بنګړیواله (یو دېر شم نه شپږ دېر شم څپرکو پورې)
درڼاسره په ټيليفون باندې خبرو ميړني ته يوڅه حوصله ورکړې وه - هغه نن سهار ترنورو ورځو وختي له خوبه پاڅېدلى و، په سوچ کې و چې له کومه ځايه يې راپيل کړي ، له هغه نه لاره ورکه وه ،وېرېده چې امرخېل به ورسره په دې موافقه وکړي چې رڼا له خپله کوره هم يو کور اوياپه کوم ځاى کې کرايي کوټه پکارده - په مجاهديې نظر پريوته هغه په بيغمه زړه په خرهاري خوب ويده و، ځان سره موسکى شو اووې ويل چې داغريب په څه پوهيږي داپرېږده چې هر مازيګر دهاسټل له نورهلکانوسره خپله دکرکيټ لوبه وکړي - له ډېرو سوچونو څخه پس مختار ورپه زړه شو چې دپاکستان په ورځ پاڼه کې يې مشر راپورټر و اوميړني له درېو کالو راپه دې خوا پيژنده دميړني ورسره لږ څه پخه يارانه هم وه ولې چې دخبريالۍ لارې اوچارې په پوره معنا هغه ورته ښوولې وې - له بلې خوا هغه واده درلود درې بچيان يې وو ، دايې ښه وګڼله چې له هغه سره خبره شريکه کړي ترڅو ورسره مرسته وکړي - په همدې خوشحالۍ له چپرکټ نه پاڅېده اودمخ اولاس وينځلولپاره تشناب ته لاړ - له تشناب نه راووت ، خوښ دخپلې کوټې په لوري روان و - کله چې کوټې ته ننووت نوسترګې يې په سلام خان ماما ولګېدې ، په دروازه کې وچ پاتې شو خو ځان يې په سلام خان ماما باندې پوه نه کړ ، له ستړې مشې نه وروسته يې دکلي کور احوال ترې واخيست - پوه شوچې ادې يې تراوسه خوورته کارنه دى کتلى نوپه زړه کې خوشحاله شو - سلام خان ورته وويل چې ادې يې نېغ په نېغه په ده پسې رالېږلى چې نوريې لاس نيولى راوله چې دلته دده اودشبنمۍ دکوژدن خبره کور په کور ګډه شوې اوله بلې خوانه خلکويې مورته شکونه ورپېداکړي ، نه چې زوى يې دې کوژدنې ته غاړه کې نه ږدي - خوسلام خان ماماميړني ته وويل چې ما له مجبورې ورځې نه دتا مورته وويل چې داسې نه ده هلک ماته تېروارې له تانه پټې پېسې راکړې چې ترورته يې ورکړمه، مقصدخويې داوچې شبنمۍ ته به يوڅه واخلي هسې يې له شرم اوحيا نه ميړني راته نورڅه ونه ويل ، خو په رنګ باندې يې پوه شوم چې څه يې په زړه کې دي - ميړني هغه ته هم سبانارى راوغوښت ،دواړوسره يوځاى سبانارى وکړ - ميړني ورته وويل چې سبا ته يې وروستۍ ازموينه ده له بلې خوانه نن بازارته روان دى ځانته نوې جامې اخلي هغه درزي ته ورکوي ، په دې کې خوپوره اونۍ لګيږي نوراروانه اونۍ نه دبلې اونۍ په لومړى ورځ که خداى کول کلي ته به ورشي ،خوسلام خان تکرارکاوه چې دااونۍ به په پېښورکې ورته پاتې کيږي اويوځاى به سره ځي - ميړني نه نوره لاره ورکه وه همداسې يې په تاوانونو راخيستې وه خپله جيبي بسته يې ولېدله ، پکې شپږ زره کلدارې وې دځان دخلاصولو لپاره يې هغه سلام خان ته ونيولې او ورته يې وويل :
- ما ما ! داواخله ځان سره يې که ، دومره ځې ، راځې دابه کورلپاره يوڅه واخلې اومورمې ليونى ده دلته په پېښورکې به يوه اونۍ څه وکړې ؟ نوداسې وکه چې ته به کلي ته لاړشې اودبلې جمعې په ورځ به راشې زه به يې سباته تاسره کلي ته يوځاى لاړشمه ولې چې لږ څه سودا هم دکورلپاره اخلم هلته به خلکوته يو څه پروګرام خوبه نيسو -
- ګوره خورينه ! ما مه شرموه ، ستا خبره زه درسره منمه خوستامور ډېره زوروره ده هغې ته به څه ووايمه ، داځلې هم راسره راتله ،ماورته وويل هغه خوارکى په هاسټل کې دى تابه چېرې په هوټلونو باندې ګرځومه بل وارته که راتلم نو هغه به خامخا راسره راځي بياته رانه مه خپه کېږه -
- نه ماما! سل وارې خويې راوله خېر دى ځانته اوکورته به هغه هم يوڅه سوداواخلي خوله جمعې نه مخکې به نه راځئ چې دلته دمورلپاره ځاى نشته بيا پروانه لري که هوټل کې يوه شپه تېره شوه -
سلام خان هم دميړني عذر په ځاى وګاڼه - له ميړني سره يې خبره ومنله - ميړنى يوځاى له سلام خان ماماسره له يونيورسټۍ نه ووت -دعمومي سرک په غاړه يې سلام خان ته غاړه ورکړه اوخداى پاماني يې ورسره وکړه - دخپل لاس ګړۍ ته يې وکتل ،ستنه دسهار دنهو بجو اشاره کوله - زريې ټيکسى ته لاس ورکړ او دپاکستان دورځ پاڼې په لوري دمختار خواته روان شو - په لاره کې يې ځان سره په زړه کې ډول ډول پلانونه جوړول چې څرنګه خبره له مختار سره شريکه کړي اوهغه به يو ناڅاپه کله هم داسې لنډې مشورې ته غاړه کېنږدي - په همدې سوچونوکې لاره پرې رالنډه شوه اوسيخ دپاکستان دورځ پاڼې ددفتر لاندې له ټيکسى نه راکوز شو- خپل جيب ته يې لاس کړ چې دټيکسى پېسې ورکړي ، بټوه يې راوويسته ورپه زړه شو چې هغه خونن دخپلې بټوې ټولې پيسې دسلام خان له سر ه جار کړې وې - دبينک چک بوک هم ورسره نشته حيران شو خوځان يې له لاسه ورنه کړ په موبايل باندې يې مختار ته زنګ وواهه خودلته موبايل هم ورته دنه ځواب ورکړ، په مبايل کې يې هم پيسې خلاصې شوې وې - مجبورشو ډرايور ته يې وويل چې ودرېږي ترڅوله خپل ملګري نه ورته پيسې راواخلي - دډرايور پرې اعتبار رانه غى ورته يې وويل چې يوازې دې نه پرېږدم چې دې لوى بيلډنګ ته ورننوځې بيا به دې يوالله راپېداکوي ، ته راته ګڼکپ غوندې ښکارې هغه هم ورسره نېغ پاس دمختار دفتر ته ولاړ- کله چې دمختار په شعبه ورننوتل دمختار کرسۍ تشه ښکاره شوه - له نورو همکارانو نه يې پوښتنه وکړه، هغو ورته وويل چې دادوه ورځې کيږي چې هغه په رخصتۍ دى ، کورکې به وي ، دفتر ته نه راځي نودى غلى له ټکسي ډرايورسره دپاکستان دورځ پاڼې له دفتر نه راکوز شو -
بيرته په ټيکسي کې کېناست ځان ته هم غوسه و سلام خان ته هم غوسه و اوکله کله ډرايور ته هم ، مخامخ دخپل هاسټل په لوري راوخوځيده - دلته هم ډرايور لکه سيورى چې شېبه په شېبه يې پرې دګڼ گپ گمان راته ورسره ګرځيده - دخپلې کوټې نه يې خپله دبينک کتابچه راواخيسته اوبينک ته په ټيکسي کې لاړ- يو واري يې شل زره کلدارې راوويستې ، ډرايور ته يې پيسې ورکړې - دخپل مبايل لپاره يې هم کارت راواخيست اوبيرته په هماغه ټيکسي کې دخپل هاسټل په لوري راروان شو - دلته دډرايور ورته زړه خپه شو ورڅخه يې وپوښتل چې ولې دومر ه پرېشانه دى ؟ نورچې دميړني زړه په ترکېدو و، ډرايور ته يې ټوله کيسه په لنډوني تېره کړه - ډرايور چې دپاخه عمر سړى و، ورته يې وويل غم مه کوه داخوکومه سخته مامله نه ده - هغه ورته وويل چې نه دې په مختار پسې ګرځي اونه دې په پلار پسې ،په خپله دې خپله فيصله وکړي - خپله ټيکسي يې دده په اختيارکې کړه، ميړني ته هغه تر ځان هم ميړنى ښکاره شو – وروسته تيکسي وان ورته ځان د اورنګ زېب په نامه وپېژنده او ترېنه يې بخښنه هم و غو ښتله چر سهار مهال يې پرې د ګڼ گپ ګومان کړى و – اورنګزېب دهغه په ويناپه اصله دمردان و خواوس په ښارکې اوسېده اوپېښورکې يې ټيکسي چلوله - هغه ميړنى مخامخ دخپل يوه ملګري پراپرټۍ ته بوته اوهلته يې ديو اپارتمان پوښتنه ترې وکړه چې په ارزانه يې په کرايه ده ته ورکړي - داورنګ زيب له انډيوال سره داسې کوم تش اپارتمان نه و خوهغه له خپل بل انډيوال نه يوتش ارپارتمان په لس زره ادوانس او دمياشتې په څلورزره کرايه په ابدره کې ونيوه - ميړني داپارتمان کيلي ګانې واخيستې ، اپارتمان يې خوښ شو دخپل جيب پاتې پيسې يې وشمېرلې هغه ته شپږ زره پاتې وې ، داورنګ زيب ملګري دومره مراعت کړى و، چې خپله سهميه به په بله مياشت کې له ميړني نه وغواړي - اورنګ زيب ماما ميړنى مخامخ دخپل يو کليوال باندې برابر کړ چې په کارخانوکې يې د کارپېټ خرڅولو دوکان درلورد، دميړني داپارتمان دټولو کوټولپاره يې ډول ډول کارپېټونه په څلور زره کلدارو باندې برابرکړل -
کارپېټونه يې هم په اپارتمان کې سره کېښودل اوس نو اورنګ زيب له ميړني نه خپلې پېسې نه غوښتې دهغه زړه ته لوېدلې وه چې سړى خو ورڅخه نشي تښتېدلى ولې چې لس زره کلدارى يې له انډيوال سره په اډوانس کې پرتې دي- ورته يې وويل چې په دې دوه زره کلدارو به دکمرو داورسيو لپاره پردې واخلې، هغه به درزي ته ورکړې چې ترسبا پورې به يې برابرې کړي - دپاتې نور سامان دا خيستو لپاره به سبا ته اورنګ زيب ورپسې راشي اوسودابه سره وکړي - اوس يې سره ښه وګڼله چې اپارتمان ته لاړشي ، داپارتمان چوکيدارته کيلي ورکړي ترڅودوى دغرمې ډوډى خوري هغه به ورته اپارتمان پاک کړي - دکمرو لپاره يې پردې واخيستې او په صدر کې يې درزي ته ورکړې - اوس نو ميړني سره زر کلدارې پاتې وې ، دغرمې ډوډۍ يې سره وخوړه او داپارتمان په لوري لاړل - چوکيدار هم اپارتمان ورته پاک کړى و، نو ميړني له چوکيدار او اورنګ زيب ماما سره په بسم الله ويلو کارپيټونه په کمرو کې وغوړول - دمازيګر پنځه بجې وې چې ميړنى دخپل هاستل په مخ کې داورنګ زيب ماما له ټيکسۍ نه راکوز شو، په خپل چپرکټ باندې مات مات پروت وو اودرڼا په سوچونوکې تللى و ، له مجاهد نه هم خبر نه وو چې هغه چېرته ورک و ترڅويې ورته شنې چاى دمې کړې واى اودده دمه پرې جوړه شوې واى – مجاهد پخوا د شنو چايو سره دنورو پاکستانيانو په څېر زياته علاقه نه درلودله خو له کله نه چې د ميړني سره د کوټې انډيوال شوى و نه يوازې يې خو ښولې بلکه پخولې به يې هم - داورنګ زيب ماما دامشوره به وارپه وار ورپه زړه شوه چې که بريالى راغلې او رڼا درسره ميړانه وکړه نوښه ترښه څوک مه خبره وه اوکه خداى مکړه ماته دې وخوړه نو دخپلې مورخبره ومنه او بيا دعسل دمياشت لپاره شبنمۍ دلته راوله - په همدې پوښتنو اوسوچونوکې راګيروو چې مجاهدراننوت اودده دسوچ لړۍ يې وروشلوله، غږ يې پرې وکړ :
- ماما چرته وې ، په ايمان اډو درک دې نه لګي -
- کورمې ستا مامي ته ونيوه -
- مبارک شه ! زنده باد اوس نو ميټايانې به راباندې خورې -
- ولې نه بچو .....
- هو ماما نن دې موبايل هم بند و دلته درپسې يوه بوډۍ ښځه راغلې وه -
- ښه ! ...... څوک وه ؟ څه يې ويل ؟
- زه نه پوهيږم خوستا پوښتنه يې ډېره کوله -
- زما موبايل خوبند نه دى -
خپل موبايل ته يې وکتل وې ليدل چې دمجاهد خبره رښتيا وه دهغه موبايل هم دچارچ دکموالي له وجې نه غلى په خوب تللى و-
….......................................................................................
دوه دېرشم څپر کی
فرحناز دشپې امرخېل ته ټوله کيسه کړې وه درڼا په اړه يې ورسره ډېر سياسي کارکړى و، امرخېل دجمال اودکورنۍ له وېرې دې ستړي کار دترسره کولو لپاره غاړه نه اېښوده، فرحناز اورڼا ته خو دا خبرې ښې ښکارېدې خو دپښتو په ټولو قوانينو باندې امرخېل خبر و ، هغه په خپلې وړې رڼا باندې وېرېده چې خداې مه کړه سبا ورځ دپښتنو په جرګه کې په بدو کې لاړه شي - داخبره يې فرحناز ته هم کړې وه خو فرحناز ته رڼا ترخپلې لور هم ډېره ګرانه وه هغې ويل درڼا دخوشحالۍ لپاره هرې قربانۍ ته تياره يمه - امرخېل خپل درملتون ته تللى و ، دسهار نهه بجې وې فرحناز اورڼا دواړه دکور په صالون کې ناستې وې رڼا ژړل اوبنګړيواله يې پښو ته تاوېده راتاوېده خوفرحناز ورته ډاډګيرنه ورکوله چې هرډول کيږي امرخېل به رضاکوي ،که بل څه ونه شول چې ميړنى راغى نو ملا به راوغواړي يو کاسه اوبه به کيږدي او دابه ورته په نکاح کړي رڼا ورته وويل :
- ستا خبره خو رښتيا ده داسې به وکړې په نکاح کې خو به يو څوکسه سړي وي چې يو يې دنکاح پلارشي او دوه کسه نور شاهدان -
- مه خپه کېږه چې ډېره سخته راغله يو به دبلاک وکيل راوغواړو چې دنکاح پلاردې شي اوبل به دملاسره دوه قاريان او دبلاک چوکيدار...... نورو نو څه وايې دغه څلورکسه بس نه دي چې ستا دارمان دپوره کيدو لپاره يوه هڅه وکړي -
- ولې ؟ څه کونډه خونه يمه چې داسې بې هوسه او بې ارمانه واده به کومه-
- ته په کونډې مونډې پسې مه ګرځه ،خپل کاردې کوه که دهوس اوارمان خبرې دې وکړې نو دميړني نه به لاس واخلې -
دوى په همدې مرکې کې وو چې په ټيليفون زنګ راغى ،فرحناز ورغله رڼا په سوچ کې تللې وه ځان سره يې ژړل خوپه ژړاکې به دفرحناز دا جوړ کړى پلان ورپه زړه شو اوخندابه ورغله هغه په خندا اوژړاکې وه چې فرحنا ورته نارې کړې راشه بلا وهلې ميړنى دى - رڼا ورمنډه کړه مخکې له دې چې رڼا غوږۍ واخلي فرحناز ورته وويل چې دامرخېل په اړه چې دې واده ته غاړه نه ږدي څه ونه وايي نه چې هلک بيا په شا نشي -
- هلو ميړنيه ! څنګه يې ډېر مې يادېږې -
- سلام ګرانې ! درپسې مړ مړشوم ته څنګه يې ښه خويې ؟
- هو ته خپل حال وايه ؟
- زه ښه يم خو لږ څه جنجالونه مې ډېر دي دظالم لورې ماته خو وخت نه پيداکيږي ټيليفون خوکوه -
- ولې په څه باندې مصروف يې ؟
- پوى به شي لا پوى نه ده نادانه ده ....... هسې لېونى ده په ماګرانه ده ، داټول اوټول ستا جنجالونه دي ګرانې کورمې ونيوه -
اودکورلپاره مې يو څه سامان رابرابرکړ- ګوره راسره وخت نشته قلم راواخله اودانمبر نوټ کړه دحوالې نمبردى امرخېل ته ووايه چې دکابل دسراى شهزاده نه دې دوه لکه افغانۍ واخلي ما دفروشګاه دهوټل له مالکه سره به ټيليفون خبرې کړي، زما ديو ملګري شناخته دى ، يوازې پېسې دې وروړي -
- ګرانه ! هغه خو .....
- هغه څه ..... ؟
- هغه خو دې کارته .....
- هلو ميړنيه ! څنګه يې ؟ رڼا به قلم راواخلي دټيليفون دلاسپيکراواز لوړو ماهم واورېده مبارک دې شه الله دې کورپه تاباندې بختورکړي تشويش مه کوه هرڅه سم روان دي-
- فرحناز خورې ! رڼا مې په تاسپارلې ده خيال يې کوه ډېره نازولې ده -
- ته غم مه کوه داخودڅو ورځو خبرې دي چې په کلويې هم راباندې وسپارې رانه خپه به نه شي له بلې خوا يې بنګړيواله هم ورسره شته -
- څه وايې ؟ هغه توره بلا يې هم دروړې ؟
- هو هغه خويې وړه خورده کله چې په خير راغلې بيا به کيسه درته وکمه چې له پېښوره ترکابله يې په مونږ کومې ډرامې ونه کړې له خندانه به دې بډوډي وخوږيږي واخله درڼا سره وغږيږه نورنوزما اوستا خداى په امان -
رڼا له ميړني نه نمبرنوټ کړ اونورې يې ورته څه ونه ويل يوازې دفرحناز دکور نمبريې ورکړ ميړني رڼا ته وويل چې پنځوس زره افغانۍ دې ځانته واخلي اودځان لپاره جامې اونورضرورتونه دي برابرکړي - شېبه ورسته رڼا غوږۍ کېښوده -
درڼا اوس مهال زړه ولګېده چې ميړنى ورته وفاداردى خوبيا هم يولک افغانۍ دومره پېسې نه وې چې درڼا زړه پرې پوره ډاډه شي فرحناز په امرخېل پسې ټيليفون وکړ تر څودغرمې ډوډۍ لپاره راشي ددې ترڅنګ يې ورته وويل چې ضروري کاريې هم ورسره دى - رڼا او فرحناز دواړه پخلنځي ته لاړې ، فرحناز دغرمې لپاره دتورو بانجانو بوراني پخوله ولې چې داخواړه دامرخېل ډېر خوښ و - په دې اړه يې رڼا ته هم وويل چې اوس به هغه کارکووچې امرخېل پرې خوشحاله شي - رڼا بانجان راواخيستل او په پاکولويې پيل وکړ فرحناز رڼا ته وويل چې ددې موضوع په اړه به داهم امرخېل ته زارۍ کوي او خپله ځولۍ به ورته غوړوي هغه ډېر مهربان دى ګوندې درڼا اوښکې يې په زړه درحم اوبه توې کړي اوراضي شي - رڼا فرحناز ته وويل چې ته ځولۍ وايې زه به ځان په پښو کې ورته وغورځومه ګوندې داسوال مې قبول کړي دواړو پخلى وکړ اوس ساعت دغرمې دولس بجې وې خوامرخېل لانه و راغلى -
رڼا اوفرحناز به کله پخلنځي ته تللې او دپخلنځي له بالکن نه به يې دامرخېل لاره څارله اوکله به دفرحناز دخوب کوټې بالکن ته به راغلې اودې بالکن نه به يې دامرخيل لاره څارله - دبانجانو دبوراني پوخ کړى ديګى رڼا دداش له پاسه کښته کړ دپخلنځي په غولي کې يې کېښوده اوپه کاچوغې باندې يې دديګي مزه وليده - دخپلې ژبې ټک يې راوويست فرحناز چې په بالکن کې ولاړه وه اودامرخېل لاره يې څارله ورسره غم وچې که رانشي اونن پېسې دهوټل ملک ته وې نسي نو څنګه به شي له بلې خوايې که امرخېل ومنله نو دميړني دپېسو ترراتګ پورې به نن ماپښين رڼا ته پخپلو پېسو دواده جوړې اونورضروري سامانونه واخلي - په همدې سوچ کې وه چې داپارتمان ددروازې زنګ راغى فرحناز په وارخطايۍ منډه راواخيسته چې ناڅاپه يې پښه دبوراني بانجانوپه پوخ کړي ديګي ولګېده اوديګى په بل مخې چپه شو په همدې کې چې رڼا دديګي خواته ناسته وه اونرۍ سلاته يې جوړوله دديګي په ګرموبانجانواوسرو غوړيويې دواړه پښې وسوځېدې -
..........................................................................................
درې دېرشم څپر کی
دبريښنا دراتګ نه پېښورته دريمه ورځ وه اودميړني دليدولو سخته ليواله وه ، بي بي دميړني په نمبر باندې په دې دوه ورځوکې په زنګ وهلوځان ستړى کړى ، خوچاورته ځواب نه ورکاوه - پرون ماپښين هم دبرښينا مشورې سره سم دميړني هاسټل ته تللې وه اوپه پلمه يې حلوا اوخوږې مټايانې دبريښنا دراتګ په زېرى کې هاسټل ته وړې وې -ترڅو په ميړني باندې د برېښنا دراتګ زېرى وکړي - خوله بده مرغه بخت ورسره ياري نه وه کړې اوميړنى يې نه وليدلى اوس بريښنا ملغلره ترور اوبي بي دسباناري په سرناستې وې ،ملغلرې ترور بي بي ته ويل چې ماښام يې رڼا په خوب ليدلې ده چې شنه کالي يې اغوستي وي - دملغلرې ترور په دې خبرې بريښنا وويل چې واده ونه کړي -
بي بي ورزياته کړه ، نه بابا په کابل کې به څوک وکړي - دبي بي لا خبره نه وه خلاصه شوې چې بريښنا وويل له هغې نه شک هم نشته ، که خداى کول دانوم به هم مونږ ته وګټي - بي بي په بريښنا غوسه شوه اودهغې خبره پرې ښه ونه لګېده ورزياته يې کړه که داسې يې وکړل نوزه به ژوندۍ نه يمه ، ديوې جمعې لپاره مې ليږلې ده چې جمعه تېره شوه ورپسې ټيليفون کومه چې راشي کنه نو دفرحناز دکورخواته خودې دتروردليوره کوردى دهغې کره به لاړه شمه اولاس نيولې به يې راوړمه ، بس اوس دې دومره خداى وکړي چې ميړني سره ته وګورې ،سبا ته به دې خپله دجان محمدسرحدي دوکان ته بوځمه چې هغه دې په مخ ايتونه وليکي نو په هرډول چې کيږي ميړنى به راپيداکړو- چې يووار يې سترګې درباندې ولګېدې نو سم به درپسې ليونى شي - ماخورڼا کله هم دفرحناز سره نه لېږله خودتاغم راسره و هغه مې وليږ له چې ميدان راته تش شي جمال هم خبر نه دى که خبر شو چې جنۍ مې دفرحناز سره ليږلې نو سم به راپسې له استرليانه راشي، وايي به چې له پردي سړي سره دې جنۍ څنګه لېږله –
دملغلرې ترور خوب ليدل نورهم دبي بي تشويش ورزيات کړ په دې سوچ کې شوه چې کابل ته رڼا ته زنګ ووهي اودبريښنا له راتګ نه يې خبره کړي وارخطاله ځايه پاڅيده له المارۍ نه يې دټيليفون يوکارت چې له رڼا نه پاتې و، راواخيسته برښيناته يې هغه کاغذپاڼه ورکړه چې رڼا ورته پکې دفرحناز دکورنمبر ليکلى و - بريښناهم په هماغه نمبر کابل ته زنګ وواهه -دڅوزنګزنو تېرولونه وروسته دفرحناز غږ دبريښنا ترغوږه شو ، له ستړې مشې وروسته بريښنا درڼا پوښتنه وکړه ، دخپل راتګ زېرې يې په فرحناز وکړ ورسته رڼا هم ورسره وغږېده رڼا ورته وويل چې څلورورځې وروسته دراروانې شنبې په ورځ به پېښورته ورځي -دبريښنا زړه بيغمه شو اوغوږۍ يې کېښوده - بي بي ته يې هم وويل چې په راتلونکي کې به داسې لويه غلطي نه کوي - دبي بي له حلق نه هم لاړې تېرې شوې ، دوى درې واړه په دې سوچ کې وې چې ميړنى به څرنګه راپيداکوي اودبريښنا ملاقات به ورسره کوي چې په ټيليفون باندې زنګ راغى بريښنا غوږۍ پورته کړه :
- هلو
- سلام درڼا جانې کوردى ؟
- بلې تاسوڅوک خبرې کوئ ؟
- زه ميړنى خبرې کوم ، درڼا جانې له مورسره مې غوښتل چې وغږېږم ، هغوى شته
- ولې نه لږ انتظاروکړئ -
- الو.... زويه ! څنګه يې بلادې واخلم ، ته چېرته يې زړه مې درته وارخطاوه پرون درغلې وم کاسټل ته خوته نه وې -
- هو مورې ! ماته هم زما ملګري راته ماښام وويل ، اوس مې سوچ کاوه چې تاسو به وئ نو دهمدې لپاره مې ټيليفون وکړ - امر خدمت ....
- نه زويه ! خداى دې راته ژوندى لره بريښنا راغلې ده، ماحلوا اوميټايانې دروړې وې خوته نه وې -
- مننه مورې ! اوس ميټايانې که خداى کول زه درباندې خورمه بريښنا جانه خوپه مونږ باندې ډېر حق لري -
- زويه ! واخله ته په خپله داخبره ورته وکړه، هغه وايي چې ميړنى يووارې مې ستړې مشې ته هم رانه غى -
- ولې نه ! خامخا به درځمه خونن سبا ډېر مصروف يمه ، حتمي درځمه -
- هلو ميړنى صيب څنګه يې ؟
- سلام بريښنا جانې ! په خېر راغلې ؟
- مننه ژوندى اوسې نن که وزګارياستئ ، سره وبه ګورو ، بي بي راته ستاسو ډېر صفتونه کړي -
- مننه اوس خونشم کولاى خوماښام ته که وزګاروم نودربه شم -
- نه ! نه ! پوره وعده وکړه چې بيامونږ بل چېرې لاړنشو -
- ښه ډېرښه ، زه به کوښښ وکړم -
بريښنا دميړني سره په ټيليفون خبرې ختمې کړې ، بي بي ورته وويل چې لاړه شي ځان دې ښه ولمبوي چې وخت ناوخت دى دوى بايد زرترزره دجان محمدسرحدي دوکان ته ځانونه ورسوي ترڅو هغه دهغې په مخ باندې ايتونه وليکي ولې چې ترليکلو وروسته بيا به برښينا نه لمبيږي - بريښنا باندې دميړني غږ ډېر خوږ لګيدلى و هغه بي بي ته غوسه وه چې ولې يې رڼا خبره کړه اوس به هغه راروانه وي اوددې ټول پرګرامونه به ورته خراب کړي - بي بي ځان سره ډېرې پېسې واخيستې چې دماښام دميلمستيا لپاره سوداهم راوړي خوبريښنا ورته وويل دسودالپاره حاجت نشته هغه چې کله راغى نو تاسې به په کورکېنئ زه به هغه ته يوازې په کوم هوټل کې دعوت ورکړم اودواړه به لاړشو نن سبا دافيشن دى څوک چاته په کورکې ډوډۍ نه ورکوي له يوې خوانه به هلک متاثره شي اوله بلې خوانه به ماسره نزدې شي - ملغلرې ترورته دبريښنا دامشوره ډېره زېرکه اوعاقلانه وه ، ورته يې وويل که ته لورې له داسې چالاکۍ نه کارواخلې نو دمياشتې په پاى کې به دې واده وي له خيره سره –
لږه شېبه پس هغوى درې واړه دجان محمدسرحدي په دوکان کې ناستې وې اوبريښنا دې ته منتظره وه چې جان محمد سرحدي څه وخت دخپل دوکان له پس خانې نه دهغې بلې پېغلې له دم کولونه خلاصيږي اوددې وار ورسيږي - په دوکان کې ډېرې ښځې اوپېغلې جونې راغلې وې ، هرې يوې دجان محمد سرحدي دکوډو اوجادو ګانو تعريفونه کول چې وارپه وار دبريښنا پرې عقيده زياتېدله –
..................................................................
څلوردېرشم څپر کی
سلام خان شپه په کورکې تېره کړه له وېرې نه دميړني دوى کره ولاړنه چې بيا به پتاسۍ ببو دخپل ميړني پوښتنه کوي ولې چې سلام خان دپېښور دتګ په وخت کې له پتاسۍ ببو نه ښه په پېسو جيبونه ډک کړي وو او قول يې ورسره کړى وچې بې له ميړني نه به يوازې نه راځي -خپلې مېرمنې ته يې وويل چې تر جمعې شپې پورې به زه په کورکې پټ شمه که پتاسۍ ببو راغله نو ته به ورته ووايې چې زه نه يمه راغلى، ولې سلام خان چې کله ورڅخه پېسې اخيستې وې شرط يې ورسره تړلى و که ميړنى يې رانه وست نو داخپله يوه کلنه خوسۍ به په جرم کې ورکوي نو په همدې شرط هم دميړني مورورته ښې ډېرې پېسې ورکړې وې - مېرمن يې ورته وويل که راغله اوته يې دلته ولېدې نوبيا هغه خوټول کلي ته مالومه ده که دخوسۍ ترڅنګ يې غوا هم درنه بونه تله نوبيا به زه دتاښځه نه يمه - سلام خان له خپله جېبه شپږ زره کلدارې ورکړې ورته يې وويل چې سمبالې يې کړي ،هغه دپتاسۍ ببو په پېسو باندې دپوره کال دکور خوږه اوتورې اوشنې چاى راوړې وې ،ترڅنګ يې خپلې ښځې ته پوره ښايسته جوړه جامې دميړني دکوژدنې دپاره راوړې وې - دهغې مېرمن ترهرڅه خپلې جوړې ته خوشحاله وه پېسې يې دخپل دواده په بکس کې کېښودې ، بکس يې کولپ کړ په غاړه يې راځواړنده دبکس دکولپ کيلي يې بېرته ترګرېوانه لاندې پټه کړه - دسلام خان راوړى کميس يې دکوټې په غولي اوار کړى و په کوټه کې په قيچي پسې ګرځېده چې خپل کميس ونيسي اوپرې يې کړي ولې چې په راروانې جمعې کې که خداى کول دميړني کوژده به وي - سلام خان په سبا ناري ناست و چې کلا کې دپتاسۍ ببو غږ شو سلام خان څخه دتښتېدو لاره ورکه شوه ،حيران پاتې شو چې څه وکړي ، په مېرمن يې چې ترسلام خان نه هم خپله خوسۍ ګرانه وه نو زريې سلام خان دکوټې په کونج کې کېناوه اودماشومانو بسترې اودځان درنه بستره يې پرې واچوله هغه په دې پټولو لګيا وه چې پتاسۍ ببو کوټې ته راننوته اودسلام خان ښځې ته يې وويل :
- ګلالۍ ! څنګه غلې يې تراوسه موسبانارى نه دى کړى -
- نه ببو ستړې مشې -
- ښاده شې ...... راغلم چې سلام خان خوبه نه وي راغلى -
- نه نه دى راغلى -
- داډکه پياله دچايو دچانه پاتې ده -
- داخودماشومانوپيالې دي ګورې نه چې نيمه نيمه يې خوړلي اودوى دباندې وتلي -
- هو ماشومان خوهمداسې وي ، الله دې زما په کورهم رڼايې وکړي چې کال دې وخت ته دميړني دزوى غږ واورم -
- هو ببو شبنمۍ هم خوشحاله خوشحاله معلوميږي ، داڅوورځې په کاريزباندې يې ګورمه چې تورې سترګې اوسره لاسونه ګرځي -
- اوزويه ! مايې ادې ته وويل چې دجنۍ لاسونه اوپښې بيخي چاودې چاودې دي ورته نکريزي يې کړي چې لږې پستې شي ، ميړني خوبه دښار دجنو پاسته پاسته لاسونه اوپښې ليدلې وي ،بيا به راته وايي چې دادې څه راته غوښتې ده –
پتاسې ببو زياته کړه :
- دباندې ماشومانوخودې ويل چې دادامې ماښام تياره راغى -
- نه ببو نه دى راغلى هغه زما دادا راغلى و، هغه ته دوى داداوايي -
- ښه ماويل چې دى راغى خوميړنى ولې رانه غى – وه جنۍ ! دابسترې دې ولې داسې ګډې وډې دي سم يې که -
- ښه ببو سمې به يې کړمه -
- ورکه وه يې، سمې يې کړه زړه مې ورته تنګ شو- که دې له لاسه نه کيږي زه به يې سمې کړمه - پتاسۍ ببو جګه شوه چې بسترې راسمې کړي خودسلام خان ښځې يې لاس ونيوه اوکې يې نوله - دميړني مور دخپلو نوو بسترو دجوړولو په اړه يې هم ورته وويل چې نوې نوې بسترې يې جوړې کړي په شبنمۍ باندې يې نوي داور نغري هم جوړکړي - شبنمۍ په يوه کلا کې دميړني دوى سره اوسېده ،هغه دپتاسۍ ببو نه يوازې داچې خورزه وه بلکه دليوره لوريې هم وه- دهغې مور دميړني دمور يوروه چې ليوره ته يې ناسته وه - دميړني مورچې دسلام خان دښځې نوى کميس وليده نوشک يې راغى چې ګوندې سلام خان به راغلى وي خودهغه ښځې ورته پلمه وکړه چې داکميس يې خاوند په هغه تېر وارې يې له پېښوره ورته راوړى دى -پتاسۍ ببو چايوته هم کېنناسته ، دهغې تادي وه چې زرترزره لاړه شي چې دکلي ښځې يې راغوښتي اونوى تنور ږدي - له بلې خوانه به دشبنمۍ پلار نواب ته هم پيېسې ورکړي چې له بازارنه ورته درې منه پتاسې اودرى منه پلي راوړي چې کله ميړنى راغى نودهغه دشهادت نامې لپاره به په کوروکلي ميوې ويشي - دسلام خان ښځې هم ددې لپاره نه چې دميړه سايې دبسترو لاندې نه وي ختلې دومره يې ايساره نه کړه وسره ووته اوکلادروازه يې ورپسې بنده کړه- په منډه کوټې ته راغله ، سلام خان لاهماسې په بستروکې پټ ناست و، بسـترې يې ترې لرې کړې ، هغه خوارکى د بسترو لاندې سا نيولى سانيولى و شکرونه يې په ځاى کړل چې بلاوه اوبرکت يې نه و - ښځې په چاينکې کې سوړشوى چاى يې مخې ته کېښوده ورته يې وويل چې خپله ګناه يې ده، ددې له لاسه نه دي پوره چې ددوه پيالو چايولپاره نغري کې اوربل کړي - سلام خان سړې چاى سړپولې ،مېرمېنې يې خپله خوسۍ له کدانې نه راويستلې وه په اخوريې تړله چې سلام خان ته يې وکتل نو خپله خوسۍ يې په تندي ښکل کړه، خپلې خوسۍ ته يې وويل ښه شوه چې په خېر تېره شوه که نه نو دده سرخوړلي له لاسه به اوس دپتاسۍ ببو سره روانه وې - سلام خان وليدل چې ښځه ځان سره موسکۍ ده اوڅه وايي نو ورته يې وويل
- تاته وايم ! داسې ځان سره څنګه لګيا يې بيا څه وايې ؟
- څه نه ماويل چې داخواره به دتاله لاسه که نه نو اوس به دميړني له مورسره روانه وه -
- دسرخير يې غواړه ترجمعې شپې پورې لاورځې شته -
- که داځل راغله نو په سره تناره کې دې کښته کومه چې سم کباب شې په ځان به دې شرط تړلى وچې زما په خوسۍ دې شرطونه تړل -
- په ما هغه څه کوي په ماخوبه ته شرطونه تړې -
- زه دې په بلا وهمه -
- څنګه مې په بلا وهې چې کله ګېره اوبريتونه سم کړمه اويا خپل مخ دنسوارو دډبلي په شېشې کې وګورمه نوته زر وارخطا شې راته راغبرګه کړې ، څه په ځان ګوتې وهې دازه دې بس نه يمه -
- سړيه ډېر پساتى يې، هم دې ميړنى وخوړ اوهم دې دهغه مور، دتاسره خو يوالله پوهيږي اوبس -
سلام خان داښه وګڼله چې دجمعې ترورځې پورې ځان په کورکې پټ کړي اودجعې په ورځ به دپېښور په لوري وخوځيږي -
..........................................................................
پنځه دېرشم څپر کی
خوشحاله ماښام و دفرحناز په کورکې په سي ډي ټيپ کې په لوړ اواز دخيال محمد دزوى وصال په اوازداسندره غږېده :
نکريزې ګډېدې - سينګار دې جوړېدو - سلګۍ مې اورېدې - اوربل دې خوځېدو...... دجنکيو شورماشورو دملغلرې ترور يور هم له خپلو لورانوسره راغلې وه خو هغې رڼا په ماشوم توب کې ليدلې وه اوس چې ترې ښکلې پېغله جوړه شوې وه نه يې پېژنده اوفرحناز هم
له هغې اودنورو بلا ک والونه يې پټه کړې وه - ټولو ته يې ويلي وو چې دادامرخېل وړه خورده ولې چې دامرخېل دکورنۍ اوخپلوانونه يې يوکس هم په کابل کې اوس مهال ژوند نه کاوه -خودفرحناز موراوخويندې په موضوع باندې خبرې وې هغوى هم دفرحناز په دې راز پرده اچولې وه - په کورکې خوشحالۍ وې،شورماشور و، رڼا دفرحناز له خويندو سره څوشېبې مخکې له ارايشګاه نه راغلې وه - رڼا سندري رنګې جامې چې ورباندې دمريو اومورمورو کار شوى و اغوستې وې - دارنګ جامو رڼا ته نوره هم ښکلا ورپه برخه کړې وه - ميړني رڼا ته ويلي ووچې نن به خامخا دنکريزو پروګرام ته ځان رارسوي خو اوس دماښام اته بجې وې له ميړني نه کوم خبر هم نه و، پېغلو نجنو او ښځو وارپه وار له فرحناز نه پوښتنې کولې چې شاوو، نه دى راغلى ؟ خوهغې ټولو ته په همدې يوه اواز ويل چې رابه شي الله دې خير کړي -لاره اوږده ده- دميړني دکورنۍ په اړه هم په محفل کې راغونډوشو مېلمنو پوښتنې کولې خودفرحناز مور ټولوته ويلي وچې دهلک کورنۍ په امريکې کې ده، درڼا اوس مهال ځانته پام هم نه و، هغې سره دميړني غم و که رانشي دابه څه کوي؟ په زړه کې يې ډول ډول فيصلې کولې - فرحناز هم شېبه په شېبه وارخطا کېده ځان سره يې سوچ کاوه که رانشي دالوى شرم به چېرې وړي ؟ سبا ته يې هم خلک دواده لپاره هوټل ته راغوښتي دي - وارپه وار به دامرخېل خبره ورپه زړه شوه چې ورته ويلي يې وو له تادۍ نه کارمه اخلئ، پرېږدئ چې هلک راشي - خودې اورڼا ورسره نه وه منلې - رڼا ژړغونې دفرحناز دخوب خونې په بالکن کې ولاړه وه اودميړني لاره يې څارله - لاندې دبلاک لاندې دوريژو او دنورو سالندونو ديګونه باروو، امرخېل هم داشپز خواته ولاړو ،رڼا خپلې ګوتې شمېرلې ځان سره يې ويل که په لسو بجو راروان شوى وي نو په يولس نيموبه تورخم ته رارسيږي اوبيا په يوه بجه ننګرهارته او له ننګرهارنه ترکابله پينځه ساعته مزل يې وبوله، بايد هغه په شپږو بجو رارسېدلى واى اوس خوداده ګړۍ په اتو بجولاړه ده - رڼا په خپلې بيوسۍ ژړل چې په دهليز کې شورماشور شو ،فرحنا ز له پخلنځي نه رامنډه کړه ،په دې سوچ کې نه چې کوم ماشوم خوږ شو، ناڅاپه يې په ميړني سترګې ولګېدې چې په دوړو خړ پړ ، بيک يې په اوږه ولاړو- امرخېل اوفرحناز خويندو پرې ګلان پاشل - فرحناز له خوشحالۍ نه درڼا په لوري منډه کړه، ورته يې وويل :
- رڼا ! سترګې دې روښانه ميړنى راغى -
- نه بابا ! درواغ وايې .....
- راشه وې ګوره ....
رڼانه هېره وه چې هغه اوس ناوې ده اوپه واده ټول راټول شوي خلک دهغې ننداره کوي، دهليز په لوري په داسې حال کې چې دګلانودګېډي په ځاى يې بنګړيواله په غيږه کې نيولې وه منډه کړه- په دهليز کې ميړنى چې دنجنو اوښځو په منځ کې راګېر و ، په رڼا يې چې سترګې ولګېدې نو چپه خوله پاتې شو - سلام کول هم ورڅخه پاتې شو، رڼا ورته وځلېده، يوازې دومره يې بې اختياره وويل :
- ګرانې! څنګه يې ؟
دميړني په پوښتنې دپېغلو نجنو دخنداګاناشورداپارتمان په ټولو کوټوکې راونڅېدو، رڼا هم وشرمېده هغه ته يې ځواب ورنه کړ دبنګړيوالې سره بېرته دفرحناز دخوب خونې په لوري يې رامنډه کړه –
دفرحناز دخوب په پالنګ باندې رڼا په لاس او پښو باندې جنو دناويتوب دنکريزو ګلان اوښکلي نقشو نه اچولي وو ، ميړنى يې خوا ته ناست و، فرحناز دکوټې دروازه له شانه بنده کړې وه ترڅو دوى دواړه په ارام سره خوب وکړي، ولې چې سباته دواده پروګرام په هوټل کې و اوميړنى نن ماښام ستړى اوستومانه له سفرنه راغلى و- رڼا له ميړني نه ګيله منه وه چې ولې يې نن دومره ځند کړى و،اودنکريځو ماښام يې پرې غمجن تېر کړ- ميړني ورته ټوله دستومانيو کيسه تېره کړه ورته يې وويل چې ترغرمې پورې يې جامې لاجوړې نه وې اوپه دې دوران کې مې راډيوته هم خپل راپور ورکړ- رڼا ورته خندل چې په داسې ورځ کې هم ده نه راډيو هېره نه ده -خوهغه ورته وويل چې تانه بنګړيواله نه ده پاتې، مانه هم راډيو......
ميړنى ډېر ستړى و، دخپلې ستومانتيادلرې کولو لپاره يې درڼا په څنګل باندې سر کېښود اودواړو اراده وکړه چې نور خوب وکړي - په دې وخت کې دنجنو له خوا شېبه شېبه دروازه ډبېده اودوى دواړه يې کراراوارام ته نه پرېښودل - دفرحناز خويندو هم داويل چې ميړنىه ! راووځه نن شپه رڼا تاته نه درکوو، هغه زمونږه ميلمنه ده ، بيا يې سبا ته درخپلوه- ميړني له رڼا غېږه راچارپېره کړه اوخپل غوږونه يې کاڼه واچول ،رڼا ته يې هم وويل چې که خوندوره شپه غواړې نو دايو غوږدې بالښت که او بل بړستن –
...............................................................................................
شپږدېرشم څپر کی
سهار دسباناري په وخت کې ميړني امرخېل ته سره دمصرفونوحسا ب وکړ، هغه ته يې پوره پيسې ورکړي اوله مصرف نه يې يو څه زياتې نورې هم ورکړي - امرخېل دماښام واده لپاره يونيم سل نفره په خپل زړه راغوښتي وو اوديونيم سلو نفرو دډوډۍ پېسې يې هوټل والا ته ورکړې وې - ميړني په دې وخت کې له امرخېل نه موبايل واخيست ، وې غوښتل چې يوازې هدايت هدايت ته بلنه ورکړي هغه ته يې زنګ وواهه ، هغه لا په کورکې و دخپل دواده زېرې يې پرې وکړ اوورته يې وويل چې خپه کيږي دې نه او بل چاته دې نه وايي او له خپلې مېرمنې سره دې ماښام واده ته راشي ، پلمه يې ورته وکړه چې دکارت درسولو لپاره وخت ورسره نشته - هدايت هدايت هم ورته وويل چې ډاډه دې اوسي ،دى ماښام وايي که غواړي همدااوس دده دکارونودسمبالو لپاره هم حاضردى - ميړني له چايو وروسته يوه منډه دزرګرددوکان په لوري هم وکړه ،ولې چې ماښام درڼا لاسونه اوغاړه ورته تش وبرېښدل ، دواړه لاسونو ته يې بنګړي اودغاړې لپاره يې ښه اميل هم راوړ- ماپښين محال يې خپله دواده درېشي واغوسته امرخېل هم موټر ګل پوشه کړى و تربلاک لاندې ولاړو، ميړنى له امرخېل اوفرحناز سره په موټر کې سپور شو-
امرخېل اوفرحناز له خپلې مور او ورېندارې سره په هوټل کې دمېلمنو دپذېرايې لپاره وختي راغلل اوميړنى ارايشګاه ته په رڼا پسې لاړ چې هغه دفرحناز له خويندوسره ورته منتظره وه -تېر مازيګر و چې ميړنى اورڼا په ګل پوشه سپينه کورلاکې هوټل ته راغلل ، هوټل ته په ننوتو دميړني سترګې دهوټل په صالون کې په شاعرانو اوليکوالانو اوسندرغاړو ولګېدې ،تره کى او هدايت هدايت هم دګلو له ګېډو سره دامرخېل خواته دمېلمنو دپذيرايي لپاره ولاړ وو- کله چې درڼا په هدايت هدايت سترګې ولګېدې نو موسکۍ شوه خوله شرم نه يې خپله موسکازرترزره کنترول کړه -
امرخېل دواده لپاره يونيم سل نفره راغوښتي وو خو هدايت هدايت اوتره کي دنرزامنو کله چې خبر شول چې درڼا اوميړني واده په فروشګاه هوټل کې دى نوتر يوې بجې پورې يې دکابل په ښارکې چې په نوم شاعراوليکوال اوسېده اوپه نوم سندرغاړى و، هغه يې ټول راغوښتي وو -درڼا اوميړني سره هسې هم ټولو ادب والو مينه درلوده ، هدايت هدايت ټولو شاعرانو ليکوالانو ته ويلي ووچې دکارت ورکولو لپاره ميړني خوارکي وخت نه درلود، ولې تاسوته خومعلومه ده چې هغه خوارکى شپه ورځ په راپورونوپسې ورک وي نودهوټل ددروازې په خوله کې به زه اوتره کى به تاسوته ولاړيو، بس ډاډه رادرومئ - ميړني لارڼا ترد ناوې صالون پورې نه وه رسولې چې دهوټل دډوډۍ دبرابرولو موظف سړى يې ترڅنګ راغى اوهغه يې ګوښې ته کړ، په دې وخت کې دهدايت هدايت اوتره کي پوره ميړني اوهغه سړي ته پام و، نوهدايت هدايت تره کي ته سترګه ووهله اوميدان ته سره ورګډشول داسې نڅايې کوله ته به وايې چې دپلارپه واده کې سره ګډيږي - دهوټل موظف سړي ميړني ته وويل چې تاخوديونيم سلو کسانو دډوډۍ پېسې راکړي نواوس خو ميلمانه دې تردرى سو نه هم زيات دي - داکارهدايت اوتره کي دميړني دشرمولو لپاره کړى و- ميړنى دسړي سره دامرخېل خواته ورغلو -
ميړني امرخېل په پېسو پسې وليږه ترڅوله کوره پيسې راوړي اودهوټل موظف سړي باندې يې په ډېر عذروزاريو ومنله چې دوه سوو نوروميلمنوته هم ډوډۍ راتياره کړي - دهدايت هدايت مېرمن تل عادت درلود چې هرواده ته به تله نوخامخا به يوځل ارايشګاه ته هم تله که داموقع به ورته برابره نه شوه که دورور واده به يې هم ونه به تله هغه له رنګه سکڼه وه ، داجالبه وه چې هغه نن پرته دارايشګاه له سينګاره په معمولي ميکپ کې په دې محفل کې ليدل کېده -هدايت هدايت له تره کي سره مېزپه مېز ګرځيده اودميلمنو پالنه يې په خپل سرکاوه خوخداى له ميړني سره مل و چې هېڅ پام يې نه وچې درڼا دکورنۍ دغړيو پوښتنه وکړي اويا دميړني دکورنۍ دغړيو، داسې ښکارېده چې ښه زوريې ورکړى و، درڼا خواته ورغى هغه دناوې په صالون کې ناسته وه، نجونې اوښځې ترې راچارپېرې وې خوبيا هم هدايت هدايت ونه شرمېده سيده ورننوت ، رڼا يې په ليدولو داحترام په خاطر ورته ودرېده اوپه لاس يې ورسره روغبر وکړ- هدايت هدايت ورته په خندا وويل :
- ځوانيمرګې ! مړه نشې سمه داسمان شهزادګۍ ښکارى زه خبر وم چې داميړنى خوارکى به په بلا ګرفتار وې -
- که دې ته ته بلا وايې نوتاخولا پخوا ځان په بلا ګرفتاره کړى دى -
- داښځې خوتورې بلاوې وي -
رڼا ورته خندل اوڅه يې نه ويل ولې دهدايت هدايت خوله ټولوته معلومه وه چې چندان په واک کې نه وه ، درڼا له خوانه راغى اوتره کي سره ودرېده ، وروسته يې ورته وويل راځه چې دابل د....... زوى خوهم په خوشحالۍ کې راګډ کړو - موبايل يې له جيب نه راوويست اوپلټونکي ته يې زنګ وواهه ، له څو متواترو زنګونو نه وروسته هغه موبايل وچت کړ دهوټل دصالون دشورنه پلټونکى پوه شو چې هدايت هدايت په کوم واده کې دى ، له ستړې مشې نه وروسته هدايت هدايت پرې درڼا دواده زېرى وکړاو ورزياته يې کړه :
- بچو همدا اوس په ميدان کې ګډيمه، ماويل چې تاهم راسره په دې خوشحالۍ کې راشريک کړمه -
- زه پوهېدمه چې يوه ورځ به هم داسې غږ را باندې کوې ،خوله دې چېرې په ژوندکې په سمو خبرو نه ده خلاصه شوې ،ټل چټيات وايې او دغم زيري راوړې - داواده دې تاته مبارک شي ،ته پکې ګډېږه، زه دومره وزګارنه يمه -
- نه چې په کلمودې سم درددى ،خېرته به تشناب ته لاړشې، دومره مې درته ويل چې نوردې زړه ټول کړه اوستادپلټنې موقعه نوره ختمه شوه خوتره کى مې ترڅنګ ولاړدى هغه وايې چې خپله دنده دې سمه نه ده ترسره کړې -
واده ګرم روان و دشپې په يوولسو بجو مېلمنوته ډوډۍ ورکړل شوه دميړني خداى پرده وکړه کنه نو تره کي اوهدايت هدايت په شرمونو شرمولى و - دشپې په دولسو بجو ميړني رڼا ترلاسه نيولې په ښکلي ګل پوشه کرولا کې ترڅنګ کېنوله ،په دې وخت کې تره کي اوهدايت هدايت په ډېرې مايوسۍ اوحسرت سره دلاس په ښورولو دهغوى موټر بدرګه کاوه -
..................................................................................