ديارلسم څپرکی
رڼا بي بي ته ډالرې ورکړې -  بي بي وليدل چې رڼا ځانته څه نه دي اخيستي په زړه کې يې اندېښنه راولاړه شوه نه چې دوږمې سره نه ده تللې ورته ارمان ورغى چې کاشکې داورسره تللې واى بيا يې په زړه وروګرځېدل چې دابادۍ راديو دفترته خوبه نه وي تللې نويې وپوښتل
-  ولې دې ځانته جوړې وانه خيستې ؟
- هسې وږمې راسره ډالرې ولېدې ماويل چې ورته دکومې جوړې تمه په زړه کې راپيدانشي بيا به يې غواړي اوزما دجيب پېسې دومره نه وې -
-  ميړنى دې وليده ؟
-  نه،  ولې ټيليفون يې کړى و؟
-  نه نه ولې ته راديوته نه وې تللې ؟
- څه مې کول ، وږمه راسره وه هغې ته مې تراوسه نه دي ويلي ،خداى خبر چې کارمې کيږي اوکه نه ؟
بي بي ډالرې وشمېرلې هغه يې په ځاى کړې رڼا ورته پلمه وکړه چې ترغرمې پورې دوږمې کره وه هغوى ميلمانه درلودل دهغې دمرکې لپاره خلک راغلي وو نووږمه نشواى ورسره تللې-  له ځانه يې هلک اويوه کورنۍ راپېداکړه او کيسه يې رابرابره کړه ترڅوشک يې په يقين بدل شي دبي بي يقين راغى چې جنۍ خو له وږمې سره تللې ده هغې ته يې يوګيلاس سوړ شربت جوړکر اورايې وړ، د رڼا مخې ته يې کېښود بي بي رڼا ته کړل :
-  دلته يې ټيليفون نه وکړى ، ډېر انتظارمې وويست -
-  ولې دڅه لپاره ؟
-  هسې چې ورته ووايمه سباته مونږکره راشي ستا غم راسره دى چې له معلمۍ نه خلاصه شې
- نه بي بي داسې راته ښکاري چې دکاسې لاندې کومه نيمه کاسه ده ته څه سوچ کوې چې داجينګو ميړنى به مې خوښ شوى وي -
والله که په داسې اسانۍ رانه خلاصه شې اوغوږونه دې په کرارشي  داخوبونه دې له سره وباسه زما داپېښور له بلا نه هم بدراځي ټوله شپه او ورځ په دعايمه چې کله به په يوه لندني باندې برابرېږمه خوزه دبرښيناا وجمال غوندې بيوفانه يمه تاهم له ځانه سره بيايمه -
رڼا په کړس کړس وخندل خوبي بي تررڼا لويه مکاره وه هغې کله داسې په اسانۍ سره خپل پلا ن افشا کاوه رڼا په مزه مزه خپل دشربتوپياله نوش جان کړه اودټيليفون خواته ورغله :
- ښه بي بي جانې اوس به ميړني ته ټيليفون وکړمه څه ورته ووايمه ؟
_ زه څه پوهېږمه ترما زويه ته هوښياره يې په هرډول يې چې ورته وايې ووايه ؟
رڼا دميړني دموبايل نمبر ډايل کړ بي بي يې خواته ناسته وه دڅوزنګونو نه وروسته يې ځواب واخيست  :
-  سلام ميړنى صيب  !  فکر کوم چې ډېر مصروف ښکارى  ستاسو وخت ونه نيسم  -
- نه ولې ګرانې  بله ورځ مې دډله ايزو رسنيو مضمون پارچه ده خپل نوټونه مې راواخيستل همدااوس په يونيورسټۍ کې هغه ځي ته ور روان يمه چې زه اوته سره تېره ورځ ناست وو هلته به خپل نوټونه ولولم -
-  ښه ډېرښه مورمې ښه ده سلامونه درته کوي ترڅنګ مې ناسته ده -
-  موردې په بلا ويمه ،  دظالم لور سمه دآى  ايس  آى جاسوسه ده ،يوه شېبه دې هم نه پريږدي
-  والله ته ډېر پرې ګران يې زړه په زړه ائينه ،ماويل که سباته وخت لرې نومورمې درته ډوډۍ کړې مونږکره به راشې - هوريښتيا ميړنى صيب  زما کارونه څنګه شول له مرکزي دفترنه مو احوال نه دى راغلى ؟
-  بيغمه شه که هلته مقرره نه شوې  نوما خوخپله سکرتره مقرره کړې يې _
بي بي رڼا ته وويل :
-  ته اوس دخپل ځان غم مه خوره ورته ووايه چې راځي اوکنه ؟
-  ميړنى صيب سبا ته به راشې اوکه څنګه ؟
-  ولې نه ته په پښو وايې زه به په هوا درشم -
- نه دتکليف خبره نه ده که ريښتيا راباندې وايې نوزما مورته خپل زوى وريادشوى اودهغه مينه په تاماتوي -
- داسې مه وايه بسم الله که دظالم لورې که نه بيا خوبه خوراو، ورورشو  ګوره له ياده دې ونه وځي دشپې  په دولسو بجودرته زنګ وهمه -
-  ښه نوسمه ده دخداى په امان -
درڼا په وروستۍ خبرې بي بي ښه خوشحاله شوه رڼا ته يې مخ واړاوه  :
-  ياره ښه هوښياره يې رښتيا چې ماته دجمال غوندې ښکاري -
- زه څه پوهيږم چې جمال غوندې ښکاري اويا .......... خوسړي ته مې ښه بانه وکړه نوردې زړه -
دشپې دولس بجې راروانې وې خداى خبر نن شپه بي بي له جاى نمازله سره نه پورته کېده شاپه شا يې نفلونه کول - درڼا زړه دميړنى دټيليفون لپاره وارخطا وو دبي بي فشاربه تل ټيټ و- رڼا له لنډسوچ نه وروسته لاړه المارۍ يې خلاصه کړه اوغلې يې دوه دخوب ګولۍ راواخيستې  خوږ سوړ شربت يې جوړکړ بي بي چې سلام وګرځاوه نويې مخې ته کېښود-
- بي بي رنګ دې راته ښه نه ښکاري چې فشاردې ټيټ نه وي داشربت وڅکه اونورخپل لمونځونه کوه  -
بي بي هم پرته له خبرې دشربتو پياله په سرواړوله لا څلورم وارسجدې ته کښته شوې  نه وه چې سر ورباندې دروند شو پاتې لمونځ يې په مشکل سره وکړ، سلا م يې وګرځاوه اورڼا ته يې وويل  :
-  زويه  ! ماته ځاى راسم کړه چې چې ښه خوب راباندې راغى -
 لس دقيقې لاتېرې نه وې چې بي بي په ښه درانده خوب وېده وه اوخرهارى يې دټيليفون له غوږۍ نه دميړني ترغوږه رسيده - رڼا اوميړني دشپې تردريو بجوپورې ځانونه په مجلس اوخبرو ښه ستړي کړل -  وارپه واربه يې درڼا په دې ټوکې چې په بي بي يې عملي کړې وه سره دواړو خندل ، شپه په مزوکې روانه وه،  بي بي خوبونه ډزول اوميړني له رڼا سره دنيموشپوله خبروخوندونه اخيستل  -
                      .....................................................................................
                               څوارلسم څپرکی
                             
پس له دريوومياشتورخصتۍ نه درڼا ښوونځى اودميړني ازموينې پيلېدل - رڼا خوشحاله وه له يوې خوا، دبي بي له جنجاله خلاصېده اوله بلې خوا ميړني ورسره ژبه کړې وه چې دازموينې په پاى کې به ورسره کوژده کوي درڼا له پښو زولنې خلاصېدې - هغې پرته له پلمونه کولاى شول چې له خپل ميړني سره په ډاډه زړه هره ورځ وګوري اوهمدارنګه په خپلو زد کوونکوپسې هم ډېره خپه شوې وه -  رڼا اوس په پخلنځي کې وه دغرمې لپاره يې څه پخول وروسته ښوونځي ته تله-  بي بي دتازه شيدو لپاره دکورسره نژدې مارکيټ ته تللې وه - په ټيليفون باندې زنګ راغى رڼا غوږۍ پورته کړه :
- هلو
- سلام ګرانې څنګه يې ؟
- سلام ته څنګه يې ؟ خوب دې پوره شو اوکنه دشپې ډېر سره وغږېدو -
-  هو له تانه وروسته مې درس نشو ويلى ويده شوم اوس راته دعاکوه چې ازموينې ته روان يمه -
-  ولې نه زما دعا تل ترتله درسره ده -
- ښه ګرانې اوس نوځم له ازموينې نه چې خلاص شوم بيا ټيليفون درته کوم -
- سمه ده دخداى په امان -
رڼا لاغوږۍ نه وه اېښې چې له پخلنځي نه دبي بي غږ راپورته شو -
- خداى دې ځوانيمرګه که چېرته ورکه يې اوس ښه شو تورې بنګړيوالې دې مخ درتورکړ :
-  ولې بي بي دغه ده درغلم -
-  مانه درته ويلې چې داخداى ويلې له کوره ورکه کړه خوپه تاباندې له مانه هم ګرانه ده ټوله غوښه يې وخوړه څه دې کول ؟
- هسې داوتو ساکت مې له برق نه ويست چې ونه سوځيږي -
- ښه ښه اوس به څه پخوې زه خوديګى نشم کولاى -
-  خيرده يوه ورځ به يې سپوره وخورو -
- ولې نه اوس دې بيا ښوونځى پيل شو که خداى کول هره ورځ به همداحال وي -
رڼا ته دښوونځي پيل کېدل دنوروکلونوپه شان خوندنه ورکاوه دومره دپخواپشان خوشحاله نه ښکارېده زرمينې او وږمې هرڅومره ورسره ټوکې ټکالې کولې خوپه رڼا کې خوند نه وپاتې -  رڼا اوس بدله بدله ښکارېده،  زرمينې وږمې ته وويل :
- جنۍ !  ولې داسې خپه خپه ښکاري ؟
- ميرې به يې بيا ورته څه ويلي وي ؟
- راځه چې ترې وپوښتو چې خبره کوم ځي کې ده ؟
زرمينې هرڅه درڼا خوله لټوله خوبريالۍ نشوه چې په څه باندې پوه شي  په مات زړه دوږمې خواته ورغله هغې ته يې وويل چې په جنۍ خوڅه اثرشوى خداى خبر چې دبنيادمانودى که دپيريانو- که نه نو کله هم داسې خاموشه اوچرتي نه ښکارېده -  درڼا دې حالت زرمينې اووږمې ته وسوسه راپېداکړه اودواړه په دې لټه کې شول چې څرنګه دغوټې سر راپېداکړي _
په رڼا نن ورځ په ښوونځي کې ډېره اوږده اوسخت انتظارنه ډکه تېره شوه - نه ښوونځي ورته خوندورکاوه اونه دزرمينې او، وږمې ټوکو ټکالو ، هغه سهارنۍ خوشحالي يې اوس نه محسوسوله -  درخصتۍ شېبوته په انتظاروه چې کله به له ښوونځي نه وځي اوميړني ته  به ټيليفون کوي _
په ډېرې بې صبرۍ سره هغه شېبې راورسيدې -  رڼا نن له زرمينې او ، وږمې سره دبسونو ترتم ځاى پورې دپخواپشان يوځاى رانغله،  هغوى ته يې يوه پلمه وکړه اوځان يې دښوونځي سره نږدې پي سي او ته ورساوه  اوميړني ته يې ټيليفون وکړ -  په ټيليفون کې سره وغږيدل اوديوبل سره دليدوتم ځاى يې وټاکه - وروسته رڼا کورته هم زنګ وواهه بي بي غوږۍ پورته کړه :
-  رڼا !  ته يې ؟  ولې زويه خيريت خودى ؟
- بي بي نن زه مازيګر کورته راځمه زمونږ دښوونځي ټولو معلمانو فيصله کړې چې ډوډۍ په ګډه دباندې يوځاى خورو -
- زويه  ! تروردې له کابله راغلې  دتا دملګرې فرحناز خط يې هم راوړى دى -
- ښه سمه ده زه اوس ځمه چې معلمانې راته منتظرې دي -
- ګوره وختي راشې چې هغې خوارکۍ شپه په جلال ابادکې کړې ده ډېره ستړې ده ډوډۍ به وختي وخوري او ارام به وکړي -
- سمه ده سمه ده دخداى په امان -
او اوس رڼا ميړني ته مخامخ دهوټل دډوډۍ دميزترشاناسته وه - ميړنى هم خوشحاله ښکاريده هغه نن خپله پارچه سمه ورکړې وه له خپلې ازموينې نه راضي ښکاريده - رڼا دخپلې ملګرې فرحنا ز دليک اودبي بي دخور دراتګ زېرى په ميړني وکړ دفرحنازپه اړه يې وويل چې دکابل په کورنۍ جګړې کې دوى له يوبل نه ورک شوي ،له هغې ورځې نه چې رڼا پېښورته راغلې له فرحنازنه خبره نه ده چې چېرې ژوند کوي خوهغه درڼا يوه خوږه اوښه ملګرې ده رڼا اوس دفرحناز دصفتونو دسترخوان دهوټل دميزپه سر اوارکړى و- دخپل ماشومتوب خاطرې ، دفرحنازسره لوبې اونورې ډېرې خوږې ترخې يې را اخيستې وې ميړني هم په مينه ورته غوږنيولۍ و- که څه هم داکيسې ورته جالبې نه وې خورڼا ورته ترحده زياته ګرانه وه نوپه دې خاطر دهغې هره خبره له مرغلرو نه هم  ورته قيمتي وه _
په رڼا باندې دترور راتګ دومره ښه نه وه لګيدلې  خودفرحناز دخبرپه راوړلو يې زړه خوشحاله و-  ميړني ته يې وويل چې دبي بي خوريې له بلا نه هم بده راځي له يوې خوا اودسونه ډېرکوي اودبلې خوانه داميتابچن فلمونه يې زيات خوښيږي - نودامجبوره ده چې هرماښام هغې ته يوفلم راوړي اوبله داچې نوره به رڼا هره شپه د ميړني سره په ټيليفون دنيموشپو ډاډه خبرو لپاره د دووپه ځاى دخوب څلورو ګوليو ته اړتيا ولري  -
مازيګر راروان و- رڼا نوره مجبوره چې له ميړني نه جلاشي اونوره کورته لاړه شي ، دميړني هم زړه نه غوښتل خوهغه نن ماښام يې بايد دبل مضمون لپاره تيارى نيولاى واى  چې ازموينه يې لږ څه مشکله وه - دواړودنيموشپو دخبرو په هيله له يوبل سره مخه ښه وکړه  -

                    ............................................................................... 
                             پنځلسم څپرکی
ملغلرې ترور رڼا څووارې په مخ ښکل کړه اوخپل څنګ ته يې کښېنوله دملغلرې ترورپه زړه خداى خبرڅه وګرځېدل بي بي ته يې وويل :
- دانجلۍ ولې دومره ژوبله شوې ده هغه بل وارې چې راغلې وم ښه وه دومره ژوبله نه وه مريضه خوبه نه وي ؟
- نه بابا  داخپله ځان خواروي وايي چې (رسمات )شمه نن سبا ټولې جنکۍ ډوډۍ نه خوري نرۍ ملا ، دمخ هډوکي راوتلي ، سترګې ننوتلې ، ډانګ ډانګ لينګي اوسيخ سيخ لاسونه خوښوي -
- توبه توبه خدايه ! نجلۍ خوډډه اوپسته ډکه پکه ښه ښکاري نه لکه دډول لرګى ،  رڼا له ملغلرې ترورنه دفرحناز په اړه وپوښتل  :
-  بي بي راته ويل چې دفرحنازخط دې راوړى چيرته وه ؟
- په موکرويانوکې،  هغه زما ليورثواب ګل خوپېژنې؟  هغوى ته مخامخ يې کوردى يوه ورځ يې دثواب ګل دوى په دروازه کې وليدمه خوارکۍ وې پېژندلمه بيا يې ستا ډېره پوښتنه وکړه اوس چې راتلمه نوډېر يې راته وويل چې داخط به درته رسوم -
رڼا دفرحنازليک دملغلرې ترورنه واخيست اوپه لوستلويې پيل کړ دهرې کرښې دلوستلوسره رڼا لپې لپې اوښکې تويولې-  فرحناز په ليک يې دخپل واده اوديوې لورذکر هم کړى و- دخپل کوردټيليفون نبمريې ورته ليکلۍ و- اورڼا نه يې په کلکه غوښتنه کړې وه چې خامخا ورته ټيليفون وکړي - رڼا څووارې ليک ولوست او وار، واربه يې ورته ژړل - دبي بي نورزړه ورته تنګ شومخ يې ورواړاوه :
- جګه ليونۍ ! دومره ژاړې له مارکيټ نه يو ټيليفون کارت راوړه اوټيليفون ورته وکړه زړه به يې نورهم خوشحاله شي -
- ښه ځمه اوس دماښام ديګى وکړمه اوبيابه لاړه شمه -
-  نوردې زړه چې هرڅه کوې ګوره پام کوه چې بنګړيواله دې بيا غوښه ونه خوري -
- دابنګړيواله څوک ده ؟
- هسې توره پېشو ده چې رڼې پرې له نازه توره بنګړيواله نوم اېښى دى-  خورې ! څه به درته وايمه په رڼې دومره ګرانه ده چې دقصابۍټولې غوښې يې پرې وخوړلې اوس به  راښکاره شي -
-  وئ خورې  ! څه يې کوې جنۍ ده بل څوک خونشته چې رڼه ورسره پام غلط کړي پرېږده يې -
- ټوله ورځ يې پورته پورته اچوي له مونږ نه دهغې قدرډېر دى که مې وارپرې برابر شو نوپه خلطه کې به يې واچومه اولرې به يې په کومه کنده کې خطاکړمه چې بيا هېڅ لاره دکورپېدانه کړي -
بي بي اوملغلرې همدابحسونه راخيستي وو اورڼا په پخلنځي کې دماښام لپاره تيارى نيوه _ دماښام تربانګه وروسته رڼا له پخلي نه وزګاره شوه - دفرحنازټيليفون ته يې تلوسه وه لاړه له کورسره نژدې  مارکيټ  نه يې دټيليفون کارت راوړ اوفرحنازته يې کابل ته زنګ وواهه -
رڼا له فرحناز سره په ټيليفون کې ښې ژړاوې وکړې وروسته له ډېرو کلونويې يودبل غږونه واورېدل - رڼا ورته دپېښوردکورپوره ادرس ورکړ اوپه کلکه يې ورڅخه وغوښتل چې خامخا دې په دې لنډو ورځوکې پېښورته راشي -  فرحناز ته چې رڼا ترځانه هم ډېره ګرانه وه ورسره يې ومنله - بي بي هم فرحناز سره خبرې وکړې اوزړه نازړه يې ورته ستونه وکړل چې پېښورته له خپل خاوند سره راشي ولې چې اوس دپېښور موسم هم مخ په ښه کېدودى اوګرمي نوره خلاصه ده -
رڼا نن دفرحنازدغږ په اورېدو ډېره خوشحاله وه،  دماښام له ډوډۍ نه وروسته دجمال ټيليفون راغى رڼا ورباندې دترور زېرى وکړ - خوجمال له ترورسره ډېرې لنډې خبرې وکړې له دې وېرې چې نه بيا دډالرو غوښتنه وکړي خوله خداى پاماني نه مخکې بي بي له جمال نه غوښتنه وکړه چې برښينا ته ټيليفون وکړي اودترورزېرى پرې وکړي چې خپلې ترورسره خبرې وکړي-  دجمال ټيليفون قطع شو اونيمه ګېنټه نه وه تېره چې دبريښنا ټيليفون راغى -برښينا له خپلې ترورسره ډېرې خبرې وکړې -  تروريې دخپلې دټوخي اوسينه دردۍ نه شکايتونه وکړل - بريښنا په بي بي اورڼا وظيفه کېښوده چې تروربه خامخاد ډبګرۍ يوښه اوپوه ډاکټر ته به ښکاره کوي  اودوابه ورته اخلي له ټيليفون  نه وروسته ملغلره ترور بريښنا ته لاس په دعاګانوشوه-  له يوې خوايې زړه نرى شوى و، ژړل يې او له بلې خوانه يې بريښنا ته پڼده پڼده دعاګانې کولې -
شپه له دولسوبجونه اوښتې وه  بي بي اوملغرې دکابل دسختيو کيسې راخيستې وې- رڼا ته هم خوب نه ورته اوميړنى يې ترسترګو سترګو کېده دخپل دمشغولا لپاره دلنډوکيسو يوکتاب يې راخيستى و- چې په ټيليفون باندې زنګ راغى رڼا پوه شوه -چې ميړنى دى نودبي بي نه يې واردمخه کړ اوغوږۍ يې پورته کړه -
- هلو سلام ! زرمينې  ! څنګه يې خيريت خوبه وي چې په دې ناوخته کې دې فون وکړ ؟
- څه وکړم ګرانې خوب نه راځي هغوى فکرکوم چې لاخوبولي شوي نه دي ؟
- نه بابا .....
- ولې ګولۍ دې نه دي ورکړي ؟
- نه تباشير يوه دانه پاتې و- ماښام  ډېره مصروفه وم پام مې نه شو چې له مارکيت نه يې واخلم -
- والله ګرانې نه خوب راځي درس ته مې هم ډډه نه لګيږي -
- خير ګزاره به کوو  سبا ته به له ښوونځي نه وروسته خيبربازارته دواړه لاړې شو کتابونه تباشيرونه اوټول شيان به په کرارې سره واخلو سمه ده دخداى په امان -
بي بي  په غوصه کې وويل :
- دزرمينې په دې نيمه شپه کې څه فرمايش و-
- همداسې ويل يې چې سهاربه زه وېده يمه اوس يې ټيليفون وکړ چې کورکې ووايه چې سبا ته له ښوونځي نه وروسته خيبر بازارته ځو اودښوونځي لپاره دقرطاسيې مواداخلو -
رڼا نور دميړني له خوا زړه راټول شو په خپل خوب ځاى کې غزېدلې وه اودميړني په سوچونوکې تللې وه -بي بي اوتروريې هماسې په خپلوخوب ځايونو کې ناستې وې اودکور اوکلي کيسې يې راخيستې وې -
ملغلرې بي بي ته اشاره وکړه چې رڼا وګوري چې ويښه ده که وېده رڼا ځان په خوب اچولى و- بي بي وليدل چې درڼا سترګې پټې دي نووې ويل :
- خواره وېده ده -
- خورې څنګه خلک ورپسې راځي اوکه نه ؟
- هوڅنګه نه راځي خودايې نه کوي  کاشکې چې ددې په ځاى بريښنې پسې راغلي واى هغه راته په کور زړه شوه -
- کوم انډيوال خوبه نه لري چې طلبګارانو ته ځوابونه ورکوي -
- والله که ؟  يواځې مکتب ته ځي راځي ماورته پوره پام دى دکورټيليفونونه هم څارمه پرته له مجلو اواخبارنونه بل ځاى ټيليفون هم نه کوي اونه له بل ځاى ورته ټيليفون راځي -
- ځه ښه ده دنن زمانې جونکۍ ديوه په ځاى څلورڅلور انډيوالان ساتي-  وايي ځه يونه يوسره خوبه واده وکړمه -
- نه داښه ده خوډېره خشک خلقه ده جنګونه ډېر راسره کوي نوره داسې بده نه ده -
بي بي اوملغلرې بېرته دکلي اوکورکيسې راواخيستې اورڼا نوره دخوب دنياګۍ ته تللې وه -
                                                                         نور بیا .........................