( ٢)

بي بي تلويزيون ته ناسته وه ، په تلويزيون کې داردوسرويس خبري چينل کې دعراق دجګړوپه هکله راپورتاژخپرېده . بي بي چې دومره په اردونه پوهېده وارپه واربه يي له رڼا نه پوښتنې کولې . اورڼا به هم ورته خبرژباړه - بي بي توبې ويستې دچايو پياله يې مخې ته ايښې وه له يوې خوانه پرې خولې راماتې وې له بلې خوانه يي تودې تودې چاى څښلې . له هغې سره تل دامفکوره مله وه چې ګرمي په ګرمي باندې لرې کيږي  ، نودايي عادت وچې په ګرمى کې به يې دسړواوبوپه ځاى تودې چاى ډېرې استعمالولې - دعراق راپوتاژ خلاص شو دکراچۍ په ښارکې څوورځې مخکې يوځان وژونکى بريدشوى و، چې په دې اړه بله تبصره خپره شوه اوس بيا دتلويزيون په پرده کې مړي اودحملې ځاى راښکاره شو،  بي بي بيا خپلې توبې تکرارولې رڼا موسکۍ شوه نوريې زړه راتنګ شو وې ويل  : بي بي نن خودې په توبوخوله خلاصه کړې الله دې خېرکړي _

-   زويه نه وينې قيامت دى قيامت هرچېرې همدامسلمانان دي چې درګرده وژل کېږي -

رڼا چينل بدل کړ اودسندروچينل يي راواړوه په خندايي ورغبرګه کړه  : . نوواخله له دوزخ نه به ووځو جنت ته به لاړشو نن خوله سهاره دبي بي خوله په وۍ وۍ خلاصه شوې وه اوله کومه ځايه چې دګاونډيانوله کوره راغلې وه همداپه يوه خوله په وۍ وۍ وه  - دشېرينودلورکوژدنې حيرانه کړې وه دصفيې جوړو اودهلک عکسونو چې له جرمني نه يي راليږلي و بي بي خواره کۍ يې سربداله کړې وه په ګيله يي مخ رڼا ته ورواړوه : توبه خدايه زما خوهم دوې لوڼې دي چې په ليدويې څوک نه مړيږي دخلکوڅنګه ښه قسمتونه دي دشيرنيۍ لورصفيه ګۍ خووالله که يي دبوسو دبوجۍ په بيه يي هم واخلمه داسې هلک ته يي ورکړې چې په ديدن يي څوک نه مړيږي رڼا ته دبي بي داخبره نوې وه ژريې له بي بي نه وپوښتل  : څه صفيه يي ورکړې چاته ؟

- والله ! زه يي کورته ورغلمه نوموريې سمديستي يې جوړې راواخيستې اوتلويزيون ته يي دهلک فلم واچوه زه خوپوشومه چې خپله لوريې وختي ورکړې ده خوله مونږ نه يي خبره پټه کړې وه اوس يي ښکاره کړه دې کم بختې داپکر يي کاوه چې دلور ريبارانې به يې  مونږ له لارې راګرځوو .

دبي بي په دې خبرې ړنا ته خندى ورغى دبي بي دتسلۍ لپاره يي وويل : ځه ځه هرڅوک خپل قسمت خوري بريښنا به ترما ښه قسمت ولري اوزه به ترهغې ته ولې خپل زړه خورې کراره کېنه رڼا ته دصفيې دکوژدنې او دشاوو دعکسونودلېدلوتلوسه په زړه کې ورپېداشوه نودبي بي نه يي دهغوى کره دتلواجازه وغوښتله خوبي بي ورته دتګ اجازه ورنه کړه :

-  سبا به وايي چې دجاسوسۍ لپاره راغله ،  پلټنې يې کولې چې کوم مجردليورلري اوکه نه دځان غم پسې اخيستې وه کراره دې په ځاى کينه په بلايي وهې . بنګړيواله راغله اودبي بي په زنګانه يي خپل سرموښه هغې له ځانه وشړله اوپه غوسه يي رڼا ته وويل : يوخوله پېشوبازۍ نه لاس نه اخلې ټوله ورځ ته يي اودابنګړيواله -

-  نوڅه وکړم جمال مساپراوبريښنا مساپره خپل اوخپلوان لرې دصفيې دوى کره موته نه پرېږدې ښوونځى مې رخصت اوس دې زړه دى چې دبنګړيوالې په ځاى پرتا لاس راکش کړمه اوتاونازومه بي بي ته درڼا په دې خبره اوحاضرځوابۍ خندى ورغى خپل سريي وشوراوه ا ووې ويل :

_ توبه توبه  ! خداى دې ځوانيمرګه که ! دبي بي خداى خبرچې په زړه کې څه ورتېرشول ځان سره يې شکر وويست شکرده چې ته خوراسره يي کله خپه کله خوشحاله -

                                              

                                       (٣)                                     

رڼا بيا قلم اوکاغذ راخيستي و ، چې يوڅه وليکي - داځل يې نظم نه ليکه ،  زړه يي وچې کومه لنډه کيسه وليکي -  درڼا عادت وچې کله به  يې څه ليکل  ، غوښتل يي چې يوازې اوسي اونه يي غوښتل چې دليکلوپه وخت کې دې بي بي ورسره خبرې وکړي اويادهغې پوښتنې ته ځواب ورکړي -  بي بي يې هم په دې عادت باندې پوهېده -  رڼا چې به کله هم کاغذاوقلم راواخيسته نوبي بي به هيڅکله ددې په کارباندې غرض نه کاوه اوپرېښودله به يي چې په ارامواعصابوباندې خپله ليکنه وکړي  - په دې جريان کې به دکورتيليفون ته هم بي بي ځواب ورکاوه .ړنا په ليکنې باندې مصروفه وه چې په تيليفون باندې زنګ راغى  ، بي بي غوږۍ پورته کړه :

هلو _ _ _ 

- درڼا جانې کوردى ؟

- هو ، ته څوک خبرې کوې ؟

- زه شريف مېړنى له ابادۍ راديونه ،  رڼا جانه شته ؟

بي بي د تيليفون غوږۍ لاس کې ونيوله اورڼا ته يې اشاره وکړه -  رڼا ورغله بي بي ورو ، ورته په غوږ کې وويل  -  شريف مېړنى _ _ _

-  هلو _ _ _

-  بلې رڼا جانې تاسوياست ؟

-  مهرباني وکړئ ! 

-  رڼا جانې ستاسونمبروګړپال صيب راکړى و،  کېداى شي دراديودکارپه اړه يې تاسوته څه ويلي وي ؟

-   بلې هو !  تاسوڅه وخت له کابل نه راغلي ياست ؟

-  زه خوپه کابل کې نه يم  ، دلته ليليه کې ژوندکوم اوله همدې ځاى نه مې راپورونه لېږمه  - هو ! رښتيا وګړپال صيب ستاسوپه اړه راته ويلي و ، چې تاسوپه پښتو ، دري  اوانګليسي ښې خبرې کولى شئ ،  زمونږ په راديوکې يوې سيمه ايزې خبريالې ته ضرورت دى -

_  والله څه ووايم ،  دري  اوپښتومې ښه دي خوپه انګليسي کې ګوزاره کومه ،  ماته وګړپال صيب ويلي و ،  خوزه به سوچ پرې وکړم -

_    سمه ده ،  زما نمبرخودرغى  ، ځان سره يي ثبت کړئ  بيا به ماته تيليفون وکړئ - 

رڼا ورسره خداى په اماني وکړه  ، کله چې رڼا غوږۍ کېښوده ،  نوبي بي سمدلاسه ورڅخه وپوښتل :

 - دامېړنى ،  لاپسې څوک دى ؟

- هېڅ  .. هسې دابادۍ راديوخبريال دى ،  پرون وګړپال صيب راته تيليفون کړى و،  چې په دې راديوکې کومې سيمه ايزې خبريالې ته ضرورت شته ، راته يې وويل  که ته پکې کارکوې ،  نوستادکورنمبربه ورته ورکړمه ،  زه يې  په دې زېري ډېره خوشحاله شومه اوورسره مې ومنله - رڼا نوره له معلمۍ نه ستومانه شوې وه ،  خپله يې دژورناليزم له مسلک سره ډېره مينه درلوده  اوډېروخت يې  له بيلا بيلو مجلوسره ،  کارهم کړى و-  بي بي ته هم معلومه وه چې په راديوګانوکې ترمعلمۍ اومجلونه معاشونه ښه وي  - اکثرې  راديوګانې په ډالروکې ښه ښه معاشونه لري  ،  نوپه موسکه خوله يې  رڼا ته ورغبرګه کړه :

-  ښه  . ښه ده ،  پس له دې که خداى کول ډالرې به اخلې  ، دبريښنا او جمال له سيروم نه به خلاص شو،  چې په يوډالرباندې مولس وارې رټي ، خو دځينومجلوغوندې نه وي چې کيسه به دې چاپ کړه اوبيا به يې پېسې نه درکولې ،  ښه ځواب يي درته پېداکړى و، چې داخوپښتوته خدمت دى -

رڼا نوره دبي بي له ببولالوڅخه ستړې شوې وه ځواب کې يې  وويل: 

- ښه ده مونږ خو پښتوته هم خدمت کووخوځيني خواران داخدمت هم نشي کولاى -

بي بي ترموزته لاس وړاندې کړاو زياته يي کړه:

-  راوړه  ، چاى ،  ځانته ناسته يې  چاى خورې ،  يوازې دې همداپېغورونه زده دي اوبس .....بلا وهلې يې نورې ليکوالې وګوره چې کوموځايونوته رسيدلي دي  ، دستکولونه يې  له ډالرو ډک دي ،  دتا يوهمدې خبرې ته پام دى چې ماته مخ راواړوې اوځوابونه راکړې  - ښه درته وايمه بيا به دې څوک وغولوي ،  لکه دهغې بلې راديوپشان -

 ړنا پوهېده چې بي بي بيا دګاونډي کره تللې اودصفيې موربه يې غوږونه ورډک کړي وي اويابه يې جمال که بريښنا په خوب ليدلي وي  ، چې دادرديې  له _ _ _ نه ،  ونه باسي کله به په کراره شي،  نوڅه ماغزه به  ورسره وخوري اوخبره  به پسې اوږده کړي -

                     (٤)                                                                                                                                

رڼا دميړني له تيليفون نه خوشحاله وه اولاس په دعاوه چې خداى دې  يې په دې راديوکې کاروکړي هغې انګېرله چې  له بلې خوانه راديوددې فرهنګي کارونولپاره هم مناسب ځاى دى او دې کولاى شول چې دراديودکارونوترڅنک خپل فرهنګي چارې هم په ښه توګه پرمخ بوځي يوځل يې په زړه کې ورتېرشول چې راځه نن خپله ملګرې زرمينه هم په دې خوشحالۍ کې راشريکه کړم  اوتيليفون به  ورته وکړم خو  زړه يې ، بې صبره شو تيليفون يې راواخيست اودزرمينې دکوردنمبرپه دايلولوکې شوه - دزرمينې دکورنمبريې دايل کړ،  زنګ ولاړ مخکې له دې چې دريم زنګ لاړ شي ناڅاپه رڼا تيليفون بندکړ  - خداى خبرزړه ته يې څه وروګرځېدل هغه تېره راديويې ورپه زړه شوه چې په هغې راديوکې يې هم يوڅه کاربشپړشوى و، خوپوک ليکوال تره کي او شوخ شاعر هدايت هدايت يې پښې ورووهلې اوهمداسې يي کارنيمګړى پاتې شو-  هدايت هدايت چې تردولسمه يې زد کړې کړې وې اويونيم ګوډومات کتابونه يې په خيراتي پېسو چاپ شوي و، اودهمدې کتابونوله امله يې په دې راديوکې يونيم ځاى ګى نيولى و ،  شاعري يې هم چندان دپام وړنه وه خوديارانې په جوړولوکې ښه پوره تکړه و ،  دنجونوپه لوبولوکې يې پوره لوى لاس درلود،دښاردهرې ځوانې نجلۍ سره به دده دتيليفون نمبرموجودو که څه هم واده يې دمينې په اساس ترسره شوى و خوداچې پس له واده نه ولې خپلې مېرمنې ته وفادارنه وپاتې په دې باندې تراوسه څوک نپوهېدل- دهدايت هدايت يوبل خراب عادت داوچې کله به يې څوک لاس ته ورنغلل بيابه يې لاس په ډنډورو ، پورې کړ بې ځايه خبرې اوتورې سپورې به يي په خوارونجونواوښکلومېرمنوپسې کولې ،  دهدايت هدايت ددې لارې ښه انډيوال  پوک ليکوال تره کى صيب و،  که څه هم تره کى ترهدايت هدايت په عمرکې مشر و خوتل په دې لاروچاروکې د هدايت هدايت صلاح کار وزير پاتې شوى و ، اودهغه په سلااو مشور به يې يوکارترسره کاوه - کله کله خوداسې به هم  وشو چې دوى دواړوبه يوځاى په يوې نجلۍپسې منډې وهلې چې کله به يوه وارترمخه کړ بيا به يې خپل پاتې شونۍ بل ته ورکاوه ترڅوهغه پرې شخوند ووهي -  تره کى به تل دهدايت هدايت په پاتې شونوشخوند واهه اووروسته به يې ورته وروشانې ياده  کړه او هغه هم هله چې ښه پوره بلانوشي به يي کړې وه - اوپه ځانونو به نه پوهېدل نوهدايت ته به يې وويل  :

-  هلکه پرون دې پاتې شونې راته داسې ترسترګوکېده لکه دسرو شرابو يو جام -

هدايت به په خنداکې وويل :

-              ځه !  غرق شې ، ټول عمر بېغمه ناست يې او ټوله خواري پر ما وي ،خبر نه يې چې د پښتو په وطن کې دا ډول شراب څومره په ګرانه لاس ته را ځي - 

رڼا هدايت هدايت له ډېرپخوانه پېژانده -  دخپلې شاعرۍ د لومړيوکلونونه ،  له هاغه وخته چې رڼا لاپه اوم ټولګي کې وه اودشاعرۍ لومړي کلونه يې و -  رڼا په ځوانۍ کې ښه وه ، بده ځواني يې نه درلوده - هدايت هدايت هم ورپسې ډېرې منډې وهلې وې خورڼا ورته نيوى نه و ورکړى -  همداوجه وه چې هدايت به کله رڼا وليدله نوپه زړه به يې اوربل شو اوپه ببولالوبه يې لاس پورې کړ ،اوزړګى به يې ښه تش کړ ،اوس نوددوى دډلې بل لاروى پلټونکى هم په دې ابادۍ راديوکې نيغ ناست و-  پلټونکى يې لکه ازغى نېغ نېغ ترسترګو کېده  رڼا ځان سره وويل  : لويه خدايه ! داد مردارې نالۍ چينجيان هرچېرې خواره واره دي زه  به کله دلته مقرره شمه که دامردار پلټونکى راخبرشو ،  داوارې به مې هم کشتۍ په اوبوکې لاهوشي -  دى هم دتره کي اوهدايت ملګرى دى په يوه جام کې يي سره څښلي - مېړنى به مې کارمخ ته کړي اوپلټونکى به پکې ډکي رامات کړي بيا دتېروارې پشان به زرمينه اووږمه به مبارکۍ راکوي خوزه لامقرره نه يمه همداوجه شوه چې زرمينې ته يي له ټيليفون کولونه ډډه وکړه -

دماښام له ډوډۍ خوړلواودماسخوتن له مانځه نه وروسته دپخواني عادت له مخې په خوب ځاى کې کله چې بي بي خپل سر په توردستمال باندې تاړه رڼا ته يې وويل :

- وه نجلۍ ! پام کوه دنيا ډېره ظالمه ده ،  څوک دې دوکه نه کړي ،  په کومه بلا وانه وړې  ، بيا به دې ورور اوخورته څه وايمه هغوى به راته وايي چې دومره وږې خوهم نه وې پاتې چې نجلۍ دې په کارمجبوره کړه -

رڼا چې دتلويزيون ريموټ کنترول يې په لاس کې نيولى واوخپل دخوښې فلم يې لېده ، موسکۍ شوه ورغبرګه يې کړه :

- نه بي بي !  دومره بې علقه هم نه يمه دچا ګمان دې راباندې کړى اونه مې څوک غولولى شي - ماته وګړپال صيب وويل اوبل داچې وګړپال هم بې ځايه چاته تليفون نه کوي ته بې ځايه زړه خورې -

بي بي چې په خپل خوب ځاى کې اوږده غزېدلې وه اوځان سره يې ايتونه تېرول درڼا په ځواب کې يې  وويل :

- خوښه دې زه دې څه کوم اخرزه دې هم موريم که مې راوړې نه يې ترخپل اولاده راته کمه نه ښکارې په تاخومې بدنه دي پېرزو -

رڼا دلومړي ځل لپاره دبي بي له خولې نه په داسې مهربانه اندازکې داسې خوږې خوږې جملې واورېدې منډه يې ورواخيسته اوڅنګ ته يې ورغله ، بي بي يې په غيږه کې راټينګه کړه اوپه دواړه خوايې ښکل کړه بيايې  ورغبرګه کړه :

- ماته هم دخپلې مورپشان ښکارې -  ماهم ترخپلې مورکمه نه يې ګڼلې ،  زه خوستاپه غېږه کې رالويه شوې  يمه داچې کله کله خبرې درګرځومه  په دې معنى نه ده چې احترام دې نه لرمه داخوزما نازدى زه پوهيږمه چې پرتابده نه لګيږي -رڼا په ماشوم توب کې خپله مورله لاسه ورکړې وه اوبي بي يې دويمه موروه درڼا پلاردرڼا مورسره دمينې په اساس واده کړى و - بي بي دوه لوڼې اويوزوى درلودل چې درڼا له مورسره يي واده وکړ  بيا بي بي له همغې ورځې نه قسم وکړ چې بيا به ترمرګه پورې دخپل مېړه سره په يوبالښت سرکې نږدې اوهمداسې يې هم وکړل درڼا له پېداکېدونه لاشپږمياشتې تېرې نه وې چې په هيوادکې دکورنۍ جګړې له  امله يوتوغندى درڼا دپلارپه کور ولګېده چې په پاىله کې يې درڼا موراودرڼا مېرنۍ خورخپل ژوندله لاسه ورکړ اورڼا بي بي ته راپاتې شوه -  دوه کاله مخکې درڼا پلار هم دزړه دناروغۍ له لاسه ومړ -

رڼا پلارپه ډېره مينه رالويه کړه اوبي بي يې هم په تربيت کې کمى ونه کړ ، خوله رڼا سره يې لږ لږ رخه وه هغه په دې چې رڼا تل پلار تربريښنا اوجماله ځانته نږدې کوله اونازوله به يې -  نوهمداوجه وه چې رڼا سره به دبي بي په زړه کې رخه راپېداکېده -