يوويشتم څپر کی
                                                    
رڼا دماښام ډوډۍ نه پس دکوټې مخې ته په وړه برنده کې ځان ته کټ واچاوه او اوږده پرې وغزېده  تېر محفل اودميړني خبرې يې يوه يوه ورپه زړه کېدې  - هغې نن ماښام هم په ځان اوهم په ميړني باندې په ټيليفون کې په خبرو اواترو پابندي لګولې وه ، و ېرېدله چې بي بي اوغمبسه تروريې پرې شکي نشي -   بي بي خويې په يوچل نه بل چل يې غولوله خود ملغلرې سره په مشکل کې وه -  دهغې تيزي اوچالاکي له حده تېره وه،  کله کله به يې دځوانۍ    رنګينې کيسې درڼا دخوشحالۍ لپاره راواخيستې نورڼا انګېرله چې په ځوانۍ کې يې له سلونه زياتې يارانې کړي ، ولې چې هغې ته اوس هم په دې تېر عمر دځوانوهلکانو خبرو خوندورکاوه ، اودورځې دوه وارې سهار اودخوب په وخت کې به يې سترګې تور ولې-  همدارنګه ورځ تر منځ يې دنداسه وهله -  چې يوچا به مازې  خوله وښوروله نوهغه به په اصل مطلب ورسېده ، نوپه همدې اساس رڼا په ميړني دټيليفون دخبرو پابندي لګولې وه،  که څه هم اوس  يې له زړه نه صبرتللى و،  کوټې ته ننوته له المارۍ نه يې خپل دښونځي دزده کوونکو جدولونه او ترڅنګ يې غلى خپل دستکول چې ورکې موبايل يې پروت و، راواخيست  - بي بي اوملغلره ترور په خپلو منځونوکې دجان محمد سرحدي په فال ليدو اوخبرو اترو لګيا وې -  رڼا له کوټې راووته اوپه کټ کې کېناسته - موبايل يې غلى راواخيست اوميړني ته يې ټيليفون وکړاو  ورته يې  وويل :
- که څه هم ماخوستن دى خوزړه مې قرارنه کوي زه به دسردردۍ دګولۍدراوړلو په پلمه له کوره مارکيټ ته وځم ،  ته راته ټيليفون وکړه -
- نه ګرانې زه نه غواړم چې يوازې مارکيټ ته لاړه شي - شل دقيقې وروسته له کوره راووځه زه به ستاسو دارپارټمان لاندې ولاړيم -
- که دې څوک وويني ؟
- ځه !  څوک مې وينې ؟  سمه ده ؟
- سمه ده -
رڼا موبايل بند کړ، کوټې ته لاړه ، المارۍ يې ولټوله،  دسردردۍ ټابليټ يې وليدل هغه يې  غلي کړل اوله بي بي نه يې دټابليټو پوښتنه وکړه -مخکې له دې چې خبره نوره وړاندې لاړه شي،  بي بي ورته ياده کړه چې نن سهار په لسو بجو فرحناز له کابله ټيليفون راکړى و، ورته ويلي يې وو چې په راروانې اونۍ کې به له خاوندسره پېښور ته ددوى کره راشي - دکورادرس يې له بي بي نه غوښتى و، خوبي بي ورته ويلي وو چې کله پېښورته راورسېدئ نودموټروله هډې نه به ټيليفون وکړئ ،  بيا به رڼا مخې ته درته درشي -
درڼا لپاره بله پلمه هم راپيداشوه - له بي بي نه يې يو پېنځه سويز په زوره واخيست او دټيليفو ن کارت او ګولۍ يې پلمه کړې چې له کوره راووځي - بي بي هم خپل لوى څادر راواخيست ترڅوله رڼا سره راووځي خورڼا ورته وويل چې ترور يوازې پاتې کيږي ، بي بي نه منله  اوتکراريې کاوه چې وخت ناوخته ده اودرڼا لپاره داوخت له کوره تګ ښه نه دى ملغلرې ترورهم دبي بي خبره راټينګه کړه، راولاړه شوه-  ددې لپاره چې درڼا اوبي بي جګړه سره ختمه شي نو دوى سره په لاره روانه شوه  بي بي ته يې وويل تاسې جنګ مه کوئ زه هم درسره ځمه - لږه شېبه به ايس کريم خانې ته لاړشو، يويو ايس کريم به وخورو - دنيا هسې پاتې ده اوس نودرڼا لپاره څه نه وپاتې چې خبره اوږده کړي ، ځان سره موسکۍ شوه- په زړه کې يې  وويل  :  ځه !  تش ديدن خوبه وشي- کله چې درې واړه داپارټمان نه راکوزې شوې لومړى دملغلرې ترور سترګې په ميړني ولګېدې - ميړني چې ملغلره تروريې وليده نو زريې ورته شاواړوله  اوس ميړنى سم په جال کې راګير و، دملغلرې ترور له ګوتوچېرې ووت هغې پرې غږوکړ،   ميړني ځان ناګاره واچاوه خوملغلره مخامخ ورپسې ورغله ميړنى مجبوره شو ستړې مشې يې ورسره وکړه ،  درڼا رنګ الوتى و، خوبي بي اوملغلره ترور ديوبل سره په سترګوکې موسکۍ موسکۍ کېدې-  رڼا ميړني ته وويل  :
- تاسو دلته  ؟ په دې ناوختۍ کې څه کوئ ؟
- هسې !  راغلم دلته لږ څه وړاندې زما دملګري کوردى ، زما ديوه مضمون دلکچرو پاڼې ورسره وې ، سبا ته مو ازموينه ده  ، غوښتل مې چې ورڅخه يې واخلمه تصادف له تاسو سره مخامخ شوم -
- ښه ډېر ښه زه وارخطاشومه نه چې هغه راپور مې خراب کړى ولې تاسو خوپه دفترکې نه وئ  ماوې نه چې په ماپسې راغلى يې -
- نه !  نه !  داسې نه ده تاسو چېرې ځئ ؟
- هسې ترورمې خفه شوې وه ايس کريم خوړولوته ځو-
- نوبسم الله کړئ ،  زه به مو لږ څه لرې يوې بلې ايس کريم خانې ته بوځمه-  ډېر ښه پېښوري ايس کريم جوړوي -
- نه ! نه  ! مننه
- ولې رڼې مونږ خو ورسره ځو داخوموهم لکه زوى غوندې دى بيا به خفه شي -
- ګوره رڼا ترتاخو بي بي اوترور څومره ښې دي راځئ زه به ټيکسي ودرومه -
ميړنى له ټيکسي وان سره خبرې کولې ، رڼا بي بي اوترورته غورېدله چې ولې له ميړني سره ځي -  ميړني ارباب روډ خواته يوې ښې لوکسې ايس کريم خانې ته ټولې راوستې - له ايس کريم خانې نه يې سره بيرته ترکوره ورسولې اوداوبو څښلو په پلمه ورسره کورته هم لاړ-    بي بي په خپل لاس ورته اوبه راوړې-  د شپې تر يوولسو بجوپورې يې درڼا دوى سره خپل ښه مجلسونه وکړل او وروسته خپل هاسټل په لوري روان شو -
رڼا دميړني له دې رنګ کارولونه ډېره خوشحاله وه اوبي بي له ملغلرې ترورسره انګېرله چې نن مازيګريې دهغې دودۍ ددودولو اثر دى چې جان محمد سرحدي ورکړې وه - رڼا نوره وېده وه  ، بي بي دوخت په استفادې سره تاويزونه ګنډل چې يو به ددروازې په سر ځواړند کړي  بل به په يوې  ونې باندې وځړوي ترڅوشمال يې ووهي اودميړني زړه په بريښنا پسې په ترپکو شي اوڅاښتونه وخت په وخت به ميړني ته ورکوي که خداى کول دمياشتې په اخرکې به پوره نتيجه ورکړي -   ملغلرې بي بي ته وويل  :
- نه مې وودرته ويلي چې ديوې دودۍ په دود ولو سره به هلک ددروازې شاته ولاړوي ، هغه ده نتيجه يې تاپه خپلو سترګو وليدله -
- وه خورې  ! سل ډالره څه دي زه به دبرېښنا لپاره زر ډالره ورکړم ، که خداى يې ددې هلک سره کاروکړي -
- ځه خورې !  اوس دې هم باور نه راځي ،   نوڅه درته ووايم -  هغه ده ددروازې ترشاپورې خو دې دودونو راوستلى و-
- ښه !  سمه ده اوس به سرونه کېږدو، سبا به له رڼا نه پټې ناران باغ ته لاړې شو اودانورتاويزونه به په ونوکې سره ځواړندې کړو  -


                          ..........................................................................
                                    دو ه ويشتم څپرکی
ميړني خپله دازموينې پارچه ورکړه  او دازموينې له تالار نه راووت - هغه دډيپارټمنت  په دهلېزکې له نورو ملګرو سره ولاړو،  اودازموينې په پوښتنو يې ګرم  بحث اچولى و، چې مجاهد هم  راووت  - ميړنى يې مخې ته ورغى  :
- خوريه !  په خير پارچه دې څنګه وه  تراوسه پکې لګيا وې ؟
- نه مړه هسې سم غم و-  زه ماما دې ته حيران يمه چې ټول کال دې هم په کلا س کې په مزوتېر کړ او اوس هم کتاب نه ګورې ، توله  ورځ له مامي سره تېر وي اوشپه ټوله په موبايل کې په خبرو ، خوبياهم له مونږ نه مخکې پارچه ته ورکوې -  ياره صفا صفا يې راته وايه چې پارچې خو سپينې نه ورکوې ؟
- نه مړه ستا دعا په کارده چې باچاپه چا مهربان شي هغه سړى بې هيڅه  سلطان شي -
ميړنى له مجاهد سره په ګپ شپ و،  چې په موبايل يې زنګ راغى  نمبرته يې وکتل چې درڼا دى ،  رڼا سره يې خبرې وکړې  ډېر يې ورته وويل چې په کورکې څه پلمه وکړي اوله ده سره وويني خورڼا ورته پوره انکاروکړ -  صرف همدومره يې پرې زېرې وکړ چې راروانې اونۍ ته فرحناز راځي ولې چې نن يې کابل ته ورته زنګ وهلى و- که څه هم دې ورته دکورادرس ورکړى و،  خوهغه پارچه له هغې نه ورکه شوې وه -  رڼا ميړني ته  ډاډورکړ چې دشپې لپاره يې پوره پاکټ دخوب ګولۍ اخيستي دي -
ميړنى اوس په دې څو ورځوکې په دې عادت شوى و، چې دغرمې ډوډۍ له رڼا سره وخوري  - نن ورځ ورته خوندوره نه ښکارېده ، دځان دخوشحاله کولولپاره يې  نن غرمه مجاهد له ځانه سره ديونيورسټۍ  کانټين ته دغرمې دډوډۍ لپاره بوته - مجاهد ته خداى ورکړې وه نو مامايې نن ښه تنګاوه،  بار بار به يې ورته ويلې  :
- ماما ! غرق نه شې ، نو ته مامي هره ورځ دې کانټين ته راولې  اوداچولې او کورخې پرې خورې  ګوره که ته داسې سپېره سپېره خوراکونه په مامي وخورې ، په والله که دې ميړه کړي هغه به وايي داڅه سپېره ګوډى دى -
- ياره خوريه ! ته مې دلته راوستې،  مامي دې  شيراز ، بلنې  او کله کله هم پي سي ته يې وړمه داسې منظرې مې نه دي پرې کړي چې يو وارې مې ګوتوته راغله بيا به  ټول عمر په کورکې ناسته وي ،  هغه به يې پخوي اوزه به يې  خورمه  -
مازيګر و،  ميړني نن راډيوته ديوه په ځاى دوه راپورنه هم ورکړي وو،  سټرى و،  يوې پيالې چايوته يې ښه اشتيا راغلې وه خوله لاسه يې نه کېدل  - مجاهد په خپل چپرکټ باندې اوږدغزېدلى و اودبلې پارچې لپاره يې تابيانيوله-  ميړني ورته ډېر ې زارۍ وکړې او اخر يې هغه  په دوه ډبو بيسکټو رضاکړ اوچاى يې پرې پخې کړې  - مجاهد تللى وترڅوبيسکټ راوړي چې ميړني ته درڼا زنګ بيا په موبايل راغى   ميړني ورته وويل :
- ګوره نجلۍ  ! زه پوهيږم  نن دې هم ځانته کارکتلى اوهم ماته  له هغې نه به راغلې وې زمونږ سترګې به هم اوبه شوې وې اويو څه دحل لاره به موهم لټولې وه -
- داخوسمه ده  اوس چې مې  ټيليفون وکړ ، هغوى دواړه  دصفيې دوى کره تللي اوپه ماپسې يې هم دارپارتمان دروازه ټينګه له شاقلفه کړې نپوهېږم چې په دې کې ددوى څه چل دى ؟
- ښه اوس خبره ددروازو قلفولوته ورسېده - وېريږم چې سبادې چېرې په پنجره کې بنده نه کړي  بيا به په ټيليفون هم خبرې نشوکولاى -
- خيرماته خو دفرحناز راتګ يوه لويه هيله ده ،که ته نه خفه کيږې له هغې سره موضوع شريکه کړمه -  ماله ماښام نه په دې ښه سوچ کړى  ، کېداى شى هغه څه دحل لاره راپيداکړي 
- والله ګرانې داد دروازې قلفول  اوتېر ماسخوتن ددوى راوتل  دپام وړ دي – دوى دې لکه چې يوازې اوس يوه شېبه هم نه پرېږدي ، که ژوند همداسې روان شي نوماوتاته به ډېر مشکل شي -  په يوې خبرې شکي يمه کله چې درغلى ووم ترور اوموردې بريښنا راته ډېره ځلوله زه پونه شومه -
- ښه !  بريښنا يې درته ځلوله ، ښه ښه اوس پوه شومه خير دى خداى دې فرحناز راولي بيا به يوڅه وشي -
ميړني اورڼا نژدې يوساعت خبرې وکړې - ميړنى درڼا دخبرو لپاره دخپلې ليلې نه وتلى و،  چې مجاهديې په خبرو پوه نشي ، که څه هم مجاهد يې په مينې باندې خبرو خو ميړني ته يې خوندنه ورکاوه چې دده اودرڼا له هرې خبرې نه خبروي کله چې بيرته خپلې کوټې ته راغى نومجاهد پرې غوسه وچې چاى يې پرې پخې کړې اودى لاړ دسرو ګلونوتماشې ته کېناست - اوس مېړنى سړو چايوته ناست و که څه هم ورته خوند يې نه ورکاوه اومجاهدهم ورته قسم کړى و چې بيا به ورته تودوي هم نه  خوبياهم پيالې يې تشولې -
له يوې خوا  دازموينو غم و،  له بلې خوا راډيو راپورونه غوښتل  اوس نوداغم هم ورسره مل شو چې پر رڼا،  په رڼاورځ يې مېره ورپسې دروازې بندوي -  دې غمونودکلي اودشبنمۍ انديښنې ورڅخه هېرې کړې وې  - سوچونوپه مخه  اخيستى و که رڼا ورنه کړي له بلې خوايې مور پرې ظالمه وه اودې خبرې ته يې کله غاړه اېښوده-  دهمدې سوچونو په درياب کې غرق و اومجاهد خپلو سبقونواخيستى و چې دکوټې دروازه وډبېده دهاسټل چوکيدار امجد ماما و ميړني ته يې وويل چې ستا مېلمه دى رايې ولم -
ميړني ورته دراوستواجازه ورکړه - شېبه لاتېره نه وه چې سلام خان کاکا په دروازه راننوت  - له روغبرنه وروسته ميړني په امجد ماما باندې  دسلام خان  لپاره تودې چاى راوغوښتې-  له ستړې مشې نه وروسته يې دکلي احوالونه ورکړل او ورته يې وويل چې مور دې قسمونه راکړل چې خامخا به درځمه اوګورم به چې امتحانونه دې شورع دي اوکه خلاص شوي-   موردې ډېره درته سترګې په لاره ده ، په ټول کلي کې يې اوازه اچولې چې په هغه ورځ چې ميړنى راغى بيا به دشبنمۍ دستمال ورته راوړمه - دې خواوس راوړ خود هغې مورقسم کړى ترڅوميړنى حاضر نه وي دستمال به نه ورکوي - ميړني هم سلام خان ته وويل چې ګوري امتحانونه يې دي اوهلک ډېر مصروف دى ، يوڅه  روپى يې پټې ورکړې چې له مورنه يې پټې ترورته ورکړي او وې ويل چې تروريې هوښياره ده ولې چې دى هم هوس اوارمان لري  چې خپله کوژدنه کې پخپله هم موجود اوسي - په سلام خان باندې يې کلکه کړه چې ترڅودى نه وي ورغلى،  تروردې په خپل قسم ټينګه ولاړه وساتي - 
                                                ...................................................................
                                                                 درويشتم څپر کی
درڼا لومړى درسي ساعت نوى ختم شوى اوددوهم ساعت زنګ وهل شوى و -  هغه دا مهال له ټولګي  نه راوتې وه  او  دادارې په لوري يې  روانه وه -  ولى چې  دهغې دويم ساعت نن
وزګارو-  اوس دښونځي په انګړ کې زرمينې او وږمې ترې حلقه وهلې وه اوزور وله يې -  ددې دواړو ملګرو زورونې له هغې ورځې نه راولاړې شوې وې  چې  وږمې دميړني يوه دانه عکس درڼا په ډاېرۍ کې پيداکړى و -  رڼا له مجبورۍ  نه دزړه راز ورسره شريک کړى و -  وږمې يې چندان پروانه درلوده ،  هغه له رڼا نه په عمرکې دوه درې کاله کشره وه اوزرمينه بيا سمه سوځېدله ، ولې چې  هغه په عمر له رڼا سمه مشره وه - هغې سره هم قسمت سمه ياري نه کوله - دپيغلتوب مستې شپې او ورځى يې  يوازې دپلار په کورتېرولې -  دا ، درې واړه خوارلڼې  په خندا اوټوکو ټکالو ادارې ته ننوتې -  دننوتلوسره سم  دښونځي سرښوونکې په رڼا باندې  دپاکټ زېرى وکړ -  رڼا ته مخکې له دې چې پاکټ ورکړي لومړى يې په لويې  کتابچې کې ورڅخه لاس ليک واخيست اودښونځي دچوکيدار،  شيني ماما په لاس يې کتابچه بېرته پوست وړونکي ته چې دښوونځي ددروازې شاته له څوشېبونه منتظر و،   ولېږه - ترڅوليک درڼا ګوتوته ورته دسرښونکي دميز له پاسه وږمې وتښتوه  اودرڼا نه يې د شيريني  غوښتنه کووله-  دښوونکو دسلا ا ومصلات نه پس په دې ورسېدل چې دښوو نځي سره نژدې ايس کريم خانې نه ټولو ښوونکو ته يويو ايس کريم راوغواړي - رڼا دپاکټ سر په بسم الله خلاص کړ  - ليدل يې چې دبريښنا ليک اوتصويرونه وو ځاى په ځاى حيرانه شوه چې هغه غټه شنه ايږه څومره بدله شوې _  بريښنا سپين رنګى پتلون اغوستى وچې پايڅې يې ترزنګنو پورې وې اوبرګ تور اوسپين جمپريې هم دپاسه ،  پښې يبلې دسمندر په غاړه داوبو په څپو کې ولاړه وه-  يو لاس يې پورته کړى و خداې خبرچې انګريزي سلام يې اچوه اويا يې کوم انګريزسره باى با‌ ى کاوه -  په بل ځاى کې يې تک شين کوباى پتلون چې څوځايه سره شليدلى شليدلى و، برڅېره يې ورباندې نيم بربنډ سور رنګى جمپر اغوستى و ، ديوه سور رنګي موټر خواته ولاړه وه اويوه پښه يې په بلې پښې اړولې وه،  خداى  خبرچې موټر ددې و،  که دکوم بل چا ولاړ موټر و اودې به قاچاقي لکه نور افغانان چې پرديو موټرو سره يې اخلي  اخيستى وي - خو په واقيعت کې بيا دوى يوسايکل هم نه لري ، چې پرې له يوه لنډ ځاى نه پرې ځان ورسوي –
بل ځاى يې لنډ شين کميس اغوستى و،چې له زنګنونه يې يوه لوېشت پورته و، اوداشنه غوښين لينګي يې پوره ښکارېدل -  تا به سوچ کاوه چې دليلامي نه يې کومه لنډه زېرپېراهني راخيستي ده  اوپه تن کړي يې ده -  په يوه پارک کې چې دخلکو ګڼه ګونه هم وه پريوې چوکۍ کې ناسته وه،  دجوسو ډبى  يې په لاس اوپه غاړه کې يې موبايل ځوړند،  اوتورې چشمکې يې هم په سترګوکړې وې - په بل عکس کې په يوه لکس هوټل کې ديوه ميز ترشاناسته وه اوډېر ډول ډول خوراکونه يې مخې ته ايښي وو،  تابه ويل چې دڅلور کسانواستحاق دى - نيمه تنه يې ښکارېده ،سپين رنګى کميس يې په تن و اودواړه لاسونه يې چې پوره بربنډ و په ميزيې تکيه کړي وو ،   نوره نه ښکارېده -  ويښتان يې په دې عکس کې نېغ نېغ دڅڅګي پشان جوړکړي وو اوپه څوکوکې يې مرۍ ورکړې وې چې په دې فيشن کې بل ډول ښکارېده،  تابه ويل چې ده لبيا له هيوادنه ده -  داډول سينګاردلته څوک نه خوښوي ، بل ځاى د خوب  په يوه ښکلي تخت باندې اوږده غزېدلې وه ، ګلابي دخوب کميس يې اچولى و، اودګريوانه تڼۍ يې ترنامه پورې خلاصې وې چې اکثر دبدن ځايونه يې برېښېدل - په لاس کې يې يوکتاب و، وروستي عکس کې يې سور پتلون اوتک ژېړ جمپر اغوستى و، کمپيوټر ته ناسته وه اودچټنګ غوږۍ يې په غوږکې وه -
درڼا ټولوملګرو تصويرونه وليدل  اودټولو خولې په  وا وا کې وې -  په رڼا يې سره ايس کريمونه هم وخوړل ، رڼا دبريښنا له عسکونوراليږولونه پوى شوه چې دميړني خبره درواغ نه ده، ولې چې بي بي تل په دې کوشش کې وه چې دخپلې زړې لورلپاره يوښه مېړه راپېداکړي - ميړنى شاله ورته ساده کليوال ښکاره شوى و اوس يې غوښتل چې په دام کې يې راګير کړي -
رڼا ته دوه خبرې مخې ته ودرېدې ، زړه يې په ميړني پوره اوبه نه خوړلې، وېره ورسره راپيداشوه که دبريښنا داعکسونه وګوري نه چې دې کوژدې ته غاړه کېږدي- اودبريښنا په واسطه ځان  استرلياته ونه رسوي  اوکه عکسونه بي بي ته ورښکاره نه کړي نوبريښنا خوراجسترکړي دې او دې دپوست وړونکي په کتاب کې لاس ليک هم وکړ، رڼا زړه نازړه وه،  دعکسونو دپټولو چاره هم نه وه او ښودلوته يې هم پوره ډډه نه لګېده -
دغرمې له ډوډۍ نه يې وروسته خپل دستکول په خپلې المارۍ کې قلف کړ اوبي بي ته يې وويل  :
-  اول ماته زرګيز راکه بيا دبريښنا عکسونه درته درکوم -
 -  وئ  !  عکسونه يې راغلي چېري دي -
-  په المارۍ کې ،  ترڅوزرکلدارې شيريني رانه کړي په خداى که داښايسته ښايسته عکسونه يې رانه وګورې -
-  زرخونه درکوم پينځه سوه درکوم -
-  نه په والله که يې وګورې – که دې لانجه پسې اوږده کړه نو د زرداد د پاټکيانو په څېر نرخ درباندې شېبه په شېبه جګوم –
بي بي پوى شوه چې چاره نشته نو زرګيز يې ورته ونيوه او ورته يې وويل :
-  روې ! واخله -
رڼا له بي بي نه خپلې زرکلدارې واخيستې اودشين مخې بريښناګۍ عکسونه يې ورکړل بي بي اوملغلرې ترور په مينه مينه عکسونه ليدل اوخپلې کړوپې خولې به يې پرې چړپولې-  رڼا رڼا بي بي ته وويل  :
 -  دومره يې مه ښکلوئ چې دتاسودخولوپه لاړوبه خراب شي ،زه يې سباته دابادۍ راډيو دفترته وړمه ،ميړني اونورهمکارانوته يې ښکاره کومه ،لږ پرې ټيم ورکومه چې زمونږ کورنۍ په داسې ځايونوکې اوسيږي -
-  نه! نه! زه دخپلې لور عکسونه دتاراډيوته نه لېږمه -
-  ولې ؟ زماخوهم خورکه ده، پرېږده بي بي چې په راډيوکې خلک وګوري چې مونږ ته له داسې ځايونو نه ډالرې راځي- ميړني ته يې ورښيمه چې مونږ دومره عصري خلک يو-
-  چې ميړنى يې ګوري نودلته يې راوله، خوراډيوته يې نه لېږمه ،خلک يې راته له نظره کوي  سبا به مې په يکې يوې لورباندې څه وشي -
-  دازه دې شاله لورنه يمه خداى دې نفس وباسه -
رڼا دبي بي دمعلومولو لپاره داسې کړتې پړ تې ويلې - دميړني دديدن لپاره يې يوه بله موقع هم برابر وله - رڼا ته اوس کوردومره خوندنه ورکاوه- دخپلې ساعتېرۍ لپاره يې له بنګړيوالې سره لوبې کولې-  بي بي اوملغلره ترورداودسو په پلمه له کوټې نه ووتې ، شېبه وروسته بي بي رڼا ته وويل  :
-  نن دې ترور دغاښو ډاکټرې ته بيايمه ته به په کورکې کېنې -
-  نه والله که کېنمه زه هم تاسوسره ځمه پرون موهم دروازه راپسې بنده کړې وه -
-  ته څه کوې؟ څوک به دې وويني  وايي به چې ځوانه جنۍ په بازاروګرځوي -
-   نه زه خوتاسوسره خامخاځمه  زه کورکې يوازې تنګېږمه -
- سبا به خلک وايي چې ته مرضي يې ،عيب جنه به شې - خلک څه پوهيږي چې دترور غاښ يې خوږيږي چې ډېره تنګېږي نودصفيې دوى کره لاړه سه-
-  نه دهغې کره نه ځمه، ټوله ورځ راته دخپل کوژدن تعريفونه کوي -
-  نوڅه کوې ؟
-  دوږمې دوى کره ځمه، ترماښامه نه راځمه تاسوچې مانه بيايئ نودماښام ډوډۍ هم دهغوکره خورمه ،بيا راځمه -
- ښه سر دې وخورې شيشکې .....
رڼا دوږمې کورپه دې پلمه کړ چې نه بي بي ليدلى و، اونه هغوى ټيليفون درلود- رڼا هم نرغوندې دميړني خواته ورغله اودماښام ډوډۍ يې هم له مېړني سره يوځاى وخوړه- دبريښنا دعکسونو په اړه يې هم ورته وويل  -
                                    __________________________
                                          څلورويشتم څپرکی

دميړني ازموينې هم مخ په خلاصېدو وې - يوازې يې دوه مضمونونه پاتي وو - همداراز فرحناز هم سباته له کابله دخپل مېړه سره پېښور ته درڼا دوى کره راتله  نو رڼا سر له نن نه تصميم نيولى و چې دښوونځي له ادارې نه ديوې اونۍ لپاره به رخصت اخلي خو دخپل تصميم په اړه يې په کور کې بي بي ته څه ونه ويل - هغې پرون کله چې دوږمې دوى دکور په پلمه له ميړني سره ليدلي وو نو دافيصله يې کړې وه چې هغه به له ښوونځي نه رخصت اخلي-  ميړني نن ازموينه نه درلوده - رڼا کله چې ښوونځي ته لاړه،لومړى يې داخبره له خپلې سرښونکې شکريې سره وچېړله- شکريه ډېره په اصلو اومقرراتو پابنده مېرمن وه- دښونکوپه منځ کې يې توپير نه کاوه ،  دښوونځي پوره کنترول يې په جدي ډول په لاس کې اخيستى و، خپلو ښوونکوته به يې دساعتونوپه سر تنخوا ورکوله - خپل ښوونځى يې په
منظمه توګه اداره کاوه-  له همدې کبله ددې ښوو نځي دافغان کډوالو په منځ کې ډېر ښه نوم درلود - ښوونکوبه له زده کوونکوسره پوره زيارويست ،له همدې وجې نه نسبت نورو ښوونځيوته په دې ښوونځي کې دزده کونکو شمېره ډېره وه اودفيس په لحاظ هم ښه و، يوعام مهاجرزدکونکي کولى شواى چې تردولسمه پورې پکې زده کړې وکړي -سرښوونکې شکريې بي بي به هره ورځ خپلو ښوونکوته په خوشو خوشو پلمواجازې نه ورکولې - رڼا په دې تېر دوه کلونوکې يوه ورځ نه غيرحاضري کړې وه اونه يې رخصتي اخيستې وه -کله چې يې سرښوونکې ته وويل نو هغې هم درڼا په مخ کې څه ونه ويلى شول - رڼا په خپلو ټولګيو وګرځېده اوخپلو زده کوونکوته يې  کورني کارونه ورکړل - دهرټولګي کپتان  ته يې وظيفه ورکړه چې ددې په تدريسي ساعت کې په زده کوونکوباندې پخواني درسونه تکرارکړي -اوپه ټولګي کې دې زده کوونکي غالمغال ته نه پرېږدي - له دې وروسته رڼا له ښوونکوسره خداى په اماني وکړه،  له ښوونځي راووته ،دښوونځي خواته له يوې پي سي او نه يې ميړني ته  ټيليفون وکړ-  دناران دبڼ له عمومي لويې دروازې خواته يې دانتظارځاى وټاکه -  دپخواپه شان ميړنى تررڼا مخکې په ټاکلي ځاى ولاړ و، دواړه بڼ ته ننوتل  اوترغرمې پورې يې سره کيسې کولې –
 دتېرماښام کيسه ميړني راواخيسته، بار بار به يې بريښنا يادوله او په عکسونوبه يې سره دواړوتبصرې کولې-  رڼا دې ته پام وچې ميړني بريښنا ډېره ډېره يادوله هغې ته سودا ورولوېده نه چې دبريښنا عکسونوهلک بدل کړ، ميړني دبي بي په اړه يې هم وويل چې له ده نه يې دټيليفون دنمبر غوښتنه کړې وه ،کله چې رڼا په پخلنځي کې وه - خوميړني ورته ويلي و وچې نمبر له رڼا سره شته کله څه مشکل تاسوته خداى مکړه درپېښ شو، نورڼا دې په ډاډه زړه ورته ټيليفون وکړي-  ولې چې بي بي په دې پلمه ورڅخه نمبر غوښتى وچې جمال مساپردى اودوى دمنډې سړى نه لري-
 نن ميړنى رڼا ته بدل بدل ښکارېده ، هغه نن چرتي غوندې و،  خبرې يې کمې کولې ، په سوچ کې به ته،  بيا به رڼا پرې غږ وکړ اوده  به ورسره خبره وچېړله  - دغرمې ډوډۍ يې سره وخوړله - دتلو په وخت کې ميړني رڼا ته وويل چې کله سبا ته فرحناز دوى کره راغله نوده ته دې ضرور ټيليفون وکړي-  وروسته  رڼا يې په ټيکسي کې دکور ترشا راوسته او خپله بېرته په ټيکسي کې خپل هاسټل ته ستون شو-
رڼا پاتې ورځ په خپلې کوټې کې په ژړاتېره کړه-  مازيګر  بي بي اوملغلره ترور دواړه په پخلنځي کې وې  اودجان محمد سرحدي ورکړى دودي يې له مشکوسره يوځاى دوداوه  چې رڼا پخلنځي ته راننوته ، لوګى اوخوشبويي يې له دماغ نه تېر شو-  له بي بي نه يې وپوښتل : -  بي بي !  دا لوګى  اوبوى دڅه دي  ؟
-  هسې زويه مشک مې لوګي کړل تر څوغم اواندېښنه موله کوره ورکه شي -
-  ولى زه خوپه کورکې اندېښنه اوغم نه وينمه -
رڼا پوه شوه چې په دې شيطانانوکې کوم پسات خوشته -  ډول ډول اندېښنويې زړه ته لاره موندلې وه ، مېړنى هم لکه دپخواپشان دواده په مسله باندې دومره ګرم ګرم نه راته،ځان ته يې چاى دمې کړې اوبېرته خپلې کوټې ته لاړه - بي بي اوملغلره دواړه په پخلنځي کې وې اوپه خپلوکې دجان محمدسرحدي په دمونويې ګرم بحث اچولى و- بي بي له ملغلرې نه خوشحاله وه چې مخکې له مخکې نه يې دبريښنا عکسونه اول ددم لپاره جان محمدسرحدي ته وېوړل او وروسته له دم نه يې ميړني ته وروښودل - اوس دوى دواړه دې ته منتظرې وې چې ميړنى به په يوه نه يوه پلمه ټيليفون راوکړي،  ولې چې سرحدي دوى دواړوته ويلي وو چې کله هلک داعکسونه وګوري نونجلۍ به يې په سترګوکې لکه ښاپېرۍ وځليږي يا به ټيليفون وکړي دڅليريشتوساعتونوپه منځ کې اويا به په يوه پلمه دوى کره  ورشي – دوى ته يې ويلي وو چې  که مېړنى ورکره ورغلو نودوى  به ورته عکسونه  يو ځل بيا ورښکاره کړي چې دهغه زړه نورهم اوبه اوبه شي – سرحدي ورته ويلي وو که هم داسې وشول او نجلۍ له استراليا نه راغله نو يو ځل به يې ده ته ورولي – سرحدي داهم ويلي وو چې هغه به برېښنا په يوې کوټې کې يوازې کينوي اوپه مخ اوغاړه به يې تراوو، ورځوپورې ايتونه ليکي ، وروسته به که خداى کول مېړنى داسې ورپسې ليونى شي چې په ځنځيرو به يې هم نشي څوک تړلى –
ملغلرې بي بي ته کيسه کوله چې دهغې دملګرې لورهم درې کاله مخکې په يوه هلک مينه وه اوهلک يې هېڅ پرواهم نه ساتله-  بيا هم دې جان محمد سرحدي ته ورغلې وه- هغې کيسه کوله چې جان محمد سرحدي خوارکي دومره زحمت ورسره ويستلى وچې دجنۍ په مخ غاړه او په ټول ګريوان يې ترنامه پورې يې په خپله  ايتونه اوسورې شريفې ليکلې وې -بيا وروسته هغه هلک هم ورسره واده وکړ، بي بي اوملغلرې دابحثونه راخيستي وو تراوسه له هغه ساعت نه اتلس ګينټې وتلې وې - بي بي اوملغلره ترور دميړني ټيليفون ته سترګې په لاره وې - په ټيليفون زنګ راغى، ترڅو بي بي ورورسيږي رڼا غوږۍ پورته کړه ، ميړنى و:
- سلام څنګه يې؟ 
- ښه يم ګرانې نن چې تانه هاسټل  ته راستون شوم زړه مې ښه نه و  راډيوته مې رپوټ هم ورنه کړ، بيا ويده شوم ته مې سرګردانه په خوب ولېدې نورمې زړه طاقت ونه کړ نشي کېداى په يوه پلمه له کوره راووځي که دې ونه وينمه نور نومرمه -
-  نه داسې مه وايه الله به خېرکړي -
بي بي رڼا ته اشاره وکړه چې څوک دى؟  هغې ورته وويل ميړنى دى نوره بي بي له خوشحالۍ نه په جاموکې نه ځائېده ، له رڼا نه يې غوږۍ واخيسته ميړني سره يې روغبړ وکړ، ميړني ورته وويل چې صحت يې ښه نه دى،  رڼا ته يې ټيليفون کړى که کوم ښه ډاکټر ورته معلوم وي نو پته يې ورکړي - بي بي ورته ډېره زياته ټينګه شوه چې دوى کره راشي - ميړني نخرې کولې،  وروسته يې وليدل چې تر رڼا يې مور ډېره ګرمه ده نو که اوس رڼا دباندې راوباسي نو کار له کاره وځي نوبهتره به همداوي چې دبي بي ستونه په ځمکه ونه غورزوي او ورکره ورشي کم از کم رڼا خوبه وويني -
دټيليفون نه وروسته رڼا په زړه کې ښه خوشحاله وه خوپه خوله يې دبي بي سره خوله ووهله چې ميړنى يې ولې راوغوښت - بي بي ورته وويل چې دادهغې کور دى اودهغې خو ښه ده چې چا ته ډوډۍ کوي  او کله يې کوي -  بي بي ورته وويل چې ډوډۍ هم په خپله پخوي – دا يې ځکه وويل چې  دجان محمدسرحدي ټوټکې  به په خوراکونوکې واچوي اوميړنى  به يې نوش جان کړي  -
ماښام تېر و چې ميړنى راغى ،  بي بي خداى خداى کول چې بريښنا ورته ټيليفون وکړي -همداسې هم وشول ،  بريښنا زنګ وواهه  ، بي بي له لنډوخبرو وروسته غوږۍ ميړني ته ورکړه ترڅوبريښنا سره خبرې وکړي-  داکارپه رڼا خداى شته ښه ونه لګېده ، ميړني هم غوږۍ واخيسته اورڼا سره يې دبي بي دخوشحاله کولولپاره خوږې خوږې خبرې راواخيستې - بي بي چې دميړني خوږ مجلس ته يې پام و نومن من غوښې يې اخيستې -بريښنا ورڅخه هيله وکړه چې له کورنۍ سره يې همکاري وکړي، ولې چې هغوى بلکل يوازې دي اودابه په راروانې مياشت کې پېښورته راځي دخپلوزده کړوپه هکله يې هم ورته وويل چې په کمپيوټر ساينس برخه کې زده کړې کوي - له دې چې له ميړني سره يې خبرې وکړې خوشحاله شوه - خپل نمبريې هم ميړني ته ورکړ او ورته په کلکه ټينګه شوه چې هرڅه ته يې ضرورت و دورتګ نه مخکې دې ورته ټيليفون وکړي -  دشپې ډوډۍ ښه خوشحالۍ سره وخوړل شوه - رڼا هم دبي بي په مخ کې دفرحناز دراتګ زېرى پرميړني وکړ- ميړنى ترلسو بجو پورې کېناست، وروسته يې له دوى نه دتلو اجازه واخيسته ،پلمه يې وکړه چې دسباازموينې  لپاره خپل تيارى نيسي - هغه ليدل چې رڼا خپه خپه ده نودتلو په وخت کې پټه اشاره ورته دټيليفون وکړه  ، ترڅويې په خوږو خوږو مجلسونو خوشاله کړي هغه پوه شو چې رڼا دهغه په خبرو له بريښنا سره لږ څه اندېښمنه شوه  نومجبور وچې ترسهاره رڼا ته ټيليفون کې زارۍ وکړي ترڅوورسره سمه پخلاشي - رڼا هم دبي بي اوملغلرې ترور دخوبولو پوره تابيا نيوله ترڅوخپل ډک زړګى په ميړڼي باندې تش کړې چې ولې يې له بريښنا سره دومره په لومړي ځل ازادې خبرې کولې اودزړه نه يې ورسره په ويته خوله خنداګانې کولې  -
                                         .......................................................................... 
                                                        پنځه ويشتم څپر کی

 رڼا دکورکارونه لاسهارپه نهوبجو سرته ورسول ، بي بي هم دفرحناز دراتګ لپاره پوره تيارى نيولى و، دکورله نزدې مارکيټ نه يې پوره تازه ترکاري راوړې وه اوپه خپله يې په يخچال کې ځاى په ځاى کوله- ملغلرې ترورهم ورسره همکاري کوله، ترڅنګ يې دواړوخويندو دميړني له بريښنا سره دتېرې شپې دخواږه مجلس په اړه هم تبصرې راخيستې وې -  رڼا ته دتېرې شپې دميړني توبې اوزارۍ ورپه زړه کېدې  او له ځان سره موسکۍ موسکۍ وه-  دصالون دکوټې دميزودپاسه دزينتي ګلدانيو ګلان يې پاکول بنګړيوالې باندې دتازه غوښې بوى لګېدلى و اودبي بي له خوانه نيمه شېبه هم نه لرې کېده- که څه هم بي بي پرې څو وارې غروپش هم وکړ- رڼا راغله وې ليدل چې بنګړيواله له بي بي نه تاويږي راتاويږي نوبي بي ته يې وويل  :
- بي بي خير دى وبال  دى لږ دغوښې بړزالى ورته واچوه هسې خوار کۍ درته تاورتاوده -
- خاورې دې وخوري  همداسې دې په خوشو اموخته کړې چې مونږورته کومه ورځ ورته حلال نه کړې -
- تابه ولې حلالومه ، ميړنى به دې ورته حلال کړم -
- والله داجنۍ شاله ليونى شوه دميړني بلادرواړوې ،  ولې څه کوې ؟بسم الله کړې ځوان دى -
- نوچې داسې ده نوزما بنګړيوالې ته ولې خاورى ورپه خوله کوې څه بد خومې ونه ويل چې زما بنګړيوالې ته يې نه ورکوې نوچاته يې ورکوې -
رڼا هسې بي بي ځوروله خپل منتريې په بي بي باندې پوخاوه- هغې ددې لپاره چې دبنګړيوالې زړه په غوښې پسې اوبه اوبه نشي اوستونى يې ونه خوږيږي نوهغه په غيږه کې صالون ته راوسته - يخ پوډر يې پرې ووهل ،دشړنګانيو ښکلى اميل يې ورپه غاړه کړ او ورته يې  وويل چې مشره خوريې له کابله راروانه ده او له وړې خورزې سره به  يې لوبې کوي - ورته نصيحت يې وکړ چې خپله وړه خورزه به نه  شينګاړې شينګاړې کوي  اوس يې پورته پورته اچوله اوخپله لوبه يې له بنګړيوالې سره ګرمه کړې وه –
بي بي اوملغلرې داتصميم ونيوه چې داوارې به درڼا دخولې دبندش لپاره خامخا له جان محمدسرحدي نه يوڅه راوړي، ولې که رڼا همداسې له ميړني سره چاړه اوغوښه ووسي نودابه دبريښنا په کارکې  يولوى خنډوي -
نژدې دوه بجې وې چې دفرحناز ټيليفون دموټرو له هډې نه راغى ، له لنډو خبرو وروسته ملغلره ترور په کورکې پاتې شوه ، بي بي او رڼا په ټيکسي کې دفرحناز خواته ورغلې - په هډه کې سره مخامخ شول ولې چې هډه لږڅه وړوکې وه اودفرحناز لټول دومره ګران کارنه و -فرحناز له خپلې وړې لور اوخاوند امرخيل سره تقريبا سرک ته نژدې ولاړه وه، درڼا پام نه و لومړى فرحناز په رڼا غږ وکړ ، وروسته يوبل ته غاړه غړۍ شول - له امرخيل سره يې هم ستړې مشې وکړه - په هماغه ټيکسي کې چې رڼا اوبي بي راغلې وې ،بيرته کورته راغلې –
امرخيل رڼا اوبي بي نه وې ليدلې ، ولې چې دوى ډېر کلونه له يوبل نه سره لري پاتې شوي وو-  دجدايۍ په دې دوران کې فرحناز واده هم کړى و، امرخيل دپکتيا ولايت څخه و،په عمر باندې له فرحناز نه ډېر مشر وو- هغه خپلې زده کړې دببرک کارمل په دوران کې په روسيه کې دنظامي لوژستيک په رشته کې سرته رسولې وې - دمجاهدينو ترراتګ پورې دافغانستان ددفاع په وزارت کې نظامي افسر و،  دمجاهدينو دواکمنۍ نه وروسته بېرته خپل پلارني کلي منګلوته ستون شوى و- هغه ترفرحنازنه مخکې بله مېرمن درلوده خوهغه ديوې مريضۍ له کبله څوکاله وړاندې مړه شوې وه - هغه په امرخيل ډېره ګرانه وه ،فرحناز ته د امرخيل کورنۍ ويلي وو چې  له همدې وجې امر خېل ډېرکلونه بل واده ته غاړه نه کېښوده خوکورنۍ يې مجبورکړ اوفرحناز يې ورته وغوښته - دفرحناز ترواده وروسته امرخېل بيرته کابل ته راغى خپله څه پلارنۍ مځکه يې خرڅه کړې وه اوپه کابل کې يې يو وړوکى درملتون خلاص کړى و - 
دشپې ډوډى ميلمنو په ګډه ورخوړه -څرنګه چې تېرماښام بريښنا دفرحناز له راتګ نه خبره شوې وه په ټيليفون زنګ راغى - رڼا غوږۍ پورته کړه بريښنا وه له لنډوخبرو وروسته رڼا ورباندې دفرحناز زېرى وکړ، بريښنا هم ورسره ښې خبرې وکړې او فرحناز ته يې دپنځوسوو ډالرو وعده هم وکړه ،په جمال اوبريښنا باندې پرته له رڼا نه هم فرحناز ګرانه وه-  دوى په کابل کې ډېر ښه ژوند تېر کړى و اوښه ګاونډيان سره پاتې شوي وو- دشپې نهه بجې کېدونکې وې چې جمال هم دفرحناز لپاره زنګ راوواهه اوډېرې خبرې يې ورسره وکړې -دجمال په ټيليفون باندې دفرحناز سترګې نورې هم امرخيل ته اوچتې شوې - جمال هم دپنځوسوو ډالرو وعده وکړه چې سباته به يې  پېښورته راحواله کړي  - دبريښنا اوجمال ډالرو په ملغلرې ترورباندې سور اوربل کړ، دخوب وخت رانژدې شو امرخيل له خپلې مېرمنې نه جلا پريوت -بي بي اوملغلره دواړه په بلې کوټې کې وېدې شوې اوفرحناز درڼا سره دهغې کوټې ته لاړه -
ملغلرې بي بي ته ګيله وکړه چې ترماخوفرحنازښه ده ،لارسېدلې نه ده چې بيا ډالرې ورته راحواله شوې - بي بي ورته وويل چې خفه کېږه مه ته خولادلته يې تاته که خيروو په زرګونوډالرې به درکړمه ،دما جيب دومره تش هم نه دى، زه چې ژوندۍ يمه دچا پرواهم مه ساته –
 رڼا له فرحناز سره په خپلې کوټې کې وه لاوېدې شوې نه وې دشپې يوولس بجې وې رڼا ته چل نه ورته چې فرحناز ته څرنګه دزړه حال ووايي خوبلاخره يې سل زړونه سره يو کړل اوپه خپل موبايل باندې يې ميړني ته ټيليفون وکړ اودفرحناز زېرى يې پرې وکړ- ډېرې خوږې خبرې يې ورسره وکړې وروسته له ټيليفون  نه فرحناز په رڼا لږڅه شکي شوه او دازمينه رڼا په خپله رابرابره کړه -دميړني په اړه يې رڼا وپوښتله،  رڼا هم له( الف ) نه نيولې بيا تر ( ي ) پورې ټوله کيسه ورته تېره کړه - فرحناز ورته وويل چې داخبره له امرخيل سره وچيړي ولې چې  هغه پوى سړى دى او ورته دحل لاره چاره به که خداى کول راپېداکړي -شپه درېوو ته رسېدلې وه ، نورنوپه فرحناز سترګې درنې درنې کېدې ، رڼا هم نوره نه ځوروله ، پرې يې ښوده ترڅودمه شي او وېده شي -
                                            نور بیا ....................................................