قدرمنو دوستانو!
بنګړيواله ناول اوس زما له لاسه وتلى او په چاپي بڼه دلوستونکيولاسونو ته رسېدلى دى خو کېدى شي هغه دوستان چې دافغانستان او پاکستان نه لرې اوسيږي او دکتاب په ميندلو کې د ستونزو سره مخ دي دهغوى ددې خواهش په احترام چې بنګړيوالې سره دې مخامخ شي دادى بنګړيواله د(زرپاڼې )دلارې ورته وړاندې کوم .خداى دې وکړي چې دوستان يې قبول کړي .
په ټوله پښتنه مينه
وږمه سبا عامر
خپلې خبرې
دکتاب درنولوستونکو اودادب مينه والو :
کوم کتاب چې همدا اوس يې گورئ هيله منه يم چې تريوې اندازې پورې ستاسو ادبي تنده به ماته کړي - کېداى شي په ادبي لحاظ لږ ې يا ډېرې نيمگړتياوې به ولري خوزه پوره ايمان لرم چې تاسو به په ډېر لطف اومهربانۍ سره ماته بخښنه کوئ ولې چې داناول ما په ډېر ايمان دارئ او رياليستکې بڼې سره ليکلى - کوم کرکترونه چې په ناول کې ګورئ داټول فرضي دي ، چاته گوت څنډنه نه ده شوې اوهمداراز دابادۍ راډيو هم مشخصه کومه راډيو نه ده، ولې چې نن سبا زما په هيواد کې ډېرې راډيو ګانې راغلي اوشته چې هغوى ټولې اوټولې دهيواد دابادۍ لپاره په کاربوختې دي اوهره يوه يې زما لپاره دابادۍ راډيو ده -رڼااوميړنى چې زما دناول مرکزي لوبغاړي دي ، ددې کرکترونوپه اړه وايم چې ما له مبالغې نه ټکى کارهم نه دى اخيستې، دناول کيسه دافغانانو په ښاري ژوند باندې څرخي - درڼا اوميړني په شان ډېر ځوانان زمونږ په ټولنه کې وو ، شته او وي به ،چې دژوند ټولې لارې پرې رابندې شي نودې ډول فيصلوته غاړه ږدي- همداراز په ناول کې دخپل هيواد ټول فرهنګي مذهبي اواخلاقي رسمونه اورواجونه په پام کې نيول شوي دي - زما دناول لوى پيغام چې له ځان سره يې وړي هغه تل زما په ټولنه کې دښځې په وړاندې تشدد دى خو لوى ارمان مې دادى چې ددې ناول په لوستلو سره په کورنيواوپه ټولنه کې دځوانانو مثبتو غوښتنو ته احترام وشي –
داتاسو اودامو بنګړيواله چې له تېرو څومياشتونه راپه دې خوا زما په گوتوکې تاوېده راتاوېده خواوس مې له گوتونه وتښتېده اوتاسو ته درورسېده خوشحاله شېبې له بنګړيوالې سره -
په درنښت
وږمه سبا عامر
د مارچ 19 مه کال 2006
پېښور- پښتونخوا
( ١)
درڼامخې ته قلم اوګڼ شمېرسپين کاغذونه پراته وه _ خودڅو کاغذپاڼوسپين مخونه قلم په خپل تور رنګ تورکړي وو_ درڼا خواته دميزدپاسه ټيليفون ايښى و، رڼا اوس په کوټه کې يوازې ناسته وه هغه خوشحاله مالومېده نن يي دزړه غوټه ورته خلاصه ښکارېده _
تورشوي کاغذونه يې راواخيستل اويو وار بيا يې له نظره تېرکړل ، ځان سره موسکۍ شوه ، په سپين تندي باندې راپروت خورپېکى يې په لاس باندې شاته واړاوه _ هغې اوس په ځيرسره تورشوو پاڼوته کتل اوموسيدله _
بي بي نن په کورکې نه وه، دنژدې ګاونډي کره تللې وه _ هغې ته ځلا ورپه زړه شوه ، له لنډ سوچ نه وروسته يې دځلا دټيليفون شمېره ډايل کړه خو کمپيوټر ځواب ورکړ _ داعمل يې څو وارې تکرارکړ خوکمپيوټر په يوشان ځوابونه ورکول ، دلته ارمان ورغى چې کاشکې دځلا کوردلته نژدې واى ورغلې به وه اوداخپل ليکلى نوى نظم به يې ورته اورولى و_
ناڅاپه په ديواله باندې يې دبريښنا په ځوړند شوي عکس سترګې ولګېدې او بل سوچ ورسره پيداشو _ راځه بريښناته به ټيليفون وکړم اودانوى نظم به ورته واورم _
دبريښنا شمېره يې زړه نازړه ډايل کړه ، زنګ لاړ خو زريې ټيليفون بندکړ، له خپل هوډ نه واوښته ، ورپه زړه شو چې بريښنابه يې تل په نظمونوباندې مسخرې کولې ، ورپورې به يې خندل _ رڼا لنډه شېبه سوچ کې لاړه دښوونځي ملګرې ښوونکې وږمه يې ورپه زړه شوه _ وږمه اوزرمينه دواړه ورسره ښوونځي کې ښوونکې وې اوله رڼاسره دهمکارۍ نه وروسته ډېرې ښې ملګرې هم وې _ زرمينې کې لويه ستونزه داوه چې هغه دري ژبې وه اوبل لوى مشکل يې داوچې له شاعرۍ اوليکوالۍ سره يې له سره جوړه نه وه ، خودوږمې بيا د شعرونواوکيسوسره لګيده ، پخپله شاعره اوليکواله نه وه خوډېريې خوښيدل چې له دې ډلې خلکوسره ناسته پاسته ولري ، اوپه خپل کورکې يې يوه وړه المارۍ درلوده اوپه هغه کې يې دډېروليکوالواوشاعرانومجموعې راغونډې کړې وې _ وږمه په رنګ دومره ښکلې نه وه توره سکڼه رنګ يې و، له ونې نه هم ډېره لنډه وه _ ننوتلې سترګې يې وې ګردۍ غونډه پوزه يې وه خوسپين غاښونه اوشوندې يې لږ څه ښکلې وې _ کله به چې په خنداشوه نوښکلې اودپام وړخندايې درلوه _ په وږمې کې لوى صفت داوچې څوک به يې له ځانه نه خفه کول اوکله به چې رڼا ورته غوسه شوه نوپه خندا خندابه يې تېر وله اوتل به يې درڼا شعرونه په غورسره اورېدل _ اورڼا به يې په واه واه خوشحاله کوله _ رڼا هم دنوروښوونکوپه مخ کې خپل شعروږمې ته نه اوراوه ، په ښوونځي کې دتفريح په ساعت کې به دښوونځي په انګړکې ديوې ونې دسيوري لاندې سره کښيناستل اوشعربه يې سره واورېده _ اودواړوبه ورڅخه خوندواخېست _
اوس چې دجولاى مياشت وه اودپېښور ټول ښوونځي رخصت وو، اوله بلې خوا وږمې هم په کورکې ټيليفون نه درلود_ ړنا مجبوره وه چې خپل نظم درخصتۍ ترپايه پورې وساتي اويا به کومې ورځ پاڼې يامجلې ته يې ورکړي ترڅو ډېر لوستونکي په يو وار درڼا نوى نظم ولولي _
دوږمې لرېتوب اودځلا نه موجوديت نوردرڼا لپاره دزغم وړنه و، ځان يې ډېريوازې احساس کړ، زړه يې راډک شو
اوښه يې وژړل ، سوړاوسيلى يې وويست ، اوښکې يې پاکې کړې ، له کوټې راووته دباندې يې وليدل چې توره بنګړيواله خونه ښکاري نن هغه هم درڼاله بدقسمتۍنه خداى خبرپه کوم کورکې ورکه وه _ رڼاته تربريښنا توره بنګړيواله ګرانه وه، تل به له رڼا سره لوبېدله - هغې هم کله کله درڼا کيسوته دوږمې په شان غوږ نيوه ، خوتوپيريې داو چې وږمې به په ځيرسره غوږنيولى و اودرڼاپه نظمونواوکيسوبه يې کره کتنه کوله خو تورې بنګړيوالې ته به رڼا دخوراک يوڅه ورکړل نوبيابه هغه په خوراک لګيا وه اوترڅنګ به يې درڼا نظمونوته هم داسې ښکارېده چې پام يې دى _
رڼا خپل ليکلي نظم ته وکتل ، په سوچ کې لاړه، لنډه شېبه وروسته له ځايه پاڅېده اوتشناب ته لاړه ، مخ ته يې اوبه واچولې ، خپل ويښتان يې منظم کړل اوخپل سينګارميز مخې ته ودرېده اوخپل نظم يې په لوړ اوازولوست اوبيايې دخپل نظم کره کتنه وکړه - وروسته يې قناعت حاصل شوچې ښه نظم يې ليکلى اوکه دکوم ورځ پاڼې اويا مجلې مسول مديرورته تيلفون وکړي نودچاپ لپاره به يې ورکړي _