پنځم څپر كى
شريف ميړني تراوسه درې ځلې له رڼا سره په تيليفون خبرې کړې وې اودرڼا غږ خداى شته چې په ميړني باندې ښه لګېدلى و . ميړنى داوه ويشتوکالوځلمى و اوسږ کال يې دماسترۍ ددورې وروستۍ کال و ميړني په ژورناليزم کې ماستري اخيستله - دماسترۍد دورې وروستۍ ازموينې ته يې لنډې شپې اوورځې پاتې وې اوده هم ورته تراوسه داسې پوره اماده ګي نه وه نيولې - ميړنى دخپل موراوپلاريوازنۍ زوى و، تراوسه يې واده نه وکړى ، مورې يې هيله درلوده چې دماسترى له اخيستو وروسته به خپل زوى ته کوژده او واده کوي - داسې واده به ورته کوي چې په ټول ولايت کې يې نوم پاتې شي . ميړنى په خټه اڅکزى و خولوى شوى دکنړ په خاورې باندې و- اصله کيسه خوداوه چې دميړني موردزوى له برخې نه خداى بې برخې کړې وه ، دوه لوڼې يې وې چې مېړه يې دماموريت په وجې دکندهارولايت دبولدک سرحدي سيمې ته بدل شو اوکډه په شا ، بولدک ته ولاړ- په کنړ کې يې ښه ځمکه اوکلاه درلوده ، يوازې يوشى يې چې په ژوندکې کم و هغه دزوى نه درلودل و - له بلې خواه نه ښځه پرې ډېره ګرانه وه - ددې ترڅنګ دتربورانو دپېغورونودخلاصون لپاره هم يوڅه کول پکارو، بولدک کې يې يوکال تېر وچې دقسمت ستورى يې راوخوت اوخداى داتوره شپه پرې رڼا کړه - يوه ورځ يونژدې ملګري يې ميړنى ورته راوړ اودډېروپېسوپه بدل کې يې پرې خرڅ کړ - ميړنى چې دڅلوروشپوماشوم و، دميړني په راتګ سره دپلارژونديې نورله ناهيلو اوغمونو څخه خلاص وشمېرل شو- نودښځې په مشورې سره سم کډه په شا بېرته کنړ ته راستون شو اوپه خپل کلي کې يې اوازه ګډه کړه چې خداى پاک ښه برغنډى زوى ورکړى - په کلي کې يې ديګونه بارکړل ، خيراتونه يې وکړل اوخپلوپرديوته يې ښه په مړه ګېده ډوډۍ ورکړه -دانقلاب په لومړي کال باندې دکورنۍ جګړې له امله چې ميړنى لاددرېو کالوماشوم و، چې له خپلې کورنۍ سره پېښورته رامهاجر شو - ميړنى نورهم څوقدمه له اڅکزو اوبولدک نه رالرې شو- په پېښورکې دميړني مورته خداى بله لورهم ورپېرزوکړه-
ميړني خپلې زده کړې په پېښورکې په پاکستاني مکتبونوکې پاى ته ورسولې اوخپلې لوړې زدکړې يې هم دپېښور په ينورسټۍ کې دادي ترسره کوولې - په دولسم ټولګي کې و، چې پلاريې بېرته کنړ ته لاړ اودميړني لپاره نوره هم سخته شو ه - يوه پښه يې په کنړکې وه اوبله پښه يې په پېښورکې - کنړکې لاکال پوره نشو چې پلاريې ديوې سختې مريضى له امله مړشو اومخکې له مرګ نه يې ميړني ته داخبره روښانه کړې وه چې دى يې رضايي زوى دى - دميړني موراوپلارورته معلوم نه دي ، خود هغه انډيوال نوم ورته معلوم دى ، چې دى يې پرې خرڅ کړى و، اوله ميړني سره يې داوعده هم کړې وه چې ددولسم ټولګي له ازموينې وروسته به ورسره يو، واربولدک ته ځي اوله خپل هغه ملګري سره به ګوري - په هغه کال باندې ازموينه بل شانته ازموينه وه، داسې شپې اوورځې پرې راغلې چې دميړني په ژوندباندې يې لوى اغيزوکړ - ميړنى کله دومره په بخت بيدارو ، چې خپله ورکه کورنۍ بېرته ترلاسه کړي ، کله چې له ازموينې نه راستون شو ، دپلاردفاتحې په ګيلم کښېناست اوپلاريې هرڅه په خپل زړه کې دخاورې زړه ته کښته کړل -
بياچې ميړني هرڅه کوښښ وکړ ترڅودمورخوله خلاصه کړي اوحال ځانته معلوم کړي خومور يې ورته وچ قسم وکړ چې داببولالې درواغ دي ، پلاردې په دې وروستيوکې خپل عقل له لاسه ورکړى و، اوديوه کاله نه راپه دې خوايې اوتې بوتې ويلې –
ميړنى هماغسې کنړى پاتې شو ، بولدک نودخداى بولدک و اوداڅکزوقوم هم دخداى لوى قوم و اوس نوميړني ته دخپل ځاى اوټاټوبي پېداکول اسانه کارنه برېښېده - دزوکړې کال يې هم خداى بخښلي پلاريې غلط ليکلى و، دې خبرې اوس دميړني دځوانۍ شپې او ورځې خرابې کړې وې - تراوسه يې دزړه غوټه چاته نه وه خلاصه کړې هرماښام به يې له ډوډۍ خوړلوڅخه وروسته ټوله شپه يې دخپل مورپلار اودوستانوپه اړوند سوچونه کول - له دې خبرې نه وروسته له مورسره يې نه لګېده اوکلي ته هم لږ لږ ته ، کوراوکلى ورته پردي پردي ښکارېده ، دې خبرې به تل زوراوه ، ورپه زړه به شوچې کله ماشوم و اوپه کوڅه کې چې به يې دکلي له نوروماشومانوسره لوبېده اوکله کله به يې چې دکوم ماشوم سره جنګ شو او څوک به چې دده له لاسه کورته په شکايت راغلل نومور، اوپلاربه يې څومره وډباوه اوکه دوړې خورليلا چې ډېره ورانه وه څوک په شکايت راتلل نوموربه يې دخپلې لورننګه کوله اوهمداراز په اخترونوکې به ده ته ترخويندو کمې اختريزې موراوپلاريې ورکولې اولږه توجه به يې ورته کاوه - اوس دسينما دپردې پشان دکورنۍ هر عکس العمل يې دده مخې ته په ذهن کې تاوېده راتاوېده اوتل به يې شپه په ژړا روڼه کوله ، زړه يې غوښتل چې دزړه خبره دچاسره شريکه کړي ،
اودزړه غوټه خلاصه کړي خوداسې څوک يې نه موندل چې دده زړه پرې اوبو وڅښي ،
----------------------------
شپږم څپر كى
ددوشنبې ورځ داګست دمياشتې پنځه ويشتمه وه - هوا اوس هم لاګرمه وه ، خلک دګرمۍ نه په کوټوننوتلي و ، اوچتي پکې هم ښې مظبوطې چلېدې - دپېښورپه کوڅوکې دهرې ونې د سيوري لاندې دوه درى سپي ګنګس ګنګس پراته به ول ، تابه سوچ کاوه چې په دوى کې نوره دمه نشته ، دګرمۍ دزرورې جټکي دخلاصون لپاره لاډېرې ورځې پاتې وې -
رڼا دغرمې ډوډۍ خوړلې وه اودډاکټر مجاوراحمد زيارناول ((مينه دزړه په وينه ))يې کوت ، بي بي هم نوى دماپښين لمونځ خلاص کړى و، هغې رڼا ته وويل :
_ زويه زه به لږه وېده شمه ، که تلويزيون دې کوت بيايې غږ ډېر مه لوړوه چې ماښام مې دګرمۍ دلاسه ترسهاره سره سترګي نه دي ورغلي ، که بريښنا اويا جمال تيليفون راوکړ نوبه مې راويښه کړې - جمال اوبريښنا دواړه په استرليا کې و ، جمال واده کړى و، دخپلې دمامالورسره چې هغه له خپلې کورنۍ سره استرليا کې اوسېده – او ، له کوژدې وروسته يې جمال هم ورغوښتى و ، اوس يې يوه لورهم درلوده اوبريښنا تراوسه پېغله وه جمال اوبريښنا يوځاى نه اوسېدل ، په بيلا بيلوښارونوکې سره اوسېدل - رڼا خپلې مورته ښه کړه اوبېرته يې خپل سوچ راټول کړ اودکتاب په لوستلوبوخته شوه - ساعت دماپښين يوه نيمه بجه وه ، دبي بي سترګې سمې سره نه وې ورغلې چې په تيليفون باندې زنګ راغى ، رڼا سوچ وکړچې يابه جمال وي اويا بريښنا ، بي بي ژرپه خپل ځاى کې نېغه کښېناسته ، رڼا هلوکړ، له هغې خوانه ميړنى و ، درڼا له ستړمشې نه بي بي پوه شوه چې دجمال اوبريښنا تيليفون نه
دى بيرته يې سرکېښود - ميړني رڼا ته وويل :
_ رڼا جانې ! که نن وخت لرې نويوځل به راشي چې له نژدې نه درپوټ په اړه وږغيږو، څنګه خوښه موده ؟
- ولې نه ! زه به درشم ، دادزړه انديښنه به مې هم خلاصه شي خوزه به تاسوڅنګه وپېژنم ؟
درڼا په دې خبرې ميړنى ته خنداورغله اويوه مستانه خندايې وکړه اوبيا خپل دجامو نښه اودخپلې څېرې په اړه يې معمولي رڼا واچوله اوهمدارنګه يې درڼا نه هم نښې ترلاسه کړې ، وروسته يې سره دپېښور ديوه مشهور اومدرنه رستورانت مخې ته دليدو وعده کېښوده خومېړنى ډېر هوښيارهلک و، اورڼا نه يې وغوښتل چې شل دقيقې وروسته بايد په ټاکل شوي ځاى کې حاضره وي . ميړني ويل چې داشل دقيقي ديوه ښه ميک اپ لپاره ډېر کم وخت دى اورڼا نه شي کولى چې په پوره سينګارراشي - په ساده ارايش سره به يې وګوري چې څنګه ده - دميړني دوه مقصده و ، يويې دراديولپاره راپورتره لټوله ، اوله بلې خوانه ځان لپاره يې دکوژدنې لپاره جنۍ هم خوښه ووله - رڼا ورسره خداى پاماني وکړه ، بي بي ته يې وويل :
_ زه به لاړه شم اودميړني سره به وګورم ، هغه راته وويل چې څوورځې يې ازموينوته پاتي دي اوبيا وزګارنه دى چې زما غږ بيا ثبت کړي ، له بلې خوا نه به زما انديښنه هم خلاصه شي ، که وشو، ښه ترښه ، که نه نو، خپله معلمي خوبه په کراره زړه باندې کومه -
- تا، خوښه وويل خو، ګوره جنۍ پام ډېر کوه ، خلک ډېر چالاکه دي، له بلې خوانه پردى وطن دى ، وروردې هم مساپردى خبرې دې ورسره زرزر خلاصې کړه اوترماښامه به مخکې کورته راځې چې جمال تيلفون ونه کړې بيا به وايې چې جنۍ چېرته ده ؟
رڼا خپله يوه معمولي جوړه واچوله نن يې زړه هسې خوشحاله خوشحاله کېده ، هغه مطمينه وه چې له دې ازموينې نه به په پوره ډول بريالۍ راوځي ، خوکه خبره پلټونکي ته ونه رسيږي - له کوره دوتوپه حال کې يې دبي بي دواړه لاسونه ښکل کړل اوبيايې قران شريف هم ښکل کړ، داپارتمان ددروازې په خوله کې يې ايت کرسي وويله اوپه خپل ځان يې چف کړه - درڼا تروتګ وروسته بي بي پنځوس کلدارې دنذرپه توګه په قران شريف کې کېښودې ترڅورڼا کاميابه شي اوپه خوشحالۍ کورته راشي -رڼا په زړه کې دعاګانې کوولې اوخداى خبردکوم پير په نوم يې يو ديګ حلوا نذر په غاړه واخيست خوپه يوديګ حلواباندې يې دزړه تسلا نه کېده نو ددې مشکل دحل لپاره يې دخداې په رضا څوثوابي روژې په غاړه ونيولې - کله چې روژوته يې غاړه کېښوده نو هغه تم ځاى راورسېده چې ددې مقصدو ، نوله موترنه راکښته شوه - ښه شوه چې تم ځاى زر راورسېده که نه نو څومره نورنذرونه به يې په غاړه نيولي و ، ميړنى ښه سينګارکړى په خپل ځاى ولاړ و، څرنګه چې هواډېره توده وه نوميړني دخپلې تندې دماتولو لپاره ، يوګيلاس پيپسي هم اخيستې وه اوګيلاس په لاس کې درڼا انتظاريې ويست -رڼا له تيکسي نه کوزه شوه اودرستورانت مخې ته ولاړوسړيوکې يې دميړني دنښو مطابق دځوان په لټه کې شوه ، دسترګوپه رپ کې يې په ميړني نظر ولګېده ، مخامخ ورغله سلام يې وکړ:
_ تاسو! ميړني ؟
- تاسو! رڼا ؟
- هوسلام څنګه ياست ؟
دميړني خوله نوره له خوشحالۍ، نه راټولېده - درڼا حسن اومدرن توب دهغه له سوچ نه وچته خبره وه - ميړني چې درڼا سوراوسپين مخ ته کتل اودهغې دخبروانداز ته يې پام کاوه نوځان سره يې ويل چې ياره داخوبه کومه کفاره نه وي داسې حسن خوپه افغانانوکې نشته - ميړنى چې دومره کاله يې ځان دنجلۍ پشان ساتلى و، اودپوهنتون ډېرو نجونو ځانونه پرې ستړي کړي وو، نن يې دسترګو په رپ کې ځان وبايله . اوس رڼا ته مخامخ درستورانت په چوکۍ ناست و، صرف اوصرف يې درڼا خبرو اودهغې په لاسونوباندې خبرو ته توجه وه ، او کتل يې چې دانازکې ښکلې نرۍ نرۍ ګوتې څنګه په هنرمندۍ په هواکې خوځيږي اوڅه وخت به وي چې يوځلې يې په خپلوګوتوکې راټينګې کړي ، اوپه مازې تاوولوسره ، درڼا له خولې نه دنازه ډکې چيغې واوري- بيايې سوچ کاوه کاشکي مې لکه مڼه غوندې نيمه خوړلې واى اونيمه مې جيب ته اچولې واى - درڼا ترسترګوهم ميړنى ځلېده، راځلېده - دميړني خوله ، اوپه ښايسته خولې باندې موسکا درڼا وارپارخطاکړى و، غوښتل يې چې دبنګړيوالې غوندې چې کله کله پردې راټوپ کوي اوپه خپلونوکانو درڼا ګوتې لږ څه خوږوي ، هماغسې دې دا هم پرميړني يووار ټوپ کړى ، اوخپل دواړه لاسونه دميړني ترغاړې اميل کړي - نورنودميړني نه دصبرکاسه ماته شوه، رڼا ته يې وويل :
- څومره ښايسته يې دکپارلوري !
رڼا نوره هغه مغروره نجلۍ نه وه پاتې هرڅه يې بايللي ښکارېدل ميړني ته يې ورغبرګه کړه :
-- ځانته دې شاله پام شوى نه دى ؟
درڼا له دې ځواب سره ميړنى په زړه کې خفه غوندې شو، سوچ يېوکړ : نه چې جنۍ مې په دې خبره خفه کړې نه وي ، زه خوتراوسه دومره ورسره ازادهم نه يمه ، ځان ته غوسه و، چې ولې يې رڼا ته دومره نژدې خبره وکړه - بيا يې ځان سره فيصله وکړه راځه چې ورنه بخښنه و غواړمه - خوله دې کارنه تېر شو- يوډول غروريې مخې ته ودرېده ، زړه کې يې وويل ځه هرڅه چې وشول باد اباد ..... رڼا هم خپله پريکړه کړې وه - له يوې لوري خوپه خپله نازولې نجلۍ وه اودنخرونه ډکه خو اوس دميړني دزړه راښکون لپاره يې يوپاونخرې اونازونه نورهم له ځان سره مل کړل - ميړنى که څه هم په پېښورکې رالوى شوى و خوساده پښتون کليوال هلک و، درڼا هره نخره اونازبه يې نېغه دتېرې چړې پشان په زړه ورننوت - اوس له هغودواړونه راپور اوراپوتري هېره وه، له خواږه مجلس اودسړوبوتلوله څښلونه وروسته دواړه له رستورانت نه راووتل - ميړني نه غوښتل چې رڼا دې داسې زرورڅخه جلاشي ددې لپاره چې لږنوره هم ورسره پاتې شي نوله رڼا نه يې په ډېر ادب سره وغوښتل چې ترصدربازاره پورې ورسره لاړه شي - هلته يې ديوکتابتون نوم ورته واخيست چې کاريې ورکې درلود- رڼا هم پرته له کومې نخرې نه دميړني ست ومانه اودواړه په تيکسي کې سره څنګ په څنګ کېناستل - درڼا اوميړني په منځ کې ديوې لېشتې ځاى فاصله وه - که دميړني په زړه واى نودسترګود رپ سره به يې دا واټن لرې کړې واى ، خوارمان يې کاوه چې داواټن به کله اوڅنګه ختميږي -
ميړني دکتابتون نه داردوژبې ديو ښه شاعروصي شاه يوه شعري مجموعه واخيسته اودواړه دصدرجاني کون رستورانت ته لاړل اوس دواړه مخامخ يوبل ته سره ناست ول - ميړني کتاب رڼا ته ډالۍ کړ- ټوله ورځ يې تېره کړه، ماښام وچې ديوبل نه سره جلا شول - ميړني خوغوښتل چې رڼا دې ورسره دماښام ډوډۍ هم په کوم هوټل کې وخوري خونن يې اوله ورځ وه جنې يې دومره نه تنګوله که نو بيا هرڅه ګډوډېدل - دبيا ليدوپه هيله ميړني رڼا له کورسره نژدې تم ځاى کې له تيکسي نه کوزه کړه - رڼا په ځان نپوهېده چې په هواروانه ده اوکه په ځمکه - اوس ددې دواړوتوپير ورته ګران و په خوشحالۍ سره کورته راغله بي بي چې ليدل ، جنۍ ډېره خوشحاله بريښي نوځان سره يې سوچ کاوه نه چې خداى يې سوال زرمنلى اورڼا لاړه په ډالروکې مقرره شوه - په ورين تندي درڼا خواته راغله وې ويل:
_ څنګه شو کاردې زويه ! که خداى کول خوشحاله ښکارې ؟
درڼا اوس پام شو چې داخودراديو، سرخوړلې لپاره تللې وه، داڅه لوبه پرې وشوه - هغه دخلکوخبره چې وايي ( مالېږلې وې غلا ته ، خوته لاړې مشغولاته ) دې خوپه ټوله ورځ کې له ميړني سره دراديويوه خبره هم ونه کړه اوس ابۍ مېرې ته څه ځواب ووايي ، خوځان يې له لاسه ورنه کړ ورغبرګه يې کړه :
- ومې ليده انشاالله که خداى کول نوداکاربه مې وشي -
- ولې تراوسه نه دى شوى؟ داټوله ورځ دې تېره کړه اواوس وايې چې وبه شي .....
- ګوره بي بي ! ته فکر کوې چې هرکار د اوړو زغاله ده چې په تناره به يې وو هي اوپاستى به ترې راوباسې ، هرڅه يو وخت غواړي نن مې دراديو ، ديوه راپورپه اړه خبره ورسره وکړه هغه راته وويل چې سباته به راشې چې په مني ديسک باندې کاردرته وښايم اوبيا به چېرې لاړه شي يوراپوربه جوړ کړې چې راديوته يې وليږمه -
رڼا په ښې هنرمندۍ سره بي بي وغولوله اوځان يې له لوى شر نه خلاص کړ -