راځئ چې د عقدو او تعصب له دایرو راووځو او په حکومتونو کې د ګوندونو او تنظیمونو په مشارکت بحث وکړو، د ولسمشر غني د انتخاباتو په ټاکنیز ټیکټ (دولت جوړونکي) کې ګڼو ګوندونه، سیاسي بنسټونه، سیاسي جریانونه او مدني ټولنو له ولسي ادرس څخه د دولت جوړونکي ټیم پلوي وکړه. مولوي عبدالحکیم منیب د حرکت انقلاب اسلامي ګوند په مشرۍ په ملي کچ د یو لوی سیاسي خوځښت په چوکاټ کې د جمهوريت، ولسواکۍ دننه د اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتلو او د نظام د بقا لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د یاد ټاکنیز ټیکټ ملاتړ وکړ او دبریالي کیدو لپاره یې سترې قربانئ ورکړې. د خطرونو په منلو سره یی ولس قانع کړ چې ولسمشر غني يې په اوسنیو شرایطو کې د تأئيد وړ مشر دی. د ولسمشر غني تر بریا وروسته باید دغو سیاسي بنسټونو په واک کې د مشارکت حق تر لاسه کړی وای، خو له بده مرغه داسې ونه شول، د افغانستان غوندې هیواد کې د هر اړخیز ثبات د ټینګښت لپاره پر مشارکتي سیستم درېدل او بدلیدل پکار دي ترڅو په حکومت کې په ریښتنې مانا سره ټولې خواوې خپل ځانونه وګوري، ځکه چې افغانستان د ټولو شریک کور دی او هر افغان دا حق لري چې ځان په نظام او سیستم کې شریک وګڼي او په دې ډول د شته او رامنځته کېدونکو احتمالي زیانونو مخه ونیول شي. خو دلته په حکومت کې له ولسمشر نه چاپیره د ځانګړې کړئ شتون د انديښنې وړ دی چې د مشارکتي سیستم او حکومت مخه یې ډب کړې او نه غواړي داسې شخصیتونه چې ولسي ریښې لري په حکومت کې پاتې او د خلکو دخدمت جوګه وګرځي. همدارنګه دغه کړۍ نه غواړي چې د ولسي ریښو لرونکي کسان په غني ورټول شي، که داسې وشي بیا خو په دوی دایره تنګیږي او خپلې استخبارتي موخې او اهداف نه شي ترلاسه کولای، زه دلته د چا نوم نه اخلم، ټول پوهیږو چې غني چا او ولې يې محاصره کړی؟ نور بحث نه اوږدوم راځم موضوع ته، په دې وروستیو کې د ارشاد، حج او اوقافو د پخواني وزیر او په کابینه کې د یواځيني عالم وزیر له ګوښه کیدو وروسته منیب صاحب د هغه قانوني ارزښتونو او د بیان ازادۍ په چوکاټ کې چې د تیرو نوولسو کلونو یواځینۍ لاسته راوړنې بلل کیږي، خپله مبارزه پیل کړه، خو په حکومت کې له بهره راغلو، ډلو ټپلو او هغو ناپوهو کسانو چې د سیاسي مشارکت د دارلمعارف په الف با نه دي خبر، په ډیرو کمزور دلایلو سره چې ګواکې د وزارت پرمهال ولې منیب صاحب چوپ و، په دې مبارزه انتقادونه پیل کړل او یو ډول ناکامه هڅه یې وکړه، منتقدینو ته دومره وایم چې منیب صاحب هغه وخت د دولت یو لوړ رتبه مامور و، غیر قانوني چلن یې نه خوښاوه ، له واک یې ناوړه ګټه نه اخیسته، حکومت یې له دننه نه تخریباوه، باجګیري یې نه کوله، بلکې د هغو اصولي او قانوني لارو څخه چې اجازه یې لرله، د علماوو د حقوقو لپاره یې مبارزه کوله، لاس تر زنې هم نه و ناست او په وروستیو کې د همدې مشروع او حق غږ قرباني هم شو، نو چې کله قربانې شو د مبارزې محدودیتونه ورڅخه لرې شول او په خلاص مټ او فکر یې دغه مبارزه په جوش روانه وساتله. بله دا چې مولوي عبدالحکیم منیب د لوی سیاسي ګوند (حرکت انقلاب اسلامي افغانستان) مشري کوي د یو داسي جریان مشري کوي چې په افغانستان کې د لوی سیاسي ادرس حساب ورباندې کیږي او په کورنیو جګړو کې ښکیل نه و، او دلته تر بلې هرې تیرې واکمنې ډلې ښه پس منظر لري او تر بل هر سیاسي جریان څخه ډیر علماء او مخور پرې راټول دي، بل د مولوي عبدالحکیم منیب مبارزه د افغانستان د ارزښتونو لپاره ده، د منیب صاحب مبارزه د افغانستان د راتلونکې هغه نسل لپاره ده چې هیواد هم کور او هم ګور ګڼي، نه، د هغو کسانو لپاره چې هیواد کور ګڼي خو کور نه، منیب صاحب ولسمشر ته کمپآین وکړ او د یو داسې ګوند چې علماء یې اکثریت دي د ولسمشر د ټاکنیز ټیم ملاتړ یې وکړ او د ولسمشر غني ټاکنیز ټیکټ ته یې مشروعیت ورکړ، داسې یو مشروعیت یې ورکړ چې، د افغانستان غوندې مذهبي، سنتي او عنعنوي ټولنه کې دا مشروعیت نه له بهر پر موږ د باسواد په نوم راتپل شویو ټامیانو ورکولی شوای او نه هم سیمه ایزو او نړیوالو ادارو ورکولی شوای، خو دا کار مولوي عبدالحکیم منیب وکړ، دا کار یې نه د خپلو شخصي ګټو او نه هم ګوندي ګټو لپاره وکړ، بلکې دا کار یې د نظام د بقا، د ولسواکۍ د ساتلو او د جمهوریت د پیاوړتیا لپاره وکړ چې باید قدرداني یې وشي او دا احسان یې نه په ولس وکړ او نه یی هم په ولسمشر غني، ځکه هیواد یې خپل ګاڼه زړه یی ورباندې خوږید او د کونډو، بورو، یتیمانو روانه لړۍ یې ختمول غوښتل او په خپل دې کار سره یی د هېواد تت انځور روښانه او د ګاونډیو سره یی سیال لیده چې هغوی یعنې ګاونډ کې مو علماء څنګه د مشکلاتو سره سره د خپلو نیمګړي سیاسي مشرانو ملاتړ کوي او په د غه ملاتړ کې د ولس خیر ویني. منیب صاحب دا ټول اړخونو ته متوجه و، ځکه یی زړور ګام واخیست، اوس که ولسواکي، جمهوریت او د بیان ازادي منئ نو د مولوي عبدالحکیم منیب په مشري د پورته شوي غږ ملاتړ وکړئ، نه دا چې د چوپ کولو او منفي لور ته د بیولو هڅه یې وکړئ، تشویق یې کړئ چې د هېواد او ولس سپیڅلې طبقه( علماء) هغه طبقه چې ولس تر بل هر چا ډیر باور پرې کوي اوتر بل هر چا ډیر په احترام ورته قایل دي، حکومت د ارزښتونو په پام کې ساتلو سره نقدوي، تاسې یې باید ستاینه وکړئ. مولوي عبدالحکیم منیب په دې وطن کې د معقولو لارو په کارولو، داصولو او قوانینو پر بنسټ دلته سیاست کوي، د زور، جبر او قانون ماتونې نغارې نه وهي. راځئ ملاتړ یې وکړو او په حکومت غږ وکړو چې ته په ناحقه اومولوي عبدالحکیم منیب په حقه دی.
درنښت
عبدالرحمن احمدزی
کابل افغانستان