لیکواله : وږمه سبا عامر
شين اسمان زري زري
نن سهارچې ستاردکارلپاره له کوره وت نو دتناره له غاړې زرورۍ پرې غږ وکړ ـ
تاته وايم ؟
دزرورۍ له غږ سره ستاردکلا په درشاهي کې پښه نيولی شو اوځای په ځای ودرېده زرورۍ ته يې مخ ورواړاوه ورته وويل :
ولې څه دي ؟
زرورۍ دتناره دغاړې نه بيواکه لاندې انګړ منځ ته راټوپ وهل اوپښې ابلې دستارخوا ته يې ورمنډه کړه په دې وارخطا منډې سره يې په سينې باندې پروت له خولو ډک لونګين دترکستاني اس پشان پورته پورته په ځغاستو شو ـ ستاربه تل دزرورۍ په دې ليونۍ منډې پسي مړ مړو ـ دلته يې په زرورۍ ټوله مينه راغله - دومره چې که په دې وخت کې يې ورڅخه سرغوښتی وای ستاربه ورڅخه ځارکړی وـ
زرورۍ يې مخې ته ودرېده دلته زرورۍ ديوې ماشومې پشان چې ډېره نازولې وي په ډېرو نخرويې ستارته وويل :
ګوره سړيه ! نن به خامخا راته دشين اسمان زرې زرې رخت دکميس لپاره راته راوړې چې دجمال واده ته لږې شپې پاتې دي ـ بيايې دکوټې دبرندې خواته وکتل چې اشرپۍ دچايوپطنوس په لاس اوددوی دواړو په ننداره ده ـ زرورۍ دخپل دپلو څنډه په لاس کې ونيوله اوګوتوکې يې تاوه وله راتاوه وله ـ ستارورته موسکی غوندې شو مخکې له دې چې ځواب ته خوله جوړه کړي زرورۍ پرې واردمخه کړ
خپله خبره يې اوږده کړه -
ګوړه سړيه ! يکې يو خدای همدايوورورمې دی چې داشرپۍ سخې راپخې نه کړې ـ ستارورته موسکی شو اوسترګه يې ورته ووهله اوپه سرباندې يې ورته دهواشاره وکړه -زرورۍ هم دستارپه دې ځواب بيرته خوشحاله دتناره غاړې ته راستنه شوه ترڅوپاتې ډوډۍ پخې کړي ـدستارداډول ځواب تل هغې ته مطمين کوونکی ځواب وچې ستاربه تل په داسې ځوابونوعمل کاوه ـ
په دې درېوکالوکې چې زرورۍ ستارته ورواده شوې وه تراوسه هغه دزرورۍ خبره په ځمکې نه وه غورځولې ـ اشرپۍ دزرورۍ مشره يوروه دهغې مېړه اوس په دوبۍ کې موټروان و ـ اواشرپۍ تل دکور په کارونوکې اوهم په ځوانۍ کې ترزرورۍ لاندې وه هغه تل له زرورۍ نه سوځيده ـ
ستار هم دتل پشان دغفور دکورله ګراچه تکسي راوويسته اوپه بسم الله دجلب شاته کېښناست ـ دتيکسي دمخې شيشه يې په صاپي پاکه کړه او دموټر داشارې شيشې يې برابرې کړي او د( سفر ددعا) ځواړنده سي ډي چې دموټر دمخې شيشې لاندې دزرورۍ دسينې دلونګين پشان تل دځغاستې په وخت کې ټالونه وهل دموټر دچالانولونه مخکې په دواړوسترګوومښله اوښکل يې کړ ـ
ستار داتيکسي دورځې په درې سووکلدارو په مزدورۍ غفورته چلوله ، خوله دې يوکاله راهيسې چې غفورخپل موټر ستارته ورکړی وو داسې ورځ به نه وه چې ستاربه دخپلې مزدورۍ پرته له څلور سوونه کمې غفورته ورکړي وي ـ
په دې تېريوکال کې غفور له ستارڅخه خوشحاله و اوستارله غفورڅخه ـ دواړوپه يو کيمپ کې ژوندکاوه اوهرماسخوتن به يې سره په يوجومات کې لمونځ په جمع کاوه ـ
نن ستارته دزرورۍ ليونۍ منډه دتلويزيون په پرده باندې ديوفلم دصحنې پشان تکرار تکرارترسترګوکېده او دزرورۍ په سينې باندې ځواړندو لونګوخوشبوهي چې دزرورۍ دتن په خولو شبنمي شوې وه دده ترسږموتله راتله ـ
دپشکال مياشت وه پېښور دګرمۍ په سيالۍ کې دنورو ګرم سېرو ځايونوسره يوقدم وړاندې وـ اوهره ورځ به يې خلک ترلمر پريواته پورې څوځلې دخولوپه اوبو لمبول ـ ستاردکيمپ نه موټر پاخه سرک ته کړ او دښارپه لوري روان شو په لاره کې دوه ځايه سوارليوودراوه خوپه بيه ورسره جوړرانغی دريمې سوارلۍ لاس ورکړ ـ نوردستارزړه تنګ شوی و له دې سوارلۍ سره په بيه جوړشو اوسوارلۍ يې کښينوله بيرته دکيمپ په لوري يې موټرراوګرځاوه ـ ولې چې سوارلۍهغه کيمپ ته روانه وه ـ چې ستارپه کې اوسيده -
ستار دسوارلۍ درسولوڅخه وروسته بيرته خپل موټر دښارپه لوري راواړوه دسکوت دماتولولپاره يې دنازيه اقبال دسندروکيسټه ټيپ ته ورواچوله دلګيدوسره سم سندره پيل شوه ( شين اسمان زرې زرې دسروزروتنابونه ـ سپوږمۍ دبام په سر په ياروايه سلامونه ) ځان سره موسکی شو دزرورۍ دسهارغوښتنه يې ورپه زړه شوه چې هغې نن ورڅخه دشين اسمان زرې زرې کميس غوښتی و، دزرورۍ همدا غوښتنه يې وارپه وارذهن ورته تخناوه، له سندرې نه يې خونداخيست اوخپلې زرورۍ په سوچ کې تللی و،ناڅاپه يې دواده شپه په ذهن کې راژوندۍ شوه ـ دلومړي ځل لپاره چې يې زرورۍ دواده په جوړه کې لېدلې وه سم هوش يې له سره تللی و دده داسوچ نه وچې موريې دومره ښکلې ناوې ورته راوړي وي ، ده ته يوازې ددوبۍ جينکۍ ښکلې ښکارېدې او په هغو کې هم ډيري يې پخپله دوبۍ والې نه وې بلکه د نوروهيوادونو څخه وې چې دوبۍ کې يې ژوند کاوه ـ خودده زرورۍ له هغو ټولو څخه يوپه سله ښکلې وه ـ له واده وروسته دزرورۍ پريښودل ورته ګران کارښکارېده ـ هغې داسې زولنې دستارپښوته اچولې وې چې دوبۍ خو پريږده چې ترننه پورې دپېښورله ښار ه باندې هم نشوخوځېدلی ـ
هغه هم په پېښورکې په مزدورۍ اوکارلګياه شو دنازيه اقبال سندره لاخلاصه شوې نه وه چې دموټر په مخامخ شيشه باندې يې سترګې ولګېدې پام يې شوچې له شانه يې سپينه کورلا راروانه ده دکورلا په ليدويې په زړه کې شک ورپيداشو خوداشک يې پوچ اوبې معنا وګاڼه دخپل دباوردترلاسه کولولپاره يې موټر بل لاس ته کړ اوکورلا ته يې لاره ورکړه خوپه کورلا کې دناستو کسانو ټوله توجه پر، ده وه اوموټر له ده نه مخکې نه شو ـ اوس دستارشک په يقين بدل شوي ودهغه باورسم وچې داموټر دغلوموټر دی اودی څاري ولې چې دستارټيکسي په نوي حالت کې وه چې ده ته غفورورکړې وه ـ او هغه تراوسه يوځل هم مستري ته نه ودرېدلی ـ دستارسترګې دسوارلۍ په ښکارپسې وې اوس ستاردڅان دبچ کولو لپاره سوارلۍ په پېسوهم اخيسته ناڅاپه يې په يوې سوارلۍ سترګې ولګېدې موټريې ورته ودراوه ستارپه کرايه خبرې کولې چې کورلايې ترشاودرېده اودسترګوپه رپ کې غنم رنګی جګ سړی چې دکاټن سپينې جامې يې په تن کړې وې ټيکسي ته بې تپوسه راپورته شو اودده خواته کېښانست ـ دناستي سره سم يې دکميس له جيب نه کارت راوويست اوستارته يې ورښکاره کړ ـ دکارت په لېدودستار واڼې وتښېدې ستارورڅخه وپوښتل جي ستاسو په راتګ پوه نه شوم ؟ دپوليسوافسرترترخې موسکا وروسته ورزياته کړه :
مخکې شه ! په دې سپينې کورلې پسې ځه شابه زرکوه :
ستارموټرروان کړ سپينه کورلا ترلنډمزل وروسته دپوليسو دټانې مخې ته ودريده ـ مخکې له دې چې ستاردموټر دروازه خلاصه کړي پوليس لاپه خپل ځای ناست و چې دسپينې کورلې نه دوه کسه راغلل اودسترګوپه رپ کې يې دستار په لاسونوکې زولنې ورواچولې ...ستاراوس يواو سپنيز ميز ته مخامخ ناست و اودميز ترشاناست سړي ورته اشنا ښکارېده خوستارناست سړی په ځای نه شوراوړی ـ ستاردخپل دمغزو په دنيا کې دزرورۍ دکميس درنګونودانتخاب لړۍ شلولې وه اوپه دې لټه کې وچې داسړی يې چېرې ليدلی ـ
دميز ترشا ناست سړي خپل غوشين غنم رنګی اورميږ وګراوه ـ دچونګښې په رنګ راوتلې غټې ـ غټې سترګې ورواړولې په پړسيدولو شوندويې ترخه موسکا چې دده دمهربانۍ علامه وه راښکاره شوه اودغاښوبرښنايې دستارترسترګوورتېرشو وويل :
ماجره نوم دې څه دی ؟
ستارچې تراوسه يې خپل جرت نه و، بايللی ځواب يې ورکړ ـ
جي ! ستارخان ....
ناست سړي خپلو ولاړوانډيوالانوته وروکتل ، تندی يې لږڅه سره لاړ وې خندل :
مونږ پوهيږوچې ته خان يې ...خانيه !! ...اوداتکسۍ هم دګپ لپاره چلوې مړه ـ
دناست سړی له دې خبرې سره دکوټې ولاړسړي ټول په خنداشول ـ ورڅخه يې وپوښتل :
داراته وايه چې له څه مودې نه دعربوسره انډيوال يې ؟
ددې پوښتنې سره ستار وارخطا شو، نوره يې خوله وچه ـ وچه کېده اوژبه يې په تالونښتله ـ سړي ته په زاريوشو :
ـ جي زه غريب سړی يم له هيڅ چاسره نه پيژنم ـ
دستار له دې ځواب سره دپوليسودمشرپه موبايل زنګ راغی له لنډوخبروورسته هغه له کرسۍ نه پورته شو اوولاړوکسانوته يې وويل :
بويې ځئ په خپله به ژبه خلاصه کړي ـ
دماښام دبانګونووخت واوستار يوازې په جلاکوټه کې چې لاسونه ،پښې اوغاړه يې په يوه ځنځير اوکړيو سره تړ ل شوي و ، داشنا سړي دپيژندلوپه لټه کې لااوس هم ستومانه و، چې ناڅاپه دحوالدارپه غږ يي له ځايه ټکان وخوړ چې هغه نوی خپلې ماښامنۍ ډيوټۍ ته راغلی و اوله نويوقيديانونه يې ليدنه کوله ، چې په څه لګياه دي ددې حوال دارپه ليدو ټک سره ستارته دتېرې مياشتې دباران شپه ورپه زړه شوه چې حيات ابادته نژدې درينګ روډ په سرک باندې نژدې تېرماسخوتن وچې همده سړي په شړکنده باران کې ستارته لاس ورکړی و اودخپل دموټر دخرابېدونه يې ورته ويلي وـ ستارهم ددوی موټر په خپل تيکسي پسې تړلی اويو ه ورکشاپ ته يې رارسولی وـ چې دستارورسره په پېسو وړه لانجه شوې وه ، لاره دشپېتوکلدارووه اودوی ورته دېرش ورکولې خوبيا هم ستارورسره په څلويشتوقناعت کړی و چې له دې حوالدارسره هماغه تورڅټی دپوليسومشرهم ملګری و ـ دی هاغه مهال دې خبرې حيرانه کړی و چې سړي ولې دده د موټر نومره له ځانه سره ليکلې وه ـ
۱۳۸۴کال دچنګاښ ۲۷مه
پېښور