د شپیتمنی لسیزی له نیمایی وروسته په پوهتتون کې د محصلانو کلوپ، د دوستی خونه( چې عامه کتابتون کی د کتابتون د آمریت تر څنګ وه) او فرهنګی شورا د ځوانو لیکوالو، هنرمندانو، ممثلینو او د ادب او هنر د نورو څانګو د استعدادونو په هڅونه، روزنه او ځلیدا کی ډیر رول ولوباو. هغه وخت د پوهننتون دفرهنګی شورا په هڅو په پوهنځیو کی فرهنګی کمیټې جوړې شوی، سره له دې چې د بیلابیلو پوهنځیو د فرهنګی کمیټو ډیرو غړو یوبل نه پیژندل، خو د فرهنګی شورا غړی نامتو او لیدنی کتنی یې منظمی وی. د محصلانو کلوپ وکولای شول د رحیم مومند، عزیز پردیس، خالد نالان په شان ممثلین او انځورګران او د دوی هنری آثار معرفی کړی، ورسره ګڼ شمیر دشعر او ادب مینه وال او ځوانان هم همدا وخت یوبل سره معرفی او ځینی ادبی ناستی به ترسره کیدې. او وروسته بیا د باران هنری ډلې کې تنظیم شوی هنرمندان هم د محصلانو له کلوپ څخه مشهور شول.
خو د لیکوالو ټولنه کې بیا د هیواد پیژندل شوی او نامتو لیکوالان وو. دلیکوالو په ټولنه کې د ځوانو شاعرانو او لیکوالو په ډله کې یوه یې د ښکلی قلم لرونکی خور، حمیرا نګهت وه. څه موده وروسته ،غالباً له ۱۳۶۳ وروسته هغه د لیکوالو د ټولنی غړې شوه، یابه ما له دغه مهال وروسته دلیکوالو ټولنه کی لیدلی وی (؟!). خو په یقین سره ویلای شم چی په ۶۳-۶۴کلونو کی یی څو شعرونه د ژوندون مجله کې او بیا د هیواد نورو مطبوعاتو کې نشر شول، ژوندون مجله هغه وخت د افغانستان د لیکوالو د ټولنی نشراتی ارګان و. هغه وخت ډیرې نورې منورې خویندی دلیکوالو ټولنه کې غړې وې، لکه؛ میرمن پروین ملال، صفیه صدیقی، لیلا صراحت روشنی، غوټۍ خاورې اویو شمیر نورې. خو میرمن کامله حبیب، زرغونې ژواک، شریفی شریف او سپوږمۍ به د خپل کار له دفترونو لیکنی رالیږلی، دوی به د دفتری بوختیاوو له کبله د لیکوالو د ټولنې ادبی غونډو، د کره کتنی برنامو(چې هره چهارشنبه به دوه بجی دایریدی)، د ادبیاتو د ورځو د لمانځلو او نورو مناسبتو کی کله کله راتلی. وروسته بیا میرمن هما هم دلیکوالو ټولنه کی دنده پیل کړه. یو څو ادبی پروګرامو ته میرمن حسرت نظیمی هم راغله، خو هغه رادیو کی بوخته وه.
حمیرا نګهت د لیکوالو ټولنه که تر غړیتوب وروسته د ټولنی تقریباً ټولو غونډو کی ګډون درلود او لوړ ادبی استعداد یی ډیر ژر وځلید. موږ به ځینی وخت دهغې شعرونه د محتوا له پلوه د فروغ فرخزاد له شعر سره او په خپله حمیرا نګهت به مو له فروغ فرخزاد سره ورته بلله. (البته شاعران او لیکوال په تشبه کولو کی ډیر تکړه دی). پروین ملال خور به مو پروین اعتصامی سره پرتله کوله، جلال نورانی مو عزیزنسین و، شبګیر پولادیان مو نیما او...
پرون مې چې کله د درنې خور حمیرا نګهت دستګیر زاده د مړینې خواشینوونکی خبر واورید، دا ټولې تیرې خاطری لکه د تور او سپین تلویزیون د سکرین پرمخ د ژر ژر تیریدونکو انځورنو په شان ذهن ته را تداعی شوې. په دې کې هغه ورځ هم را یاده شوه چې دلیکوالو د ټولنی څو تنه شاعران غړی( حمیرا نګهت، اسدالله اسد ...) د بلغاریا هیواد ته روان شول. دوی نور پردیسان شول. یو شمیر د لیکوالو د ټولنی غړی مو نورو هیوادو ته مهاجر شول، موږ په دې تمه وو چی خدای دې د وطن حالات سم کړی چی بیرته سره راټول شو، خو اوس چی خبریږو، ډیرو لیکوالو او د فرهنګ د ډګر خدمتګارانو مو نه یواځې دا چې هیواد ته د بیرته راتګ فرصت ونه موند، بلکی په پردیسۍ کې یې د وطن په ارمان سترګې پټې کړې، په دوی کې یوه هم میرمن حمیرا نګهت وه. الله(ج) دې خور حمیرا دستګیر نګهت ته جنت فردوس نصیب کړی، خدای پاک دی دهغی دوستانو ته صبر جمیل او اجر عظیم ورپه برخه کړی او الله پاک دې پر افغانانو ورحمیږی چې نور یی د پردیسی ورځې پای ته ورسیږي او ټول خپل پلرنی کور ته را ستانه شي. الله (ج) دې هیواد کې سوله راولي چی نور له دې ډیرو غمونو خلاص او بیرته د ګران هیواد فرهنګی چوپړ ته ملا وتړو . مطلق اکثریت نومونه چې پرون له دغه خواشینوونکی خبر سره را پیاد شول، مهاجر دی؛ نو دعا کوم چې:
ای د افغانستان د فرهنګ او کلتور درنو خدمتګارانو خدای مو په ژوند راوله، درته په تمه یو، ستاسو د هر یوه د لیدو په ارمان یو، وطن مو ستاسو کار ته ډیر اړ دی. زموږ معنوی زیان تر مادی زیانونو کم ندی.