امریکا به له چين څخه د خپلو تصديو د وتلو په نيت کې بريالۍ شي؟

 

دا هغه موضوع ده چې ځينې امريکايي سياستوال يې د ترسره کولو په لټه کې دي او په دې ليکنه کې له چين څخه د امريکايي تصديو د احتمالي وتلو د پايلو او په دې اړه چې آيا امريکايي شرکتونه به د چين لوی بازار پرېښودو ته چمتو شي؟ بحث شوی.

ليکواله: زرينه؛ د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې خبرياله

د امريکايي سياستوالو څخه د اقتصادي لارې ورکېدل:

 

والسټريټ ژورنال پدې وروستيو کې د  (( آيا امريکا له چين سره د اړيکو پرېکون ته چمتو ده؟))  تر سرليک لاندې ليکنه خپره کړې او پکې خبرداری ورکړل شوی، چې د چين او امريکا ترمنځ د اتصال ځنځير او د ښوونيزو چارو پرېکون به،دغه هېواد له چين سره په سيالۍ کې ډېر کمزوری کړي او امريکا بايد د خپل سخت دريځ پايلې درک کړي.

والسټريټ ژورنال ياده ليکنه په داسې حال کې خپره کړې، چې ځيني امريکايي سياستوال د کرونا وبا له منفي اغېزو سره سره، له چين سره د اقتصادي اړيکو د پرېکولو او له صنعتي ځنځير څخه د چين د ګوښه کولو شعارونه ورکوي،چې په اقتصادي چارو کې د سپينې ماڼۍ اقتصادي سلاکار لاورنس الان کودلو يو له دغو سياستوالو څخه دی.

نوموړي  يوځل بيا په چين کې مېشتو امريکايي تصديو څخه غوښتي چې له دغه هيواد څخه دې ووځي.  

ځينو نورو سياستوالو آن  وړانديز کړی، چې حکومت دې له چينه امريکا ته د تصديو د بېرته ايستلو لپاره ۲۵ ميليارډه امريکايي ډالر بېل کړي او ددې لپاره دې يو ځانګړی صندوق جوړ کړي.

 

امريکايي سياستوالو ته د باخبره اقتصاد پوهانو سپارښتنې:

باخبره اقتصادپوهان په دې اند دي، چې ښايي هېڅ تصدۍ د امريکايي سياستوالو ياد نظر ونه مني، ځکه د نړۍ اوسنی تجارتي او صنعتي ځنځيرونه د بېلابېلو هېوادونو د بازارونو، کاري فرصتونواو ګټو پر اساس رامنځ ته کېږي. 

هغه تصدۍ چې خپله کاري ساحه يې نورو هېوادونو ته پراخه کړې، د چارو پراخولو پرېکړې يې د بازاري اقتصاد د پرمختيايي فرصت له مخې کوي او هدف يې د زياتو ګټو ترلاسه کول دي.  

د سينګاپور د ملي پوهنتون د ختيځې اسيا انسټيټيوټ پروفيسر جنګ يونګ نيان په دې وروستيو کې رسنيو ته ويلي، چې امريکايي تصديو له نړيوال اقتصادي ځنځير له لارې په نړيواله زيات کاري فرصتونه او ګټې ترلاسه کړې، نو له چين سره د اړيکو پرېکول يې په حقيقت کې د اقتصادي ګټو خلاف دي.

که دغه اړيکې پرې شي او امريکايي تصدۍ به د چين  لوی او له پرمختيايي فرصتونو ډک بازار له لاسه ورکړي. 

نوموړي همدارنګه زياته کړې چې هيڅ تصدۍ نه غواړي چې لوی بازارونه ترک کړي، ځکه دغو تصديو ته  امريکايي سياستوال د چين په شان لوی بازار نه شي پيدا کولای.

بل لور ته په تېرې نيمه پېړۍ کې د امريکا د اقتصادي ودېلار بدله شوې او د خوځښت مهه قوه يې له صنعتي چارو څخه پولي او خدامتي چارو ته بدله شوې او په دغه هېواد کې د بنسټيزو تاسيساتو جوړول کمزوري شوي او د چارو کارپوهان هم پکې کم شوي دي، نو که امريکا له چين سره اړيکې پرې کړي او په يوازې ځان د جوړولو چارې پرمخ بوځي، نو ښايي د کاري ځواک له کمښت سره مخ شي.

 

په حقيقت کې ډېری امريکايي تصدۍ د لاورنس الان کودلو په ګډون د ځينو سياستوالو غوښتنو ته پام نه کوي.

په چين کې د امريکايي شرکتونو د پانګونو پراختيا:

په دې وروستيو ورځو کې د امريکا (Honeywell) شرکتد چين په ووهان ښار کې د نويو مخ پر وده بازارونو لپاره خپل مرکز جوړ کړ.

دغه راز تېسلا(Tesla) شرکت تازه اعلان کړی،چې د چين په شانګهای ښار کې به د خپلې فرعي فابريکې توليد پراخ کړي.  برسيره پردې (Exxon Mobil) شرکت د چين په ګوانګ دونګ ولايت کې د (ethylene) د توليدولو يوه لويه پروژه پيل کړې ده. 

کوسټکو(Costco) شرکت هم اعلان کړی چې په شانګهای کې به خپل دويم فرعي پلورنځی پرانيزي. 

همدارنګه د امريکا (Starbucks) شرکت هم اعلان کړی چې په چين کې به د قهوې توليد يو نوی صنعتي پارک جوړ کړي.

د والسټريټ جورنال په ياده ليکنه کې راغلي، چې د چين بازار ډېر لوی ظرفيت لري  او  بايد له پامه ونه غورځول شي.

دا هم واقعيت دی او هم د نړيوالو ګډ نظر دی.

نو ويلای شوو چې غوره به داوي چې د لاورنس الان کودلو په ګډون هغه امريکايي سياستوال چې له چين سره اقتصادي اړيکې پرېکول غواړي، بايد پر خپل نظر بيا کتنه وکړي.