لیکوال : ثقلین رضویي
دهندوستان دمعاصرادب څخه د نجیب عامر ژباړه
داچې دوشنبه وه ، نو په بانک کې ډېر زیات بیروبار و .په بانک کې د خپلو پیسو دجمع کولو له پاره اته یا لس کسه به په لیکه کې ولاړ ول .خلکو په لوړغږ خبرې کولې .
دا، ارکنډیشن هم ایله نن خرابېدلو ،ګرمۍ ،خولو او ځنډ خلک ورو ورو بې حوصلې کول .زه باید په وخت کالج ته رسېدلی وای نو ځکه مې هڅه کوله چې غاړه جګه ونیسم ترڅو دبانک د مامور د کار نه خبر شم .هغه کم بخت هم داور ګاډي دټکټ پلورونکي مامور په څېر ډېر سست کار کولو .یو نا څاپه چا د شا د لورې نه زما په اوږه لاس کېښود او راته یې وویل :
زویه ! ماته خو دغه چیک ولیکه ......
ماچې مخ ورواړولو نو ومې لیدل چې کاکا عبدالعلیم دی ،زمونږ د کوڅې رئیس ،هغه چې ورکوټی و،او هغه مهال کباړي و نو ، د(ګونډه ) نه ممبۍ ته را تښتېدلی و .زاړه شیان به یې اخیستل اونن د خدای په لورینې هر هغه شی ورسره و ، چې بل هېڅ چاسره نه و .که څه هم نوم یې عبدالعلیم و خو دعلم نه په ډېر واټن کې اوسېدلو .په لیک لوست نه پوهېدلو او د لاس لیک په ځای به یې ګوته لګوله .ما د هغه چیک ډک کړ او هغه پرې هم خپله ګوته ولګوله .ماخپل حساب کې پیسې جمع کړې او هغه راوویستلې او بې له دې چې ویې شمېري دخپل جېب په خیرن دسمال کې یې غوټه کړلې .هغه په داسې حال کې چې ما ته یې دعاوې کولې له ما سره غبرګ د بانک له ودانۍ څخه راووتلو .ما هغه ته د علم په اهمیت باندې خبرې پیل کړې ،ماچې د هغه علاقه مندي ولیدله نو د علم په اړه هغه ته د خوږ پیغمبر د څو حدیثونو د اورولو موقع مې ترلاسه کړله ،علم حاصل کړئ ولو که چین ته پسې لاړ شئ ...... علم د زانګو نه تر قبره پورې حاصل کړئ .ماهغه ته وویل :
کاکا ! زدکړې په هر وخت کې کېدی شي ، ته اوس هم دومره څه زدکولی شې چې خپل چیک پخپله ولیکې او د ګوتې لګولو پر ځای لاس لیک وکړې .
هغه چې څومره په توجو زما خبرې اورېدلې ما انګېرله چې زما خبرې پرې اغېز کړی دی .کله چې څلور لاري ته ورسېدلو زه کالج ته او هغه خپل دوکان ته روان شولو .
څو ورځې وروسته په څه کارپسې د کور نه د باندې ووتم او د علیم کاکا د د وکان له مخې نه تېر شولم .ما ولیدل چې هغه لونګۍ په سر کړې لنګ یې تړلی او په چوکۍ ناست دی . چې څنګه یې په ما سترګې ولګېدلې ،غږ یې را باندې وکړو :
زویه ! قلم خو به لرې .....
ددې خبرې په اورېدلو ډېر زیات خوشاله شوم چې په کاکا علیم باندې زما خبرو تا ثیر کړی دی . زړه کې مې تېر شول ډېرې ورځې ووتې اوس به یې ارو مرو لږه ډېره زدکړه کړې وي .دا خبره روښانه ده چې انسان هوډ وکړي نو هرڅه کولی شي .څکه خو مشرانو ویلی چې یوبل ته وعظ او نصیحت کوئ .کله چې یو څوک د زړه د اخلاصه یو چاته خبره وکړي نو خامخا تا ثیر کوي .
پرور دګاره ! دچا په زړه کې کله او څنګه خبره ورواچوې هیڅوک نه پوهیږي .ما د خپلې کامیابۍ په نشه کې قلم له جیب نه راوویست او کاکا علیم ته مې لاس وروړاندې کړ .
هغه ډېر په شوق قلم زما دلاسه واخیست اود خپل ښي لوري نه يې خپل پرتوګاښ په لاس کې واخیست ،په داسې حال کې چې پرتوګاښ یې په ګنډه کې اچولو راته یې وویل :
زویه ! کېنه ، یو چیک راته بیا ډک کړه ،زه چې پرتوګ واغوندم نو ګوته به پرې ولګوم ..