اوه دېرشم څپر
فرحناز دمېلمنوکوټې ته دسباناري چاى اوپه غوريوکې پخې تودې تودې پراټې وېوړې -ميلمنې هم په مزه مزه ددسترخوان خواته رانژدې شوې - دفرحناز مور له فرحناز نه درڼا پوښتنه وکړه چې چاى يې وروړي دي اوکه نه ؟ فرحناز ورته وويل چې لانيمه گيتنه کيږي چې سبانارى مې وروړى - فرحناز دمېلمنوله چاي ورکولوڅخه وزګاره شوه ،هغه د رڼا او ميړني کوټې ته ورغله ، دروازه يې ورو وډبوله که څه هم دروازه يوازې پورې وه، بنده نه وه خوبياهم ميړنى ورته مخې ته راغى اوفرحناز يې دننه وروبلله ،رڼا نن سهاربل شان ځلېده، هغه ښکلې وه خونن سهار يې ښکلا يوپه دوه شوى و- درڼا په سترګوکې حيا تله راتله ، فرحناز هم پرې پوه شوه ميړني له فرحناز نه دامرخېل تپوس وکړ هغې ورته وويل چې له مېلمنو سره ناست دى - ميړني په فرحناز باندې امرخېل راوغوښت - امرخېل درڼا دنکاح پلارهم جوړ شوى و، ميړني ورڅخه مننه وکړه ، وروسته يې ورڅخه اجازه وغوښته چې نورورته رخصت ورکړي- امرخېل ورته ټينګ و چې څوشپې دې رڼا سره پاتې شي خوميړني خپله وظيفه پلمه کړه- هغه اوس پوهيده که نن ماښام يې دلته تېر کړ نودهدايت هدايت اوتره کي په کومه بله ډرامه کې راګيريږي ، نوښه به داوي چې پښې زرترزره له کابله وباسي - فرحناز هم درڼا په تلو خپه شوه خواوس خوشحاله په دې وه چې هغه اوس يوازې نه بلکه دخپل دسر له سيوري سره ديو خوشحاله راتلونکي په لوري روانه وه - ميړني دلومړي ځل لپاره رڼا ته وويل :
- جنۍ ! پاڅه کالي دې راغونډ کړه چې نورله خيره سره کورته ځو -
دميړني داخبره دومره په رڼا ښه ولګېده چې له خوشحالۍ نه يې په سترګوکې اوښکې راغلې - درڼا په ليدو فرحنازته هم ژړاورغله، دواړه دکوټې په منځ کې دامرخېل او ميړني په مخ کې غاړه غړۍ شوې - رڼا دومره ژړېده چې اندازه يې نه وه ،دجلال ابادترهډې پورې ټيکسي امرخېل ورته راوړى و- کله چې رڼا په موټر کې کېناسته ،امرخيل ديوه مشر ورور اوپلارپه شان دميړني په اوږه لاس کېښود اوهغه ته يې وويل چې رڼا مې په تا اوالله سپارلې ،پام به ډېر ورباندې کوې - که څه مسئله دجمال اويا دبي بي له خوادرته جوړېده صرف ماته ټيليفون وکړه زه درسره ولاړيمه - وروسته ميړنى هم په موټرکې کېناست ،موټر روان شو، لا پناه شوى نه چې رڼا ترشا فرحناز ته کتل ،وې ليدل چې امرخېل ورته ددرېدو اشاره کوي - موټروان موټر بيرته په شا راوست ،وې ليدل چې دفرحناز خور دبلاک له دهليز نه راووته او بنګړيواله يې په غيږه کې راوړه - دوى ټول په خنداشول ،هغې رڼا ته په خندا وويل :
- اوس دې ميړنى ترلاس کړ، دا، وړه خوردې درنه پاتې شوه ....
رڼا ژړ بنګړيواله واخيسته اوپه غېږه کې يې ټينګه ونيوله- له هډې نه ترتورخم پورې ميړني يوه نوې کرولا دربس ونيوله -موټر چې له ماهيپر نه کوزېده ،رڼا چې دموټر دشاپه سيټ کې دميړني په څنګ کې ناسته وه داسندره يې زمزمه کړه :
- اوپه ماهيپر مې اړوينه .......... يارمې ننګرارى دى مورې مادرنه وړينه ....
ميړني هغه نورهم ځانته جوخته کړه او ورته يې وويل که نانى خبرشو نوسم به يې زړه خپه شي - رڼا ورته په ځواب کې وويل :
- غم مه کوه، بنګړيواله دې ژوندۍ وي ، دابه ور واده کړمه، لرې کيږي نه ستا باجه به شي
پاى