بنګړیواله (یوولسم) او ( دولسم ) څپرکي
سهاروختي دټيليفون په پرله پسې زنګونو رڼا له خوبه پاڅېده – ددې له جګېدو نه مخکې بي بي وخته دټيليفون غوږۍ پورته کړه اوپه خبروشوه نو رڼا ته معلومه شوه چې دبريښنا ټيليفون دى نو هيڅ سر يې ورپسې ونه ګرځاوه- لاړه تشناب ته ترڅوخپل مخ اولاس پرې وينځي - ښه شېبه يې په تشناب کې تېره کړه چې راووته بي بي لاهماغسې په ټيليفون کې خوږه خوږه لګيا وه- ځان يې بې تفاوته ونيوه اوخپل سينګارميزته ودرېده، دوېښتانو برش يې راواخيسته چې بي بي پرې غږ وکړ:
- رڼې ! راشه بريښناګۍ ده، قلم اوکاغذهم راواخله چې دحوالې نومره درکي -
- بريښنا زما اوستا دخداى په امان ، رڼې واخله ورسره خبره وکه ......
- بريښنا سلام ......
- سلام رڼې ! څنګه يې ژوند څنګه تېر يږي ؟
- مننه ، ته څنګه يې جمال لالامې ښه دى احوال يې لرې ؟
- ښه دى پرون سره وغږېدو ، سباته رخصتي ده کېداى شي دهغوى خواته ورشم - پېښورکې به اوس هوا څه سمه شوي وي ؟
- نه بابا هماغسې ګرمي مستي کوي -
- هورښتيا، پرون بي بي راته وويل چې ابادۍ راديوکې مقرره کېږې - ماپه انټرڼيټ کې واورېده، ښه راديو ده، ښې خپرونې لري -
- تراوسه معلومه نه ده ، يوچاراته ويلي ، پوره اعتماد مې پرې نشته -
- اوس د حوالې نمبر واخله ، پرون مې پېسي درليږلي- کېداى شي راروانې مياشتې کې زه په خپله پېښورته درشمه، دلته ډېره خپه شوې يمه -
رڼا دبريښنا نه دحوالې نمبر واخيست ، په زړه کې ورته شک راپېداشو چې رڼا نن په خپلوخبروکې بدله بدله ښکارېده، هغه خوکله هم دې سره دومره خوږه نه وه- په ماشوم توب کې به يې چې له دې نه ښه کافي مشره وه وخت نا وخت به يې وهله- يوه ورځ يې هم په خوږه ژبه له دې سره خبرې نه وې کړې- تردې خوبي بي ډېره ښه وه-
بي بي ته يې مخ وړواړوه :
- پرون تا برښيناته ټيليفون کړى و ؟
- ماورته له PCOنه يوزنګ وواهه چې ټيليفون راوکړي بيا مې يوڅه ډالرې راوغوښتې -
- ولې تراوسه خو دبلې مياشتې دخرڅ لپاره هم پيسې شته نوستاټيليفون ته ضرورت دڅه و؟
- ښه ده چې شته، ولې پيسې خوڅه بده خبره نه ده په کورکې ښې دي هغه څه پردۍ خونه ده چې داسې سره شوې - رڼا په خبره ورسېده چې دکاسې لاندې کومه نيمه کاسه شته چې تورمخې برښينا ګۍ هم راروانه ده - خپل سينګارميزمخې ته ولاړه وه اوخپل ويښتان يې ږمنځول - بي بي کوټې ته سبانارى راوړ، په دسترخوان باندې يې هرڅه کېښودل - درڼا دښوونځي پيلېدوته يوه ورځ پاتې وه - رڼا دځان په سينګارولو شوه ، بي بي ورته وويل :
- راځه چې چاى دې سړيږي .....
- ښه درځمه اوس به لومړى خپلې جامې بدلې کړمه چې له چاى خوړلونه وروسته په حوالې پسې به ځمه-
- اوس لا اوه بجې دي، دوکانونه اوبازارونه به کله دومره وختي خلاص وي ؟
- نه اوس خونه ځمه ، په اتو بجوبه له کوره ووځم اودوږمې دوى کره ځمه، هغه هم راسره اخلمه اوبيا دواړه ځو- زه خپلې پېسې هم اخلمه اوځان ته يوه جوړه جامې اخلمه ، کېداى شي دغرمې ډوډۍ هم له وږمې سره په بازارکې وخورمه - ته مه وارخطا کېږه، ستا ډالرې به پوره امانتې درته راوړمه - رڼا په دسترخوان کېناسته، هغې ته خداى ورکړه بانه ورته جوړه شوه نن به بيا که خداى کول ورځ له ميړني سره په مزواوچړچوکې تېره کړي - يويې سباته سخته ده چې ديکشبنې ورځ ده اوپه هيڅ پلمه ميړنى نشي ليدلى نوپه زړه به دصبر تيږه کيږدي بله ورځ ته يې ښوونځى پيل کيږي، بيا لاره چاره به ورته پېداکړي - رڼا په اتوبجوپه دې خاطر له کوره وته چې دميړني خوب به پوره شوى وي اوهغه به هم له خوبه راپاڅېدلى وي - په دې سوچونوکې وه چې دبي بي پوښتنې يې دسوچ لړۍ وشلوله -
- کاردې څنګه شو ؟
- کوم کار ؟
- دراديوکار، ميړني څه درته وويل ؟
- معلومه نه ده ، دومره يې وويل چې پوره هفته به انتظارکومه، په راديوکې به پرې مشورې کيږي اوبيا به وايي سره - که پلټونکى راخبرشو، بيا نوله راديونه لاس ومينځه - خداى دې وکړي چې ښځه يې ناروغه وي اوپه رخصتۍ تللى وي -
- داقران وهلى څه درنه غواړي ؟ چې دومره درباندې مين و، نوولې يې واده نه درسره کاوه ؟
- واده ؟ تاسودکورښځې خوټوله ورځ موبل کارنشته بې له واده، نن سبا کم خلک په واده باندې سوچ کوي، دوى خودواده پړى ديوې خوارکۍ په غاړه کې واچوي اوټول عمر ګل هوسي يې دنورونارواښځوسره وي - خپلې ښځې ته تش په يو نوم مېړه وي او بس ، بيا زه څه ورځ مې ګرځېدلې چې له داسې سړيوسره به ځان په بلا ککړومه -
- ديوې نجلۍ لپاره بله لاره نشته ، پرته له واده نه - دتا پشان ډېر ې په کورونوکې دمېړه په ارمان ناستې دي، خوار کۍ ! ترڅوبه داسې ځان ته غره يې - داسې ورڅ به راشي چې يوخر به هم درپسې نه راځي، پاتې لا انسان شو -
- بي بي څه ماغزه موخورې په دې شنه سهارکې چې ډېره راباندې تنګه يې برښينا يا جمال ته به دې ورولېږمه زه په يوازې ځان هم ژوند کولى شمه - هغه دې نه دي اوريدلى چې وايي ( افت نرسدګوشه تنها را ) مخکې له دې چې رڼا له کوره ووځي بي بي ورته وويل :
- نن مې غوښتل چې له بازاره يوڅه سوداراوړمه -
- دڅه لپاره؟ يخچال خوله ميوې اوترکارۍ نه ډک دى -
- نه ، ماويل چې سباته که خيرو ميړني ته به ډوډۍ وکړو مونږ کره به راشي -
- دڅه لپاره خيرخوبه وي -
- خيروخيريت دى، پرون مې برښيناته هم وويل ، هغې وويل چې سړى ته په خپله وګوره اوبيا رڼه ورسره پريږده چې کاروکړي له بلې خوانه مې زړه هرسان دى چې ته به چېرې کارکوې؟ ته خومسته ليلايې غم خوټول زما په سردى زه به يې له نږدې وګورمه اوبيابه دتا دکارلپاره هم ورته ووايمه - يوه بله خبره داده چې مساپردى ثواب لري که يوه مړۍ ښه ډوډۍ يې مونږکره وخوړه -
- بي بي ! ته ليونۍ شوې يې ، زه نپوهېږم چې څه څه وايې ؟ خلک به څه وايي يوه ځوان هلک ته ډوډۍ کول بيايې کورته راوړل ، داټولنه تاته معلومه نه ده ؟
- ښه چې نه يې راغواړې اونه ما خپل دابادۍ راديودپترته وړې ، نوره يوه ورځ دې هم نه پريږدمه چې لاړه سې، نوره دې خپله خوښه ....زه نپوهېږمه ، جنۍ ! هره ورځ جوړه کړې چېرې ځې -
- دپلارکره دې ځمه چېرې ځمه ....
رڼا ته اندېښنه ورولوېده که دبي بي خبره ونه مني نوبيا کارخرابيږي - دې خو ورته دروغ وېلي چې راديوځانته دفترلري خوبهتره به داوي چې دبي بي خبره ومني اوهلک ته ډوډۍ وکړي ، که نه نو خبره به رسوايۍ ته اوځي ، په دې سوچ کې شوه چې داچمچه ماره اوس په کومه اوده رامه کړي، غلې يې خواته ورغله، په غاړه کې يې لاسونه ورامېل کړل ، په دې وخت کې توره بنګړيواله هم کوټې ته راننوته اودرڼا خوا ته ورغله ، درڼا لاسونه چې دبي بي په غاړه کې امېل شوي وو، زياته يې کړه :
- ګوره ته خوددې تورې بنګړيوالې پشان راته ګرانه اونازولې يې که ته رانه داسې دميړني ځوانيمرګ په سر خپه شې نوبه زه څه کومه ،ګوره ! زه له دې خبرلوڅوګاونډيانو، نه ډاريږمه که نه زما څه ځي ډوډۍ ته پخوې اوزه به يې خورمه -
بي بي لاسونه له غاړې لرې کړل اوبنګريوالې ته يې هم يوه څپېړه ورکړه ، بيا يې وويل :
- ښه اوس ښه شوه ، دپيشو په سترګه راته ګورې لويه يې کړه زامتونه يې وباسه اخرکې درته وايي دپيشوغوندې راباندې ګرانه يې _
- ګوره ته په مينه باندې هم نه پوهيږې -
- هومانه پيشوجوړوې اوبياراته وايې په مينه نپوهيږې ؟
- هغه هدايت هدايت اوپلټونکى والله که درباندې ملامت وي په خپله پېشوګۍ يې چې په هرچا غوروهې
- ښه سمه ده ډوډۍ ورته وکړه داته دې خوشحاله بس نوره پخلا ، اشتي شو ....
بي بي رڼا دومره نه ځورلوله ورسره پخلاشوه- په دې فيصله شول چې مازيګر به ميړني ته ټيليفون کوي اودسباډوډۍ لپاره به يې راغواړي -
دبي بي مهماني نوره هم رڼا سودايي کړه - ځان سره يې انديښنه وه چې نه داپرې پوه شوي وي اوسباته هغه ته ددې په اړه بد ،رد ونه وايي اوميړنى ورځينې بيزاره نه کړي - له کوره چې راووته نوکورته نږدې يوې PCOته ورتاوه شوه اوميړني ته يې ټيليفون وکړ- ترڅو ورسره وګوري –
.............................................................................
دولسم څپرکی
رڼا له صراف نه ډالرې راواخيستې او دصدر هغه تم ځاى ته ورروانه شوه چې له ميړني سره يې وعده ايښې وه لږه فاصله پاتې وه چې په موبايل باندې يې زنګ راغى - نمبرته يې وکتل چې دميړني و- مخکې تردې چې ځواب ورکړي موبايل يې بند کړ ولې چې څوقدمۍ ته يې ورسېدلې وه - ميړنى به هره ورځ ښې ښې جامې اچولې وې خونن يې ترنورو ورځوښې جامې اغوستې وې په ټاکلي ځاى کې ولاړو اودرڼا دراتګ انتظاريې کاوه - رڼا ورورسېده له ستړې مشې نه وروسته ميړني ورته ګيله وکړه :
- دکپارلورې ! داموبايل ولې بندوې ماته خودې اندېښنه راواچوله ماوې نه چې جنۍ لاړه خرابه شوه -
- نه جنۍ به خرابه نشي په دې باور ولره خودهلک دخرابېدو وېره شته -
- څه دې وويل پوه نشوم ؟
- غم مه کوه اوس به په هرڅه که خداى کول پوه شې -
- ولې ؟ نه چې مېرې ابۍ څه درته ويلي دي ؟
رڼا دبي بي ټولې خبرې ورته وکړې اوبېوخته دبرښينا دډالرو رالېږلوکيسه يې هم ورته تېره کړه دسباورځې دمهمانۍ کيسه يې هم ورته په خوند خوند ياده کړه- مېړني چې ښه په غورسره يې درڼا خبرې اورېدلې وې رڼا ته يې اطمينان ورکړ چې دبي بي په خبرو به نه غوليږي اونه هغه دومره ساده ښځه ده چې په لومړي ملاقات کې درڼا دغيبتونو دسترخوان ورته وغوړوي -
ميړني رڼا ته دبيګانۍ شپې کيسه تېره کړه او خپلې دزړه پټې خبرې يې ټولې ورته وکړې هغوى دواړه په پارک کې په کرسۍ باندې يوبل ته نژدې سره ناست وو په خپلو خبرو اواندېښنو باندې يې کله به يې خندل اوکله به يې ژړل -
اوس ميړني ته زړه لږڅه سپک ښکارېده هغه داسې څوک موندلي وو چې دهغه دغمجنو کيسو داورېدو وړتيا يې لرله - نن ميړني ته رڼا نوره هم نژدې نژدې ښکارېده زړه يې غوښت چې ديوې شېبې لپاره يې هم له ځانه بيله نه کړي خو درڼا دخپلولولپاره څه وخت لا پاتې و-ټوله ورځ يې سره په پارکونو کې تېره کړه نژدې مازيګروچې له پارک نه دکورپه نيت سره راروان شول - ميړني رڼا ته وويل چې کله کورته لاړه نودبي بي په مخ کې دې هغه ته دسبا دميلمستيا لپاره ټيليفون وکړي - کله چې دپارک دروازې ته رارسېدل چې ميړنى پښه نيولى غوندې شو- راروان ځلمي هلک ته رڼا اوميړني په وارخطايۍ وکتل رڼا هلک ونه پېژانده خودميړني له حالت نه پوه شوه چې کوم پېژندګلوى يې دى - رڼا وپوښتل :
- زړګيه ! څوک وو ؟
- هسې دهدايت هدايت ډبله مارانډيوال و-
- چې و، و نوڅه په بلا يې وهې ! هسې دې بله ورځ ازموينې پيليږې که خداى کول يوه مياشت خواري ده -
- جنۍ له بل څه نه ډارېږم خو هغه ډېر شيطان دى ، تارانه خرابه نه کړي - هغه ته چې خبره ورسېده داسې فکر وکړه چې دنياته ورسېده -
- داسې خوده، دومره چې ته په ما ولاړيې زه هم ستا په شان يمه بېغمه کېنه زه دچا په ببولالو نه خطا وځمه -
ميړني ته درڼا عادت اوس پوره معلوم شوى و، اوليونتوب يې هم، ډېر يې ورته وويل چې په کورکې به له پوره حوصلې نه کاراخلي اودبي بي په مخ کې به بې ځايه حرکتونه اوځان به نه پويه وي- په همدې هيله چې سبابه ميړنى په خپل کورکې ګوري له يو بل نه سره جلاشول -
نوربیا ...............................