اوم څپر کی

داګست شپږ ويشتمه وه - دميړني سره دپرون دملاقات نه وروسته  رڼا ته ژوند بدل بدل ښکارېده يوازېتوب  ، خپګان ،  زړه تنګوالى اوهرڅه ورڅخه لري تللي و-  ټوله شپه يې دميړني په سوچونوکې روڼه کړې وه -  له تورې بنګړيوالې سره لوبېدلو  هم خوندورکاوه - هغه به راغله اوددې په پښوبه يې غاړه اومخ موښل -  رڼا له بي بي نه په پټه بنګړيوالې ته له يخچال نه غوښه راواخيسته اوهغې ته يې واچوله،  ترڅوخپلې کولمې پرې غوړې کړي - اوس رڼا نه،  له پلټونکي نه وېرېده اونه دهدايت هدايت اوتره کي نه ، هغه پوره غونډه مونډه په ميړني باندې مينه شوې وه-  له ماښام نه راپه دې خوا په دې سوچ کې وه چې په کومونخرو اونازونو ميړنى له پښونه واچوي-  اوشريف (ميړنى ) په شريف (ليونى ) باندې بدل کړي  - دسهارترنهوبجوپورې يې انتظاروويست ترڅوميړنى ورته تيليفون وکړي خوله بده چانسه وايې که له نيکه چانسه خوهغه تيليفون ونه کړ - وروسته درڼا حوصله تمامه شوه په دې سوچ کې شوه نه چې ميړنى لاړ، ليونى شو-  نه چې ورنه هېره شوم که څنګه ؟ رڼا مخکې له دې چې ميړنى ليونى کړي خپله ليونۍ شوې وه -  نه په غرورپسې ګرځېده اونه يې خپل نوم اوځواني ته پام و - دتيليفون غوږۍ يې راواخيسته اوميړني ته يې  تيليفون وکړ-  درڼا لپاره داموقعه ښه مناسبه وه چې بي بي په کورکې نه وه - بازارته په ترکارۍ پسې تللې وه نورڼا کولى شول چې دزړه له اخلاصه نه دميړني سره مجلس وکړي-  موبايل ته يې زنګ ولاړ -

څرنګه چې دپوهنتون درخصتۍ مياشت وه اوپه دې مياشتوکې به ډېر دليليې هلکان په رخصتۍ خپلوکورونو اوکليوته تللي و ، اوځني هلکان بيا دخپلوکارونولپاره په ليليې کې پاتې وو،  چې په دې قطارکې ميړنى هم حسابيده - ولې چې هغه اوس اوس په ابادۍ راديوکې مقررشوى و، نوپه دې شپو کې دميړني په شول ټول هلکان ترناوخته پورې وېښ پاتې کېدل او بيا به سهار ناوخته له خوبه پاڅېدل -  ميړنى هم تراوسه له خوبه نه وپاڅېدلى - هغه  په موبايل باندې نمبرته وکتل نمبريې وپيژانده له خوشحالۍ نه دخپل دليلې په چپرکت باندې په ټوپونوشو -

- هلو .....

- سلام مېړنيه !

- سلام رڼا جانې ! څنګه يې ؟ پرون ماښام خوپه خيرسره کورته ورسېدې غوښتل مې چې ماښام دې پوښتنه وکړمه خو......

- مننه په خېرورسېدمه ته څنګه يې  ؟

_ مننه ښه يمه خپل حال وايه -

- ماويل چې مزاحمت ونه کړمه ؟

- نه نه،  داڅه وايې رڼا زه خوټول .........

له ډېرخوږ مجلس نه وروسته ميړني زړه نازړه له رڼا نه غوښتنه وکړه ترڅوورسره وګوري اودراديوپه اړه سره وغږيږي  رڼا خوهمدغه ساعت يې له خدايه غوښت نوله نخرې نه يې کارواخيست اودپرونۍ ورځې له ګرمۍ نه يې سروټکاوه خونن ميړني ورسره وعده وکړه چې نن به سره دپېښور په کانتينټال کې سره وګوري اوهلته به ډېرې شېبې په ارامه له يوبل سره وګوري ولې چې هغه ځاى مناسب اوسوړ و -

رڼا هم داموقعه له لاسه نه ورکوله مخکې له دې چې بي بي راشي له کوره ووته اوبي بي ته يې يوه وړه پرزه دتيليفون دميزله پاسه کېښوده - نن يې په پرزه کې ليکلي وچې دښوونځي ديوضروري کارلپاره دوږمې دوى کړه لاړه-  دوږمې کوريې په دې ليکلى وچې هغوى له يوې خوا تيليفون نه درلوده اوله بلې خوانه يې کوربي بي ته نه ومعلوم - اوس رڼا ته داسې ښکاېده که خداى کوول  نښه يې ويشتلې ده-  په بېغمه زړه له کوره ووتله - دبي بي لپاره يې په دې پلمه وکړه نه چې بيابه يې سباته نه پرېږدې په دې خوشحالۍ چې نن به ټوله ورځ له ميړني سره دباندې په چکر وهلوتېره کړي  -

په خپل ټاکلي وخت دکانتينتال مخې ته ورسېده خوميړنى تررڼا مخکې راغلى و،  هغه نه غوښتل چې رڼا دې انتظارکې وساتي - هغوى دواړه يوبل ته مخامخ دکانتينټال په ساړه صالون کې ناست ول - رڼا نن له ځانه سره خپله مخصوصه دوسيه وړې وه په دې دوسيه کې رڼا خپلې هغه   کيسې اوشعرونه چې په بيلابيلومجلوکې خپاره شوي وو  راټول کړي وو ،  نوخپله دوسيه يې خلاصه کړې وه اودهرې کيسې په اړه دميړني سره غږيدله - اوميړني هم خپله دشعرنو وړه کتابچه له خپل خبريالۍ بيک نه راوويسته اوخپل يويوغزل يې لوست اورڼا په مينه مينه ورته غوږ نيولى و خوميړني ته اوس درڼا ليکنې دومره دارزښت وړنه ښکارېدې – کاشکې  چې يې درڼا يوه يوه کيسه له نظره تېرولاى-  خداى که يې يوځل هم دخداى درضالپاره هم يوه کرښه ويلي وي هسې يې سرښوراوه -رڼا دتېر ماښام کيسه ورته تېره کړه اوغوښتنه يې  ترې وکړه چې پرون خومې مور وغولوله خوهغه داسې دهوښيارې لورده کومه دې خوا اخوا  ښځه نه ده-  د دواړو دنياوو علم ورسره دى،  نن به زما غږ ثبت کړې که نه نوهسې مېره ابۍ ده بيابه مې په کورکې نه پرېږدي -

- خيردى زه هم همداغواړمه چې ماته هم پلمه جوړه شي او بې ښې اوبدې به راشې -

-- ښه !  داسې دخلکولوڼې درته ارزانې ښکاره شوې  ؟

 ميړني له خپل بيک نه مني ډيسک راوويست اودميزدپاسه يې کېښود،  موسکى شو بيايې زياته کړه :

- ګرانې ! ګوره زه خويوسيمه ايزخبريال يم-  دامني ډيسک زما ټوله استديو ده-  اودلته زمونږ راديوکوم دفترهم نه لري اوس دايولوى صالون دى-  که دې زه اوازثبت کړمه نودخلکوشورهم پکې راځي اودا نرى نرى موزيک هم چې دلته په صالون کې غږيږي - نوداسې ځاى به وټاکو چې خاموشي وي - زه خپل رپوټونه خوخپلې ليليې کې ثبته  ووم - رڼا ته دبي بي دپوښتنوانديښنه په زړه کې وه نوو رته يې وويل :

- ګوره زه پوهيږم دنن خبره سباته اوږدوې که داکارونشو بيا به ........

د رڼا سپين لاس چې دميز له پاسه يې ايښى و اوپه بل لاس يې خپله زنه تکيه کړې وه ميړني خپل لاس اوږد کړ اودرڼا په لاس يې کېښود اودهغې لاس ته يې فشارورکړ - رڼا له شرم نه خپلې سترګې ښکته کړې اوتکه سره شوه-  دادکرنټ  يوه جټکه وه چې دلومړي ځل لپاره رڼا ته ورسېده اوميړني په عاشقانه انداز سره ورته وويل :  

- ته سوچ مه کوه الله دې خيرکړي هرڅه به وشي ته مه خفه کيږه -

اوس ميړني غوښتل چې رڼا ته په پوره صداقت سره اعتراف وکړي چې په هغې مين دى اوغواړي يې چې دتل لپاره خپله کړي -اوس ميړني نه غوښتل چې رڼا دې په راديوکې خبرياله شي- دهغه دزړه غوښتنه خوداوه چې پس له دې رڼا دهغه دزړه خبريالي دې په غاړه واخلي چې هم خرما ده اوهم ثواب -

رڼا دپلټونکي په اړه ورته وويل اوټوله کيسه يې ورته وکړه اوهمداراز دهدايت هدايت اوتره کي په اړه چې ددې پښه يې څنګه په هغې بلې راډيوکې ووهله - اوس نوميړني ته خداى هسې ورکړې وه چې په کومه بانه باندې يې درڼا دمقررۍ نه انکاروکړي-  درڼا په دې خبرو اوس هغه په زړه کې ګوړې ماتولې اوځان سره يې ويل بس الله مهربانه باچادى زما خوخبرياله نه وه پکار زما مرستياله پکاروه دژوند مرستياله - ميړني له هوښيارۍ نه کارواخيست اودرڼا په خبرويې ځان هيڅ پوى نه کړاو وې ويل  :  

- ګوره رڼا پلټونکى به خپل کارکوي ته دراديو ضرورت يې اوراديوبه تاارومرو نيسي - خودسبالپاره به يورپوت جورکړې -موضوع به زه درکړمه په پېښورکې دښځينوو خپرونو روان حالت باندې به يوراپور جوړکړې اوزه به په يومناسب ځاى کې درته ثبت کړمه - رڼا هم ورسره ومنله - رڼا خوشحاله شوه چې دکارسرخوراووت -  په رڼا ډېروځوانانوزړه بايللى و اوډېرويې دخپلولوخوبونه ليدل - خودلته بيا دميړني طالع پرځاى وې چې رڼا يې له پښواچولې وه-  ترميړني رڼادميړني ډېره غوښتونکې وه- دميړني درقيبانوله ډلې يوهم

(نانى ) و نانى هم هغه ځوان شاعرو چې دطالبانو په دوره کې يې ښه پرمختګ وکړ اوله طالبانوسره به تل ګرځېده  طالبان دې هم خداى لري نانى به يې ښه نازاوه -  دنازولي ناني روزګاردطالبانو له سقوط څخه وروسته بيا خراب شو اوپېښورته راغى -خوتېرعمريې رڼاته ښه معلوم واوس يې ځان رڼا ته مخکې مخکې کاوه غوښتل يې چې رڼا خپله کړي رڼا کله غوښتل دداسې شاعرسره دې واده وکړي چې ټوله ځواني کې يې دطالبانوخدمت ګزاري کړې وې که څه هم په ځوانۍ ښه وبدنه و- رڼا خبره په ناني راواړوله اوښه يې پرې وخندل ميړني رڼا ته وويل :

-ګوره!  که کومه ورځ دې نانى تاله ماسره په کوم محفل کې وويني نوغريب به  سم اورواخلي-  دکوپارلورې ! دکوپارلورې اوياداسمان بچيه داهغه اصطلاح ګانې وې چې ميړني به خپلو خوږو اونازولوانډيوالانوته استعمالولې-

 مازيګر راروان و اودوى دواړه خپه خپه ول اوس دواړونه غوښتل چې له يوبل نه سره بيل شي خوپه کورکې بي بي لکه ناسته وه اوچمچه مارغوندې يې سرښوراوه چې جنۍ نن څنګه په خپل سر دوږمې کره تللې ده له يوبل نه يې خداى پاماني واخيسته خوپه دې هيله چې سبابه بياګوري له يوبل سره-  اوس رڼا دکورپه لارې دبي بي دغولولولپاره زړه کې پلانونه جوړل چې په کومه پلمه ځان ورڅخه خلاص کړي .

                       ------------------------------

              اتم څپرکی

                                                             

درڼا له لېدلو وروسته دميړني نه خوب اوکرار نورتللى و-  نه يې په بولدک پسې سوچونه کول اونه يې دکنړ اوکنړيانوغم ورسره و  - شپه اوورځ يې درڼا سوچونه ورسره مله شوي وو-  دورځې خوبه يې رڼا ولېدله اوياخو  به يې په تيليفون کې  ورسره خبرې وکړې خوشوګيرويې بلکل کارورخراب کړى و-  اوس داغم ورسره و چې څنګه ميړنى شي اورڼا ترلاسه کړي هغه ته معلومه وه چې داجونکۍ په کومه طريقه دهلکانو زړونه ترلاسه کوي چې ښه يې دزړه په غم اخته کړي نوبيا وروسته په خپله کراره دخير په غونډۍ کيني اوخپل سيلونه کوي-  تېر مازيګر و چې خپلې ليلېي ته راورسېده اودرڼا لپاره يې هم اندېښنه وه چې بي بي ورته غوسه شوي نه وي - جنۍ خودتګ په وخت کې ډېره وارخطا ښکارېده ، که څه هم رڼا ته يې دخداى په اماني په وخت کې ويلي وو چې ورسېده نوخامخا به ورته تيليفون کوي ترڅودده زړه راټول شي-

مېړنى په ليليه کې درڼا دتيليفون دراتلوپه انتظارکې په خپل چپرکت کې اوږدغزېدلى و،  درڼا يوه يوه نخره به يې ترسترګوشوه يو،واربه يې  په ټول بدن باندې يخني راننوته،  په همدې خيال پلونوکې وو چې په موبايل باندې زنګ راغى - دخيالونولړۍ يې دزنګ په راتلو سره وشلېده،  په دې خوشحالۍ کې چې بيا به درڼا غږ واوري په ډېره مينه يې وويل :

- هلو

- هلو مېړنى يې ؟

- بلې مهرباني وکړى تاسو ....... ؟

_ بلې ! زه لاورى له راديونه خبرې کوم  څنګه خېريت خوبه وي ، دادوه ورځې دومره سترې پېښې په پېښورکې وشوې خوتاسويې راپورنه دى راکړى ؟

- پېښې؟؟ ؟  لاروى صيب  ولا زه خوخبرنه يمه ....

- ولې تاسوپه پېښورنه ياست څه ؟

- نه داسې نه ده خومورمې ......

- ولې مور خو به دې د را ډيو مخالفه نه وي  ؟

- نه والله مخالفه يې خو نه ده  ، مريضه ده  ........

دراديودمشر لاروي  تيليفون مېړنى هک پک په ځاى کېناوه-  مېړني بله لاره نه درلوده مجبورشوچې په يوه ترپ کې يې خپله مور دغواپه لغته په تشي باندې ووهله اوپه پنځودقيقو کې يې دهغې تشى يې ورته له منځه يووړ، بيايې ژرپېښورته راورسوله ، دکمپلکس دروغتون دډاکترانوله مشورې وروسته يې دادى اسلام اباد روغتون کې يې بستري کړه او له لاروي نه يې دپنځوورځونوره ر خصتي هم ترلاسه کړه -  که يې داسې نه واى کړې نومشر څه خبرو چې خبريال يې په دې دوه ورځوکې دنويوګلونو په تماشې سرشوى چې نه له ځانه خبردى اونه له جهانه -  ميړني که لاروي ته داپلمه نه واى کړې نوخبره تللې وه ډنډوره شوې به وه -

 ترڅودميړني سوچ په ځاى کېده اودلاروي دتيليفون وېره يې له زړه نه وته دماښام بانګونه شوي وو-  دخپل دغم دغلطولولپاره يې له پلاره ورته پاتې زوړ ټيپ چې عمريې کابو سلوکالويا سلولسوته رسېده اوايله په مټکي يې فيته غږوله دليلا سياموى غم يارنه دارى دسندرې فيته يې ورواچوله-  داټيپ دومره قران وهلى و،  ترڅوچې دوه يادرې سوکه به يې په تندي ونه خوړل غږېده به نه - پس له دوه سوکانوتيپ په غږېداشو - ميړني دليلا سياموى دسندرې په اورېدو نورهم دخپلې ليلا په سوچ کې شو اودرڼا خبره يې دچړې پشان په زړه ورننوته اوراوته چې ويل يې :

-الله دې نن خير راپېښوي هسې بلا په کورکې نه وه چې زه راووتمه اوس به دچمچه مارپشان لکه ناسته وي اوژبه به راته چيچي - نوريې نوطاقت نه راته راديوخويې په بلاووهله غم يې پنځه ورځې نورهم له سره لرې کړ خودرڼا غم خويې چېرې لرې کاوه دپتنګ پشان چې څومره سوځېده هومره خوشحالېده - زړه نازړه يې دخپل موبايل نه درڼا دکورنمبر ډايل کړ-  زنګونه ولاړل خوچاغوږۍ نه پورته کوله،  زړه کې يې  راتېرشول نه چې بي بي زما سياموى جانه له ويښتانو نه وي نيولي -  سبا يې چېرې ګنجۍ راونه لېږي موبايل يې بند شو زړه يې نورهم وارخطاشو بيا يې نمبر ډايل کړ ، دوه درې زنګه لاړل او ، اوازراغى :

-الو الو

- الوالو خداى دې ورک که ولې خبرې نه کوې ؟

په داسې حال کې چې غږ يې دلاروي صيب ترغږ هم تاثيرناکه واودميړني پښې ناڅاپه په ريږدېداشوې څنګه چې ساه يې شاته شاته کېده خوډېر يې ځان ته جرت ورکړ :

- مورې سلام ...

- واليکم سلام زويه څوک يې ؟

- مورې ميړنى يمه تاسوڅنګه يئ ؟  

- خيريوسې،  ته څنګه يې موردې ښه ده وروڼه خويندې پلاردې ........

ميړنى په خبره ورسېدو چې ليلاجانه يې دمور سره  دومره دده په اړه نه ده غږېدلې،  نوزړه ته يې دمه ورغله غاړه يې تازه کړه :

- شکر ښه دي هغوى په کلي کې دي ...

- وئ !  زويه نوته مساپريې الله دې دماله زوى سره وساته -

- رڼا جانه شته ؟

-اوه زويه خداى دې ورکه کي ټوله ورځ يې بلاوهلې دملګرې کره تېره کړې،  زه نه وم کنه نو راديوته مې درلېږله اوس ديګى کوي -زه به يې راوغواړمه -

- هلوسلام ميړنى صيب څنګه يې ؟

- ښه ټوله ورځ دې له وږمې کره تېره کړه زه به درسره ګورمه -

رڼا په کړس کړس وخندل -

- څه وکړمه ډېره راباندې ګرانه ده څه نشم وېلى ....

ميړنى هم درڼا همدې ځواب ته منتظر و ، په تيليفون کې يې  درڼا احوال واخيست اودلاروي دتيليفون په اړه يې هم ورته وويل اوټوله کيسه يې ورته تېره کړه چې خپله موريې درڼا له سره جارکړې اوپنځه ورځې نورې هم درڼا لپاره رخصت اخيستى دى-  دواړو ښه ديوبل سره وخندل،  نورنوپه موبايل کې کارت خلاص شو، مخکې له دې چې له رڼا سره خداى په اماني وکړي تيليفون بندشو،  خودخداى په امانۍ په پلمه رڼا ورته زنګ وواهه  -  ميړني رڼا نه پوښتنه وکړه چې دبي بي غږ نن بل شانې و نه چې ناروغه ده هغې وخندل نه ناروغه نه ده دادوه ورځې کيږي چې ژامه يې دګرمۍ له وجې شورېدلې اوخپل جوړه کړې ژامه نه اچوي  په دې چې نوره بي بي پرې شکي نشي نوتيليفون يې سره بندکړ-  رڼا ټوله شپه ويښه تېره کړه - ګرمي يې پلمه کړه يوه سوژه يې په ذهن کې راتاوه شوه پاڅېده اولنډه کيسه يې وليکله ، سهاردسبانارۍ نه وروسته دخپل زوړ کوچني ټيپ په لټه کې شوه چې کله کله به يې کومې مجلې ته فيچر جوړاوه،  نوخپل ټيپ نه به يې کاراخيسته-  ټيپ يې دجاموپه المارۍ کې دجامولاندې شوى و،  ښه شېبه ورپسې سرګردانه شوه ، وروسته يې راپېداکړ-  اول يې چک کړ چې کارکوي که نه،  وروسته چې مطمينه شوه نوخپله ډايري يې راواخيسته  _  ټيليفون ته کېناسته ، دهغومجلو اوورځ پاڼودفترونوته يې تيليفونونه وکړل کوم چې دافغانستان دښځولپاره خپرونې کوي-  ډېرې خبرې يې دخپل راپورلپاره راواخيستې بي بي ليدل چې جنۍ غريبه په خپل کارلګيا ده نوزړه يې پرې وسوځېده لاړه پخلنځي ته دغرمې لپاره يې خپله تيارى ونيوه - رڼا خپل سکريپټ وليکه،  څوڅو وارې يې وليکه ترڅويويې خوښ شو اوبيا يې په لوړاوازپه کوټه کې چې قدم مرش يې هم کاوه و لوسته،  دغرمې دډوډۍ په وخت يې بي بي ته وويل :

- ښه به نه وي چې يوځل ميړني ته زنګ ووهمه اوداخپل سکريپټ ورته ولولمه بيابه يې ثبت کړمه -

- او ښه وايې،  بيا به درته ووايي چې کوم ځاى يې خراب دى هغه به سم کړې ...

- خراب خونه دى دادميړني غوندې خبريالان چې دي زه لس دانې دخپل دستکول په کونج کې ګرځومه هسې مې طالع خرابې دي -

- ښه ښه لويه سې،  دومره توده يې مه خوره ، لږه ګوزاره کوه،  په هرچا دبي بي ګمان مه کوه خلک دې څه پروالري هرڅه يې چې درته ويلې هغه منه چې مقرره شې ، په خپله ملامته يې ژبه دې خرابه ده بړ بړ غږېږې،  بيا ژاړې چې خلک مې پښه وهي -

رڼا په ميړني په دې پروانه ساتله اوځان يې مستغني ښکاره کاوه چې بي بي پرې پويه نشي کنه نو بيا ديوه ټيليفون کاردى چې جمال ته به يې وکړي - ترډوډۍ وروسته يې په ډاډه زړه چې دبي بي محترمې نه يې اجازه هم اخيستې وه ميړني ته ټيليفون وکړ ، ميړني په ټيليفون کې په ګيلو رڼا ته خوله خلاصه کړې وه اودټولې شپې دبېقرارۍ کيسه يې ورته کوله دخپل ليونتوب حال يې هم ورته وويلو خودرڼا بي بي ته پام شو چې دجاى نماز په سر ناسته ده خپله دعايې اوږده کړې او ټول پام يې ددې خبروته دى - زريې خبره واړوله او وې ويل :

- بي بي مې هم همدااوس په جاى نمازناسته ده اوماته دعاګانې کوي چې کاميابه شمه -

دانويوشفرو چې ميړني ته يې ورساوه چې دريم ګړى موجوددى ،  پام کوه- وروسته يې سکريپټ ورته ولوست ميړني هم ورته دسکريپټ تعريف وکړاو  ورته يې وويل چې سم دى-  ثبت يې کړه  اوقسمونه يې ورواچول چې نن ورځ خويې په ډغره ووهله څلورورځې درخصتۍورته پاتې دي سبابه ضرورله ده سره ګوري دسهارنهه بجې يې دهماغه لومړي ورځې رستورانت مخې ته سره وعده کيښوده -له تيليفون له بندولو وروسته بي بي له رڼا نه وپوښتل  :

- زويه دا ميړنى واده لري اوکه يې نه لري ؟

- زه څه پوهيږم ترش پرش هلک دى سړي سره سمې خبرې هم نه کوي -

- ولې له ما سره خوبيګا په تيليفون کې داسې غريب نرم لګيا و-

- ته يې څه کوې نه چې  کومه لوردې ورکوې چې داسې يې پوښتنه کوې چندان شى خونه دى -

- نه هسې مې زړه کې اندېښنه راپېداشوه-  زما لورانې خوزما په خوله پورې خاندي کله زما خوښې ته ګوري هرڅه چې يې زړه وغواړي هغه کوي -

- ښه نوستاپه خوله وکو دابا پشان به سړى راته وګورې -

- ولې په ابا دې څه شوي و، والله که يې دپښو خاورې يې پېداشي -

- ولې تاته څه بيوفانه و، بله يې درباندې ونه کړه -

- ښه يې وکړل قسمت به يې و -

درڼا عادت و کله کله به يې بي بي ځوروله وروسته به يې بيا راپخلا کړه اوس هم څنګ ته يې ورغله غيږ ه کې يې راټينګه کړه اوښکل يې کړه او ورته يې وويل راځه چې اوس دخپلې مقررۍ په خوشحالۍ کې چې ګوندې مقرره شمه دناران پارک ته په چکر لاړشو -

دبي بي هم زړه تنګ شوى و،  دوى به اکثر مازيګر دپېښور پارکونوته په چکر تلل اوهلته به بي بي اکثر دنورو افغان کډوالوکورنيوسره چې په سيل به پارک ته راغلي وو مجلس اوخبرې کولې -

                  __________________________.