نهم څپرکی                          
رڼا په خپل رپوټ باندې ډېر ه خواري کړې وه -  ان دومره چې له ناني به يې تش په سلام هم ښه نه راته  په دې چې هغه ډېر وخت دطالبانو غوړمال پاتې شوى و،  هرڅوک چې به دطالبانو طرفدارو اويا به يې د هغوى غوړه مالي کوله نو درڼا به ورسره ورانه وه ولې چې طالبان دښځو په وړاندې سخت دريځه خلک وو-  نن يې دخپل رپوټ لپاره څوځلې ناني ته ټيليفون کړى و اودښځودادارو دټيليفونونمبرې يې ترې  را اخيستې وې ، خونانۍ نن په زړه کې سره اوشنه باغونه کرل او سوچ يې کاوه چې جنۍ راغله نوره رامه شوه-  ناني ته ځان نن ډېر مهم ښکاره شو،  له رڼا نه يې پوښتلي ووچې په دې نمبرباندې څه کوي رڼا ورته په ځواب کې ويلي وو  ( داهغه ډول دى چې
غږ به يې وروسته واورې ) رڼا خپلې مقررۍ ته سره اوشنه خوبونه لېدل - دپلټونکي وېره يې هم له زړه نه وتلې وه که څه هم پلټونکى دهدايت هدايت غوندې شله سړۍ نه و ،  ترهغه يوڅه هوښياراوپه خبره پوى سړۍ و،  کله چې وې ليدل چې رڼادانځر ګل پشان ده نو ځان يې له بې ځايه کړاونه خلاص کړ اورڼا ته به يې په خوله څه نه ويل اونه به يې دهدايت هدايت غوندې په ببولالوعادت وو - خوپه زړه کې يې ژوره کينه تراوسه هم له رڼاسره پاتې وه -
داګست اته ويشتمه وه دمېړني ازموينې ته درى ورځې پاتې وې دپوهنتون هلکانو ټولو دخپلوازموينولپاره پوره پوره تيارى نيولى و ،  اودپوهنتون په هرګوټ کې به دبوټودسيورولاندې محصلين ناست ول اوخپل سبقونه به يې ويل  خوميړنى سرې سترګې پاچا ګرځېده ، نه دازموينې خيال ورسره و،  نه دکلي کنړ اوکورنۍ غم اونه دراديو دخبريالۍ غم - غم ټول درڼا و چې له دنيا نه يې ويستلى و-  دميړني دکوټې انډيوال مجاهد شاه چې په کلاس کې يې هم وريوځاى و،  نوى دې دوو رځوکې له کلي نه راغلى و،  هغه دسوات ددير دسيمې نه و،  اوس مجاهد ته ميړنى بدل بدل ښکارېده،  هغه به تل له مينې ميړني ته ماما غږ کاوه - يوه شپه خويې څه ونه ويل دويمه شپه يې چې دماما بيقراري ولېده نوپه سړي شک برشو - غلي يې له مېړني نه وپوښتل :
-  ماماجي څه چل شوى دى هن ...... دادوه ورځې چې زه راغلى يم په موبايل دې چې زنګونه راځي يا ما له کوټې نه بهر اوباسې اوياخپله بهرځې-  پارچې راروانې دي  پارچې،  فاينل اير دى چې فيل نشې -
- ځه مړه که خداى کول ګورې به يې چې بنډل بنډل پارچې به تورم ،
- دخان زرين غوندې نشي چې پور فيسر ته به يې ويل معلم صيب ماته يې په پښتو واړوه کنه نو زه لاړمه دخداى په امان -
- پنحه واړه ګوتې يوشان نه دي -
ميړنى چې ائېنې ته مخامخ ولاړو خپل ويښتان يې سم کړل اوخپل بيک يې په اوږه کړ اودومره يې ورته وويل :
- مړه زه ځمه چې ماني دې راته سترګې په لاره ده -
ددې خبرې په اورېدومجاهد له ځايه پاڅېده اوپه کوټه کې يې څرخونه وخوړل، تاو راتاوشو-
- زنده باد،  زنده باد ،  ماما داسې وايه !
- اوکنه داخوبه منې يار....
رڼا اوميړنى دواړه ارمى استيديوم ته لاړل اوهلته دورځې له خوابه اکثر دخلکوبېروبارکم و نودرڼا په اند هغه ځاى دهغې دراپورلپاره مناسب ځاى و-  ميړني کله په دې وړوخبرو خپله رڼاخپه کوله ، وې ليدل چې جنۍ ډېره بيقراره ده نوخپل ميني ډيسک يې له بيکه راوويست ، هغه په دې پوهيده چې دموټروشور هم پکې راځي خوڅه يې ونه ويل ، په دې چې هغه کله داراپور راديوته ليږه - ميړني دهغې غږ دخپل ځان لپاره په فلاپۍ کې اخيسته ترڅوماښام ماښام يې په ليليه کې چې ځانته وي اوري به يې اوخپله مشغولا به پرې کوي -
رڼا هم ډېره خوشحاله وه چې غږ يې ميړني ورته ثبت کړ،  يوه مسته جانانه خندانه پس يې ميړني ته داټپه واوروله :
- ملنګه دوه ګټې دې وکړې 
 يودې خيرټول کړو بل دې وکړل ديدنونه
- داڅنګه ځان ښايې اوکه ماته اشاره کوې ؟
- دواړوته مې اشاره ده -  دواړه په يوې کشتۍ کې سواره يو-   ګوره هم به مې ځان په راديوکې مقررکمه اوهم به تا لاس ته راوړمه -
- که سرچپه شي نوبيا ؟
رڼا دميړني په  وروستي ځواب باندې لکه مچۍ راسره شوه اوهغه سکريپټ چې يې مخې ته په ميزباندې پروت و، راويې خيسته اوميړني ته يې څوګذارونه په سرباندې ورکړل - په ميړني يې دمينې څوتوبې ووېستلې - رڼا دخپلوټوکوټکالو لپاره نانى هم رايادکړ،  چې پرون يې دخپل رپوټ برابرولولپاره يې څوځلې هغه ته ټيليفونونه کړي وو -اودښځودمطبوعاتي دفترو نمبرې يې ورڅخه اخيستې وې - ميړني ورته خندل اورڼاته يې ويل چې پرون ورځ دې نو په ناني په خوشحالۍ تېره کړې اوټوله شپه به دې خوب ورڅخه غلاکړى وي- رڼا دبي بي دپوښتنې په اړه هم باربار ټوکې ټکالې جوړولې ، اوخپل مجلس يې له ميړني سره توداوه،  ټوله ورځ يې سره دپېښورپه پارکونو اورستورانتونوکې تېره کړه -اوس رڼا ميړنى نشو هېرولى اونه ميړني رڼا هېرولې شوه دواړو په يوبل پوره اطمينان اواعتمادپيداکړى و ،  رڼا نه غوښتل چې ميړني ته داسې زر دخپلې کوژدې په اړه ووايي  ، هغې دامطلب وچې مياشت پس چې دميړني ازموينې پاى ته ورسېدې وروسته که هغه کومه فيصله وکړه ښه ترښه که نه نو بيا به داورسره مفصله وغږيږي -
نژدې ماښام وچې  رڼا کورته راغله-  بي بي نن دنورو ورځو خلاف دومره په غروپش کې نه وه-  دراتګ سره يې سم رڼا ته دچايو ترموز مخې ته کېښود-  رڼا له بي بي نه داپټه کړې وه چې دابادۍ راديو دفترنه لري بيا به والله که ورڅخه خلاصه شوې وه بي بي به سمه جوړه ورسره تلله - دهغې وجدان داکله منله چې ځوانه لوردې له يوه ځوان هلک سره دښارپه رستورانتونوکې ګوري راګوري -
بي بي په دې سوچ کې وه چې رڼا ټوله ورځ په ابادۍ راديوکې تېره کړې نوزړه نازړه چې رڼا بيا غوسه نشي ورته يې وويل :
-  رڼې!  ته خوغرمې ډوډۍ ته هم رانغلې ،  کاردې څنګه سو ؟
- وشو،  زه چې لاړمه تردولسوبجوپورې ميړنى نه وراغلى،  چې پوښتنه مې وکړه راته يې وويل چې کوم رپوټ لپاره تللى دى -رابه شي بيا مې ځان سره سوچ وکړ چې بيا به ټيکسي نيسمه راځه انتظاروکړه -که څه هم زړه مې تنګ شو چې راغى اوخودخان صيب زوى خپل رپوټ يې جوړکړ- راديوته يې وليږه اوبيا يې زما غږراته ثبت کړ اوزما رپوت يې جوړکړ راته يې وويل چې کېنه خپرونه به راشي اوته به خپل رپوټ واورې -
- څنګه خبرې دې راډيوکې راغلې ؟
- نه ! هغه وويل چې سباته راشه ښه يې نه دى ثبت کړي،  بيابه يې له سره جوړ کړې -  والله که لاړه شمه،  په بلايې وهمه،  ماته ډوډۍ راوړه،  چاى دېراته راوړى  راوړي ،خپلې کولمې خو پرې نه مينځم -
- ولې ډوډۍ دې نه ده خوړلې ؟
- نه هلته خومې دپلارکورنه و،  تراوسه وږې يمه زه خونوره نه ځمه -
-  خير دى زويه داکارونه خوپکې راځي ، ته ولې وارخطا کېږې لږه حوصله کوه -
درڼا ګېډه ښه مړه وه خودبي بي دغولولولپاره يې داپاړټ اجراکړ چې دميړني سره دسبا ورځې دچکر وهلوزمينه برابره کړي-  بي بي چې اشپزخانې لاړه ،  رڼا قاچاقي ميړني ته ټيليفون وکړ اووعده يې کېښوده چې ماښام به پټ ورته ټيليفون وکړي اوس خيروخيريت دى –
                  --------------------------------

                            لسم څپر کی
  ميړنى په خپله ليليه کې په خپله کوټه کې په چپرکټ اوږد غزېدلى و،  په مني ډيسک کې  يې درڼا ثبت شوى رپوټ وارپه وار اورېده - دميړني دې کار نور دمجاهد زړه ورتنګ کړ،  په غوسه يې وويل :
- ماما ته نن ليونۍ شوى يې - ستابه يې غږ خوښيږي  اوس دې زړه دى چې دسهاره پورې زمونږ غوږونه پرې وخورې، زه مجبور يمه چې بهر خپل سبق ولولم -
ميړني داسې ځان وښوده چې ګوندې څه يې هم نه دي اورېدلي ، په خپل سوچ کې تللى و،  دمورخبرې يې ورپه زړه کېدې اوبيايې دتروروعدې ورپه زړه شوې چې دميړني له مورسره يې کړې وې چې هرکله ميړنى په خيرسره له سبق نه خلاص شو اوراغى په هماغه ورځ به دشبنمۍ دسمال به ورکوي-  خبره دلته وه چې شبنمۍ له ماشومتوب نه دميړني له بلا نه هم بده راتله،  کله کله به يې چې مورورته ياده کړه اويا به يې دهغې نوم به يې ورته په خوله واخيست نوده به ورسره سمې جګړې کولې - څنګه چې موريې ډېره زوروره ښځه وه نو تل به په خپلې خبرې ولاړه وه ، څه به يې چې ويل هغه به يې خامخا کول - داخبره يې دده له مغزو لا وختي تېره کړې وه چې کله له پوهنتون نه راخلاص شوې په هغه شپه به ستا دخلاصېدو په خوشحالۍ کې دشبنمۍ دسمال هم راوړي او ګويا دهغې په وينا خوشالي به غبرګه شي – هغې ميړني ته ويلي وو چې که دې د شبنمۍ نه پرته په بلې جنې لاس کېښود نوزه به دې قران پښوته کېږدمه ، نوره دې خپله خوښه -  ميړنۍ ددې خبرې له وېرې نه پوره دوه مياشتې کېدې چې کلي ته تلى نه و-  دخپلې روغتيا احوالونه به يې ددوستانوپه ذريعه مورته ورلېږل اوهلته يې پلمه جوړه کړې وه چې وروستي ازموينې يې راروانې دي اودا ازموينې ډېر ې سختې دي نودى شپه ورځ په خپلې ليليې کې خپلو کتابونوته پروت دى ، خپلوازموينوته تيارى نيسي - دميړني مورته چې کله به څوک له پېښوره ورغلل اودميړني ليک يا احوال به يې وروړ نوخامخا به يې دهغې دخوشحالۍ لپاره چې ښه زېرې ورکړي نوله ځانه به يې وويل   والله چې ورغلو خوارکى په کتابونوکې پټ و،  هغې ته پته وه چې زوى به يې دوه درې مياشتې وروسته خپلې ازموينې پاى ته رسوي نوشپه ورځ دميړني دراتګ شپې ورځې يې حسابولې -
ميړني سوچ کاوه که درڼا خبره مورسره شريکه کړي هيڅ امکان نه لري چې هغه دې رڼا قبوله کړي،  ولې چې هغه په کلي کې خوشحاله ده ، په خپلومځکو اوپولوپټيوباندې مينه ښځه ده ، هغه کليواله جنۍ غواړي اوس حيران وچې درڼا دکوژدې مراسم څوک ورته برابرکړي - له بلې خوا، دازموينو راتګ ته دوه ورځې پاتې وې ،  له ازموينووروسته خويې موريوه ورځ هم نه کېناسته اوتوره شبنمۍيې ورته په نامه کوله-  دشبنمۍ چاودې چاودې غوښينې تورې تورې پښې به يې ورپه زړه شوې چې تل به يې پلاستيکي شنې اوسرې چپلکې به يې په پښو وې-  اوړى اوژمى به يې پوزه بهېده،  چې داڅه تاثير و اومړواې مړاوې سترګې چې له يوې خواتکې شنې وې له بلې خوايې دسترګوانداز داسې مړاوى و ، نو په دې کې به دښايست کومه ټپه راپورته کوې - ميړني اوسيلى راوويست نورهم ځان سره خپه شو - رڼا ورته ډېره ګرانه وه،  دهغې سوراوسپين مخ ، ګلابي شونډې ، له هرې خبرې سره سل خوله خندااو نازونه اونخرې چې ميړنى يې مړکړى ، و له بلې خواډېره مينه ناکه جنۍ وه هغې ميړني ته هره شېبه په خپلوکتلواوخبروکې بې شانه مينه ورکوله،  درڼا هرانداز دميړني لپاره ډېرجالب اوپه زړه پورې و ،  دهغې بې باکه ډوډۍ خوړل  ، دياغي اسپې پشان په لاره ټګ،  دلاس په اشارو خبرې کول پوره ريالسته جنۍ وه ، چې هرڅه پکې روښانه ول ، هيڅ څه به يې نه پټول خلاصه چې ميړنى درڼا په هراندازباندې پوره پوره مين شوى و -
تېرماسوختن و،مېړنى له ځايه پاڅيده اودپوهنتون په انګړ کې دخپل ليليې سره نژدې يوه کانتين ته ولاړ ترڅوماښامى وکړي-  دکانتين شاګرد ته يې وويل چې ورته يوخوراک قيمه له سلات سره راوړي -  شېبه وروسته شاګرد هرڅه راوړل ميړني ته رڼا ورپه زړه شوه چې نن غرمه څرنګه مخامخ په هوټل کې ورسره ناسته وه - د ډوډۍ په وخت کې يې خپلې ګوټې ټولې غوړې کړې وې ، څومره بې باکه ډوډۍ يې وخوړه ، کله چې هغې دومره په مزه اوخوند، په ډوډۍ پيل وکړ نوميړني ته اشتها ورغله اونن ډوډۍ خوړل له رڼا سره ورته څومره ډېر خوند ورکړ - اوس يې هرڅه کوښښ کاوه چې يوه مړۍ يې له ستوني تېره شي نه کېده-  ډوډۍ يې بېرته واپس کړه اوپيسي يې هم ورکړې - بېرته خپلې کوټې ته راستون شو،  په همدې انديښنوکې يې دکوټې څراغ مړکړ اودرڼا په يادکې يې بالښت په غيږه کې ټينګ ونيوه اودسبا دليدولوپه هيله اوپه دې هيله چې ګوندې ښه خوب ورشي سترګې يې پټې کړې-
               ---------------------------------------