زموږ د څه لوستو او متفکرينو بحث او جنګ په الفاظو دئ ، نه دهغو په محتوا .
د طالبانو او امريکا تر منځ د د اشغال د ختم دتړون ، چې دهغی په بنياد به پنځه زره طالب زندانيان ازاديږي او بيابه بين الافغاني مذاکرات شروع کيږي او د راتلونکي نظام په هکله به دشريک تفاهم له لارې تصميم او پرېکړه کيږي د افغان څه لوستو ، شنونکو او نظر خاوندانو ترمنځ د نظام په نامه چې اسلامي جمهوريت يا اسلامي امارت بايد وي ، تاوده بحثونه ، ليکنې او حتا فېسبوکي ټولپوښتنې هم زور نيولئ دئ . د دواړو نومونو طرفداران او مخالفين په ټول قوت کوښښ کوي چې خپله ادعا په نورو قبوله کړي او ددې مېډيايي جنګ نه فاتح را ووزي .

زموږ د څه لوستو يا د ملک د دولتي مديريت د مدعيانو، سياسي کلانکارانو او ملاتړو يې لويه ستونزه داده ، چې د مسايلو د ظاهري شکل په ښوويولو ، جذاب کولو او مېک آپ باندي شعوري او يا غير شعوري خپله انرژي مصرفوي ، بې له دېنه چې محتوا او ماهيت د مسايلو بيان او عوام الناس ته ئې تشريح کړي .
حال دا چې محتوا او منځپانګه د يوې مسالې برخليک ټاکونکی ده نه دهغی شکل او شمايل .

زموږ تېر تاريخ ته که وګورو دولتي سيستمونه ټول په ظاهره او شکل کې تر ډېرو خوږو او کشوونکو نومونه لاندې (پخواني پاچاهان چې ځانونه ئې ظل الله بلل او خپله پاچاهي يې دتقدس درجې ته رسولې وه ، د داؤد خان جمهوري دولت ، د کمونستاتو د افغانستان دموکراتيک جمهوريت، د تنظيميانو اسلامي دولت ، اوس د امريکا تر يوغ لاندې اسلامي جمهوريت )خپل تسلط چلاوه .خو په محتوا کې نه د اسلام درک په کې وو او نه د جمهوريت او دموکراتيکتوب ، بلکې د مدنيت او انسانيت په ټڼډه تور داغونه وو ، چې ددې وطن په تاريخ کې ئې د جنايتونو او خيانتونو دوسيې ثبت شوې او د ظالمانه حاکميت اثار ئې تر اوسه زموږ اولس ته په ميراث پريښي دي .

زمامدارانو به ځان د خادم دين رسول الله ، توکلت علی الله او په دې وروستيو کې د خوارانو او زحمتکشانو رهبر ، د جهاد سالار او قائد، دجهان دوهم متفکر او نورو ښايسته القابو او نومونو لاندې ځانونه ترسيم کړل ، خو په محتوا کې به يا لوی غل ، مستبد ، د اولس وژونکی ، د جهاد تر نامه لاندې غټ شرير او فاسد او عناصر او د پرديو قسم خوړلی اجنت وو ، چې بې له مصيبت او عذاب نه يې بله هیڅ کارنامه دې اولس ته وړاندې نه کړه .

د نظامونو او دولتي سيستمونو ارزونه ،تاييد ، تحسين ، مقبوليت او قبوليت د هغې په محتوا کيږي ، نه دهغی په نامه .
که يو نظام هر څومره ښايسته ، اسلامي ، دموکراتيک او جمهوري نومونه په ځان کېږدي ، خو چې محتوا ، اجراات او پاليسي ئې په زور ، ظلم ، استبداد او ديکتاتورۍ وي ، هېڅکله به د اسلاميتوب او دموکراتيکتوب په سترګه څوک ورته ونه ګوري او ظاهري شکل به يې دېکتاتورانه ماهيت توجيه او مخفي نه کړي .

د شکل او محتوا د تضاد نه جوړشوي ډېر دولتي سيستمونه يا نظامونه په دنيا کې وجود لري ، چې په شکل او ظاهر جمهوري ، دموکراتيک او يا اسلامي دي ، خو په عمل کې بيا دیکتاتور او مطلقه. لکه د ايران اسلامي جمهوريت چې د اخوندانو دولايت فقيه ديکتاتوري ده ، نه اسلامي ماهيت لري او نه جمهوري اساس . همدارنګه د چين د خلکو جمهوريت ، د شمالي کوريا دموکراتيک جمهوريت چې دواړو کې مطلقه ديکتاتوري ده او د دموکراتيک او جمهوريت څرک په کې نشته ، دعربي متحده امارت چې خانداني ديکتاتوري ده د امارت تر نامه لاندې او نور ...‌‌
همداسې په غربي اروپا او امريکا کې چې د دموکراسۍ تر نامه لاندې د کاپيټاليزم استبداد چليږي او سياسي واک يوازې د لويو کانسرسيومونو consortium ( د متشبيثونو او بانکونو ډلې او ګروپونه ) او شرکتونو د ميل مطابق تعميل کيږي ، د خلکو د حکومت کول په خلکو ( دموکراسي ) تش يو ځلیدونکی نقاب دئ ، چې د انسان زبېښونکې کاپيټاليستي ديکتاتورۍ په خيرن مخ پروت دئ .

اوس به راشو زموږ په وطن کې دراتلونکي نظام د نامه ( اسلامي امارت يا اسلامي جمهوريت ) په سر ناندريو او جنجال ته .
که پورته نومونو ته ځير شو په دواړو کې د اسلام کليمه اول ذکر شوې ده . دا په‌دې مانا چې راتلونکی نظام به د اسلامي ارشاداتو او احکامو مطابق خپله سياسي -اقتصادي - کلتوري - امنيتي -قضايي -اجرائي -داخلي او خارجي پاليسي مخته وړي او ټول قوانين ، اصولنامې ، مقررات او طرزالعملونه به د اسلامي شريعت سره سم جوړيږي او د قوانينو منبع به قرآن کريم ، نبوي احاديث ، اجماع او قیاس وي . تر دې ځايه هېڅ اختلاف نشته او موجوده سازمانونه ، ګوندونه او ټول افغان اولس هم په دې برخه کې متفق النظر او موافق دي .
نو که راتلونکی نظام چې اساس ئې اسلام وي اسلامي امارت يا اسلامي جمهوريت و نومول شي هېڅ مشکل نشته ، ځکه په دواړو صورتونو کې اساس او منبع اسلام دئ ، ظاهري نوم به ئې په محتوا او ماهيت هیڅ اثر ونه لري .
له دې کبله که اسلام هدف وي نو د امارت او جمهوريت په لفظونو زورونه وهل يو بې مانا او بې فائدی کار دئ او که هدف بل څه وي او اسلام فقط يوه وسيله د هغه هدف دپاره وي ، بيا نو د اسلام د نامه نه سؤاستفاده که د امارت تر نامه لاندې وي او يا د جمهوريت يو منافقت دئ او منافقان بايد د ټولنې د امورو د مديريت او اداری نه حذف او وشړل شي ، تر څو ټولنه ئې د شر او فساد په جراثيمو مسمومه او مريضه نه شي .
خو دا د راتلونکي نظام شکلي اونظري اړخ دئ .هره نظريه او تيوري بې له عملي جنبی نه فقط شفاهي او تحريري روايات دي چې د کاغذ او کتاب په مخ به پاته وي . دهری تيوري عملي کول ډير سخت کار دئ ، چې قوت،مهارت ،حوصلې ، زحمت ، صداقت او ايماندارۍ ته اشد ضرورت لري . تيوري هلته ارزښتمنه ده چې خپله محتوا په عمل کې پياده کړي .

دافغانستان د راتلونکي نظام په هکله د شکل او نامه په ځای د هغې په محتوا او ماهيت بايد بحثونه صورت ونيسي او دا خبرې واضح شي چې :

- د راتلونکي سياسي زعامت او د دولت او اورګانونو ( اجراييه ، قضائيه ، او مقننه قوا) د واک منبع او سرچينه به څوک وي ؟
اولس به وي او يا دپخوا په شان کوم شخص، کورنۍ ،قشر سازمان ، ګوند ، ديني او مذهبي مرجع او يابل څوک ؟

- سياسي واک او اعمال به ئی په زور ،ټوپک ، کودتا ، توطئه او د پرديو سره په ديني او ملي ارزښتونو او مقدساتو د معاملې په اساس لاسته راوړل کيږي او يا د اولس د ارادې ، تصميم او پرېکړې په بنياد ؟
-
- سياسي واکداران به د خپل واک په هکله اولس ته د حساب او ځواب ورکولو مسؤليت لري او که نه لکه تر اوسه که هره جفا او غدر کوي سرې سترګې به ګرزي او د هر نوع بازخواست او ځواب ويلو نه به مبراء وي ؟
-
- سياسي واک به د زمان له لحاظه محدود وي او د خپلو کړنو د نتايجو د ارزونې په اساس به ئې د بيا واک غځولو دمودې تمديد د اولس له لوري صورت نيسي او که نه ګوندي او يا سازماني غير محدود ميراث دئ ، چې ديوه نسل نه به بل ته انتقاليږي ؟
-
- سياسي قدرت به د قدرت نه بهر اشخاصو ، ډلو ، سازمانونو او په مجموع کې ټول اولس له لوري نيوکو ، انتقادونو او پیشنهادونو ته د اصلاح او بهبود په خاطر هرکلی وائي او که نه ځان به مقدس بولي او د هر مخالف فکر والاوو ځواب به لکه تر اوسه په توهين ، تهديد ، تکفير او ترور ورکوي ؟
-
-د دولتي اجرااتو ارزونه ، نظارت او پوښتنه به څوک کوي، ملت که نه يوه ډله او قشر ؟
-
- اداره ، مديريت او منجمنټ به د اهليت ، مهارت ،تخصص او سياسي تقوا په بنسټ صورت نيسي ، يا لکه تر اوسه د مسلحو باڼډونو او خارجي استخباراتور سره د تړاو په بنياد ؟
-
- او تر ټولو مهمه داچې سياسي قدرت او هغې ته رسېدل به اولس ته دترقۍ راوستلو ،رفاه او خدماتو د ارائه کولو دپاره وي او يا کمافی السابق د شهرت ، ثروت ، شهوت او په اولس د بادارۍ او اغائۍ په منظور ؟
-
دا او دې ته ورته پوښتنی او ځوابونه ئی د يوه نظام محتوا او ماهيت ښيي او په بنياد ئې مشروعيت او مقبوليت تعينيږي ، نه د ظاهري شکل ښکلا او جذاب نومونه .

امید دي چې د افغانانو په خپل منځي خبرو کې د نظام د نامه په ځای د هغې په محتوا باندې بحثونه وشي او دتفاهم په اساس په داسې نظام توافق وشي ، چې د استبداد ، خودکامګۍ او ديکتاتورۍ تاريخي سلسله که تر هر نامه او عنوان لاندې وي چې د موږ د اولس د ټولو مصيبتونو او ناورينونو منبع وه او ده نوره ختمه او افغان اولس د خپل مسلم ، خدائي او طبيعي حق نه چې د سياسي قدرت مالکيت دئ برخورداره شي .

ديوه ازاد ، خپلواک او په عدالت ولاړ افغانستان په هيله

والسلام