{ د یو ماده پرست (ګهیځ رشتیا) او یو مسلمان (طاهرثابت) له لیکنو زما خلاصه}
ګرانو د ټول افغان لوستونکو !
تاسو به داڅو اوونۍ د پورتنیو ۲ ښاغلو لیکنې لوستلې وي. البته د هرچا خپل نظر دی او خپل قضاوت؛ خو د یو پښتون،مسلمان او افغان په صفت سړی داسې لیکنو ته بیتفاوته نشي پاتې کیدای او ما د ټول افغان اوبسایټ چلوونکو ته هم په دې لیک کې لیکلی چې دغسې کفري،ملهدي،مشرکي او... لیکنو خپرولو ته څه حاجت؟ ؛ بیا دې خیر یوسي طاهر خان ثابت ساب چې ښه دیني،منطقي اوعلمي ځوابونه ېې ورته لیکلي ؛ خو هغه د خدای بیلارې شوی به هدایت نشي!.
په سر کې یوه وړه تجربه به زه د خپل ژوند تاسو سره شریکه کړم:
په ۱۹۷۶م. کې زه په استانبول طب کې محصل وم. د لیلیې یو ملګري ماته د جورج پولیتزر د فلسفې اساساتو یو کتاب راکړ چې د ایم.پي.سي.بي. د درسونو څنګ کې مې هغه هم دقیق ولوسته ؛خو تر څنګه ېې د ارواښاد پلار (عبدالملک صافي ) او نورې کورنۍ او دهغه وخت افغاني ټولنې د کلتور او دینې لارښوونو په برکت مې د کریم قرآن سره مقایسه کول. هماغه کال (شل کلن وم) حقیقتاََ لکه همدا ګهیځ ر. سوچونه، خیالات ، او سوالونه پیدا شوي ول ،خو د مقایسې له برکته الله ته مې تر اوسه شکر ګذاره یم چې صراط المستقیم یعنې سمې صافې لارې باندې ثابت ساتلی یم ،او په دا دومره انقلابونو او اړودوړونو کښې له خپلې عقیدې،مذهب او په څنګ کې ېې دنیايي نصیب څخه نه یم اوښتی او ان شآء الله تر مرګه به وانه وړم.
اصل خبره د دیندارۍ او بېدينۍ ده. فکر کوم ګهيځ خان یوازې د مادې او اشکالو نوم ېې اوریدلی او کتابونه ېې پکې لوستي؛مګر قرآن کریم ېې سرسري ترجمه کړی او تفسیر ېې نه دی لوستی او عمیق سوچ ېې ندی کړی ، او دا چې په جهان کې غیر له مادې یو بل څیز د( روح یا ارواه یا پسیکو ) په نوم هم وجود درلود اولري ېې خاصتاََ انسان د دې دواړو ترکیب څخه جوړ دی. او هغه صفات چې ده ویلي مادي دي ،نه ؛هغه روحي صفات دي لکه مهرباني، صبر، غم، غصه، خفګان،شایست، او په سلهاوو نور چې دا اصلاََ د الله سبحانه و تعالی ج. په اسمآء الحسنی پورې مربوط دي او د هغو کومه جلوه په بندهګانو کې ېې تجلي مومي.
د الله تعالی ج. پر واجب الوجودیت او ، لومړنی عامل اوسیدلو،تقدیر او ښو بدو محترم ثابت ساب بالکل منطقي او علمي رڼا اچولې او د ده غیر-منطقي او صرف پر وهم او ګمانونو د ماده پرستۍ تر تاثیر لاندې غیر موجه دلایل ېې خنثی کړي دي؛ د بحث د اوږدیدو له سببه له تکراره ېې صرف نظر کوم. خو دلته یوه خبره ثابت ساب ته هم نغوته کوم چې:
څو ځایه مو د یو بېدينه پشتون کلمه کارولې ده ؟ زما په نظر پښتون یا پشتون د ټول ولس او قوم او قبایلو نوم دی ؛ د ده خپل بی مسمی نوم به دې اخیستی و؛لکه په دریمه لیکنه کې چې دې ورته د (توره شپه ) خطاب کړی !!، نه ګهیځ؛او نه رښتیا!!!
انسان که خپل ځان،وجود ،پیدایښت ، د ژوند مختلفې دورې ، او بیا مرګ ته فکر وکړي دا پخپل ذات کې د کوچني عالَم یا کایناتو نمونه ده ، او بیا که د نورو حیواناتو او نباتاتو سره ځان پرتله کړي ،آیا ټول یوه ماده دي؟ ، نه؛ انسان ته خدای ج. عقل ورکړی او بیا له آدم ع.س. نه تر محمد ص.ا.س. پورې د ټول انبیآء او رسولانو (پیغامبرانو) له طریقه ېې ښه او بد ورته ښودلي او داچې د کایناتو او دنیا او آخرت پیداکولوڅخه د الله ج. حکمت او تقدیر څه دی هغه پخپله پرې ښه پوهیږي ،خو د ټولو ارواهو پیدا کولو وخت کې ېې دا تعهد اخیستی چې (الستُ بربکم؟ قالوا بلی!) . یعنې آیا زه ستاسو پالونکی نه یم؟ هغوی (ارواحو) وویلې هوکې ېې !.
اصلاََ دین د خدای ج. په نزد اسلام دی ؛بابا آدم هم مسلمان و، نوح ع.س. او ابراهیم، موسی عیسی تر محمد ص.ا.س.
دا چې وروسته په کښې ۷۲ فرقې پیدا شوې دا د ځینو انسانانو خودخواهۍ، بیلارئ، کبر، جنګطلبئ او داسې نور د شر او فساد شیطاني کړنې دي؛ رښتیا ثابت ساب تاسو د شیطان یادونه فکر کوم نه وه کړې ؛ دا ابلیس خو له اول نه آدم ع.س. سره ضد راخیستی و چې له جنته ېې راویسته، او تر څو چې بیرته بنیآدمان د خپل پلار جنت ته ځي یعنې آخرت حساب و کتاب د اعمالو نه وروسته ، د آدم د اولادې هم دشمن دی که د ګهیځ مادې ته ېې واړوو ، اور دې ! له اوره پیدا دی ،او پیروان او هغوی څې په دنیا کې پس له اصلاحاتو فساد رواجوي ټول به د جهنم د هور خوراک وي او دایماََ به پکې وي.
دا چې ګهیز په دریمه لیکنه کې راساَ سیاست ته د دولت، تالب او داعش په نوم مقایسه کړې ؛ ثابت ساب ښه ځوابونه ورکړي او دا خو ما څو کاله مخکې یو شعرکی د ایسیس په مخففاتو لیکلی و چې: اول ایس ېې اسراییل ده++ دوهم ېې ایم ایس سیکص دی، او دریم ېې زمونګ او تاسو د ختیځ او سهیل ګاوڼډي انټلجنث سرویس هی!!. ګهیز هم پای کې ۱-۲ اووردوو لیکلي؟؟ .
که ګهیز داسې په دین او دنیا کې ناراسته وي بیا دې نو تالپ او نورو دینک نما ګانو ته نصیحتونه نه کوي. مطاله دې ډیره کړي او ډیوایډ اند روول دې نه کوي. والسلام علی من اتبع الهدی.