په لنده توګه عبدالر شید دوستم د افغانستان د شمال ټلوالی ملی اسلامی حزب بنسټ ایښېدونکی او دافغانستان په پوځی او سیاسی برخو کې دازبکانو د ټبر ډیره مهمه څېره یا په بله مانا ټپوس ګڼل کیږی. هغه د کمونست نجیب چې په ګاو مشهور وه دحکومت هلوځلوپه پاي کې چې اوبه له ورخه تېرې وې ۱۹۹۲م خپله لاره بدله کړله رامنخ ته شو او له مجاهدینو سره یی په دې خاطرمرسته پیل کړه چې دنجیب دکابل اداره له مطلقې ناکامی سره مخامخ وه بل فریب داوه چې یو شمیرنوروافغانانوهم دمجاهدینو او هم دکمونستو رژیمونو سره کلک اړیکی ساتل او د ترازو پلې ته یی کتل چې کومه خوادرنه کیږی . دوستم خورد ضابط ته دغه زمینه برابره شوه په حقیقت کې شرایطو رامنخ ته کړ نه کومې مېړانې او پوهې بل دا چې خپل ملګری د۱۹۹۰م منځ کې د مجاهدینو په بریالیتوب،بطن اولیکو کی ساتلی ول د مرحوم صبغت الله مجددی په رسېدو سره دواره لقب ورکړشو. وایی ږیره دما واک یی دملا! خکه دده ډاکوان غړی د ښار په ټولو برخو کې تیار او بلد ول .دوستم دوژنو او جنایت کاری یو له اصلی لوروڅخه دی چې دا ګلم جم د ښار په لوټ ماریوکې مهم قاتل ګنل کیږی نوموړی د ربانی له ماتې مخکې دطالبانو سره هم وجنګید او پهلوان مالک یی د طالبانو په وړاندې دوژونکی په توګه رامنخ ته کړ اوهمدارنګه یو څه موده له ګلبدین حکمتیار سره ملا تړلی پاتې شو دغه ګلم جم د خپل واک او بغاوت په وخت کې ۱۹۹۷ دافغانستان په شمال کې قسما یوه خپلواکه سقوی ډوله اداره جوړه کړې وه ددې سیمې ټولې لارې چارې یی کنترولولئ او حتی پیسې یې هم چاپولې دا هغه وخت وه چې هوادارانو یی د (دوستم پاچآ) لقب ورکړی وو.دطالبانو له ماتې وروسته دوستم د ۲۰۰۴ په ټاکنو کې ځان نوماند کړاو په ۹ سلنه کې یې څلورم ځای وګاټه دا هغه وخت وه چې مکار کرزی په لومړی دوره کې یی ده ته د افغانستان د ګډومسلحو قواوو اعلی سرقومندان لقب ورکړ. عوض ددط چط علنی محاکمه شی نور یې هم وپړسا وه ولی دغه مقام د اکبر بای له ادعا وروسته چې دترک ټبرو ریس دی د تعلیق په ډول پاتې شو. وروسته ولس مشر غنی خپل معاون وټاکه او اوس يې نورهم دهمدې جنګ جګړو ځبلی هېواد په برخلیک کې دغه دولس په وینو ککړجنات کار ،دتاریخ شرمنده ، بد اخلاقه او کثافت ته د مارشالی درجه ورکړه . پوښتنه داده چې د بشر حقوقو مدافعان او ولس ولې ګونګ دی اوایا دغنی دغه تصمیم اسلامی جواز لری؟