لنډه کیسه :: دسپین مړوند خوبونه
ليکوا له :: وږمه سبا عامر
بدرۍ دخپلې ږول شوې شوڼډې نه وينې پاکې کړې په وچې ځمکې باندې يې خپل مړوند ترسرلاندې تکيه کړ اوپه وچې ځمکې باندې اوږده لکه دړه وغوځيده دسرپه لګولوسره يې په مړوندکې يې څړيکي شوې چې ددې خړيکوسره يې زړه وبريښېده ژړ له ځايه پاڅيده اوپه ځاى کې کښيناسته ورويې خپلې ګوتې مړوڼد ته ورورې ګوتې يې لمدې شوې خودکوټې تيارې دهغې سترګې په توردستمال ټرلې وې چې هغې نشوکولاى خپل مړوڼدوګوري خويوازې يې په دې توره شپه کې دردناکې څړيکې احساسولې اوبس دپارام له وېرې نه يې غږ هم نشو کولاى پرمخ يې مړې مړې اوښکې راروانې وې بارام ته هم خوب نه ورته اوپه خپلې بسترې کې لټ په لټ اوښت بارام ځان ته په غوسه وو چې دايې څه وکړل ولې يې دتل په شان يې نن ماښام خپله غوصه ونه خوړه په دې سوچ کې وچې په کوم ډول اوپه کومه پلمه له پدرۍ سره پخلاشي اوخبرې وکړي _
بارام ته بدرۍ ترخپل ځانه هم ګړانه وه ولې هغه خپله کورنۍ ټبر ژوند اوهرڅه يې تربدرۍ اومينې نه جارکړي و اوبدرۍ هم ترده کمه قرباني نه وه کړې هغې خوارکى هم مورپلار ورونه خويندې او خپله پلارنۍ کيژدۍ دبارام له پاره پريښې وه اودايې دويم کال و چې په همدې کوټه کې يې دبارام لپاره شپې اوورځې تيرولې نن شپه بدرۍ ته ترهروخت خپله کيژدۍ ډېره يادېده اوله بارام نه يې هم زړه خپه وچې ددې بيکسۍ ته يې هم ونه کتل اودايې دومره بې دريغه ووهله هغې ته ځان ملامت نه ښکايده اوڅه چې يې ويلي وهغه په ځاى و اوس دبدرۍ ټول ژوند په بارام پورې ټرلۍ و هغې له بارام نه پرته په دې لويه دنياګۍ کې نه درلوده اوبارام هم همداسې درواخله له هغې ورځې چې بارام بدرۍ له کيژدۍ نه راتښتولې وه اودې لرې ښارته يې راوستې وه دبدرۍ ورونه اوداکا زامن يې په بارام پسې ګرځيدل بارام چې ديشين سړۍ و اوکورنۍ يې دبدرۍ دپلارګنۍ له وېرې خپل زوى ته په خپل څنګ کې ځاى ورنه که بارام هم له بدرۍ سره و طن پريښود اودې پردي ښارته رامساپرشول اوس نوبارام په دې ښارکې له سهاره ترماښامه دخلکوپڼدونه به يې په شاوړل اوجوالي توب به يې کاوه اودښارپه يوې زړې سيمې کې يې يوه زړه ورکوټې حويلۍ چې يوه کوټه اويوه اشپزخانه اويوتشناب پکې و په کرايه نيولې وه له هماغې ورځې نه چې بدرۍ له خپلې کيژدۍ نه راوتلې وه اوپه دې کلايې سر راننوتى و بيا ديوځل لپاره هم نه وه وتلې دبدرۍ حسن بې شانه ونه چې دويم ځل لپاره يې بل څوک ونه تښتوي نوبارام هغې ته دګاونديانوسره دتګ رتګ نه منع کړې وه اوبله ترټولولويه خبره داوه چې خداى مکړه څوک يې پته ونه لګوي نوپه بلا کې به واوړي _
اوس بدرۍ ته دکيژدۍ شمال ورپه زړه کيده اودنيموشپو کښيناستل دسپوږمۍ ړنايۍ ته دکردارونوجوړل چې دابه ترنيموشپوپورې به يې داکالورنازکې سره به ناسته وه اودبارام کيسي به يې کوولې نازکې به تل ورته ويل بدرۍ که تاله بارامه سره واده وکړ نو په بنګلوکې به اوسيږي هرډوبۍ چې زمونږ کډې راختې بيا به تاکره کله کله درځو مونږ خودبنګلو دکوټودشپې خوب نه دى کړى نوکه خداى کوول خامخابه يوه شپه درکره کومه دنازکې يادنورپه بدرۍ زورورشو اوپه چيغو چيغويې په ژړا پيل وکړ دبدرۍ دې ژړا دبارام زړه نورهم راوځبيښه اوپلمه ورته جوړه شوه دبدرۍ خواه ته ورغى هغه يې خپلې سينې ته ورنژدې کړه دهغې په خوله يې خوله ورکيښوده اودبدرۍ غږ يې په خپلې مرى کې ورک کړ بيايې په نرمه ورته وويل :
ګرانې زه نه غواړم چې په تالاس پورته کړم خونن له يوې خوادباندې خپه شوم اوله بلې خواتامې زړه راته شين کړ زه هم غواړم چې وختي کورته راشم ولې چې له سهاره ترماښه په دې څلوروديوالوکې راته سترګې په لاره يې ته پوهيږې چې نن مې څوک وليدل ميرام زما ښه ملګرى ماځان ورڅخه پټاوه خوهغه دظالم زوى له څټ نه کلک ونيولم بيانومجبوره شوم اوقسم مې ورکړ چې چاته مې ونه ښي سره کښيناستوډېرې کيسي يې راته وکړې وويل چې ستاپلا راوورونه تللي زما توراب ورواوپلارمې راوژلي او وړه خورمې ږلۍ يې په بدوکې وړې ده نودې خبرومې زړه ټوله ورځ راخوړلى و چې راغلم نوتاهم راسره دناوخته راتګ په سردې راسره ژبه وکړه بدرۍ به داسې حال کې چې اوښکې يې رابهيدې په ژړغوني غږ يې وويل زماسره ټوله ورځ ستا دسرسلامتۍ غم دى له تاوروسته خوماته بله اسره نه ده راپاتې نن ماښام دکورپه لاټين کې دبليدوتيل هم نه وپه بارام باندې نن شپه غمونوزورکړى ونوله بدرۍ نه يې وغوښتل چې په مړوند يې سرولګوي ترڅوخوب ورشي بدرۍ پرته له دې چې دده له غوښتنې نه انکاروکړي نوخپل غوږ مړونديې دبارام ترسرلاندې تکيه کړ اوترسهاره يې شپه په ړنوسترګوړناکره سهارچې بارام له خوبه پاڅيده نودخوڼدورخوب نه يادونه وکړه بدرۍ خپل خوږ مړوندورښکاره کړاوورته وويل :
باچا خوب خودې وکړ اوارمان دې پوره شو اوس مې له همدې ژوبل مړوندنه دبنګړوپترۍ راباسه چې شيبه له زوروروڅړيکونه يې په کراره شم-
2005 اکتوبر 26
حيات اباد - پېښور