ګهیځ او که توره شپه په مسلمانانو مسخری کړی. هغه خپله بی منطقی د منطق تر نامه لاندی لیکلی:

سره لدی چه د خپلی بیدینی دلیل یی سم نده ویلی بیا هم په سپکه د خدای نوم یادوی او د اوسنی استعماری جنګ پړه په خدای او اسلام ور اچوی. دا د ده بی عقلی او یا فریب ده چه دا کار کوی. د خپل دین ایدیالوژی او کلچر او د خپلی خاوری نه دفاع تنها د مسلمانانو کار ندی. دا بیدینه او بادیانته خلک ټول کوی. اوس چه دولت د امریکایانو په روپو چلیږی، اساسی قانون اسلامی جمهوریت وایی خو بیا دیموکراسی ازاد بازار او د بشر په حقوقو تینګار کوی دا نه اسلام دی او نه اسلامی جمهوریت سره اړینه لری. داعشیان د همدی امریکایانو توطیه ده او دولت یی حامی دی. نو لدی سره سره چه د توری شپی داعیان اسلام بدناموی هغه یوه فریبی خبره ده. دا دا څرګندوی چه بیدینه کسان په هیڅ درواغو شرم نه خوری او په هره توګه جه وی هغه د ازادی پلویان ملامتوی. دا کسان پوهیږی چه افغانان بی له اسلامه دولت نه پیژنیی او بیا هم هسی د فساد خبری کوی ترڅو افغانی افکار مغشوش سی او له دی لیاری جنګ نور هم دراز شی.

بی منطقه خبری

یو بیعقله او بیعلمه به داسی وایی چه یوه جامعه به د اختلاف نه خالی وی. هر دین او ایدیالوجی مخنلف نظرونه لری. مسلمانان اختلاف د جامعی د پرمختوب عامل ګنی او بیعقلان هغه د خپلی نادانی په تله تلی. بیدینه ګهیځ په اسلام پړه اچوی خو د بیدینانو په جرمونو پردی اچوی. هغه دا نه وایی جه د بیدینی په سفسته کی څومره اختلافات دی. هغوی دا نه وایی چه د مارکس پلویانو، لینین او نورو بیدینانو څومره قتلونه کړی دی. غربی بیدینانو بیا د ځومره انسانانو ژوند له مینڅه وړی. که د مسلمانانو ټول جنګی تلفات په يوه پله کی واچوی او د بیدینانو د پنځوس کالو تلفات په بله کی واچوی نو د ملحدو بشر ضده جرمونونه زیاتیږی. یوازی د روسی او امریکایی جنایانو په هکله دا په ښه ډول معلوم دی او دا دواړه د بیدینی رهبران دی. اوس چه د افغانستان د دولت زیات غړی امریکایی او روسی مزدوران تشکیلوی نو دوی به د کومی ښهګڼی بشارت ورګړی. یوازی ادیان د بشر د حمایت لپاره اصول لری دا نور ټول درواغ او فریب کاندی.

دولت

بیدینه د مکی او مدینی د اسلام د سولی خبره کوی. دلته بیا یو فریب چلوی. د اسلام سولیز پیام په ضعف تفسیروی. دا جاهل دی ته نګوری چه اسلام هم په مکی کی او هم په مدینه کی د سولی پیغام درلود. یهود او نصاری یی ومنل یوازی هغه کسان چه د اسلام سره یی جنګ اعلان کړی وو د هغوی سره یی دفاعی جنګ اعلان کړ. کله چه مشرکینو سوله ومنله نوبیا له هغوی سره جنګ ممنوع اعلان سو. د مکی د فتحی په وخت کی له مشرکینو سره څنګ رویه وشوه هغه یی پټه ګړی. د ویر ځای دی چه پښتون بیدینه بیا هم فریب کړی او پوره معلومات یی ندی وړاندی کړی. 

بیغیرته او سوالګر د پیسو په مقابل کی خپل ناموس خرڅوی. دا بیعقل په دی نپوهیږی چه ګدا هم قیمت لری. که پوهیږی نو بیا ولی پښتانه د استعمار په پنجو کی اچوی. دا بیعقل په دی نه پوهیږی چه په استعمارګر دولتو کی د ښځو څه حال دی. ولی د نارینه په مقابل کی ښځی زیاتی مسلمانیږی. هغوی په کلونو اسلام مطالعه کوی او بیا مسلمانیږی خو یو پښتون بیعقل بیا د اسلام نه ځان نه خبروی او په ناپوهی باندی اصرار کوی. 

د بیعقله منطق دا دی چه اقتصاد تنها په کفر کی ښه کیږی. دی ته نګوری د مسلمانانو اقتصاد په پخوانی بیدینه دولتو کی ولی خراب دی. له منځنی اسیا نه نیولی بیا تر افریقا پوری. هلته خو بیدینه دولتونه دی. د کفر او استعمار په ګدایی که څوګ اوبادیدای افریقا به اوس ښه مثال وو. خو د استعمار ګوډاګی بیا هم د استعمار مرداری په افغانانو باندی منی. 

بیدینه پښتون په دی نه دی خبر چه د اولو مسلمانانو اقتصاد د نور کفری دولتو په مقابل کی څنګه وو. هغوی دا نه وایی چه د عباسی دولت په وخت کی مسکین نسوای پیدا کیدای چه زکات قبول کړی. دا بیعقل د ابن خلدون کتاب ندی ویلی چه پوه سی هغه د اوسنی اقتصاد اصول ښودلی او د اقتصاد د پرمختوب او رکود عوامل یی ویلی. هغه د یو خود کفا دولت خبره کړی خو د یوه بیدینه پښتون د ګداګری اقتصاد یی نوو خوښ کړی. دا بیدینه د اوسنی ظالم قدرتونو د اقتصادی جرم خبره نکوی. هغوی دا نوای چه د تالبانو اقتصاد اسلام خراب کړی وو او که د استعمار ظلم او تجاوز. یوازی یو ازاد مزاجه کس په دی کی فکر کوی. غلام او غلامبچه نه باید ګیله ونسی. 

تالبان

کوم عاقل کس به تالبانو ته دا لیاره ښی چه په اوسنی شرایطو کی د نړی سره ډغری ووهی. دا یو بیعقلی ده چه تالبان دی بیا په هندوستان حمله وکړی او یا دی ایران بیرته له شیهګانونه واخلی. تالبانو امارت ویلی خلافت یی نه دی ویلی. دا بیعقله کس نور لا هم جنګونو ته لاس وهی.

 زمونږ خبره بیدینه تایید کړی چه داعش تاییدوی او تالبان مشرکین بولی. دا وهابی خبره د یوه مرتد په خوله عجیبه ښکاری خو دا چه دا ملحدین د بشر دشمنان دی او یوازی د انحصار پلویان دی نو په افغانستان کی د خلاف اچولو استعماری پروژی ته کار کوی. 

پایله

د پښتون بیدینه ټوله لیکنه په دوکه او فریب ولاړه ده. دا د اسلام د مدنی ښیګړتیاوی پټوی او په دی ډول د یوی سولییزی جامعی بنیاد له مینځه وړی. دا کس هم منطق ته او هم ټولنی ته وفادار ندی. دا کس د ګډوډی سوداګر دی چه غواړی افغانان د همیش لپاره د استعمار غلامان کړی.