دخبرلیکنې ژورنالستیک آرونه! (دریمه برخه )
خبرکې دمعروضیت ستونزه (Objectivity) :
کوم خبرچې دحقایقوپه رڼا کې ولیکل شي او بې طرفي پکې ساتل شوي وي ،دخلکوتر منځ منل کیږې اودژورنالیزم پربنسټونوولاړوي؛ خوکوم خبرچې بې پرې نوې ،یعنې معروضیت پکې نوې، نودوخت په تیریدوخبر پیکه اوخبریال بې اعتباره کیږې ،خبریال باید دخبرجوړولوپروخت دخبرپه متن یا(لیډ) کې خپله تبصره ،احساسات او افکار وردننه نکړي ،ځکه چې پرخبر تبصرې دشنلو او څیړلولپاره مجلواو ورځپاڼوکې سرمقالې او تلویزیون کې تبصرې په همدې پار لیکل کیږې ،دخبریال کار داوي چې خپل معلومات په کمال امانتدارۍ سره له زیاتولو او کمولونه په غیرتر لوستونکیوپورې ورسوي ،له فکري اونظري بنسټیز اړخه په خبرونوکې بې پریتوب اړین دی ،انصاف همد ادی، چې خبردې په هماغه بڼه ورسول شي ،چې څنګه پیښ شوی وی ،نه په هغه بڼه چې ژورنالیست یې رسول غواړې .
(ډاکتر وزیرآغا)په خپله یوه مقاله (دخبرمحرمیت)کې لیکلې دي چې :زما په آند خبرهغه دی، چې تاسودیوې پیښې په اړه کره معلومات پرته لدې چې خپل نظر او احساسات ورګډ کړئ ،تر ما راورسوئ ،اومه داکوښښ کوئ! چې خبرته زما آند اوواند ورننه باسئ، موخه داده، چې خبرپه اصلي بڼه راوړئ ،نوموړی ډاکتر وایې چې (خبر یوامانت دی اوخبرهغه سپیڅلی شئ دی، چې ستاسو لاسونوته درکړل شوی دی ).
ژورنالیست چې دټولنې دیوه ادیب ،ښوونکې اوډاکتر غوندې مسؤلیتونه لري ،خبره یې هم بایدرښتیا وي اولدغوڅخه باید ځان وساتي ،لکه څرنګه چې جنایي اوجنسي غوندې پیښې ټکی په ټکی خبرکې راوړل نوې پکار،ډیری داسې رښتینې پیښې دي ،چې ټولنه ګډوډۍ ته بیایې ،داسلامي شریعت اویا وضعي قوانینوسره اړخ نه لګوي ،بلکې دقانون دماتولو حوصله ورکوي ،ژبنیو،قومي ،سمتي اوسیمه ایزو اختلافاتوته لمن وهي ،دوګړو اخلاق خرابوي ،هیوادنۍ بشپړتیا ګواښي اودچا دسپکولو لامل ګرځي ،نوژورنالیست ته ددغه ډول خبرونودخپرولونه ځان ساتل پکار دي ،رښتیا باید دبې پرې ژورنالیستیکواخلاقوپه اډاڼه کې په معتدل انداز خپره کړای شي او بس .
اګرکه داسې کومه نړیواله تله نشته ،چې دژورنالیست بې پریتوب پرې وتلل شي ،خوپه خبرکې بې پریتوب یوبل اړخ دی، چې په ارزښت ورته کتل کیدای شي ،دبیلګې په توګه دروسانودیرغل په وخت کې لویدیځو خبري اژانسونومجاهدینوته آزادي غوښتونکي ویل ،بیایې چې روسان مات کړل ،نوهمدې رسنیو ورته بنسټ پالان،سخت دریځې ،اورپکې اوبیا وروسته جګړه ماران ویل ،بیادیوولسم سپتمبر دپیښې نه وروسته لویدیځ والو مجاهدین دتروریزم په نومونو یادول پیل کړل ،فلسطیني مجاهدینوته اسرائیلو دتروریستانو نوم ورکړ،یا هندانوکشمیري مجاهدین په تروریزم ونومول ،یعنې لویدیځو رسنیو خپل ژورنالیستیک اصطلاحات داسې وکارول ،چې څرنګه یې امریکایان یا اسرائیل کاروي ،په لنډه توګه به ووایو:
چې خبرکې دمعروضیت یابې پرېتوب تعریف ستونزمن دی ،خوځینوژورنالیستانو بیا دژورنالیزم دآرونو اواصولو ستنې داسې ماتې او رانسکورې کړي، چې مخکې به یې کوم نظیر یا ساری نوې لیدل شوی، ددې سپیڅلې مسلک مراندې یې په ډیر لږ قیمت او لږو پیسو پرې کړې او مسلک ته یې لوی زیان واړاوه.
------------------
دخبر او غیر خبر تر منځ توپیر:
دژورنالیزم نامتواستاذ اردو ژبې ایس ایم شاهدد(ژورنالیزم مطالعه)کتاب کې دخبر اوغیرخبرترمنځ په توپیرونو دپوهیدلو لپاره د نورو فنپارو په څیر داسې یو فورمول رانقل کړی :
۱ -عام سړی +عام ژوند= صفر
۲-عام سړی +غیرعادي پیښه =خبر
۳-عام سړی +څلورګیلاسه تروې = صفر
۴-دوه کلن ماشوم +څلورګیلاسه تروې =خبر.
دخبراوغیرخبردپیژندنې لپاره همداسې ځینې بیلګې وړاندې کیږې، مګردپوهانوپه وینا یوې پیښې یا اطلاع ته ترهغه وخت پورې بشپړخبرنه ویل کیږې ،څوچې دا لاندینۍ پوښتنې ځواب نکړې :
۱-څه ؟(What) -۲څوک ؟) Who)-۳کله؟(When)-۴چېرته ؟(Where )۵-ولې ؟(Why)۶-چا؟(Whom)۷-څه ډول؟(How).چې دغوپوښتنوته ددغسې فارمولې بڼه هم ورکول کیږې، څویو بشپړخبرترې جوړکړو:اووه پوښتنې = یوبشپړخبر ،یاشپږ(W) ډبلیو+(H)ایچ= بشپړخبر.
هربشپړاوکامل خبرپه همدې پورتنۍ فارمولا ولاړ دی ،دخبرپّه پیل کې دمهموپوښتنو ځواب وي اودنوروپوښتنوځوابونه دخبرپه تفصیل یامتن کې ورکول کیږې ،لنډه داچې دیادوشویوپوښتنودځوابونوتر څنګ ښایې خبر بیخې نوی وي ،موضوع یې هم نوې اوپه زړه پورې وي ،دپیښې اړوند معلومات روښانه اوبشپړ وي ،که خبره داسې وې ،چې په خلکوکې واویلا یا هنګامه ګډه کړي ،خبره شکي یا ناندریزه نوې ،خبره په نیغ لنډ اوڅرګند ډول ولیکل شي ،په خبره کې قهر نوي ،خبره بشپړه وي،اولوستونکي تږې پاتې نشي ،دبیلګې په ډول :
ایران :دزاهدان والي مړ اومرستیال یې ټپی شو!
دیکشنبه په سهارپه ..........نیټه دایران دزاهدان ولایت والي دیوې چاودنې له امله مړاو مرستیال یې ټپي شو—له ایران څخه ورکول شوی خبروایې، چې پیښه دریموټ کنټرول په ذریعه دهغوخاموموادو دچاودیدو نه وروسته رامنځ ته شوه ،چې دایران داهل سنتو مخالفینو لخوا ځای په ځای شوی وو،دپیښې مسؤلیت دیران اهل سنتو تنظیم په غاړه اخستی اووئیلې یې دې ،چې نوموړی والي دایران دسنیانو سخت دښمن و اودډیرو ایراني سنیانو دشهادت مسؤلیت یې پر غاړه و.
دلته مخکینۍ پوښتنې داسې مطرح شوي :څوک ؟-دایران دزاهدان والي /کله ؟-دیکشنبه سهار/چېرته ؟ - زاهدان ښارکې /څه ؟- چاودنه یا مړینه اوټپي کیدنه /ولې ؟- دسنیانو سره عداوت او دښمني اودایران داهل سنتو مسلمانانو دشهادت مسؤلیت /چا؟-دایران اهل سنتو /څه ډول ؟-ریموټ کنټرول په ذریعه .......
ځینوژورنالستانوپنځه ډبلیواویو ایچ ته دخبر توکي یا بنسټزی لوازم ویلي دي ،کله ناکله داسې هم وي ،چې ددې شپږوپوښتنونه یې څو خبرکې ځواب شي اونور همداسې ګونګ پاتې شي ،نویو بشپړخبرهغه دی ،چې داټولې یا ځینې هغه یې پکې ځواب شي ،اوکله داسې هم کیدای شي ،چې یو لنډ خبر کې یوازې څو ترینه ځواب کړای شي، لکه (څه وشول؟څه وخت وشول ؟چیرته وشول ؟څنګه وشول ؟ولي وشول؟چاسره وشول؟.....................
نوربیا .......