شپاړسم  څپر
                                                          
 رڼا خودميړني دليدلو لپاره لاماښام تيارى نيولى و اوبي بي ته يې پلمه جوړه کړې وه  اوس خوشحاله دائينې مخې ته ولاړه وه اوخپل وېښتان يې په قيدګ کې ټينګول  چې په ټيليفون باندې زنګ راغى درڼا په اآند چې يا به دجمال ټيليفون وي اويا به دبرښينا - نو بي بي ته يې اشاره وکړه چې غوږۍ پورته کړي-  بي بي چې ددسترخوان په سر چاى اوسبانارى يې سماوه ، غوږۍ يې پورته کړه اووې وليدل چې نه برښيناده اونه جمال  غوږۍ يې دميزدپاسه کېښوده اودرڼا خواته ورغله ورته يې وويل :
-  ستاټيليفون دى له کابله ګمان مې کېږى چې مقرره شوې ....
رڼا په وارخطايۍ  دټيليفون خواته منډه کړه -
-  هلو څوک خبرې کوې ؟
- رڼا ځوانيمرګې  زما غږ نه پېژنې  هدايت يمه -
- سلام څنګه ياست هدايت صيب  خيروخيريت -
-  ښه يم ته څنګه يې ؟ دادى همدا اوس مې ستا يوه کيسه چې په يوې مجلې کې چاپه شوې وه ولوستله ډېره ښه کيسه ده نن سهار وختي مې راډيوکې نوکريوالي وه  نو په زړه مې راوګرځيدې ټيليفون مې درته وکړ -
-  مننه ژوندى اوسې  -
- پېښورکې څه حال دى  ته څه کوې  ؟
- پېښور ښه دى ګرمي نوره په ختمېدوده- زه يوازې ښوونځي ته ځم اوراځمه -
- چاراته ويل چې په ابادۍ راډيو کې دې کارپيداکړى ، ما پلټونکي ته ټيليفون کړى و، هغه راته وويل تراوسه زه په دې موضوع باندې خبرنه يم -
- نه بابا!  زه خو ستا اودپلټونکي صيب  پېرزوينوته سترګې په لاره يمه - دراديو ګانو غولى خوتاسو اجاره کړى ،  خوشحاله يمه چې دزمکې سرمونه دى اجاره کړى ،  که نه نو بيا به ماخوارکۍ چېرې ژوند کاوه  -
- ليونۍ!  دتا اخلاق خراب دي ، بيا به دهرچاسره لاس اوګريوان يې - ترخه خبره نشې زغملى -  ماتر کي صيب سره لا وختي ويلي وو چې راځه جنۍ به راولو اخربه سمه شي هغه دامتل راته تېر کړ ( چې ايزده يې کړي په طفلۍ _ هېر به يې نه کړي ترپيرۍ ) پريږده يې خپل کاربه کوي -
- هدايت صيب امرکوئ څه لپاره مو تکليف ويستى و-
- چاله ميړني سره ليدلې وې  ما ويل نه چې په ابادۍ کې مقرره شوې يې چې مبارکي درکړمه -
- ځه که خېر و،  نو څوورځې وروسته به نورې مبارکۍ به هم راکړى - وبخښئ په ما ناوخته ده،  زه ښوونځي ته ځمه ته خو هسې وزګارسړى يې دخداى په امان -
رڼا غوږۍ کېښوده سرپرې وڅرخيده په خپل ځاى کېناسته ناڅاپه يې له سترګو اوښکې راتو يې شوې دبي بي چې ورته پام شو منډه يې ورواخيسته اوغيږه يې ترې راچارپيرکړه -
- ولې ؟ رڼې ! خداى وهلي څه درته وويل ؟
- هسې زما دمقررۍ خبره ده خداى  وهلي اوپلټونکي سرخوړلي ته رسېدلې ده په والله که مقرره شمه دا دلالان به داسوچ کوي چې زه قلم کېږدمه اوميدان به دې ګېدړانو ته پرېږدمه که پنځوس کاله هم په کورکېنمه خودومره به وليکم چې دنيا راته حيرانه شي زه هم ديوه پښتون له ملا رازېږدلې يمه ميدان خوداسې په مفته نه خوشې کوومه -
- ځه ځه هغه دې نه دي اورېدلي چې کاروان تېريږي سپي غپيږي  ميړنى دې خامخا مقرره وي که ته په خپل کارپسې وګرځې -
رڼا خپلې اوښکې پاکې کړې - بي بي ډېر ستونه ورته وکړل چې سبانارى وکړي اوبيا ښوونځي ته لاړه شي خوهغې دهيڅ شي څکه هم ونه کړه ، همداسې په خپه زړه ښوونځي ته لاړه  -
ښوونځى خوهسې هم  په دې څوورځوکې ورته دزغم وړنه و، خونن يې هدايت هدايت هسې دانګريزانو خبره موډ يې ورته خراب کړى و- بار بار يې دميړني موبايل ته زنګونه وهل خوهغه په دې وخت کې بندراته -ورځ هم ورته اوږده شوې وه- زده کوونکوته يې نن نوى درس ونه ښود،  ځان يې ناروغه معرفي کړ،  هغوى ته يې وظيفه ورکړه چې پخواني درسونه تکرارکړي اونوى درس دې په کورکې زده کړي - سباته به دهرې يوې نه پوښتنه کوي او دمياشتني ازموينې نمبرې به ورکوي - زده کوونکو هم له خدايه څه غوښتل همداچې خواپه خواسره کېني اوخپل مجلسونه وکړي -
کله چې رڼا له ميړني سره وليدل نوپه لومړي قدم کې يې دهدايت هدايت دټيليفون زېرى پرې وکړ اوټوله کيسه يې ورته تېره کړه - ميړنى هم پوره ورته غوږ غوږ و-  رڼا دخپلې مقررۍ لپاره اوښکې تويولې چې ددې خداى شرمولو له لاسه يې ديوې ښې نوکرى داچانس هم دلاسه ووت -  درڼا خبرې چې نورې خلاصې شوې ميړني لستوڼي بډوهل اورڼا ته يې کړل :
- ګرانې ! داښايسته سترګې دې مه خرابوه اوداقيمتي اوښکې دې ددې وړوخلکوپه سر مه تويوه،  زه نه د هدايت هدايت پروالرم نه دپلټونکي ، داپوښته چې ما دې غږ ليږلى دى اوکه نه؟  په کومه ورځ چې مې وليدې په هماغه ورځ مې خپل تصميم ونيوه چې ته دابادۍ دراډيو خبرياله نه زما دزړه دراديو خبرياله يې -زه خپله معشوقه،  خپله مينه اوبلاخره خپله دراتلونکي ژوند ملګرې به ابادۍ راديوته ورکوم؟ نه !  نه !  له دې وروسته مه د راديوپه سوچ کې اوسه،  نه دبل څه ، خپل شعرونه ليکه اوخپلې کيسې په کورکې کېنه اوښه ډېر بچي راته راوړه اوبس .....
دوروستۍ جملې سره دواړه په خنداشول - رڼا نوره دغوټۍ پشان وارپه وار غوړېده دميړني لاس يې په لاس کې ټينګ ونيوه -
- رښتيا وايې  زه نوره ډېره ستومانه شوې يمه،  ژوند زما په اوږوبوج ښکاري -  ته به رښتيا ماخپله کړې ؟
- ولې نوته په دې کې څه شک وينې ؟ که داسې ده نوبسم الله کړه همدااوس ملا راولم اوپه همدې ځاى دې په نکاح کومه -
- ځه نوپه دې خوشحالۍ به اوس ډوډۍ وخوروچې داسې وږې شوې يمه لکه ........
- هو لکه     .... غپ غپ
هغوى دواړه په خوشحالۍ نن ترهرې ورځې دهوټل دميزترشا ناست ول اوپه ټوکوټکالويې  خپله غرمنۍ ډوډۍ خوړله -
                                    .....................................................................
                                               اولسم څپر

اوس رڼا ته پته لګېدلې وه چې داټول کاردهدايت هدايت  دملګري  په احوال وړلوباندې شوى اوميړنى هم ددې له مقررى نه ناهيلي شوى خودرڼا دپاره يې خوله پټه نيولې چې ګوندې په دې خبره به رڼا ډېره خفه شي - دپلټونکي غوړه مالي  هغې ته ښه مالومه وه-  په پلټونکي رڼا دمارماهي نوم اېښى و، هغه په دواړو ژبو يعنى په پشتو اوپارسي باندې ښې خبرې کولې - چې کله به يې پارسيوانان وليدل نوده به په پښتنو بد ويل شروع کړل اوچې کله به يې بيا پښتانه وليدل نوتريوه حده پورې به يې ورسره لاره يوه کړې وه- ترټولوبده خوبيا داوه چې رڼا ته دپلټونکي شاعرۍ هم خوندنه ورکاوه-  درڼا په ګمان تل به ورڅخه لاره ورکه وه،  کله به يې سپين شعر ليکه بيا به يې دهايکولمنه راټينګه کړه ، دهايکوپه په پاى کې به يې چې لاره ورڅخه ورکه وه نو ټپې به يې راسرې يې کړې - رڼا دخلکوپه مخ کې له همدې وجې نه ورته د ستومانه شاعرخطاب کاوه خوډېر بيا ددې خطابي نوم په مانا نپوهېدل - رڼا ته اوس پرته له صبره بله لاره نه وه پاتې ، هغه اوس دې ته منتظره وه چې ميړنى خپلې ازموينې بشپړې کړي اوددوى دمينې نتيجه به ترې راووځي –رڼا په زړه کې کرل رېبل نه چې دا مېړنى هم تش د نوم مېړنى يا دهدايت هدايت او پلټونکي جمبورى وخېژي -
پلټونکي چې ټوله شپه يې په مستيو تېره کړې وه،  په داسې حال کې چې سترګې نورې پرې پټې پټې کېدې خومجبور وچې دراروانې خپرونې لپاره يو مطلب  وليکي - موضوع ورته ډېره پيچلې وه-  په عراق کې دڅونيول شويو امريکايي عسکرو په اړ ه مطلب و چې ده بايد ژباړلى واى او بيا يې دخبرې د لاسپيناوي لپاره په بغداد کې د کوم عراقي چارواکي سره مصاحبه هم کړې واى - هغه په دې سوچ کې وچې سکريپټ څرنګه پيل کړي،  په کوموټکو اوالفاظو يې راشروع کړي –او له چا سره مصاحبه وکړي - دخپلومغزو سره په جنګ و،  دانترڼيټ له لارې يې له څو مشهورو اژانسونونه څه راواخيستل ، خواوس په دې سوچ کې و چې له کومې خوانه يې راپيل کړي - په دې وخت کې ددفتر په ټيليفون باندې يې زنګ راغى - په سيلاى   باندې يې نمبرته وکتل ،  وې ليدل چې نمبر دکابل دى - په زړه کې دلور اوښځې اندېښنه ورپيداشوه،  نه چې څه پېښه نه وي شوې – نوپه  وارخطايۍ يې  غوږۍ پورته کړه :
-  هلو
-  سلام  پلټونکيه  ! څنګه يې ؟
- وعيلکم سلام  څوک خبرې کوې ؟
- اوس خومونه پېژنې ،  په مزوکې يې ، هغه رښتيا دي چې يارله کوڅې تېرکړه رنګ يې هېرکړه -
- هو هدايت صيب  څنګه يې  کورکې ماشومان او ورېنداره څنګه ده  -
- ماشومان ښه دي  خو ورېنداره دې په بلا ووهه -
- ولې څه جګړه مګړه خوبه نه وي شوي چې داسې ورنه خفه خفه ښکارې ؟
- خفه نه يمه روزګار يې راتنګ کړى ټوله ورځ پلټنې کوي -
- ښه نورڅنګه يې  شعر معر ليکې اوکه نه ؟
- نه بابا دلته ګزاره سخته شوې ، دورځې ددفتر کارونه اوماښام دبي بي فرمايشونه کله کيږي بس هسې ژوند مو په ........ وهلى
- ته وايه بچو دتاخوهسې غوږونه په کراردي کوم شى پيداکيږي اوکه هسې وچه خوله ګرځې -
- څه به درته ووايمه هرڅه پريمانه دي خو وخت  ډېر کم دى ، په راديوکې ډېر مصروف يم پرته له عاشقى نه نورپه زرو کارونو بوخت يمه -
هدايت دپلټونکي غوږونه ښه ورخلاص کړل او درڼا په اړه يې ورته وويل - پلټونکي هدايت ته پوره وعده ورکړه چې درڼا دا ارمان به کله هم پوره نشي-  دهغې شيشکې لپاره داضروري ده چې په هرښه پوست کې اوپه هرځاى کې ښه کس ولرو تر څويې له پښو نه واچوو-  درڼا دماتې لپاره دتر ه کې خبره چې په هيوادکې يو پوره کمپاين ته ضرورت دى - پلټونکي دتره کي په اړه وپوښتل ، هدايت ورته وويل چې خپله ګزاره کوي،  ښه ډېر شراب ورته رسيږي خوپه دې باندې پوه شوى چې په يارۍ کې يې تا پښې ورماتې کړي -دتا دکماپين په چلولو هغه دابادۍ راديوته ونه منل شو-
 له اوږدې مرکې نه وروسته دهدايت هدايت دپلټنې ټيليفون خلاص شواوغوږۍ کېښودل شوه  - اوس دپلټونکي له سترګو خوب والوته،  هغه نه سکريپټ  هم هير شو-  په دفتر کې مخامخ دمشر دشعبې  په لوري وخوځيده،  وې ليدل چې مشر لا تشريف نه و، راوړى - له څو وارې تګ راتګ نه وروسته له خپل مشر سره مخامخ شو،  په ډېر ادب سره يې وپوښتل چې دراپورتر يوپوسټ خالي دى اودى يوښه ژورنالست پېژني که دوى لطف وکړي نودهغه بيوګرافي به راوغواړي  - مشر هم ورته دښه په اندازکې سر وښوراوه-  ايله چې دپلټونکي له حلقه لاړې تېرې شوې - سا يې واخيسته اوپه ارامه اعصابو دخپلې شعبې په لوري رارهي شو-  اوس نو ديوې پيالې چايو شوق يې په زړه کې وروګرځېده ، خپل کارته يې پام شو اوپه خپل سکريپټ  ليکلويې پيل وکړ،  ترڅو دادروند پېټى له اوږې لرې کړي -
  
                                  ......................................................................
                                                      اتلسم  څپر
رڼا چې ټوله شپه دميړني سره په ټيليفون  باندې په خبرو اواترو سباکړې وه نو دبي بي اوملغلرې ترور ګنګوسي هم پرې ښه نه لګيده - بي بي اوملغلرې ترور خپل سبانارى کړى و- پررڼا يې غږونه کول چې ولاړه شي او دکورکارونه راسم کړي  نن بي بي  ددويم ځل لپاره ميړنى راغوښتى و-  درڼا شک اوس په يقين بدل شوى و،  چې دبي بي په زړه کې خو خامخا يوڅه شته نو بلا يې ورپسې کړې وه - هغې باور درلود چې ميړنى په هيڅ حالت کې هم له رڼا نه که خداى کول نه تېريږي -  رڼا خپل روجايي له مخه نه نيم کښه کړه - په کوټې کې  په ديوال باندې ځوړندې ګړۍ ته يې  وکتل چې ستنه په اتو بجو ولاړه ده،  نودبنګريوالې پشان يې له خپل خوب ځاى نه راټوپ وهل او تشناب ته لاړه-  په لسو دقيقوکې يې لامبلي هم و،  اوپاکې جامې يې هم اغوستې وې-  زرزر يې کوټې راسمې کړې ، وروسته پخلنځي ته لاړه او په پخلي يې پيل وکړ چې بي بي راننوته رڼا ته يې وويل :
 - رڼې!  ته خو به ډوډۍ جوړه کې  که دې ميلمه رانشي  نوبيا .....
- نوبيا څه په خپله به يې وخورو تاراغوښتى ما خودعوت نه دى ورته کړى ، که دې دامقصدوي چې زه به په دې مهمانيو مقرره کيږم والله ګمان مې نشي  - هدايت اوپلټونکى داسې ماران نه دي والله که خو ددنيا ديو پاړوګر زور هم پرې ورسيږي -
- خير دى الله مهربانه دى هلک خوماته هوښيار ښکاري  په بل ځاى به دې غم وخوري تاورته ټيليفون کړى که نه ؟
- هغه دتا په مخ کې مې چې ورته وکړ بيا مې څه نه دي ورته ويلي اونه ماليدلى  خير راشه اوټيليفون ورته وکړه که نه راته  ترور دې کورکې تنګه شوې  بيا به ناران باغ ته لاړې سو -
رڼا دبي بي په مخ کې يوځل بيا ميړني ته ټيليفو ن وکړ هغه ورسره وعده وکړه چې ضرور به راځي - بي بي نوره مطمينه شوه چې هلک راځي سوچ يې کاوه چې خامخا يې ددوى کورنۍ خوښه شوې ده نو دفرصت په استفادې سره دملغلرې خواته ورغله،  له هغې سره په خبرو اترو لګيا شوه-  رڼا تر يوولس نيمو پور ې خپل دپخلنځي نه ځان وزګارکړ،   نژدې دولس به وې چې داپارتمان زنګ ووهل شو - بي بي دروازې ته ورغله چې ميړني ته دروازه خلاصه کړي - وې ليدل چې دصفيې ورور نذير وو اوبنګريواله يې په غيږ کې نيولې ، بي بي ته يې وويل  :
- ترورې داپيشو مو درواخلئ ،  مونږ کره راغلې وه زمونږ سويکه يې ښيګاړې ښيګارې کړې ده -
- ايسته يې واچوه زه هم ورڅخه په تنګ شوې يمه داهم درڼې پشان خپړ لونګه ده -
- ښه ، خير  نو پکارمونه ده نوزه به يې چاره وکړمه -
بنګړيوالې دبي بي په ليدلو لکه چې ورسره ستړې مشې کوي  په ميو ميو پيل وکړ ، په دې کې يې رڼا غږ واورېده او دروازې ته يې ورمنډه کړه - هغه له پرون راهيسي له کوره ورکه وه اورڼا هم ورپسې ډېره خپه وه -  مخکې له دې چې نذير روان شي رڼا ورورسېده اوخپله بنګړيواله يې ورڅخه واخيسته - خوشحاله کورته راننوته په سترګو سترګويې ښکل کړه مينت يې ورته وکړ چې ولې له کوره وتلې ده،  هغه يې لاله غيږې نه لرې کړې نه وه  چې داپارتمان زنګ بيا په غږېدو شو  ،  رڼا ورمنډه کړه ، وريې خلاص کړ-   ميړنى ددروازې مخې ته ولاړ و-  ميړني چې درڼا په غيږ کې يې بنګريواله وليده نودامنظره هغه ته جالبه غوندې وه - بي بي هم دميړني مخې ته ورغله له روغبړ نه وروسته يې په صالون کې کېناوه -  ملغلره ترور لا هم په تشناب کې وه لامبل يې ، بي بي له ميړني سره ناسته وه رڼا په پطنوس کې يوه پياله سوړ دانارو شربت ميړني ته راوړ - بي بي دملغلرې ترورخواته ورغله ، دې وخت کې چې ميړني ته ښه موقعه په لاس ورغلې وه نو له رڼا نه يې غيږه تاوکړه اوپه دواړو خواويې ښکل کړه - رڼا هم دبي بي له ډاره سونګ هم ونه کړ زر له صالون نه ووته ، چې په هلک باور نشته بله غيږه به ورتاوه کړي ، اوبي بي به يې وويني - نوښه يې داوګڼله چې په پردې کې له کوټې نه راووته -
ملغلره ترورهم له تشناب نه راووته - بي بي ورنژدې شوه په غوږ کې يې وبنګېده -
- هلک ماشاالله ګلالى دى ، الله دې ورحميږي -
- ودرېږه خورې !  ډېره مه وارخطاکيږه چې زه يې وګورمه بريښنا په ما  ډېره ګرانه ده -
- غم يې مه کوه چې وې ګورې ته به پرې مينه شي -
- ښه نوچې داسې ده هيڅ غم مه کوه داسې دم ګران راته مالوم دي چې سبا ته به دې دروازې ته ملنګ غوندې ولاړوي -
بي بي اوملغلره ترور دواړه په دې خوشحالۍ صالون ته ورغلې  - بي بي وليدل چې ميړنى يوازې ناست دى نوريې هم زړه ته ښه ولګېده - پوره يقين يې راغى چې رڼا يې په کيسه کې نه ده-  رڼا هم پوره خپل ځان کنترول کړى و،  اوښه ډرامه يې ديوې بريالۍ لوبغاړې په شان لوبوله - ملغلرې ترور ميړنى ښه دزړه له اخلاصه په تندي ښکل کړ -  دډوډۍ تر تيارولو پورې  ملغلرې ترور يوه شيبه هم له ميړنى نه سترګې نه اړولې  -
ورځ په ټوکوټکالو  مازيګر ته ورسېده - دميړني خوزړه ووچې همدلته خپله بستره واچوي بيا يې کتل چې دبسترې اچولو جواز نه پيداکيږي نو ناچاره دتګ اراده يې وکړه ترڅوځان خپل هاسټل ته ورسوي اودسبا امتحان لپاره تيارى ونيسي - مخکې له دې چې درڼا له کوره راووځي رڼا ته يې وويل  چې سبا غرمې نه وروسته په ګرين هاوس کې کومه غونډه ده نودابه له ښوونځي نه وروسته هلته ځان ورسوي اوراپوربه يې جوړکړي -  وروسته به راپور دراديو دفتر ته يوسي ،  خپل ځان يې مصروف وښوده چې سباته وزګارنه دى - خبره په ډېر مهارت سره رڼا ته ورسووله چې بي بي اوملغلرې ترور پرې بوى هم وې نه وړ- په ډېرې خوشحالۍ سره يې  درڼا له کوره دهاسټل په لوري رارهي شو - رڼا هم پخلنځي ته لاړه اودپخلنځي په پاکولو اودلوښو په وينځولويې پيل وکړ-
  رڼا په پخلنځي کې لګيا وه اوبي بي له ملغلرې سره دميړني د صفتونوبازار ګرم کړى و - بريښنا خبره وه چې نن ميړنى دهغوى کره ميلمه دى نو نژدې ماښام يې ټيليفون راوکړ-  بي بي درڼا له وېرې خوله ونه خوزوله - برښيناته يې وويل چې څه شېبه وروسته زنګ راووهي -
رڼا يې دملا ددرد په ګوليو پسې مارکيټ ته ولېږله چې تروريې لمبلي او ملايې بادونيولى - رڼا هم لاړه درڼا له تګ نه څه شېبه نه وه تېره چې دبريښنا ټيلفون راغى -  ملغلر ې ترور دميړني په صفتونوخوله خلاصه کړه اوبريښناته يې مشورې پيل کړې-  لومړى يې ورته هدايت ورکړ چې ښې ښې جامې ځانته جوړې کړي اوښکلي ښکلي رنګين عکسونه راوليږي ،  وروسته دميړني رضاکول دبي بي اوددې کاردى  هغې هم ورسره ومنله –
                                                .........................................................
                                                         نوولسم  څپر
بريښنا دخپلو تصويرونولپاره ښايسته ښايسته جامې برابرې کړې اوښکلي پتلونونه يې واخيستل - هومره چې ارايشګاه ته هم پکې لاړه او دخپلو تصويرونولپاره يې ديو فوتوژورنالست سره هم خبرې کړې وې - دسمندرپه غاړې  دمستوڅپو ترڅنګ،  بيا دخپل سور رنګي موټر خوا ته اودښار په يوه ښکلي پارک کې پرچوکۍ باندې دکېناستوپه حال کې بل عکس يې په يوډېر لوکس رستورانت کې دډوډۍ خوړولوپه حالت کې-  وروسته دخپل خوب په کوټه کې ، دخپل خوب په تخت باندې او وروستى تصوير يې  دفوټو ژورنالست په مشورې سره سم دکمپيوټر دميزترشا وويست -  ګينټه لاتېره نه وه چې له چاپ نه يې راوايستل  اودخپلو تصويرنو په ليدلو ډېره خوشحاله شوه - هغه بلکل بدله شوې وه -له يوې زړې پېغلې نه يوې پخې پېغلې ته پاتې کېده   -
بي بي پخلنځي کې له ملغلرې سره دغرمې لپاره  پخلى کاوه اودبريښنا اوميړني دکوژدنې لپاره يې سره پلانونه جوړول - په خواږه مجلس سره لګيا وې چې په ټيليفون باندې زنګ راغى -
- هلو
- مورې سلام ....
- وئ  برښينا جانې! عمر دې اوږد دى همدا اوس مې له ترورسره دې يادولې ، څنګه يې خيريت خو و؟
- هسې مورې ترورمې څنګه ده  ؟
- ښه ده  سلام درته کوي -
- مورې ماخودترور په خوله باندې وکړل  ښايسته ښايسته عکسونه مې واخيستل - درڼا په ادرس يې درليږ مه ډاريږمه چې پټ يې نه کړي  -
- نه ولې به يې پټوي ( اجستر)  يې که ...
- ښه مورکۍ راجسترکومه يې  ترورمې شته ؟
- هو واخله ورسره خبرې وکړه -
- ترورې !  څنګه يې ؟ چې خپه نشې زه خولرې يمه رڼا دچا پروانه کوي -
- نه زويه ! خداى دې په خيرسره راوله،  هلک مې ډېر خوښ شو - خداې دې قسمت ورسره وکړه،  ته دې له خېره عکسونه راوليږه زه به دې له مورسره ديوه لوې دم ګر کره لاړشمه - هغه داسې تاويز راکي چې ټک وپتره به وي  -
 - سمه ده-  زه به له خيره ډالرې هم درولېږمه دپيسو غم مه کوئ ،  بس نورستاسو کاردى  - مورته مې ووايه چې له رڼا نه پټ دهغه دموبايل نمبرواخلي ، کله چې زما عکسونه درورسېدل ،  رڼا چې ښوونځي ته تللې وي ، تاسوبه دټيليفون غوږۍ لاندې کېږدئ ،  زه به هغه ته ټيليفون وکړمه ،  ورته به ووايمه چې زمونږ دکورنمبرمصروف راځي که يوځل کورته لاړشې زما ضروري کاردى له مورسره مې بيا چې درغى تاسوبه ورته زما عکسونه وروښايئ - 
له اوږدو خبرواترونه وروسته  بريښنا له خپلې ترور اومورسره خداى په اماني وکړه - ملغلرې ترور بي بي ته وويل چې دلته پېښور کې يولوى نجومي دى  په اشنغرۍکې پاتې کيږي  جان محمد سرحدي نوميږي  نو که دې خوښه وي نن خورڼا هم له غرمې نه وروسته هغه بلا وهلي ځاى ته ځي نو زه او ته به وخت له لاسه نه ورکوو،  ولاړې به شو ترڅو رڼا راځي کاربه  مو يوڅه کړى وي  - ولې چې دعکسونونه مخکې زما اوستا تګ جان محمدسرحدي ته ښه دى  - بي بي هم ورسره ومنله  -
بي بي ته دجان محمد سرحدي ځاى او ادارس نه وومالوم خو ملغلره چې کله پېښور کې پاتې کېده ، هغه دخلکوپه اصطلاح دجان محمدسرحدي پخوانۍ ګاکه وه ، تل به يې دخپل زوى  توريالي لپاره له همده  نه تاويزونه اوڅاښتونه وړل - له غرمې ډوډۍ نه وروسته دواړه خويندې په ټيکسي کې کېناستې اودجان محمد سرحدي په لوري روانې شوې -
                                       .............................................................


                                                            شلم څپر
                                     
  رڼا نن په سندري  رنګو جاموکې ترنورو ورځو ډېر ه ځلېده-   دميړني سره يې دغرمې دډوډۍ ترخوړلو وروسته دواړه دګرين هاوس په لوري  چې دڅوانجوګانو سيمينارورکې جوړېده وروخوځېدل  - درڼا لپاره داپه ژوند کې لومړى ځل و،  چې داسې په ډاګيزه له يوه ځوان سره خواپه خوا يوې لويې غونډې ته روانه وه - ميړنى هم خوشحاله و اوهم خفه -خوشحاله په دې و چې له رڼا غوندې جنۍ سره روان و اوناني پشان ډېر ياران يې سوځول  خوخفه بيا په دې و چې جنۍ چندان په سر کې نه ده ليونۍ غوندې ده نه چې سبا ورځ ورڅخه په شا شي اودى په ډاګه وولي -  دميړني په شان کټ مټ اندېښنې درڼا زړه ته  هم لارې موندلې وې اوپه سوچ کې روانه وه - ميړنى پوهېده چې نانى به ضرور سل په سلو کې راغلى وي ولې هغه ورته يوه ورځ مخکې ددې غونډې په اړه په ټينګه ټيليفون ورته کړى و- چې راديو ته ورڅخه رپوټ جوړکړي-  په همدې سوچونوکې لاره لنډه شوه اودواړه ګرين هاوس  ته ورسېدل - کله چې دويم پوړته پورته شول نو غونډه پيل شوې وه - مخکې له دې چې دغونډې صالون ته سره دواړه ننوځي ،  ميړني خپل ويښتان سره سم کړل اوله خپله بيک نه خپله ډايري يې  راوويستله اورڼا ته يې ورکړه- ا ووې ويل :
- ګرانې !  داواخله ،   هلته بيا لاس ترځنې مه کېنه مهم  ټکي راته يادښت کړه -
- ډېر ښه ،   زما ويښتان خو سم دي ؟
- هو بل کل  ،  زه څنګه ؟
- ته هم پوره برابريې -
ميړنى مخکې اورڼا ورپسې صالون ته ننوتل - په غونډه کې راټول شوو ميلمنو ټولو ددوى په لوري راوکتل - په يوه قطارکې څوچوکۍ خالي پاتې وې رڼا اوميړنى دواړه خواپه خواسره کېناستل ، څوکسانو دسر په اشارې سره له رڼا اوميړني سره سلام وکړ -
ديوې انجومشر غونډې ته مخامخ ولاړو اودخپلې انجو ددندو په اړه معلومات ورکول اوخبرې يې کولې - درڼا سترګې په لومړي قدم کې په ناني ولګېدې او وروسته يې په روبينې چې په ښوونځي کې  يې سره يو ځاى په کابل کې لوست کاوه اوتل دښوونځي ددورې  رقيبه اوددې سخته مخاليفنوکې راتله ، سترګې  ولګېدې خوباک يې پرې رانه وړ ، دميړني ناڅاپه پام شو چې نانى دسترګو لاندې پټ پټ رڼا ته متوجه دى ، نو په هغه ډايري  کې چې رڼا ته يې  ورکړې وه ،  راواخيسته اورڼاته يې داسې وليکل :
- نن به ددې خلکوډېره ګرمي کيږي -
 رڼا ته يې ډايري ورکړه ترڅويې ولولي  رڼا ورته وليکل  :
- ولې  ؟ دلته خوارکنديشن هم لګېدلى -
- داچې ته زما په خواکې ناسته يې که دوى دروسيې په سايبريا کې هم وي نوله ډېره جوشه به پرې خولې راماتې وي -
- له خدايه مې هم داسې غو ښتي دي -
- خو د نر لور يې کنه  -
- رڼا !  دې روبينې ته دې پام دى ؟
- هو ، په دا پيته پوزه ، لنډه ونه  ،خو ځان ورته بيا هم د افريقا دحسن ښاپيرۍ ښکاري  -
- يره ، په بلا يې ووله اوريدلي دې نه دي چې ، نه دې رنګ شته نه دې ونه ، بلا دې په دا درې چارکه ----
هلته د اينجو مشر دخپلو فعاليتونو په اړه خبرې کولې او ځان او اينجو يې بړه بړه معارفي کوله ،  خو دلته دغه دوه ورک ليوني مينان په ګرم چيټنګ اخته ول  - او د اينجو مشر هم انګېرله چې نن ميړنى لوى راپور تاژ جوړول غواړي نو د کومک د پاره يې رڼا هم راوستلې ده -خو خبر نه وو چې ميړني نن بل رنګه ګلان اوبه کړي دي -
غونډه دميړني اورڼا په خوږو چټنګونو پاى ته ورسېده - دغونډې ګډون وال ټول لاندې صالون ته دچايو دناشتا لپاره راکښته شول - ټولو ګډون والو په نوبت سره درڼا اوميړني سره روغبړوکړل - ميړني خپل ميني ډيسک له بيک څخه راوويست اوداينجيوګانودمشرانوپه لوري وروخوځيده ترڅوغږونه راواخلي ولې چې ډېرې خبرې خو دچټنګ په لوبه کې ورڅخه تللې وې -
رڼا ته يې وويل چې له خوانه به يې نه خوځيږي - رڼا لاستړمشې سمه نه وه خلاصه کړې چې ديوې مجلې مسوول مدير پرې غږ وکړ اوخپل څنګ ته يې ځاى ورته خالي کړ ترڅورڼا ورسره کېني اوچاى وناشتا وکړي - رڼا هم مجبوره شوه لاړه - درڼا خوا ته ناني هم له موقع نه استفاده وکړه ، ځان يې ورورساوه اورڼا ته يې دچايو خدمت ترسره کړ-  دشېدونه يې ورته پياله ډکه کړه،  کباب اوبيسکټ يې ورته مخې ته کېښودل -  مسوول مدير اوناني رڼا په خبرو کې راتاوکړه اودليکنو اوشعرونوپه اړه يې  سره مرکه راتوده کړه - ميړنى په خپلو مرکو کې راګير و، خوچندان يې خوند نه ورکاوه،  له څوکسانونه يې خبرې راواخيستې اودرڼا په لوري راغى -  رڼا ته يې اشاره وکړه چې راولاړه شي خونانى يې په اشاره پوه شو مخکې له دې چې رڼا له ميړني سره راووځي نانى ورته دګرين هاوس  په دروازه کې شا سلامي ولاړو-  نانى نن په رڼا باندې له سره هم تېر و،  ميړنى خويې لادپخوانه بدراته خونن يې دومره له پامه بد شو ته به وايې چې شرين پلاريې وروژلى -  ميړني اورڼا چې نانى وليده نوميړني رڼا ته وويل  :
- له دې جنجال نه اوس څنګه ځان خلاصوو -
- خيرته يې غم مه کوه ماسره يې چاره شته  ،  مخکې له دې چې په لاره راسره روان شي ورسره خداى په اماني به وکړو - همداسې هم وشول خوترټولو ترخه خاطره داوه چې رڼا نن دلومړي ځل لپاره دميړني په مخ کې ناني ته وويل  -
- نانيه  وروره !  دخداى په امان  مونږ ځوچې پر مونږ ناوخته ده -
دورور دکلمې په اورېدو دناني په تندي يخې خولې راغلې  اوسړې تبې واخيست –
                                       نوربیا ...........................