(انا لله وانا الیه راجعون)
ټولو ته معلومه ده چې د اختر په ورځ د خلقی ګوند یو مشهور شاعر عضو(س.ل) په ۹۰ کلنی مړسو، څوروځې ورسته یی راوړ او خښ یی کړ دا پښتون و. په همدی ورځ یو بل شاعر خ.ا.ن. باختری هم مړ سو. دواړه د جهاد په کلونو کی افغانستان کی پاتی و یوه هم جهاد اومهاجرت نه و کړی دواړو شعرونه لیکلی و، خو دغه یو پکی ډیر تکړه و په دواړو ژبو پښتو او دری یی ډیر قوی ادبیات لرل، دغه دوهم یی یواځي په دری کی نظمونه ویل. زه دعمر نه کم یم. اکادمی علوم کی می مشر وطندار چی ډیر ورته احترام لرم (ح.ر ) کار کوی مشاور هم دی، کله چی له کلی راځم په کارته پروان کی ورسره ګورم. ما ورڅخه د لوومړنی مړه سوی په هکله پوښتنه وکړه . هغه ویل چی : هکله دا سړی بل ثانی نلری. ما ورته وویل: کاکا ورکوه یی کمونیست و خلک بد رد پسې وایی . دغه مشر کاکا می چی زبردست عالم دی او خپله هم لیکوال دی دجهاد وخت کی یی دمجاهدواخبارونه چلول او شاعری یی هم کوله وویل: کمونیستان ډیر دی دا نن هم یو له کمونیست بدترشاعر یعنی ماویست مړ دی خو څوک نه پسې بد وای اونه پیغور ورکوی لا یی صفتونه کوی. دا وخت یی د(خ.ا.ن.ب) عکس هم را وښود چی جرمنی کی یی له یوی خبریالی(ن،م) سر ه مرکه کوله چی ما ورته کتل ږیره یی نه وه نکتایی یی تړلی وه، خو دغه پښتون شاعر بیا ږیره لرله او کاکا می ویل چی پلار یی لوی دینی عالم او دحضرتانو له شیخانو نه و. کاکا می ویل دغه اول مړی پسې ځکه بد – رد چالان دی چی خوار پښتون و، قوم یی ټول دغسی یو دبل پښې په تبر وهی دده یو شکایت هم همدا و چی قوم جهالت کی پروت دی، دقوم د ویښولو، مړولو، پوهولو ډیری چیغی یی ووهلی خو قوم هماغسی سرتمبه پاتی دی دی ورڅخه د اختر په ورځ مرور ولاړ. دا دوهم مړی چی قوم یی ډیر اوښیار دی له هرچا یی ګټه وکړه هروخت یی خپل اتفاق وساته له کمونیست او مسلمان روس، امریکا او پاکستان ایران له ټولو یې وڅټله، ښه ډیر سول اوس یی هرڅه خپل کړی دی ، پښتون پکی برباد سو لا اوس هم یو بل وهی.
زه خپله هیڅ تعصبی نه یم لا زاتی می پښتانه چندان نه خوښیږی ځکه ډیر بی اتفاقه دی په دی ۴۰کالو همدوی تباه سول مکتب تری پاتی تعلیم تری پاتی نه برق لری نه شفاخانه نه سړک هیڅ شی نلری هره ورځ سل یو نیم سل پکی وزل کیږی، خپلو کی سره وزنی یو طالب بل مجاهد بل حکومتی خو دافغانستان نورو قومو هم مکتب پیدا که هم شفاخانه هم سرک او هم سرمایه ، که زه دی قوم کی نه وای اوس به غټ سړی وم اوس به می میډیا چلوله امریکه او اورپا ته به تللی وم خپل موټر به می و مکرویان کی به می کورو او یوه باسواده شهری ښځه به می نازولی اولادونه به می و دریشی ته به می نکتایی تړله پاک به ګرځیدم لکه دا نور خو څه وکړم زه هم پښتون یم لا زاتی چی کابل ته په ارغندی کی را ننوځم طالب نوم راباندی کیښودل شی څوک می نریی ږیری پوری خاندی څوک می واسکټ پوری او څوک می مری داره خولی پسی خاندی چی دوه ورځې کابل کی تیری کړم چی بیرته کلی ته ځم وخته بیا دشپی طالب راروان وی له سپین ږیری پلاره می تحقیق کوی چی زوی دی څه کول هله را ته حواله یی که. پلار می په سروسترګو ورته زاړی زاری ورته کوی او ورته وایی جی مازی دخپلوانو کورته تللی و خپلوان مو حکومتی ندی.
په دی علت د پښتنو جهالت او بی اتفاقی نه بیزار یم بل داچی خدای دسی خوی راکړی چی دچا قوم او ژبی پسی هیڅ نه ګرځم ، خو دغه مشر کاکا می لږ قومپرست غوندی دی په همدی خاطر ددغه لومړی سړی په مړینه لږ خپه غوندی و. دغه مشر ویل بچیه دواړه یو شان و دا دوهم یی لاځانته اصلی کمیونست وایه، زموږ د کلی چی څوک کابل ته تلی قومپرست سوی خو په کلی کی بیخی دا خبری نسته.
په خلکی رژیم کی په کابل کی د پاتی کیدو پیغور او د دغو دوو شاعرانو دا کیسه په څو سندرغاړو هم تمامه شوی ده یو مشهور سندرغاړی چی دخلکیانو په وخت یی ( دازادی خاوری ته می سلام دی) سندره ویلی کله چی امریکا ته لاړ خلکو پری بړچ وهل او هریوه به بو کړل چی ته خو کابل کی پاتی وی ښه یی سپک کړ داځکه چی پښتون کندهاری و، وایی دده پلار هم عالم دین و، دروند سړی معلومیږی خو سندری بلی، خو یوه ډله نور چی (زه دی خلکیانوله وروی نه خبر داریم ځم ځم د خلکو خدمتګاریم- دا خلکی نظام ) سندره او ډیر نوری یی ویلی او ټوله کموینسی کی کابل کی و هیچا هم څه ورته ونه ویل لازاتی یی قدرونه وکړل میلمانه یی کړل دسندرو کانسرتونه یی ورکول نو دافغانستان دغه یو قوم په نفاق کی یوبل سره وهی خو لله الحمد نور قومونه اوښیار دی ګوندی د دوی له اوښیاری اوس پښتون هم عبرت واخلی او نور نو له وژنو بد رد ښکنځلو راواوړی . ما ته دا دوه تنه شاعران چی خدای دی اوس نو دواړه وبښی د پند او عبرت ټکی شول. مړو پسې خبری کول نامردی ده زه د یوه هم بد نه وایم خو دی خلکو ته هریان یم دا یوه پسی یی سخته شروع کړی ابل چی هم همداسی یو شی و ټول ورته چوپ او لازاتی ورته احترام کوی . دا اول خو دومره وکړل چی خپل وطن کی ی خښ کړ ابل خو بیخی جرمنی کی خښ شو لا په مړینه د وطن له هوا بیزاره سو بیا هم د اول باندی وطن ګران و خو پښتون قوم همدی سړی پسی ټوپک په لاس ګرځی چی وطن او قوم پی ګران وی. دا خبره می کاکا هم ومنله. زه والله بالله که قومپرست یم . لازاتی نور قومونه راته ګران دی ډیره ښه پارسی وایم که می نوک کابل کی خښ سو بیرته والله که کلی ته لاړ سم ږیره خرییم دریشی اغوندم په دری پیل کوم واده هم کابل کی کوم. بچیان په دری تربیه کوم پاک رسیدلی اوښیار خپل قوم ورته نه ښیم. که ټول یوطرفه شی دا وطن جوړیږی جنګونه هم خلاصیږی. په نورو قومو کی طالب نسته هغه مجاهد یی هم ډیر اوښیار ده پښتون مجاهد سپیره ګرځی خو دی نور و سمه پاچایی وغربوله .