یوڅو هایکو ګانې
(۱)
دکایناتو د تخلیق مالکه !
دکربلا تندې اخیستي یو مونږ
یو د رحمت باران خو ، ووروه
(۲)
یوې جینۍ پرون ملا ته ویل
په غټه خېټه دې چینجي ولګه
سره د ږیرې ماته سترګه وهې
(۳)
راته یې ست د سرکو شونډو وکړو
ما به ترې څه رنګې انکار کولو
زه څه یوسف علیه سلام خو نه وم
(۴)
ږیره زما واک د ملا دی ګینې
شیرینې تا باندې پیرزو مې نه شي
چې د حلوا مینځ کې ازغي درکړمه
(۵)
دهماسیوری دې پر سر دی کنه !
عامره تاته یې چې لاس درکړی
دغه سپېڅلی قلندر دی کنه