دژورنالیزم تېوریک ښوونځی چې دانکشاف پرلور وده کوي اوپښتني ټولنه یې هم دې وروستیوکې تر خپلې شعاع لاندې راوستې ،یووخت د ادب دیوه ژانر په حیث پیژندل کیده او پر خپلواکۍ یې چا باور نه درلود ،نوځکه به یوه چاته هم دادیب او هم ژورنالیست خطاب کیدای شو،خو دې وروستیوکلونوکې ژورنالیزم له ادبیاتو خپله لاره بیله کړي اودخپلې خپلواکې ودې ځغاسته کوي ،ادبیات دخپلو فنونواوتخلیقي یا تولیدې عاطفي پنځونوپه تخیلاتوکې ځانته هڅه کوي او ژورنالیزم بیا دخپل اطلاعاتي او خبري یاخبریالۍ چاپیریال په ابعادوکې ګړندې ګامونه ږدي . 

د(خبراو خبریالۍ )دکتاب سریزه لیکونکې (محمدیاسر شریفي ) په باور ژورنالیزم په افغاني ټولنه نږدې یوه نیمه پیړۍ مخینه یا ماضي لري ،خو د ځینوادب پوهانوپه باوریوازې درې لسیزې کیږې چې ژورنالیزم افغاني ټولنې کې عملي ریښې غځولې اوله ښه بخته چې اوس دعملي ژورنالیزم لمن په پښتوژبه کې له نسبتا ډیرومرغلرو ډکه ده ،که څه هم دافغاني ټولنې عملي ژورنالیزم دنوروهمسایه ژبو لکه درې ،اردو او عربی سره هیڅکله نشي پرتله کیدای، ځکه هلته ژورنالیزم کې ښه ډیر آثار او کتابونه وراثت کې ژورنالستانوته پاتې دي خو دپښتوژورنالیزم عمر تنکی دی او لادځوانۍ مرحله کې وده کوي .
ژونالیزم یا خبریالي دخپل سپیڅلتوب او محیطي یا ټولنیزحیثیت له کبله پدې ارزې چې تر څیړنې لاندې ونیول شي او بیا ددې جامع فن دیوه خورا مهم ژانر په توګه خبرلیکنه یا خبریالي شنل هغه اړتیا ده، چې چاره ترې نشته او دیوه معیاري خبر څخه دغیر معیاري خبر تفکیک او پدې (سکالو)دآرونواو اصولو له مخې څه لیکل یا ویل دهر چا تنده او دوخت یوه اړتیا ده ،چې دزماني تنګنا سربیره به ددې سمندر ګي تل ته لږ سر ور ښکاره کړواوګوندې څه مرغلرې به دې راوباسو!
خوکله چې مې دپښتودیوه معیاري خبر ېیژندنې دتحقیقي مقالې لپاره مټې را بډ وهلې اوپردې دڅه لیکلوتکل مې وکړ،دنړیوالې انټرنیټي ځالې ځاندره مې هم خلاصه کړه او هم مې دپښتوخبرلیکنې افغاني آثارو پسې څه هڅه وکړه ،دداسې یونیم اثرنه پرته مې پکې څه زیات ونه مندل ،چې زه ترې دخبر لیکنه څیړنه کې دیوه جوت او پاخه ماخذپه توګه ګټه واخلم ،البته په خارجي ژبوکې دخبرلیکنې دژورنالستیکو اصولواثار ډیراو دغه ژبې ورڅخه بډایه وه، مګرپښتوژبه یوازې په اړول شویو یا ژباړل شویو ژورنالیستي لسو یا دوولسوکتابونوسمسوره اوښیرازه وه ،او یو نیم اثرهم پکې لیکل شوی و،خو دنورو ژبو په مقایسه دهیڅ برابرو،نو مجبورا مې څه له دې ژباړل شویواثارو او څه له کومو خارجي ژبو استفاده وکړه او یوڅه مې پښتوکې دخبر لیکنې آرونه لوستونکیوته راخلاصه کړل .
یو بله ستونزه دې کتابونوکې داهم وه ،چې د تولید او تخلیق نښې پکې ډیرې کمې وي ،زیاتې یې تقلیدي اړخونه درلودل ،یوه لیکوال به چې کومه سکالو څنګه شنلې وه ،هغه بل مقلد لیکوال به هماغسې له غټ توپیر پرته رانغښتې وه ،یوازي ژورنالیستیک تقلید به یې کړی و،لومړي بنسټګر ژورنالیست به چې دکوم اصل لپاره کوم قالب یا چوکاټ جوړ کړی و،دې دوهم ژورنالیست به هم په هماغه چوکاټ یا قالب کې مواد وراچول ،پدې معنی چې کوم چوکاټ چې دخبر لپاره خارجي ژرونال پوهانوجوړ کړی و،هماغه لومړنی قالب پښتوخبریالۍ کې هم کارول شوی او کوم ډول نوښت ورسره ملګری شوی نه و،خو بیا هم دافغاني ژورنالیستانودې کور ودان وي، چې که تخلیق او تولیدي نوښت نوي نو بیا یې هم دژباړې په بڼه ددې فن تشه څه ډکه کړه ،دایې ستر ه کارنامه ځکه بولم، چې تر اوسه پورې خو داهم نه وو،په ګوتو دې برکت شي !
چې دومره څه خو یې وکړل ،چې دنورو راتلونکیو نسلونو هغو لپاره یې لاره خلاصه کړه او ددې جرأت یې ورکړ،چې څه پنځونکې لیکنې وکړي او دا فن بډایه کړي !
د ژورنالېزم پېښليک :
اسلام دیوه کامل دین په حیث صحافت یا ژورنالیزم بې بحثه ندی پریښی او نه یې له نظره غورځولی ،صحافت یا ژورنالیزم داسلامي ټولنې داصلاح کولو اوجوړولو ددندې سربیره دیوې بلې لارې هم دټولنې ضرورت پوره کوي اوهغه داسلامي حکومت داعملي ضرورت دی، چې داسلامي هیواد اوسیدونکي دپیښواو راتلونکې نه خبروي .
ترڅو هغوئ دقرآنکریم دحکم سره سم خپلو (اولو الامر)ته مشورې ورکړي ،خوکه څوک دپیښې له پیښیدونه نوې خبر، هغه به څنګه چاته مشوره ورکړي ،اسلام خو هسې هم مشوره اخستل اوکول لازې بللې دي د(ال عمران ۱۵۹آیت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته امر شوی ((وشاورهم فی الامر))ددین په کار کې دهغوئ هم مشوره اخله .داسې نور ډیر نصوص ددې شهادت ورکوي ،چې صحافت یو دیني ضرورت هم دی اویو مسلمان ژورنالیست باید دامانتدارۍ ،صداقت او رښتنولۍ په معیارونوپوره خبریالي وکړي او ولسونه له حقایقونه خبرکړي .......................
دهیواد مشهور ژونالیست محمد آصف شینواری په خپل یوه آثرکې چې خبریالانوته یې دتدریسي چارولپاره دلیکچرنوټ په بڼه ترتیب کړی (دژورنالیزم بنسټونه یا اساسات )نومیږې، دژورنالیزم پیښلیک یا تاریخي قدامت دغربي نړۍدیادښتونو له مخې تر مخکیني یادشوي تاریخ نه وړاندې بولې اوهغه داسې لیکې چې :
ژورنالېزم د لومړي ځل لپاره له لمړۍ پېړۍ په راوروسته وخت کي د روم په امپراتورۍ کي سر رااوچت کړ . دې امپراتورۍ يوه ورځپاڼه د اکته ديورنه\" (Acta Diurna )په نامه چاپوله چي Gaius Iulius Caesar په لاس ليکله . هم مهال يو بله اوونيزه خپرونه هم پيل شوه چي \"کومېنتاريوس رېرون نوؤه روم\" نومېده. د اوسنۍ مجلي په څېر هغه هم پر سياسي، ټولنيزو او سوداګريزو موضوعاتو راڅرخېده . د پام وړ دا ده چي نوموړي خپرونه د دروسوو ليکوالو له خوا په لاس ليکل کېده .
له دي راوروسته په منځنيو پېړيو کې، مخکي له دي چي د چاپ ماشينونه جوړ شي، سوداګريز مالومات به هم پر وړو وړو پاڼو په لاس ليکل کېدل . دغه مالومات به له يوه ځايه به بل ځای ته، په ځانګړي توګه له يوه بندره بل ته ليږدېدل چي د "اؤیسي" (Avvisi)په نامه يادېدل چي مانا يي خبرونه ده . د دي مالوماتو موخه يوازي او يوازي د سوداګريزو لارو او بازارونو څېړل وه چي يوازي به د سوداګرو له خوا لوستل کيدل .
د ننني يا نوي ژورنالېزم پيل :
يوهان کرولوس(Johann Carolus) په شپاړسمه پېړۍ کي د شتراسبورګ په ښار کي ژوند کاوه . ده د ورځپاڼي د چاپ دنده پر مخ وړه . نوموړي هغه مهال د اروپا په لويو لويو ښارونو کي ليکوال وګومارل چي په هره اوونۍ کي نوي خبرونه راټول او ده ته واستوي . کرولوس به بيا دغه خبرونه په خپل لاس څو ځلي ليکل او هغو کسانو ته به يي لېږل چي سوداګر ول او غوښتل يي چي د اروپا پر سوداګريز اکر بکر خبر شي .
ده په کال ۱۶۰۵ کي له يوه بل کس چي هغه هم په شتراسبورګ کي ژوند کاوه، دري د چاپ ماشينونه وپېرل او په خپل کور کي يي ځای پر ځای کړل . وروسته له دي به کرولوس راټول شوي خبرونه په ماشينونو دومره ډېر چاپول چي د وخت په پرتله له اوسنيو پاڼو څخه کم نه ګڼل کېږي .
په ۱۶۳۱ کال کي يو بل فرانسي ليکوال \"تېئوفغسته غونو\" (Théophraste Renaudot) یو ګام لا نور هم مخ ته ولاړ او خپله لمړۍ ورځپاڼه \"له ګڅېټ\" يي په اوسني او نوي ډول چاپ کړه . ده وکړای شول چي له دي سره سم د نوي يا هم مودرن ژورناليزم بنسټ کېږدي . فغسته غونو، نه یوازي ورځپاڼي ته داسي سکوی او شکل ورکړ لکه په اوسمهال يي چي وینو، بلکي په ژورنالېزم کي يي نوي ژانرونه يا ځېلونه هم راپيدا کړل، لکه تبصره او راپور يا رپوټ چي تر نن ورځي ليکل کېږي .
د اتلسمي پېړۍ له پيله سره سم په امريکا کي هم نوي ورځپاڼي منځته راغلي چي يوازي به سوداګرو، حکومتي کارمنو، او همدارنګه شتمنو خلکو اخستلای شول . خو د اتلسمي پېړۍ په پای او د نولسمي پېړۍ په پيل کي کله چي د چاپ تخنيک ډېر پرمختګ وکړ، نو د چاپي خپرونو بيه هم راکښته شوه . دا د دي سبب شوه چي هر څوک وکولای شي چي يوه ورځپاڼه وپېري . دا چي د ورځپاڼي چاپ، پېرل او پېرودل ډیر شول، نو ډېرو کسانو هڅه وکړه چي په دغه څانګه کي کار پيدا کړي اوله دي لاري خپل ورځنی لګښت پوره کړي . له دي سره سم، د ژورنالېزم څانګه يا مسلک هم وزيږېد . د يادوني وړه ده چي په دغه وخت کي به له خبرو
نو او نورو څېړنيزو ليکنو سره د هر خبريال خپل نظر هم ګډ ليکل شوی وو . دغه ګډ ليکل تر ډېره د دي لامل وګرځېد چي لوستونکی به نه پوهېده چي آيا دا د خبريال شخصي نظر دی، که حقيقت .
کله چي په کال ۱۸۳۵ په نيويارک ښار کي \"نيويارک هرلد\" (New York Harald) ورځپاڼه جوړه شوه، نو ليکوالو يي ډېر کوښښ وکړ، چي ولس ته په بي پري توګه خبرونه وړاندي کړي . د دي ورځپاڼي چاپونکيو به هڅه کوله چي د يوي پېښي په باره کي پوره څېړنه وکړي چي د خبر اصل او رښتيا وپېژني او په همغه آره بڼه يي خلکو ته وړاندي کړي . مانا دا چي بي له دي چي خپل يا د بل نظر ورسره وليکي . د همدغو هاندو هڅو پايله دا شوه چي ژورنالېزم د مالوماتي څانګي يا مسلک په توګه وپېژندل شو .
په همدي ډول په کال ۱۹۰۰ د \" هواس\" (Havas)خبري آژانس له جوړېدا سره سم، په دغه ډول خبر ليکنګ چي ګواکي شخصي نظر به نه پکي ځای ورکول کېږي، ډېر ټينګار کېده . او د وخت په تېرېدا سره دغه کړنلاره ورو- ورو ډېره اغېزمنه څرګنده شوه . ..........................
دخبرلیکنې تر اصولي یاآریزې څیړنې مخکې دصحافت او ژورنالیزم په چم کې دڅه وخت لپاره تم کیږواوددې په معنی او لنډ ویش څه رڼا اچوو.
د(ژورنالیزم مطالعه )دکتاب مؤلف (ایس ایم شاهد)لیکې چې ژورنالیزم څه شئ دي ؟(What is Journalism)
دنوموړې لیکوال په باور صحافت دعربي ژبي له (صحف )کلمې نه اخستل شوی چې لغوي معنی یې دکتاب او رسالي مخونه دي ،په انګریزۍ کې ددې متبادله کلمه (Journallism)ده ،چې له (Journal)نه ماخوذ دی ، دورځني حساب یا ورځني یادښت په معنی دی .
په پخوانوزمانوکې د(صحف)اصطلاح دصحیفي او دادصحیفي اصطلاح دسپيڅلولیکنوته ځانګړې شوي وه او دسپیڅلوکتابونو یا دآسماني صحیفوقلمي تیارونکی اوخوش نویس به (صحافي ) بلل کیده ،ورو ،ورو لوړې ادبي ،علمي او فلسفیانه لیکنې دصحیفو په ډله کې راغلې ،او دچاپ له منځته راتلو وروسته چې ژورنالیزم دود شو او دورځپاڼو او جریدو پېر و،نو صحافت دورځپاڼو او جریدودبرابرولو لپاره استعمال شو،وروسته دمطبوعاتوټولې اړونده چارې صحافت وبلل شوي ، دخبرونو برابرول او رسول ،ورځپاڼې او جریدې دراډیو او تلویزیون په ګډون دژورنالیزم بیلابیلې برخې وګڼل شوي ،چې په نني اصطلاح کې دژورنالیزم اصطلاح په ټولوهغواجزاوو دلالت کوي چې له هغو څخه خبرونه اوخبري تبصرې عامو خلکوته رسیږې .
خو داردوژبې د((فن صحافت))کتاب لیکوال (ډاکتر عبدالسلام خورشید)په خپل دې کتاب کې لیکي چې : د(صحافت )کلمه له صحیفې نه اخستل شوي، چې لغوي معنی یې کتاب یا رساله ده، دصحیفي نه مراد هغه چاپي مواد دي چې له ټاکلې ځنډ وروسته خپریږې .
یو بل ژورنالسیت (ایرک هوجنس)Eric Hodyins)لیکې چې ژورنالیزم په دیانتدارۍ او هوښیارۍ دیوه ځای نه بل ځای ته دمعلوماتودرسولوهغه اندازدی، چې پکښې رښتینولي برلاسې وي ......لدې بحث دانتیجه اخلوچې دنویو او غیر معمولي حوادثوترتیب او وړاندې کول دژورنالیزم په ډله کې راځي ،که دا دورځپاڼې په بڼه وې یا دراډیو او تلویزیون په بڼه وي خو چې داطلاعاتو یعنې خبر او دخبردبرابرولو پر بنسټ وي .

نوربیا.....