دردېدلی بې ارامه غاړه ورکړه مساپر دی
دپردي کلي ماښامه غاړه ورکړه مساپردی
ډېردلرې دی راغلی تا په زړه باندې ویشتلی
په خوبانو کې ګل فامه غاړه ورکړه مساپردی
چې سرې شونډې درنه غواړي ولې شنه یې له خندا نه
دومره ولې یې بې پامه غاړه ورکړه مساپردی
سریې ایښی ستا درشل کې اخري دیدن یې وکړه
زندګی یې ده تمامه غاړه ورکړه مساپردی
دکالج د زمانې له شاعرۍ څخه چې (دچنارو لاندې منګیه !) کې چاپ شوی
01.10.2006
- zarpana
اوه دېرشم څپر...
04.10.2006
- zarpana
خلک سپوږمۍ کې پټ پټونی کويپښتنې جونه چې په بام هم خېژیمیاندې غوسه شي ترېنه سر شوکوي......................................................دابه دعا زما دمور وي ګینېزه چې مدام پرې بې پروا ګرځمهله هغو لارو څوک ژوندي نه راځي...................................................زما کتاب به آخر څنګه چاپ شينور خو لا پرېږده زما پلار هم واييدا شاعري د اوزګارخېلو کار دی.....................................................