لنډه کيسه :
سره جو ړه
ليکواله : وږمه سبا عامر
دمازديګر څلو ر بجې وې ، عتيق دخپلې ګړۍ ستنې ته وکتل. دګړۍ ستنې ورته اشاره کوله چې درخصتۍ لپاره يي پوره دېرش دقيقې لانورې هم پاتې دي خودهيلۍ پته نه وه. هغه نن له سهاره په دفترکې دخپل کمپيوتر دميزله شا،نه وخوځيدلى اوټوله ورځ يي هيلۍ په چټ کې لټوله، ترڅو پېښورته دخپل دورتگ زېرى پرې وکړي .
عتيق نه يوازې نن په انترڼيت کې له هيلۍ سره نه ومخامخ شوى ، بلکې داڅلورمه ورځ وه چې دهغې پته نه وه. شېبه په شېبه هغه ته ډول ډول اندېښنې په زړه کې راپيداکېدې اوپوښتنويي زړه خوړ_ نه چې خداى مه کړه ناروغه نه وي ؟
په کورنۍکې يي څه پېښه نه وي شوي ؟
مانه خوبه مروره نه وي ؟
داسې اوداسې نوروپوښتنودعتيق ذهن تاو راتاو کړى و_ دعتيق اوس نوې يوه مياشت پوره کېده چې کابل ته راغلى و اوپه يوې اينجوکې يي ځان ته کارموندلى و ، کورنۍ يي په پېښور
کې وه اوده يوازې دمساپرۍ شپې اوورځې تېرولې _ له هيلۍ سره يي دتېروڅلورکلونونه پېژندل، له وخته چې ده په نهم ټولګي کې سبق ويلو اوکله کله به دتهکال انټرنيټ کلب ته به دکورنۍ نه پټ ته اوچيټنګ به يي کاوه _ له هماغه کال نه يي هيلۍ په چتنګ کې موندلې وه اوورو ورو له ټوکونه خبره ريښتياته راووتله اوپه يوبل سره مين شول _ عتيق اوهيلۍ به نه يوازې په چيټ کې خبرې سره کوولې ، په اونۍ کې به يي دوه درى ځلې دپېښور په بيلابيلو پارکونوکې هم له نژدې نه سره ليدل _ هيلۍ ډېره خوږه جينۍ وه، په شکل دومره ښکلې نه وه خوخبرواونازونويې عتيق وژلى و _ هيلۍ ديوڅه شتمنې کورنۍجينۍ وه اوتل به يي ښکلې جامې اچولې خوعتيق بيا داسې نه و، دپلار دمرګ نه وروسته يوازې دخپل مشر ورور،چې په لندن کې يې مزدوري کووله ګټې ته ناست و_ عتيق په دې تېرڅلوروکلونوکې نه يوازې دهيلۍ دځوانۍ دبڼ په ميووموړو ،بلکې خپل مياشتنۍ خرڅ به يې هم له هيلۍ نه ترلاسه کاوه_ عتيق تل په دې خبرې باوردرلود چې هيلۍ نه يوازې ده سره مينه درلوده بلکې دده مينه دومره زوروره وه چې هيلۍ به تل دعتيق اقتصادي حالت ته متوجې وه اووخت ناوخت به يي ورته پېسې ورکولې ترڅو هغه خپل دښونځي فيسونه اونورضرورتونه پوره کړي _
عتيق يوځل بيا خپلې دلاس ګړۍ ته وکتل ، دګړۍ ستنه په څلوراودېرشو ولاړه وه،خپل کمپيوټر يې بندکړ اوددفتردمشر دشبعې په لوري رهي شو، ترڅوورسره خداى په اماني وکړي _دده له قسمته نن مشر څه شېبه مخکې وتلى و_ بيا يې يوه وړه پاڼه وليکله، دميز پرسريې ورته پرېښوده_ دکا بل ښارپه منډيۍ کې يې دکورلپاره تورې اوشنې چايې هم راواخيستلې _ غوښتل يې چې څه نوره سوداهم واخلي ، هغه شيان چې په کابل کې ترپېښوره ښه اوارزانه پېداکيږي خوچرت يې خراب و همداسې دخپلۍ کرايي کوټې په لوري رارهي شو_ ماښام يې زړه صبرونه کړ دهيلۍ دکورپه نمبريې ټيليفون وکړ خوچا ځواب ورنه کړ_ دماښام ډوډۍ يې هم له انديښې نه ونه خوړه ، همداسې نهروېده شو _
دماپشين دوه بجې وې چې دکچه گړۍ په اډې کې له موټره کوزشو اوسم دلاسه په اډه کې پي سي او ته ننوت اوبيا يې دهيلۍ په موبايل باندې فون وکړ ، خو وارپه وار کمپيوټر دبنديدوځوابونه ورکول _ له عتيق نه نوروارخطا شو، ګمان يې نورپه يقين بدل شوى و چې خامخا په هيلۍ څه شوي اويايې په ځان څه کړي ، دهغې وروستۍخبرې يوه يوه په ذهن کې راتاوېدې چې ورته ويلې : گوره! که ته دې کورنۍ تراختره پورې راضي نه کړې نودتاداختر دسرې جوړې په ځاى به زه سپينه جوړه واغوندمه بيا به دنيا راپسې گورې نه به يمه _ داځلې يې دکورپه نمبرزنگ وواهه خوله بده قسمته دهيلۍ پلار غوږۍ پورته کړه، عتيق زر ټيليفون بندکړاو کورته راغى _ دعتيق په لېدوموراوخوريې ډېرسره خوشحاله شول ، له دمې جوړېدوورسته شهلا خوريې ورته وويل : عتيقه ! له غوټۍ سره دې له کوژدې نه انکاروکړوهغه يې تېره اونۍ ځلمي ته ورکړه اوس به په دې روانې مياشتې کې ځلمى په لندن کې ناست وي هولالامې ماښام زنگ راوهلۍ و، وې ويل عتيق هسې زما په ښينې کبروکړ اوس به ماسره لندن کې يوځاى و زه ورڅخه ډېرخپه يم _
په دې زېري باندې عتيق نورله خوښۍ نه په جاموکې نه ځاېده ، ځان سره يې سوچ کاوه چې هيلۍ به په دې دوه زېروباندې څومره خوشحاله شي _ دعتيق لندن ډېرخوښ و، خودهيلۍ لپاره له هرڅه نه تېر و اوهيلۍ يې ترټولوخوښه وه _ شهلاته يې په ځواب کې وويل : ته غم مه کوه ترغوټۍ به ښه ورينداره درته راولم ، نوسبا اوبل سبا ته دمرکې لپاره ځانونه تېار وئ _ په همدې خوشحالۍ دپېښوردصدرپه لوري وخوځېده ترڅوځان ته اوخپلې نازولې خورته داخترلپاره جامې واخلي، ځان ته يې ښه جوړه واخيسته اولاړدصدردارشين په لوري ترڅودشهلا لپاره جامې اودهيلۍ لپاره سره جوړه واخلي اوهغې داخوب په رښتيا بدل کړي _ نوريي ځان سره تصميم نيولى و چې سباته پرته له پوښتنې به هيلۍ په ځان حيرانه کړي ، شهلا اوموربه ورکره په مرکه وروليږي _ په ډېرشوق ارشين ته ننوت دخلکوگڼه گوڼه هم زياته ترسترګوکېده ، عتيق جوړوته کتل ډېرې ښې ښې جوړې راغلې وې چې په ښکلاکې يوتربله ښايستې وې _ په يوې سرې جوړې يې نظر پريووت ، راکوزه يې کړه ، ډېره ښايسته وه ،دبيې پوښتنه يې وکړه، جوړه ډېره گرانه وه ، دخپل جيب پېسې يې وشمارلې خودجوړې پېسې نه پوره کېدې _سوچ يې وکړ، که خپله جوړه بېرته واپس کړي نوپيسې به يې پوره شي اوکه خبره يې سباته پريښودله ، نوداجوړه به يې له لاسه لاړه شي _ دجوړې اډوانس يې ورکړ اوخپله جوړه يې واپس کړه اوداسره جوړه يې دهيلۍ لپاره واخيسته_دکورپه لوري راروان شو ډول ډول سوچونه يې ذهن ته راتلل ،کله انديښمن اوکله به خوشحاله شو، سوچ ورغى راځه بخت وازمايه چې گوندې دهيلۍ موبايل آن وي داډول خوکله هم نه وشوي _ هغې ته يې زنگ وواهه خوبيا هم هغه شمېره باندې کمپيوټر ځواب ورکاوه _خپل موبايل يې په جيب کې کړ چې ناڅاپه يې په هيلۍ سترګې ولګېدې هغه مخامخ راروانه وه، عتيق پرته له ځنډنه پرې غږ وکړ، هيلۍ تاته وايم ! هيلۍ ! دعتيق په غږ هيلۍ ځاى په ځاى ودرېده، ته به وايې چې روح يې چاورڅخه اخيستى دى ، عتيق نږدې ورغى سلام يې وکړ، هغې هم لاس رااوږ دکړ ، هيلۍ دعتيق په لاس کې سره جوړه وليدله اوبيا يې خپلې اخيستي جوړې ته وکتل چې يوتربل سره يې هيڅ توپيرنه درلود _ دهيلۍ ترڅنګ ولاړځلمي له هيلۍ نه وپوښتل : گرانې ! دادې راونه پېژانده ؟ هيلۍ دعتيق په لوري ژوروکتل ، عتيق دهغې معرفي کولوته منتظر وچې هيلۍ وويل :
دازما دډېرې ښې خورلڼې شهلا وروردى عتيق ، عتيق جانه ! اوداهم زما کوژدن عمر دى چې له لندن نه راغلى ، هوريښتيا زمونږ دکوژدنې مراسم له اخترنه وروسته ترسره کيږي ته به خامخا پکې گډون کوې _
2005 اکتوبر 22
پېښور