سوله نه یوازې دافغان ولس په ګټه ده بلکې د سیمې دهېوادونو نړیوالو اوټولومسلمانانوپه بهبوداو سهولتونو هم ده. په سوله کې دړانده او شل هم خیر دی وایی چې یوه دښته کې ړوند اوشل پاتې ول ړوند چې لیدلای نشی او شل چې تللای نشی نو باید څه وکړی ؟ شل باید ړانده ته ور په شاشی چې لاره وینی اوړوندیې چې نه وینی خو تللی شی نو په دی توګه مزله ته دوا م ورکولی شی چې بالاخره مزله ته به هم ورسیږی.دپاکستان حکومت او امریکا په ګده داچم وکړخود پاکستا ن ولس زموږ ګاونډی دی دجهاد په وخت کې یې له موږ سره په لوړو اوژورو کې منډې اوترړې وهلی دی داد هېرېدو وړ نه دی اوتر ډیره یې دافغانانو جهادی فعالیتونه سم کړی دپاکستان د حکومت خوښېدل او نه خوښیدلو موضوع اوس جلا خبره ده بایدبې وخته په چا ټاپه وه نه وهل شی.که تاسې په جدی توګه وګوری دغو تنظیمونو په سیاسی ،اقتصادی او سیمه ایزه ظرفیتو نو کې ډیرې سهوې کړی نسبت دپاکستان حکومت ته چې حتي د محاسبې وړ نه دی خو راځی دا ګواښونه اوس یوه لوری ته پرېږدو حال ووایوچې لومړیتوب چېرې دی؟ او که تور لګول وی نو بیا هسې نه ارزی چې بحث پرې وشی.
هدف دادی که پاکستان دافغانستان په اړه هرډول سیاست غوره کړی خو بیا هم افغانستان ته ضرورت لری او همدارنګه افغانستا ن هم .پاکستان افغانستان ته ددواړو اړیکی ، ګټې، ښه او بد ګډ اونه جلا کېدونکی دی دزور یارانه نه کیږی او دمطمن خبره زموږ فاتح عیب نه لری ! دواړه یو دبل سره جهادی تاریخی ریښې لری او زیات افغانان لاهم په پاکستان کې میشت دی دژبې اوعقیدې کلتور او فرهنګ په خاطر سره ډېر نږدی دی د بالیوودله لیرې اوبې خبره مسلمانانوسره نه بلکې د هند دحکومت له طراحا او دلالانو سره ډیر توپیر لری اوس د افغان په سوله کې د امریکا او پاکستا ن موقف سره تړلی دی چې د ړانده اوشل مفهوم لری نو زړه د خلیل زاد چې دسفارت په وخت کې یې بله دېپلوماسی وه اواوس بله لری غواړی عمران خان ته ور په شاکیږی اوکه خان زلمی خلیل زاد په شاکوی!
راّځی چې لږ شاته لاړشو د ملګرو ملتو په کلنی انډوخر کې هرکال به بو جیو او پېټو ګیلې او ګذارې وی کله دښخو دازادی په نوم او کله بیا د ماشو مانود اجبار ی کار په نوم اوس له خوبه را پاڅېدلی ملتونه چیغی وهی او د افغانستان د ملکی خلکو په و ژ نو يې خواشینی ښودلې ګاونډیو ،لویدیځو ان جو ګانو، داروپایی هېوادونو تکنیک ګرانو،د افغانستان ژباړونکو او ملګرو ملتو ته دا فغانستان کړکېچ د» لنګې غوا« حیثیت لری دومره دالرې چې یونا ما او حتی د ناتو سورلنډیوپه تیر بیا د دناتو سپک لنډغرخو په لاسو غافی ډیرې ګتې تر لاسه کړلې . ددې ڼړیوا ل ناوړین په تاریخ کې ساری نه لری او ملګرو ملتو چې اصلا ملګری نه دی هم غوړ امتیازات ترلاسه کوی . سیګار وایی چې افغانستان دلسو بیوزلو هېوادو نو په کتارکې را ځی ۵۵ سلنه له کلک اقتصادی حالت سره مخامخ دی او هم د سوءتغذی کچه ډیر لوړه ده خوسیګار بیا نه وایی چې د ‎ ددې توفان پا نګه وال خو بیا په نیویارک ، لندن ، پاریس، دوبی (اماراتو)،ماسکوکې عصری تجارتونه لری حتی د ربانی لور. دغه سرمایه له کومه راپیدا شوه؟خان وایی یو وخت خو موږ کلک ملګری وه چا را ته فریدم فایتر ویلی چاد مقاومت زمریان اوچا لوی فاتحین او نور ........ستاینئ کولې او هرڅه ول. دا ډرامې خو له لویدیځه دروسا نو په وړاندې راپیل شوې او بیا دومره زند با د او شاباش وه چې ټولې رسنۍ لکه: کریستن مانیتور ،نیویارک تایمز،دانګریزانو ګارډین، وال ستریټ ،دالمان الیګی ماین ، دفرانسې لوموند اونور ..... ورباندې ستړې ول .
دانن بیا ولې د نامعلوم نوم لاندې هم ترهګرشو او هم رادیکال مسلمانان کله په یوه نوم او کله به بل نوم رټل کیږو. کانګرس هم سهار یوڅه وایی مازیګر بل څه او په ټوله کې بیا پښېمانه وی بله ډیره مهمه موضوع ته خان ګوته ونیوله هغه داوه کله چې په لوېد یځ کې ښځې لکه څاروی لوڅې او بربنډې ګرځی خو بیا ددموکراسی اودښځو بې مفهومه ازادی هېڅ خبره نه شته خو کله چې مسلمانې ښځې جامی اچوی اوحجاب اغوندی نو بیافرانسه او دځینو هېوادونو په دمبوکراسی کې تورونه او بندیزونه ور باندې لګول کیږی او زړونه نومونه ورته را باسی او رټل کیږی بل دریځ او سیاست غوره کرکجن سیاست غوره کوی
څوارلس سوه کاله وړاندې دژبې عفت اوعورت پټولو په هکله زموږ پیغمبر رسول اکرم (ص) فرمایلی :
ددوه شیانو ساتل ډېر(محرم) او مهم دی یود ژبې او بل عورت .
دشرم وړ خبره خو داوه چې د هندوانو مشر مودی چاپلوس په تکزاس کې په یوه لوبغالی کې ټول مسلمانان د ترهګرو په نوم توهین کړل یو هندو بلیون مسلمانانو شتون له سرې کرښې لاندی راولی چې خپله هم په میلیونو مسلمانان لری،
پاکستان با ید داومنی چې نور د تنظیم او تنظیم لوبو وخت تیر شوی او افغانستان کې د ځوان نسل شمیره اکثریت جوړوی او په سختو شرایطو کې را لوی شوی هغوید هېواد په ترکیب ستراهمیت لری . نور هغه وخت نه دی پاتې اوس دلته څوک ښه دی او که بد ا !شرف غنی هم ناست دی دغنی له وروستی سفر نه پاکستان ډیر موثر ګامونه اخستلای شی پاکستان اوخلیل زاد ته په کار ده چې پخبله ستراتژۍ که دوه برابره سوچ ووهی زړه او نوط سره مقایسه کړی.
سره ددې چې زعامت هرڅوک نشی کولی ځکه د خلکو په ژبه پوهېدل بل ډول شخصیت غواړی .غنی باید دټولې سیمې په اقتصادی بدلون کې هلې ځلې وکړی او په زړه پورې بدلون راو لی او وچ سیاست څخه ووځی غنی له پاکستان سره د جهاد په مثبتو او منفی اړخونو کې سابقه نه لری خو کولای شی له پاکستان سره خپل اړیکی پیاوړی کړی . غنی باید له پرون راووخی او د نن غم وخوری وایې : وسله هغه ده چې په لاس کې درشی!
پایله: زموږ ولس باید له ځانه تمه ولری د ژبې،یووالی ،اخلاص ،غیرت او متانت برخو ته لا س واچوی دلافو او پټاکو فرهنګ پرېږدی داخوت او وروری په خاطر له هر ډول کرکې،فساد اوچل نه خان وژغوری .په دې باور من وی چې هیڅوک له بهره موږ ته سوله نشی راوړی ترڅو موږ خپل کورکی یووالی او بشپړ ملا تړ ونه لرو موږ باید متحد واوسواو دغه لاره غوره وګڼو !