شپږويشتم څپرکی
دفرحناز دريمه ورځ وه هغه ديوې اونۍ لپاره پېښورته راغلې وه- دفرحناز لومړى ځل وچې پېښورته راغلې وه ، په دومره جنګونوکې هيڅ له کابل ښارنه وتلې نه وه - نن رڼا بي بي ته وويل چې فرحناز به دصدر بازارته بيايي ، که يې څه جامې اونورشيان يې اخيستل نو ورته به يې واخلي - فرحناز تراوسه درڼا اوميړني خبره له امرخيل سره نه وه شريکه کړې - رڼا ډېر غوښتل چې ميړنى زرترزره فرحناز ته ورښکاره کړي اوخپل ذوق وروښايي چې څومره لوړدى- همدارازد فرحناز هم تلوسه وه چې درڼا مين وګوري ، ولې چې رڼا يې په تعريفونو اوصفتونو دلاسه نژدې وه چې دهغې دغوږونو پردې وروشلوي-
امرخيل دسباناري نه وروسته دخيبر بازار په لوري وخوځېده، هلته يې دخپل يوپخواني انډيوال پوښتنې ته ورغى چې هغه په خيبر بازارکې دوکان درلود - رڼا اوفرحناز لا ماښام پلان جوړکړى و چې نن به ارومرو له ميړني سره ګوري اوفرحناز به له نژدې ورسره وروپېژني- بي بي هم نن مجبوره وه چې دنويو تاويزونو لپاره جان محمد سرحدي ته لاړه شي - مخکې له دې چې رڼا څه ووايي بي بي رڼا ته وويل چې هغه له ملغلرې ترورسره يې دخپل دپلاردتره لمسي کره ځي چې ادرس يې ملغلرې له کابل نه راوړى دى- بي بي نن مجبوره وه چې داپلمه وکړي ،هغې نن هغه جوړه دجاموټکر راوړچې ميړني ته يې په جان محمدسرحدي دم کړى و هغه يې ميړني ته په تحفه ورکاوه چې ځان ته يې جوړ کړي – هغې انګېرله چې کله ميړني داجامې په تن کړې نو خامخا به دبريښنا دمينې اور پرې بل شي اوزرترزره به يوه فيصله وکړي -
رڼا هم بي بي ته وويل چې دوى ځي نوداهم له فرحناز سره دصدر بازارته ځي او ځينې شيان فرحناز دځان لپاره اخلي بي بي هم ورسره ومنله - بي بي اوملغلره دواړه له رڼا اوفرحناز نه مخکې له کوره ووتلې ، کله چې بي بي لاړه نوپه بېغمه زړه يې ميړني ته له کورنه ټيليفون وکړ اوپه ناران بڼ کې يې سره وعده کېښوده - ميړني چې نن ازموينه نه درلوده ورسره يې ومنله -
دوعدې سره سم فرحناز اورڼا دناران بڼ ته ورسېدلې خوميړنى دپخواپه خلاف تراوسه نه وراغلى څه شېبه وروسته ميړنى هم راورسېده او درڼا سره مخامخ شو- رڼا ميړنى دفرحنازسره معرفي کړ- له ستړې مشې اومعرفت نه وروسته درې واړه دبڼ درستورانت په لوري وخوځېدل - ميړني دامو نو درې ګيلاسه جوسونه اودرى بوتلې فانتاوې راوغوښتې - فرحناز له مېړني نه لږ څه شرمېده، په ډاډه زړه يې ورسره خبرې نه شوې کولاى ، هغه غلې وه اوميړني له فرحناز سره يوازې خبرې کولې - ميړني ته دفرحناز دې انداز چندان خوند ورنه کړ ، خداى خبر په زړه کې يې دفرحناز په لېدو څه وروګرځيده چې نا څاپه له ځايه پاڅېده اوله رڼا سره يې خداى په اماني وکړه- رڼا هکه پکه پاتې شوه دميړني داحرکت هغې ته بلکل نا اشنا ښکاره شو، رڼا له فرحناز نه بخښنه وغوښته اواجازه يې ورڅخه واخيسته ترڅو ، څوشېبې له ميړني سره په يوازې خبرې وکړي - رڼا اوميړنى دبڼ په يوې خواکې په چوکۍ سره کېناستل- رڼا ورته وويل :
- په تانن څه شوي ؟ ولې داسې بدل بدل ښکارې خيريت خوبه وي -
- هسې! بلکل جوړيمه - رڼا ته ماوبخښه ځه نور نشم کولاى چې تاسره په دې لاره کې ملګرتيا وکړمه، اوس هم لا سرې وخت دى نه څه تللي اونه راغلي که تا له مانه څه غلطۍ په دې موده کې ليدلي وي ماوبخښه -
- ته څه وايي ؟ ته په هوش کې يې ولې ..... دومره مينه ،ګرځېدل اوداهرڅه ........ داسې په اسانۍ پاى ته رسوې ؟ ولې په ماکې دې څه نيمګرتيا ليدلې ده ماکومه غلطي کړې ؟
- نه ته ډېره ښه جنۍ يې - ته روښانه راتلونکې په مخکې لرې ،ښکلا لياقت اوهرڅه درسره مله دي ته به بريالۍ وې په دې مطمين يمه چې ترمابه ديوښه هلک سره واده وکړې -
- زه دبل چا سره واده کول په توره بلا وهمه ،ګوره داسې زر فيصله مه کوه بيا به پښېمانه شې -
- رڼا نشم کولاى ..... ته ما وبخښه چې تراوسه مې له ځان سره مصروفه وساتلې نوره دې په پاک الله سپارم -
- ولې هدايت هدايت يا پلټونکي زما په اړه څه درته ويلي دي چې داسې يو په يو بدل شوې -
- نه نه قسم دى چې هيڅ چا هم څه نه دي ويلي زه هم تا نه هېروم اونه به ددې وروسته پرته له تانه له بل چاسره مينه وکړم -
- نوچې داسې ده ، ولې مانه بېلېږې ؟
- زه هم نه پوهيږم ....... ښه نورزه ځم هلته فرحناز تاته منتظره ده، ته هغې ته ورشه دخداى په امان -
په داسې حال کې چې درڼا سترګې له اوښکو ډکې وې له ميړني سره يې خداى پاماني وکړه- ميړنى ورڅخه لاړ ترهغوچې دبڼ له دروازې ووت رڼا ورپسې کتل خوهغه يوځل هم په شا راونه کتل ، رڼا لپې لپې اوښکې تويولې- دفرحناز خواته راغله ټوله کيسه يې ورته تېره کړه - نن رڼا نه پوهېده چې ولى داميړنى داسې يوپه يو بدل شو، دهغې دميړني په دې کارباور هم نه راته- فرحناز رڼا ته ډاډګېرنه ورکوله ورته يې ويل چې د، اوسنۍ زمانې هلکان ټول همداسې دي نجنو سره ګرځي چې کله يې خبره واده ته رابرابره شي نوبيا پښې ترې سپکې کړي - ميړنى هم ددې جملې ځوانانوپه کتارکې راځي - فرحناز شکرونه ويستل چې ښه ده خبره يې تر امرخيله پورې نه ده رسولې ،که نه نو بيا به يې داشرم سره چېرې رساوه - رڼا ژړل اوفرحناز دلاسه کوله خودهغې ژړانه درېدله ، وارپه وار به يې له فرحناز نه پوښتنه کوله چې ميړنى ولې داسې يوپه يو په شا شو- فرحناز هم دميړني په دې کار خپه شوه رڼا ته يې وويل خپلې اوښکې پاکې کړي چې بي بي په کورکې پرې پوهه نشي - هغوى دواړه دغرمې نه مخکې بېرته کورته راغلې، کله چې راغلې نو بي بي اوملغلره ترور تراوسه پورې نه وې راغلې - درڼا ژړا نه درېدله فرحناز له رڼا نه دميړني دموبايل نمبر واخيست اوهغه ته يې ټيليفون وکړ فرحناز درڼا دژړا اونارامۍ په اړه ورته وويل خوميړني خبره دې خوا ، آ خوا اړوله هغه پوره داطمينان خبره ونه کړه فرحناز هم له ميړني نه پوره ناهيلې شوه هغې اوس نه غوښتل چې نژدې ملګرې دې داسې يوازې په داسې حال کې پرېږدي هغې رڼا ته وويل چې نوره پېښورکې نه پاتې کيږي او سباته به رڼا هم له ځان سره بوځي - رڼا ته يې وويل چې په کابل کې ښه ښه ځوانان اوکورنۍ پيداکيږي اوددې په خسر خېلوکې هم ډېر ښه ښه هلکان پيداکيږي چې رڼا ورسره واده وکړي- رڼا ورسره نه منله ، رڼا بل واده ته نوره غاړه نه کېښوده خوفرحناز ورته ډېرې وعدې ورکړې چې په کابل کې په اينجيوګانو کې درڼا لپاره ډېر ښه کارونه شته هلته به يو ښه کارځان ته پيداکړي نوپه دې اساس به ميړني ته هم خوله ماتونکې ځواب ورکړي، اوس به بي بي ته پلمه وکړي چې رڼا به دڅو ورځولپاره کابل ته ځي کيداى شي دورځوپه تېرېدو سره به يې ميړنى هم له ياده ووځي - بي بي لانه وه راغلې رڼا خپل لاس او مخ په يخو اوبو پريولل اودفرحناز خبرو هم پرې لږڅه اثر وکړ اودهغې دې مشورې ته يې هم غاړه کېښوده چې کابل ته ورسره لاړه شي ولې پس له دې پېښور ورته سره تبۍ ګرځېدلې وه وروسته يې دوروستي ځل لپاره ميړني ته دخداى په امانۍ لپاره ټيليفون وکړ- رڼا ميړني ته وويل که څه هم دهغه هيرول ورته ګران کاردى نو ځکه داکار داسې په اسانۍ نشي کولى نودا مجبوره ده چې دخپلې مينې په خاطر داوطن پرېږدي - هغه سباته کابل ته روانه ده که ميړني په دې دومره موده کې له دې نه څه اشتبا ليدلې وي هغه دې وبخښي - ميړني هم رڼا ته وويل چې درڼا هيرول ورته ګران کاردى خودى مجبوردى په دې هم نپوهيږي چې ولې داکارکوي -
درڼا وروستۍ هيله داوه چې درڼا په دې کارباندې به ګوندې دهغه زړه وسوځيږي اوګوندې اراده به يې اوس بدله شوي وي خو ميړنى په داسې زين کړي اس نه وناست ،خداى خبرپه زړه کې يې کومې ارادې درلودې -
نژدې مازيګر و چې بي بي اوملغلره ترور کورته راغلې دميړني جوړه يې هم راوړه رڼا هيڅ صبر نشو کولاى بي بي ته يې دخپل تګ په اړه وويل چې سبا ته دفرحناز سره روانه ده- کله چې رڼا داخبره بي بي ته وکړه نوپه هغې ښه ونه لګېده، درڼا تګ ورته ښه ښکاره نشو- سوچ يې وکړ که رڼا لاړه نو ميړنى به بيا څنګه پيداکړي هغې رڼا ته دتګ اجازه ورنه کړه - ملغلره تروردلمونځ په پلمه بلې کوټې ته لاړه اوبي بي ته يې اشاره وکړه چې دهغې اشارې ته دفرحنازهم ور پام شو- بي بي هم ورغله- ملغلرې ورته وويل چې ته له خدايه څه غواړې خوشاله اوسه چې ځي اوداازغى دې له لارې نه لرې کيږي - بي بي چې دميړني خبره ياده کړه هغې ورپورې وخندل ،دهغه راوستل دجان محمدسرحدي کاردى نه درڼا- له دې مشورې نه وروسته په لمانځه ودرېده - بي بي بېرته دفرحناز اورڼا خواته راغله ، رڼا ژړل ، بي بي مکارې ته ښه پلمه جوړه شوه وې ويل :
- ګوره جنۍ! زړه مې مه خوره، ته چې ځې نوزه اوتروردې دلته يوازې څه وکړو ته خوهم دکور نارينه يې اوهم مشره -
- په بلا وهمه داسې مشرتوب ټوله ورځ راته خبرې کوې اوداده څوورځې وروسته بريښنا راځي -
- دبريښنا ترراتګ پورې که خداى مه کړه څه وشي په دې پېښورکې خو بل کوردخپلوانونه لرو
- ولې دادپلاردتره زوى دې چې نن ورکره ورغلې وې -
- چېرې ورغلو دهغه ادرس غلط وټول فقير ابادمو چاڼ کړ خوپيدامونه کړ- همداسې تش لاس راغلو، وروسته صدربازارته لاړو اولږ څه سودامې واخيسته اودادى راغلو- اوس چې دې دواړه پښې په يوې موزې کې کړي دي اوله بلې خوافرحنازهم نه شم خپه کولى نو دميړني دټيليفون نمبر راکه که څه خبره وه بيا هغه ته به ووايو -
- سمه ده
رڼا هم په کاغذ يوغلط نمبر ورته وليکه، نوره ولاړه شوه اودسبا دتګ لپاره يې خپل بيکونه تيارول -
....................................................................
اوه ويشتم څپر کی
ميړنى په خپلې ليلې کې په خپل چپرکټ باندې اوږد غزېدلى و، هغه درڼا سره ترليدلو وروسته سيده خپلې ليلې ته راغلى و، دغرمى ډوډۍ يې هم نه وه خوړلې ټوله ورځ يې همداسې په نهاره تېره کړې وه- هغه اوس نه پوهېده چې ولې يې ناڅاپه زړه ليونى شو اورڼا ته يې داسې خبرې وکړې - په هغه خورڼا ترځانه هم ګرانه وه ، ورپه زړه به شو چې رڼا سره يې خپلې اړيکې څرنګه وشلولې اودرڼا وروستى ټيليفون اودهغې دمايوسۍ نه ډکې خبرې، دهغې کابل ته تګ، داهرڅه يې زړه ورته زوراوه - مجاهد خداى خبر چېرې تللى و، ماښام تياره کوټې ته راغى ميړني دکوټې څراغ هم نه ولګولى - مجاهد چې دکوټې څراغ بل کړ نوپه ميړني يې سترګې ولګېدې ،هغه ته عجيبه ښکاره شوه چې ماماويښ دى اوڅراغ يې نه دى لګولى ،ولې دماما عادت هغه ته پوره مالوم و چې ماما درڼاګانو بچى و، يوه شېبه به هم په تيارو کې نه کېناسته - نن څنګه تياره يې خوښه کړې نوځکه يې ورڅخه وپوښتل :
- ماما ولې خيريت خوبه وي ؟ طبيت دې راته ټيک نه ښکاري ؟
- هسې .... ښه نه يم پري مې ږده څه مې ځوروې -
- ولې ماخوڅه نه دي درته ويلي خبره څه ده ؟ مامي خودرسره جګړه مګړه نه ده کړې -
- ځه بچو ! مامي دې لاړه نوره ختمه شوه -
- څه ! ختمه شوه ، ولى ؟
- هسې نپوهيږم يووارمې شيطان زړه ته ډول ډول اندېښنې راواچولې ،بس نوره مې په خپله ورسره ختمه کړه -
- والله ماما داخودې ښه کار ونه کړ چې ختموله دې نوپيلوله به دې نه -
- څه ووايم چې کلي ته ګورم نوځان سره وايم چې مې ښه وکړل اوچې ځان ته ګورم خپل زړه ته ګورم نودامې لوى بد اوظلم ځان سره او هم هغې سره وکړ -
له ميړني نه هم لاره ورکه وه مور يې له کلي نه په اونۍ کې دوه ځلې رويباران رالېږل اودې ته منتظره وه چې کله به دميړني ازموينې خلاصيږي اوکلي ته به ورځي - دسلام خان ماما په وينا خويندويې هم په مورباندې دميړني او شبنمۍ کوژدنې ته څوڅوجوړې کالي کړي وو، دلته بي بي بريښنا ورته وړاندې کوله، دايې لابله خوشحالي ميړنى په خپلو غمونواوسوچونوکې غرق و، دمجاهد ورته زړه خپه شو- هغه نن په خپلو پېسو دوه خوراکه چولې دليلې دخواله کانټين څخه راوړې، وچه ډوډۍ يې هم راخيستې وه ، ميړني له خوراک نه انکاروکړ اوپه هېڅ شي باندې يې څکه هم ونه کړه- هغه نورليونى کېده، نه يې رڼا خپلولى شوه اونه يې هېرولى شوه - مجاهد خپله ډوډۍ په مړه ګېډه وخوړه، دميړني لپاره راوړې چولې يې هم نوش جان کړې، ولې چې پېسې يې پرې تللې وې –
له ډوډۍ نه وروسته مجاهد ميړني ته مشوره ورکړه چې بايد له رڼاسره بيوفايي ونه کړي اورڼا داسې په اسانه خوشې نه کړې ولې چې دابه په راتلونکي کې ميړني ته ګرانه پريوځي- دواړه په دې فيصله شول چې سبا ته به مجاهد رڼا ته ټيليفون وکړي اوله نژدې نه به ورسره خبرې وکړي اودحل لاره به په شريکه درې واړه دمينې دې کېسې ته راپيداکړي- په دې خوشحالۍ کې په مجاهد باندې دريم خوراک چولې هم تاوان شوې، ولې چې له دې فيصلې نه وروسته ميړني ته اشتها ورغله او وږى شو له چولو خوړلونه وروسته دواړه له هاسټل نه راووتل اودصدر دبازارپه چکر ورګډشول - که څه هم نن شپه مجاهد دميړني دخوشالولولپاره هر ډول مسخرې کولې خوبياهم دميړني زړه اندېښمن و اورڼا يې سترګوسترګو ته کېده – څه کم لس بجې وې چې دواړه سره خپل هاسټل ته راستانه شول - دميړني له سم غزېدو سره له راډيو نه دراډيو مشر لاروي ټيليفون وکړ دنمبر په ليدلو دميړني له رنګ نه وينه وتښتېده - په تېره شوې ورځ باندې دپېښور په پي سي هوټل کې دافغانستا ن اوپاکستان تر منځ دتجارتي روابطو په اړه يولوى کنفرانس جوړشوى و، داخبر دميړني له لاسه وتلى و خوهغه په ميړني باندې غوسه نه شو ورته يې وويل چې ددې دواړو
هيوادنو په منځ کې په تجارتي روابطو باندې دې يو تفصيلي راپورجوړکړي اودسبا سهار دلومړۍ خپرونې لپاره دې راوليږي - ميړني خپل موبايل ته کش ورکړ او مالومات يې راغونډکړل دهغه موبايل داسې ښه و،چې په لاسپيکر باندې يې غږوچتېده اوده هغه مرکه يا اواز په خپل ميني ډسک کې ثبتولى شو - ميړني خپل راپور جوړکړ اودانترڼيټ له لارې يې دراډيو دفتر ته وليږه -
دراپور دثبتولو په منځ کې مجاهد متوجه شو چې هلک يوازې يو يونيکر اغوستى اوپه خپل چپرکټ باندې لپ لغړ ناست دى - بې خاره خپل راپورورکوي ،په دې وخت کې مجاهد ورته وويل
- ماما ! ښه ده چې په راډيوکې راپورټر يې ، دادى په لپ لغړ ځان دې راپورريکارډ کړ اوځان دې بيغمه کړ، که داټي وي واى اول به دې کلين شيو کاوه، لا مبل به دې ،پينټ به دې اچولو اوبيا به درپوټ لپاره دکمرې مخې ته و درېدې -
- هو خوريه ! ښه دې وويل که ريښتيا راباندې وايې دهمدې تنبلۍ لپاره تلويزيون ته لاړمه نه اوس راډيو څه پوهيږي چې ته لوڅ ولاړيې اوکه پټ -
له راپورنه وروسته بيا هم ميړني ته خوب نه ورته ،په خپل چپرکټ کې په يوه لټ اوبل لټ اوښته راوښته هغه سباته دراډيو تلويزيون مضمون ازموينه درلوده خو هغه دنربچي هېڅ ډول تيارى نه ونيولى درڼا اندېښنو پسې اخيستى و -
سهار چې له خوبه راپاڅېده نوپه دې خوشحالۍ چې مجاهد به له ازموينې نه وروسته رڼا ورته پخلاکړي په خوشحالۍ سره خپل حمام وکړ، خپلې جامې يې واغوستې خپله دامتحان تخته اويودانه خط کش له يوقلم اوموبايل سره واخيستل ترڅو دازموينې په پاى کې رڼا ته زنګ ووهي- اوهغې ته دمينې اوپخلاينې سرپرايز ورکړي - دازموينې دتالارپه لوري روان و داپه داسې حال کې و چې نورو هلکانو دازموينې لپاره سم په نقلونو په مردکيو او دکتابو نو په ډول ډول وسلو ځانونه سمبال کړي و کله چې ميړنى دخپلو ملګرو سره دهاسټل له دهليز نه راووت نو په خپل خط کش باندې يې دخپلې ازموينې په تختې باندې سازوهل پيل کړ- تخته يې ټنګوله اوداسندره يې غږ وله :
نه دتورو پړق لري ......
او نه د زغرو شرنګ لري
جنګ له دى منصور روان
توپ او نه تفنګ لري .....
................................................................
اته ويشتم څپر کی
بي بي درڼا په تګ باندې خوشحاله وه، دهغې په ګومان درڼا تربيرته راتګ پورې به دبريښنا له ميړني سره کوژده شوې وي ، که رڼا دلته واى نو خامخا به يې ددې کوژدنې په لاره کې خنډونه اچولي واى- اوس دبي بي پوره باور راغلى وچې نه رڼا له ميړني سره علاقه لري اونه ميړنى له رڼاسره، دهغې اوملغلرې په ګمان ميړني باندې دجان محمدسرحدي تاويزونوپوره اثر کړى اوهغه اوس له بريښناڅخه تاويږي راتاويږي -
درڼا زړه صبر نشو په خپلې کوټې کې يې له بي بي اوفرحناز څخه پټ ميړني ته په خپل موبايل باندې ټيليفون وکړ خو دميړني موبايل بندراته درڼا زړه ته ولوېده چې نوره يې کيسه مفته شوې نوخپل زړه يې کلک کړ، اوښکې يې پاکې کړې او نوره يې فيصله وکړه چې پېښورته به نه راځي ،کابل کې به ځان ته ښه وظيفه پيداکړي او وروسته به يوکور په کرايه ونيسي - له جمال سره به مشوره وکړي اوبي بي به په زوره کابل ته راوغواړي ،ولې چې په کابل کې ددوى يوڅه خپلوان شته ،ترپېښوره کابل نوردوى ته ښه دى – هغې خپل پلانونه تراوسه بي بي ته نه ووبيان کړي- دهغې زړه ته لوېدلې وه که بي بي پرې پوه شوه بيا به کله هم هغه له فرحناز سره
کابل ته پرېنږدي - رڼا سبانارى ونه کړ ،يوازې فرحناز او امرخيل سبانارى وکړ- بي بي فرحناز ته وويل چې جنۍيې پر دې اوپه خداى سپارلې ده،پام دې پرې ډېر کوي - بي بي رڼا ته دلسو شپو اجازه ورکړه ،له بلې خوادبي بي زړه په دې ټول وچې دفرحنازسره مخامخ دملغلرې تروردليوره کورو بي بي يوڅوډالرې هم رڼا ته ورکړې - امرخېل په بسم الله سره خپل بيک اوږې ته واچاوه اودرڼا بيک يې په لاس کې ونيوه په دوعاسره يې له بي بي اوملغلرې ترورسره خداى پاماني وکړه- دخداى پامانۍ په وخت کې رڼا ژړل ،بي بي ته هم ژړاورغله په دې وخت کې دبي بي پام شو چې رڼا بنګړيواله هم په غېږه کې نيولې، نودبنګړيوالې په ليدلو موسکۍ شوه- دبي بي له دې مانادارې خنداسره ټول رڼا ته متوجه شول اوټول په خنداشول- بي بي رڼا ته وويل :
- داڅه کوې بچۍ..... نه چې داهم کابل ته درسره بيايې ؟
- هو بي بي داخودتا مينتونوته نه پرېږدمه ترڅو چې راځمه بيابه دې نذير ته په غېږه کړي وي او ورکه کړي به دې وي -
- نه يې ورکومه شرم دى خلک به په لاره کې څه وايي خلک به درباندې وخاندي -
- نه بي بي والله که يې پرېږدمه ځان سره يې وړمه -
بي بي ته درڼا ضد معلوم و چې څه به يې زړه غوښتل هغه به يې کول دهغې خبرې ورته بې فايدې وې نوځکه بي بي هم هغه پرېښوده چې خپله بنګړيواله ځان سره بوځي- امرخېل دباډرو اډې پورې ټيکسي ونيوه، له اډې نه په فلانکوچ کې سپاره شول دتورخم په لوري په موټرکې ډېروخلکوته دبنګړيوالې موجوديت جالب و، امرخيل هم دخلکو تبصرو ته پام و نوځان سره يې فيصله وکړه چې دتورخم نه به ترکابله داکيسه ختموي او دربس يو موټربه ترکابله ونيسي -نږدې لس بجې وې چې دتورخم په اډه کې سره له موټر نه کته شول - دتورخم له خط نه هم په بېغمۍ تېرشول، ولې چې هلته دامرخېل زړه لږ څه په درزا و،دخط په سر ولاړ پاکستاني پوليس خو لانجه په پېسو اخلي- وېرېده چې اوس دوى ونه دروي چې دابنګړيواله خوله اصله پاکستانۍ ده تاسويې ولې افغانستان ته وړئ ؟ کله چې دکابل اډې ته سره ورسېدل نو دامرخېل له ستوني لاړې تېرې شوې ،زرترزره يې يوه کرولا ترکابله په دوه زره افغانيو دربس کرايه کړه - بيکونه يې دکرولا په ډالې کې ځاى پر ځاى کړل - خپله له وړې رڼا سره په مخکني سيټ کې کيناست اورڼا له فرحناز او بنګړيوالې سره په شاسيټ کې کيناسته، په دوعا او بسم الله سره موټر دکابل په لوري راوان شو- دريور هم شيشه رڼا ته مخامخ کړې وه اوټيپ ته يې دنغمې کيسټه ورواچوله خودرڼا ورته هډو پام هم نه و ،يوازې يې خپله بنګړيواله په غيږ کې نيولې وه- رڼا به خپله بنګړيواله دموټر شيشې ته ورنزدې کړه کله چې به په بنګړيوالې دلارې تيزه هوا ولګېده له وېرې نه به يې سترګې برګې شوې اوځان به يې درڼا خواته ورکش کړ، له دې منظرې نه هم رڼا خوند اخيست اوهم فرحناز خوپه امرخېل دومره ښه نه لګېده- فرحناز درڼا هره نخره منله ولې چې دهغې دزړه په حال خبره وه ،هغه پوهېده چې رڼا دخپل دغم دغلطولو لپاره داسې لوبې کوي- رڼا ته ميړنى په سترګوکې نېغ ولاړ و، بنګړيواله يې په خپلې خوا کې په سيټ پرېښوده او خپله يې دموټر سيټ ته تکيه ووهله اوپه سوچونوکې لاړه- فرحناز خاموشه وه،موټر هم په درز کې روان و، رڼا ورو، وروژړل ، فرحناز ورنژدې شوه او ورويې ورته وويل چې امرخېل پوه نه شي زه دې په دردپوهيږمه يوازې دومره ماتل وکړه چې ترکوره ورسيږو- رڼا هم دځان دکنترولولو هڅه وکړه - ډرايور سکوت مات کړ امر خېل ته يې وويل :
- انډيواله شاله کابل ته په ميلمستيا ځې ؟
- نه پېښورته په ميلمستيا راغلى وم، دکاکا خسر کورمې و خپل کورته روان يم -
- داپېشو شاله ددې وړې ماشومې ده -
- نه داپېشومې ددې نازولې ښينې ده ځان سره يې کابل ته وړي -
- ښه ښه .....
- که ريښتيا راباندې وايې دهمدې پېشو لپاره مې داموټر دربس کړ، ماويل چې پرېږده ازاده وي په بل موټر کې به يې زړه تنګ شي -
له دې خبرې سره له ډرايور سره ټول په خنداشول – دغرمې د ډوډۍ لپاره سره دوريښمين تنګې درودله غاړې يوه هوټل سره يې موټر ودراوه ،لاندې کښته شول رڼا دفرحناز سره درودغاړې ته لاندې کښته شوه ،په داسې حال کې چې بنګړيواله يې هم په غيږه کې نيولې وه ، دسيند غاړې ته چې نژدې شوه نو بنګړيواله يې له غيږې کښته کړه خپل مخ اولاس يې پريول - فرحناز هم خپل مخ اولاس پريول -
لاشېبه نه وتېره چې بنګړيواله ورڅخه دسيند دغاړې دلويولويو ډبرو په منځ کې ورکه شوه- رڼا له فرحناز سره دبنګړيوالې په لټه کې شوه څو وارې امرخېل له پاسه دوى ته غږ وکړ چې هو ټل ته راوخيژي خوفرحناز له رڼا سره دبنګړيوالې په لټه کې وه- رڼا په ژړاشوه سوچ يې کاوه چې بنګړيواله سيند ته نه وي خطاشوي اواوبو نه وي وړې امرخېل له پاسه ليدل چې مېرمن يې له رڼا سره په دې لويولويو ډبرو کې ولې داسې سرګردانه ده، وارخطاشو اوددوى خواته راغى فرحناز نه يې وپوښتل هغې ورته وويل چې بنګړيواله نشته - امرخيل هم په داسې حال کې چې هم ځانته په غوسه واوهم رڼا ته خودخپلې ښځې له وېرې نه يې څه نه ويل دبنګړيوالې په لټه کې شو- ډرايور چې خپله ډوډۍ يې خوړلې وه په دې سوچ چې نورخپل سفر ته ادامه ورکړي دموټر خوا ته راغى ،ګوري چې دمساپرو درک نشته- دسرک بل اړخ ته راغى وې ليدل چې دموټر سوارلۍ يې دسيند دغاړې په لويو لويو ډبرو کې سرګردانه په څه پسې ګرځي - هغه ته هم داموضوع جالبه شوه ،ددوى خوا ته ورغى ، امرخېل ورته دبنګړيوالې په اړه وويل هغه هم ورسره ملګرى شو خوډرايورهم لغمانى او ښه چالاکه سړى و، په ځاى ددې چې په ډبرو کې يې ولټوي يوه خواته يې منډه کړه-هو ټل ته ننووت او سيده داشپزخانې په لورې ورغى ، هلته يې شاوخوا وکتل دهوټل له شاګردنه يې دتورې بنګړيوالې په اړه وپوښتل هغه دبنګړيوالې په پښو اوغاړه کې شړنګانې ليدلې وې شېبه وروسته يې وليدل چې دهوټل دپخلنځي په يوه ګوټ کې بنګړيواله په څه شي شخوند وهي - هغه يې په غيږه کې ونيوله اوورته يې وويل :
- راځه ورکه شي لکه چې ورکه يې ، کاشکې زه ستا په ځاى واى چې دې ښکلې ليلا په ماپسې ژړلي واى -
ډرايور دامرخېل دوى په لوري رامنډه کړه او ورته يې وويل :
- کليواله ! راځه ومې موندله خوارکۍ وږې پسې اخيستې وه هوټل ته راغلې وه -
- اوخداى دې اباد کړه ښه شوه چې دابلا وهلې راپيداشوه که نو رڼا به په دې تنګي کې راباندې شپې اړولې وې -
-راځئ راځئ اوس دې ته هم يوخوراک ښه کباب راوغواړو چې ترکابله بيا وږې نشي اومونږ اوتاسوسرګردانه نه کړي -
امرخېل له ډرايورنه بنګړيواله واخيسته اورڼا ته يې ورکړه ،دغرمې ډوډۍ يې سره وخوړه او وروسته په داسې حال کې چې ډرايور ته خداى ورکړې وه اوشېبه په شېبه به يې په بنګړيوالې باندې ټوکې جوړولې دکابل دلارې مزل يې رالنډ کړ ،مازيګر قضا وچې دامرخېل دبلاک په مخ کې موټر ودرېده اورڼا له فرحناز اوبنګړيوالې سره له موټر نه کوزه شوه اودکابل يخه هوا درڼا په مخ راپرېوته اوربل يې وتخناوه اورڼا ته يې ديونوي ژوند پيغام ورکړ- رڼا دهوا په لګېدو ديوه لوى سکون احساس وکړ ،دماشوم توب شپې او ورځې ورپه زړه شوې چې هغې په دې ښکلي کابل کې تېرې کړې وې -
….....................................................................
نهه ويشتم څپرکی
ميړنى اومجاهد په يوه ځاى دازموينې له تالار نه راووتل هغوى دواړه خوشحاله خوشحاله دخپل هاسټل په لوري روان و دوى دواړه دازموينې په پوښتنو باندې جر وبحث کاوه مجاهد له ميړني نه وپوښتل :
- ماما دمعلوتودرسولو لپاره ريډيو ښه دى که ټي وي په ځواب کې دې څه وليکل -
- خورئيه ....ماخو ورته وليکل چې راديو ښه ده -
- ولې ريډيو ؟
- په دې چې په راديوکې سړى لپ لغړ هم راپورونه لوستلى شي -
په دې خبره دواړه په خنداشول، دميړني بېړه وه چې زرترزره هاسټل ته لاړ شي او مجاهد رڼا ته ټيليفون وکړي -
هاسټل ته په ننوتلو سره ميړني ته په موبايل زنګ راغى ديوې غونډې خبرتيا وه چې نن ماپښين يې بايد دى راديوته خبرپرې جوړکړي - وروسته له لنډوخبرو ميړني خپل موبايل بند کړ مجاهد ته يې وويل چې درڼا دوى کره ټيليفون وکړي دايې هم ورته وويل چې که بي بي غوږۍ پورته کړه نودى دې ځان ديوې مجلې مدير معرفي کړي اوکه رڼا وه نوخپل نوم دې ورته ووايي ولې چې دمجاهد په اړه رڼا ته ميړني ډېرې کيسي کړې وې - هغه پوهيده چې مجاهد يې دکوټې انډيوال دى، په بسم الله ، بسم الله مجاهد نمبر ډايل کړ :
دوه درې زنګه تېر شول ..... اواز راغى :
- الو الو څوک يې خبرې وکه .....
- هيلو سلام عليکم مورې رڼا جانه شته .....
- نه ته څوک يې ؟
- زه احمدشاه دشمشاد مجلې مدير يم يوه کيسه مې ورڅخه غوښته چې په مجله کې يې چاپ کړو -
- نه هغه خو نشته نن سهار کابل ته لاړه -
- کابل ته لاړه ، هغې خومونږ ته ويلي وو چې يوه کيسه به راکړي -
- زه نه يمه خبره هغه کابل ته تللې ....
ميړنى هک پک په ځاى پاتې شو چې داکومه ټپه اوري سوچ يې وکړ چې دا به يې پلمه جوړه کړې وي نوهڅه يې وکړه چې رڼا ته په موبايل باندې ټيليفون وکړي خودهغې موبايل هم بندراته - ميړني باندې نور سر تاوېده په سر باندې يې يو شديد درد راغى نور بې حوصلې شو خپله دريشي يې هم ونه وېسته همداسې پړ مخې په خپل چپرکټ باندې پريوته، باربار يې درڼا په موبايل باندې نمبر ډايلاوه خوهغه مسلسل بند راته دغرمې ډوډۍ يې هم ونه خوړه ترمازيګره پورې خپه په خپل چپرکټ باندې پروت وو -
په دې سوچ کې و چې رڼا ولې داسې زر په يوې ورځ کې خپله اراده بدله کړه هغه اوس په ريښتيا کابل ته تللې ده،که تللې وي نوهغه خداى پاماني يې هم درواغ نه وو - ځان ورته ملامت ښکارېده ،مجاهد هم ميړنى ملامت کاوه ورته يې ويل چې ځان يې په خپله په لوى لاس لاهو کړى ولې يې داسې يوپه يو ليونى کېده اوخپلې ملګرې ته يې داسې خبرې کولې مجاهد ورته ويل :
- ماما داسې ډرامې دې چې کولې اوس نو ورته ټينګ شه -
دوى په همدې جروبحث کې و چې دميړني په موبايل له دوبۍ نه دهغه ديوه بل ښه انډيوال ټيليفون راغى هغه له دوه مياشتوراپه دې خواميړني ته تيليفون نه و کړى - ميړني چې نمبر ته وکتل نو تيليفون يې مجاهد ته ورکړ او ورته يې وويل چې ټيليفون ځواب کړي ، ولې چې ارشد ډېر ټوکمار هلک و، اواوس ميړني په دې حالت کې دهغه دټوکو حوصله نه درلوده- کله چې مجاهد ورسره په خبرو شو نودنر زوى دميړني دمينې کيسه سر تر پايه ټوله ورته وکړه، ارشد هم ټينګاروکړ چې ميړنى دې ورسره مخامخ شي ، ميړني له خبرو نه ځان ساته خو مجاهد هغه دتوپ په خوله کې برابر کړ ى و -
- هيلو.....
- سلام مړه اورېدل کيږي چې بيا دې ګلان اوبه کړي -
- نه بابا مجاهد ليونى دى هسې دروغ يې درته ويل -
- نه درواغ خونه دي خوداراته وايه که کيسه دومره ريښتيا ده نو ولې دې خپه کوله اوس بايد دي چې ورپسې ورشې او پخلا يې کړې -
- والله رانه لاره ورکه ده نه پوهيږم څه وکړم ؟
- داسې وکړه چې لومړى يې کورته ورشه که رښتيا کابل ته تللې وه نوپه يوې طريقې سره يې ادرس واخله ورپسې ورشه نورنو په ما ناوخته ده چېرې کارلرم بيا به ماښام ته سره خبرې وکړو-
له لنډ سوچ نه وروسته ميړنى په دې فيصلې ورسېده چې په يوه پلمه به درڼا کره ورشي او وبه ګوري چې جنۍ ريښتيا تللې که درواغ يې جوړکړي -
مازيګر يې ولامبل پاکې جامې يې واغوستې اودرڼا دکور په لوري روان شو په ټوله لاره کې رڼا يې ترسترګو سترګو کېده په هغه ځايونوکې چې رڼا ده سره درېدلې وه، خبرې يې کړې وې اويا يې هم له موتر نه کښته کړې وه ،هغه ځايونه دميړني په سترګو کې اوس ازغي ازغي کېدل –
داپارتمان زنګ ته يې فشار ورکړ، شېبه وروسته بي بي دروازه ورته خلاصه کړه بي بي يې په ليدلو ډېره خوشحاله شوه دميړني دراتګ زېرې يې په ملغلرې هم وکړ - ميړني يې سره صالون ته بوته - ميړني درڼا پوښتنه وکړه خوهغوى ورته وويل چې کابل ته تللې ،ميړني پلمه وکړه چې هغه په راډيو کې مقرره شوې بايد راپورونه ورکړي - بي بي ورته وويل چې دوى به فرحناز ته ټيليفون وکړي اورڼا ته به ووايي خوميړني چلاکي وکړه که څه هم په موبايل کې يې بل نور ختم شوى و، بي بي ته يې وويل چې همدا اوس دې نمبر ورکړي ددوى په مخ کې به رڼا ته زنګ ووهي چې څر نګه راځي اوکه نه په ځاى يې بل څوک ونيسي -
بي بي هم دفرحنا ز هغه ليک راواخيست چې ملغلرې له کابله راوړى و، له ليک نه ميړني نمبر ځان سره ياداشت کړ وروسته يې بي بي ته وويل چې نمبر يې بند راځي اوهيله يې وکړه چې دوى دې تماس ورسره ونيسي - بي بي هغه جوړه چې يې په جان محمد سرحدي باندې دم کړې وه راواخيسته او دميړني مخې ته يې کېښوده، دانارو يوه پياله سوړ شربت يې هم ورته راوړ بي بي ورته وويل چې پنځه ورځې پس بريښنا راځي که ده ته زحمت نه وي له هوايي ډګر نه دې ترکوره راورسوي ، ميړني هم ورسره ومنله -
ملغلرې دبريښنا په تعريفونو خوله خلاصه کړې وه، ميړني خپل مقصد ترلاسه کړى و، اوس نو هغه ته داځاى هم سور اورګرځېدلى و، خپلې ګړۍ ته يې وکتل دماښام اوه بجې وې نور يې له هغوى نه رخصت واخيست ، په دې لټه کې شو چې زرترزره نن شپه رڼا ته ټيليفون وکړي او دخپل کار په اړه ترې بخښنه وغواړي - له هغه سره دا اندېښنه وه چې مور يې ورته شبنمۍ نه وي غوښتې او رڼا به څر نګه پخلا کوي - درڼا دپخلا کولو لپاره يې پلانونه جوړول خوخپل ټول پلانونه يې ورته داعتبار وړښکاره نه شول - دې ته متوجه شو چې دارشد سره به په شريکه خبره جوړه کړي اورڼا به پخلاکړي –
.....................................................................................
دېرشم څپرکی
رڼاچې ټوله ورځ يې سفرکړى و ،دپېښور اوکابل لاره يې رالنډه کړې وه نودماښام له ډوډۍ نه وروسته يې تصميم ونيوه چې ژرترژره وېده شي - هغه خپه وه دميړني ياد ځوروله نن شپه دجمعې شپه وه ورپه زړه کېده چې د تېرې جمعې ما ښامى يې له ميړني سره تېر کړى و اودفرحناز دورتګ لپاره يې تيارى نيولو- څومره خوشحاله وه خوژوند څنګه خپله څېره بدله کړه ، دې خوپه خوب کې هم ددې حالت تصور نه کاوه، هغه اوس په جلا کوټه کې په هغې جوړې کړې بسترې باندې اوږده غزېدلې وه چې فرحناز ورته غوړولې وه، په کوټه کې سره ايرانۍ غالۍ هواره وه او کوټه ټوله په يشمي رنګه توشکوباندې زينتي شوې وه اوداورسۍ دپردو رنګ هم يشمي دتوشکو په رنګ و- دکوټې په کونج کې دميز دپاسه يوه وړه ګلدانۍ اېښې وه ، په ګلدانۍ کې يې مصنوعي ګلاب ايښى و خوداسې ښکارېده لکه چې اصلي وي - ليدونکى به يې دڅولومړيو شېبو لپاره ښه غولاوه ترڅوبه دې ګلاب ته گوتې وروړې نه وې تا به ويل چې اصلي دى- دکوټې دپردو اوتوشکو رنګ درڼا لپاره ارام ورکونکى و- مخامخ په ديوال باندې هم يو حکاکي شوى انځور راځواړند و يو ماشوم چې دسوالګرۍ کڅوړه يې په غاړه او اوږد لرګى يې په لاس کې ديو ښو نځي ديو ټولګي په دروازه کې غلى ولاړ اودټولګي دماشومانو په ننداره و،چې سبق يې سره لوست دې انځور هم رڼا ته يو څه ورپه زړه کول خوپوره سوچ يې نه پرې رسېده خوبياهم کوټه اودهغې ډيزاين ورته ډېر جالب وو- په دې سوچ کې شوه چې سباته به فرحنازته وايي که يې خو ښه وي داکوټه تر څو چې ور سره او سيږي دې ته ورکړي - دابه ددې کوټه وي بل سوچ يې داوکړ چې سبا ته به خامخا له فرحناز سره ځي اودځان لپاره به دخوب يوه ښه تخت هم اخلي - دجامولپاره يې هم دالمارۍ سوچ ورغى چې هغه به هم اخلي چې خپلې جامې اونورضروري سامانونه به په کې ږدي - خپل دستکول يې چې نږدې ورته پروت و راواخيست ، خپلې کلدارې او ډالرې يې حساب کړې - زړه يې مطمين شو چې پوره کافي پېسې ورسره شته ،خوشحاله شوه ، بنګړيواله يې هم ترڅنګ وېده وه هغې ته يې وکتل زړه يې پرې وسوځېده دلارې پېښه ورپه زړه شوه چې هغه ورڅخه ورکه شوې وه لاس يې پرې راکش کړ هغې سترګې نيم کښې کړې رڼا ته يې وکتل خوله يې کږه وږه کړه اوږد ارږېمى يې وويست دخپلو پښو شخي يې هم اوښکله او خروپش يې پيل کړ په ناز ناز درڼا نه تاوېده راتاوېده اوپه غرېدلي اواز باندې يې ميو ميو کاوه- رڼا ته بيا ميړنى ورپه زړه شو ستونى يې راډک شو ښه يې وژړل پاڅېده، دکوټې څراغ يې بند کړ او سر يې کېښود سترګې يې لانه وې ورغلې چې دکوټې دروازه وډبيدله ،ددروازې ترشا دامرخېل غږ شو چې ورويې رڼا ته اوازونه کول - رڼا وارخطاشوه چې امرخېل له هغې نه څه غواړي ؟ ووېرېده دروازه يې امرخېل ته خلاصه نه کړه بيا وټکېده او امرخېل بيا په رڼا غږ وکړ چې دروازه خلاصه کړي - رڼا وېرېدلې په خپل خوب ځاى کې ناسته وه له ډېرې وېرې نه يې غږ هم نشوکولاى شېبه وروسته دامرخېل له غږ سره دفرحناز غږ هم مل شو، رڼا ددروازې خواته ورغله اوغوږ يې ونيوه چې فرحناز امرخېل ته ويل شاله وېده ده خوارکۍ ځه زه به ټيليفون ته ورشمه ورته به ووايمه چې سبا ته ټيليفون راوکړي - دټيليفون دنوم په اورېدوسره رڼا دروازه خلاصه کړه رڼا فرحناز ته وويل :
- څه خبره ده زه مو ووېر ولم ماويل چې امرخېل ولې په دې توره شپه کې راته نارې وهي -
- زه په تشناب کې وم نوامرخېل غريب له مجبورې نه درته غږ کړى زرشه ټيليفون دى ميړني ټيليفو ن راکړى -
رڼا ته مالومه نه وه چې ټيليفون چېرته اېښى دى فرحناز نه يې دټيليفون پوښتنه وکړه چې چېرې اېښى دى ټيليفون چې دفرحناز دخوب په کوټه کې اېښى و نوفرحناز هغه له لاسه ټينګه په شوخۍ ونيوله اودخپلې دخوب کوټې ته يې بوتله نيغه يې دټيليفون دميز خواته ودروله په ميزباندې اېښې غوږۍ رڼا پورته کړه :
- هلو .....
- هلو سلام ليونۍ ماخوټوکې ګڼلې چې ته به ليونۍ يې خوته په رېښتيا ليونۍ وختلې دومره ضد باورمې نه وو -
- سلام زه خوهمداسې يمه ، زړه دې .... هغه کارونه به له ما نه وشي چې دچا به پرې يقين هم نه راځي -
- ښه داراته وايه چې پېښورته راځې اوکه نه ؟
_ نه په بلا يې وهمه نه ته راسره سم يې اونه مې قسمت دومره ښه دى -
- ښه نو په پخه راغلې يې ؟
- هو همداسې يې وګڼه ....
- نوواده به چېرې کوو ؟
- کوم واده ؟ د چا واده ؟
- ولې زما اوستا واده !
- يعنې چې واده هم کوې ؟
- ولې نو ټول عمر به لونډ ګرځمه -
- نه اوس زه هوښياره شوې يمه تاغوندې هلکانوسره واده نه کوم -
- ښه نوداسې چې ده نوسمه ده زه هم زارۍ نه کوم دخداى په امان -
- نه نه غوږۍ مه ږده واده کومه ته يې په شپه کې وايې زه يې په شنه سهارکې درسره کوم -
- شوخي مې وکړه ليونۍ همدانن مې په ځان يقين راغى چې پوره درباندې مين يمه نه مې رپوټ له لاسه کېده اونه مې خوراک څښاک ، نوره ته پوه شه ، بله لاره نشته نه بي بي حاضره ده چې دلورپه ځاى خپله بنزۍ راکړي اونه زما مور دخپلې خورزې په ځاى تاراته غواړي له فرحناز سره همدانن شپه پوره خبرې وکړه زه په دې دوه درېو ورځوکې در روانيږم اودهمدوى کره به درسره واده وکړمه -
- ښه رښتيا وايې -
- هونوڅه درواغ خونه دي يوه هيله لرم او هغه داچې ما سره روزانه په ټيليفون تماس نيسه که پېسې درسره نه وي ماته وايه زه به يې کابل کې په کومې صرافۍ درلېږمه -
- ښه سمه ده خوبيامې هم باورنه راځي ډاريږم چې په شا نه شې -
- نه نه داسې نه ده قسم درته خورمه ښه چې باوردې نه راځي نوغوږۍ فرحناز ته ورکړه -
- هلو سلام ميړنىه څنګه يې ؟
- شکر دالله احسان دى تاسو په خېرکابل ته ورسېدئ ؟
- هو ژوندى اوسې چې پو ښتنه دې وکړه -
- ما درڼا سره دواده په اړه خبرې وکړې هغه به ټوله کېسه درته وکړي که په دې لاره کې له مونږ سره څه مرسته وکړې نو ټول عمر به ستاسو احسان منديمه -
- سمه ده، ولې نه ! رڼا خوزما خورده واخله نورنوله رڼا سره وغږيږه -
- هلو ګرانې اوس دې زړه راټول شو -
- هومننه -
- ښه اوس نو اجازه راکړه چې خوب وکړمه چې سبا ته به په راپورونو اونورو پرګرامونوپسې به ورک يم دخداى په امان -
رڼا له خوشحالۍ نه په جاموکې نه ځائېده ، امرخېل درڼا په خبرو يوڅه پوه شو فرحناز درڼا کوټې ته رڼاسره لاړه په دې اړه يې سره خبرې وکړې چې داموضوع به څرنګه امرخېل ته وړاندې کوي اوهغه به دې کارته څنګه اړ باسي چې ددوى دواده مراسم ترسره کړي -
فرحناز شېبه وروسته درڼا له کوټې راووته اوخپلې کوټې ته راغله - امرخېل د خپل دخوب په تخت باندې دخپلې وړې لور رڼا سره خواته اوږد غزېدلى و، فرحناز يې خواته راغله اوترڅنګ يې اوږده وغزېده- دهغه په غاړه کې يې لاس واچوه او ورته يې وويل چې درڼا خبرې خودې واورېدې ، وروسته يې ټوله کېسه ورته وکړه خودواده دماملې خبره يې ورسره ونه څېړله، ولې چې امرخېل تراوسه دفرحناز په اند ددې خبرې اورېدلو اومنلوته اماده نه و،نو خبره يې سبا ته پرېښوده -
نوربیا ...........................................................