدُ الْعَالِمَ فِي الثُّبُوتِ ، كَمَنْ قَلَّدَ الْبُخَارِيَّ فِي تَصْحِيحِ الْحَدِيثِ ، ثُمَّ يَجْتَهِدُ فِي الدَّلالَةِ أَوِ الْقِيَاسِ أَوْ دَفْعِ التَّعَارُضِ بِنَاءً عَلَى مَا ثَبَتَ عِنْدَ غَيْرِهِ .
نوربیا...............