د ساجد افغان لیکنه
مخکې له دې چې اصل موضوع ته راشم څو پوښتنې کوم:
کله چې په هیواد بهرنی تیری او یرغل وشي کومه لاره ښه ده؛ ملګري کیدل، تسلیمي. سازش (حکمت، دوکه یا ګوذاره)، توصیه که مخالفت (وسله وال که سوله ایز).
1) امریکا زموږ پر خاوره یرغل کړی دی که مرستې ته راغلې ده؟
2) له روسانو له یرغل سره د امریکا د یرغل یا مرستې توپیر څه دی؟
3) ایا انګریزانو چې دوه سوه کاله هند زبیښه؛ څه یې شعارول؟
4) د امریکایانو پلرونو (چې هغه وخت انګریزان وو) څومره اصلي او ځایي امریکایان وژلي دي چې امریکا ترې ونیسي او ترې پاکه یې کړي؟
5) د نړۍ تر ټولو ستر جنګونه چیرته شوي دي، کومو نژادونو، سیمو او ملتونو کړي دي او تر ټولو لوی قتلونه چا کړي دي؟
6) آیا په افغانستان، عراق او نورو اسلامي هیوادونو کې د امریکا او غرب جګړه د اسلام پر خلاف ده که د اقتصادي ګټو او یا د نړیوال ثبات د ساتلو لپاره؟
7) آیا بشریت به د مسایلو د حل او د ملي ګټو د لاس ته راوړلو لپاره د یو بدیل په توګه په نږدې ممکن وخت کې جګړه پریږدي؟
8) آیا پر افغانستان د امریکا د یرغل یا راتلو سره ولې د اقلیت قومونو سیاسي او نظامي قوتونو د خپلو خلکو په وژلو کې له بهرنیانو سره له بریده وتلې مرسته وکړه؟
9) موږ پخپل تاریخ کې له کوم بدیله ګټه کړې ده؟ کوم بدیل له کومې نتیچې له حصول سره مرسته کړې ده او کوم بدیل تر ټولو زیات تاوان کړی دی؟
10) ایا موږ باید له هر بهرني سره حتمن وسله وال مقاومت وکړو؟
د دغو پوښتنو ځواب بل وخت په نورو لیکنو کې درکوم. اوس له تاسو غواړم چې فکر پکې وکړئ او لازم ځوابونه ورته ومومئ.
لنډ ځواب یې دا دی چې د یرغل یا بهرنیو لښکرو په وړاندې هر عکس العمل ممکن دی. شرایطو. زمان، موقف. مسئوولیت او امکاناتو ته په کتو سره ملتونه، نظامونه، سیاسي او نظامي ډلې او اشخاص له لاندې بدیلونو څخه پر یوه یا بل بدیل تصمیم نیسي:
- له اشغال ، تیري یا یرغل سره ملګري کیږي
- ورته تسلیميږي.
- سازش ورسره کوي
o له حکمته کار اخلی
o دوکه ورسره کوي
o ګوذاره کوي
- توصیه ورته کوي چې لږ انصاف وکړي
- مقاومت او مخالفت ورسره کوي
o وسله وال مقاومت
o سوله ایز مخالفت
اوس چې ټولنیزې رسنۍ د یو مهم قوت په توګه راڅرګندې شوي دي، زموږ ځینې ځوانان پکې ډیر اغیزناک او مهم رول تر سره کوي. زه په دغو رسنیو کې د دوه ځوانو استعدادونو په باب لږه تبصره کوم چې دواړه د افغانستان، افغان او لږ تر لږه پښتنو خیر غواړی، خو د کار ډول او استدلال یې یو د بل په مقابل کې دی: دا دوه علمي کادرونه او مدني فعالان مجید قرار او شفیع اعظم دي. دوی اشخاص نه دي بلکې د دوه فکرونو سرلاري دي. هر یو په زرګونو پلویان، د خپلو نظرونو ملګري او تعقیبوونکي لري. د دوی د نومونو په اخیستلو، پر دوی تبصره پر دوه لیدلوریو تبصره ده.

مجید قرار تر شفیع اعظم په عمر مشر دی. دیني او عصری دواړه یې کړي دي، لسانس یې په کابل او ماسټري یې په امریکا کې تر لاسه کړي دي. د دیني او ادبي مطالعې ذخیره یې پوره غني ده. د هجرت، جهاد، له شر و فساد سره مخالفت، بې طرفۍ او طرفدارۍ ټولو تجربې لري.په وروستیو ۶ یا ۷ کلونو کې د طالبانو سرسخت مخالفت او د افغانستان د اسلامي جمهوریت څخه کلکه دفاع یې د لیکنو اصلي منځپانګه جوړوي. تحلیل او استدلال یې ډیر قوي دی. د سیاسي تبلیغ او پروپاګنډ په اصولو پوه دی. انګیزه تولیدولی شي، شور او زوږ تولیدولی شي، رسنیزې ډلې جوړولی شي او ذهنونه بدلولی یا جوړولی شي. قهریز او یرغلیز لیکل په روانۍ او پوره فصاحب سره کوي.

مجید قرار فکر کوي چې امریکا یو ابرقدرت دی؛ د روس، انګریز او جرمني په شمول پخواني زبرځواکونه، د ایران او سعودي په شان مشران سني او شیعه مسلمان هیوادونه او د چین او هند په شان نوي را د بره کیدونکي زبرځواکونه یې مقابله نه شي کولای نو طالبان دې هم غلي ناست وای او دې ته دې یې زمینه نه جوړولی چې امریکا او متحدین د دوی د وسله وال مقاومت له امله تر یو میلیون زیات پښتانه ووژني او اویا فیصده افغانستان له انکشاف، پوهنې، لوړو زده کړو، مدني پرمختیاوو، په دولت کې له عادلانه برخې او سولې بې برخې شي. قرار کوښښ کوي د وسله وال مقاومت ذهنیت مات شي، او پښتانه هم د تاجکو، هزاره وو او ازبکو په شان د امریکا او غرب له ډالري سیلابونو څخه یو څه برخه راخپله کړي. د قرار استدلال دا دی چې جګړې امریکایانو ته زمینه جوړه کړې ده چې دلته د زیاتې مودې لپاره پاتې شي او زموږ زیربناوې او روبنا ورغوي او لږ تر لږه تر دې زیاتې تباه نه شي. هغه فکر کوي چې په سوله ایزو او د عدم تشدد له لارو به بیا ورو ورو خپل حقوق واخلو. قرار فکر کوي چې طالبان د پاکستان د ګټو لپاره جنګ کوي او د افغانستان نظام که هر څومره کمزوری او غیرعادلانه هم وي، باید وساتل شي، ځکه تر نشت نظام، غیرعادلانه او کمزوری نظام هم ښه دی.

شفیع اعظم چې تر قرار یو څه ځوان خو د د ده په شان د لوړو زده کړو او قوي منطق لرونکی دی: په خبرو کې یې جدیت او خوش طبیعتي دواړه شته. د ظلم، افغان وژنې او بې عدالتۍ څخه زوریږي او فکر کوي چې امریکا او ناټو، طالبان په زور جګړې ته مجبور کړي دي. دی فکر کوي چې د غربیانو هدف د طالبانو نه، بلکې د پښتنو د غرور او ځواک ماتول دي او ځکه یې له نظام، خصوصاً نظامي برخې ټول پښتانه (د خپلو دوستانو پیر، حضرت، شهید عبدالحق او کرزي پلوه مجاهدینو وسله وال) شړلي دي. بهرنیانو له تاجکو شورای نظار چې (له جمیعت، شعله، پرچم، ستم. ګروه کار او ټولو شعوري ـ سیاسي ـ نظامي تاجکانو جوړه ده) او مسعود خپل اتل او رباني خپل رهبر ګڼي په نظام کې پر اویا فیصده برخه واکمنه کړې ده، له هزاره وو یې حزب وحدت چې مزاري خپل اتل ګڼي پر ۲۰ فیصده واک واکمن کړی دی او جنبش ملی چې دوستم خپل رهبر او اتل ګڼي، ۱۰ فیصده واک یې ورکړی دی. دا ډلې د هغو کتلو په توګه نظام ته راوستل شوې دي چې ولسي ریشې، انګیزه، جذبه او تعهد لري. خو پښتنو په استازولۍ یې له غربه متقاعد د پوهنتون استادان او په غیرمسلکي او عادي کارونو کې بوخت پخواني مسلکي کسان راوستلي دي چې له زیاتره یې له خپل کلتور، عنعنې، دین او تاریخ څخه ژور معلومات نه لري، تعهد یې له هغو ملکونو سره دی چې ترې راغلي دي.‎؛ دوی نه سنګر لیدلی نه مقابله؛ نه مبارزه او نه ګوندي او پښتونولي. د زیاترو اجندا دا ده چې خپلو بچیانو ته دلته پیسې وګټی چې غرب کې ورته کورونه او د تحصیل خرچه برابره کړی. دوی د شورای نظار، وحدت او جنیش معادل نه دي؛ دوی حتی په غرب کې د مسعود د هغو پلوي پروفیسرانو او مسلکي مدني مبارزینو معادل هم نه دي چې په غرب کې شورای نظار ته بې مزده او داوطلبانه کار کوي. د دغو قونونو کوم مسلکي کادر د مسعود او مزاری او دوستم مشري او اتلولي چلنج کړې ده؟ که یو نیم پښتون په نظام کې وي، هغه به پرچمی وي، چې پرچمی هیڅکله نه پښتون کیږي او د کارمل په مدرسه کې د پښتون ضد فکر څخه نه اوړي. اعظم استدلال کوي چې امریکایان غواړي له ایران او روسیې سره شوي ژمنې عملي کړي او افغانستان کې داسې نظام وساتي چې نظامي واک د تاجکو + اقلیتونو او اعزازی مشري د پښتون وي. دا هغه کار دی چې بابر له پښتون ابراهیم لودي څخه د هند د واک تر اخیستو وروسته وکړ او ویې ویل: (پښتون یوازې له پوځ وباسئ، نور یې پریږدي چې ژوند او کاروبار وکړي). او مسعود هم چې له پښتون ډاکتر نجیب څخه یې خپلو قومي جنرالانو ورته قدرت ونیو وویل چې: (پښتون له نظامي برخې برطرف کړئ، نور یې زه د تابع کولو لپاره پلان لرم؛ هر کلي کې دوه ډلې یا کورنۍ دي؛ یوه یې لاس کې نیسم، بله پرې وهم). اعظم اډوکسي کوي چې افغانان دې د عسکر او طالب او د دې او هاغې خوا دواړو په مرګ او ضرر خوابدی شي، له نورو ورورڼو قومونو سره دې هم تفاهم وشي، نور وروڼه قومونه دې هم د امریکا له موقتي زور څخه په استفاده پښتون تر دې زیات نه وهي. دا د ورورۍ او نږدې والي فاصلې اوږدوي او عقدې او کینې زیږوي. دی وایي چې پښتانه ځوان کادرونه دې ځان د نظام داسې ټیکه دار نه ګڼي چې خپلو کې کینه داسې حد ته ورسوي چې بیا د یو ځای کیدو نه وي. دوی وایي چې کاسه دې له آش څخه نه ګرمیږي او ګواه دې له مدعي څخه نه چست کیږی. د طالب حریف شورای نظار ده، نه بې سازمانه او بې ګونده پښتانه ځوان کادرونه. پرچمیان د جمیعت طبیعي متحدین دي.

موږ دا قضاوت نه کوو چې دوی دواړو کې کوم یو مطلق ښه وايي او بل مطلق بد. هر یو خپل منطق لري او تحلیل خو په هر حال دواړه ښاغلي قرار او اعظم او د دوی ملګري یو نیت لري: په ملک کې سوله او وروري؛ ثبات او ترقي او عدالت او انکشاف. خو دغو هدفونو ته د رسیدو لارې یې جلا- جلا تحلیل کړي او ټاکلي دي.

د مشورتي لویې جرګې تر پای وروسته اوس یو ښه وخت دی چې دوی سره نږدې شي؛ موږ له دوی غواړو چې چې د افغانانو تر منځ خبرو ته لار اواره شوې ده، نو دوی دې هم خپل نظرونه پر یو لوري کړي. هر چیرې چې یو افغان وژل کیږي او یا ځورول کیږي دوی دې په ګډه پخپل قوي منطق او لوړ او رسا اواز (طبعاً پخپل سټایل او ډول) د هغه د بندولو چیغه وکړي. له نورو وروڼو قومونو سره دې هم د عدالت او انصاف پر بنست د ملي یووالي او ورورۍ لارې تبلیغ کړي.
دا ملک په زورګویي او حذفولو نه جوړیږي بلکې په ورورۍ او ګذشت جوړیږي. د پښتنو مشهوره وینا ده چې (د وروري خبره ورو وي!!!).