یو خیاط او موچي د ښه ژوند کولو لپاره له کلي نه ښار ته سفر وکړ. دې دوو نفرو له یو بله ډېر فرق درلود. یوه به شپېلک وهلو. بل به ورته ویل، کیدای شي غږ دې چوپ کړې. زما ماغزه دې خراب کړل. خو هغه به ورته ویل آرام شه ملګریه. خوشالي او سندرې به زموږ سفر لنډ کړي. سندرې زموږ سفر نه لنډوي خو نور یې هم سختوي! ته ستومانه یې، واخله لږ اوبه وچکه. اوبه به دې حالت ښه کړي. 

دا اوبه خو سړې نه دي. دا خو ډیرې خرابې اوبه وې. وروسته له یو دوو ورځو دوی یوه واړه کلي ته ورسېدل او ویې غوښتل چې خپل بخت و آزمايي.  څنګه چې خیاط (درزي) ټوکي و او دوستانه برخورد یې له خلکو سره درلود نو ځکه ډېر خلک ورتلل. له بلې خوا موچي بد خوی و نو ځکه هېڅوک نه ورتلل. خیاط به له خلکو سره داسې خبرې کولې: له دې ماته کمیس جوړ کړه! سمه ده حتماً به یې درته جوړ کړم. ډېر ښکلی رنګ لري. دا رنګ به ستا سره ښه کیني. ښکاري چې ډېر ښه ذوق لرې! مننه، کیدای شي چې د سبا لپاره یې تیار کړې؟ هو! حتماً صاحب! حتماً د سبا لپاره تیارېږي. په دې کمیس کې به ښه معلوم شې. فکر مه کوه مېرمنې، ستاسو کالي به په دوو ورځو کې جوړ شي. ما د لومړي ځل لپاره داسې ښکلی ټوکر لیدلی. هو! مننه تاسو ډېر خوش اخلاق انسان یی. دا دی دا هم ستاسو بیانیه. خیاط په ډېر لږ وخت کې ډېر پیسه دار شو.

هغه موچي بیا له خلکو سره تاسې برخورد درلود. زما لپاره نوي بوټان په کار دي.  کولی شې د سبا لپاره یې تیار کړې؟ دغې بدرنګې او کږې وږې پښې لپاره یوه شپه غواړي چې تاته ستا فرمایشي بوټان جوړ کړم. نو ځکه موچي هېڅ مشتري نه درلود. 

موچي د خیاط په لیدلو، بخیلی وکړه. او ورته وویل ډېر ژر به له دې کلي ولاړ شو. ملګریه اوس یې وخت را رسیدلی چې ولاړ شو. هو تا خو ښه ګټه وکړه. خو ماته وګوره بدبختي هر چېرته راپسې وي. 

هو ملګریه بخت خو راځي او ځي. خو خیر بل ښار کې به کوښښ وکړو. زه به اوبه او ډوډۍ د دواړو لپاره واخلم. راشه! په یاد ولره! موږ باید د اوو ورځو لپاره ډوډۍ ولرو. نه، بل ښار ته په يوه ورځ کی رسېږو.  اورېدلی مې دي چې یوه بله لنډه لاره هم لري. که هغه لنډه لاره مو پیدا نه کړه نو بیا څه؟ نو بیا مجبور یو چې له اوږدې لارې ولاړ شو چې هغه اووه ورځې نیسي. ښه نو، زه هر کله کوښښ کوم چې مثبت شیان ووینم. زه به ستا لپاره د اوو ورځو او ځان لپاره به د دوو ورځو ډوډۍ واخلم. خیاط په ډېر اخلاص د ځان او خیاط لپاره ډوډۍ واخیستله. او دواړه ملګرو د بل ښار په طرف حرکت وکړ. دوی ډېر وګرځېدل خو پام یې شو چې دوی لنډه لاره ورکه کړې ده نو ځکه دوی باید په اوږده لاره روان شي. 

خیاط چې د دوو ورځو ډوډۍ راوړې وه؛ هغه ډوډۍ ختمه شوه. زما د ډوډۍ آخري مړۍ وه چې ختمه شوه.

ملګریه! ما تاته وویل! چې شاید لاره ورکه کړو، خو تا زما خبرې ونه منلې. دغه ځنګل به زموږ ساتنه وکړي؟ وروره! راځه چې خپل تګ ته دوام ورکړو. د دغو دوو ورځو په جریان کې موچي د خپلې برخې ډوډۍ خوړله. خیاط ډوډۍ نه درلوده او ستومانه شوی و. په درېیمه ورځ خیاط نور د لوږې طاقت نه درلود نو ځکه یې له موچي ډوډۍ وغوښتله. وروره! کیدی شي چې لږ ډوډۍ راکړې؟ زه ډېر وږی شوی یم. په تېرو دوو ورځو کې مې ډودۍ نده خوړلې. ته خو ډېره ډوډۍ لرې. که زه تاته ډوډۍ درکړم او وروسته خپله وږی شم بيا؟ تا کولی شول چې هماغه وخت ځان ته ډوډۍ واخلې. وروره! که ډوډۍ و نه خورم زه مرم. ما  خپل شته ستا سره شریک کړل؛ خو ته نشې کولئ، يو څو مړۍ ډوډۍ ماته راکړې؟ نو ستا مطلب دا دی چې ته زما نه ډېر شته لرې؟ همدغسې ده؟ یوازې د دې لپاره چې بخت ستا سره یارې وکړه؟ ډېر ښه نو ته دې خپل ټول شته ماته راکړه؛ بیا زه ډوډۍ درکړم. هغه ډوډۍ خو ما اخيستې ده! ښه! نو ولې په دې ځنګله کې لږ نوره د ځان لپاره هم انه اخلې؟ معامله، معامله ده؛ که دې خوښه وي واخله ډوډۍ! دا خو ډېره کمه ده! یا همدغه ډوډۍ یا هم هېڅ. په هغه اندازه ټکله چې موچي؛ خیاط ته ورکړه، دومره لږ وه چې د یوې مرغۍ نس هم نه پرې مړېدو. خياط بیا هم وږی پاتې شو او ډېر ستړی او ضعیف شو. سر یې ګنګس شو او په ځمکه ولوید. خودخواه او بې رحم موچي خپل تګ ته دوام ورکړ او خپل ملګری یې یوازې پرېښود. 

له څو ورځو وروسته خیاط په هوش راغئ. ګوري چې دوه مرغان له ده سره خبرې کوي. موږ ولیدل چې ستا بد موچي ملګري ستا سره ښه ونکړل. خو ژوند تل د سخي او مهربان خلکو سره مرسته کوي. واخله دغه مڼه وخوره ستا ستړیا به ولاړه شي او وروسته ختيځ لوري ته ولاړ شه. دغه لاره غټه ښار ته تللې ده. دوه ورځ به ونیسي چې هلته ورسېږې. 

مننه، ډېره مننه! څنګه چې خیاط له مڼې یو ګپ وکړ؛ د هغه ستړیا ختمه شوه او د ښار په طرف روان شو. خو بیا هم ډېر وږی شو. یوه مڼه يې وخوړلې وه، خو بیا هم انسان له هغې نه ډیرې ډوډۍ ته اړتیا لري چې ژوندی پاتې شي. خیاط یو هیلۍ له اوبو ونیوله چې کباب یې کړي. ورته ويې ویل: ډېر وږی یم مجبوره یم چې تا وخورم. خو هیلۍ ورته وویل هیله کوم ما مه مړه کوه. زه کورنۍ او اولادونه لرم. که ته ما وخورې د یو څو ساعتونو لپاره به د وږی توب ختم شي، مګر زما اولادونه به د تل لپاره بې موره شي. 

داسې چې ده نه غواړم  زما وږی توب د دومره خپګان سبب شي. ښه نو پرېږدم دې چې ولاړه شې! مننه کړم سړیه! زه ژمنه کوم چې په اړین وخت کې به ستا د دې مهربانۍ بدله درکړم. دا خو ډېر ښه سوچ دی. ډیره مننه!

وږی خیاط خپل سفر ته ادامه ورکړه. ګوري چې په مخه کې یې د شاتو (وريته) ولیدله. هو، اوس کولی شم لږ شات وخورم او له لوږی ځان وژغورم. 

هو! هیله کوم زموږ کور مه ورانوه. په ډېره موده کې موږ دا کور جوړ کړی دی. خیاط وویل خو زه ډېر وږی یم. زه غواړم دا شات وخورم. زموږ شات به تا له لوږې د لږ موده لپاره وساتي خو زموږ لپاره دا څو اونۍ  وخت نیسي چې خپل کور بېرته جوړ کړو. داسې چې ده بیا نو سمه ده. زه ستاسو په کور غرض نلرم. ډیېه مننه ټه ښه سړی يې! موږ ژمنه کوو چې په اړین وخت کې به درسره مرسته وکړو. سمه ده مننه.

خیاط خپل لار ته دوام ورکړ او لوی ښار ته ورسید. هلته یې د یوه مشر د ښځې کالي وګنډل او هغې ډېر پیسې ورکړې. په هغو پیسو ده ځان موړ کړ او یو دوکان (هټۍ) یې پرانيست. 

ډېر ژر د خیاط ښه او نیک سلوک او رویه ډېر خلک ځان ته جذب کړل. په توګه د ښار د تر ټولو ښه خیاط په نامه مشهور شو. دومره نامتو شو چې سلطنتي کورنۍ د کالي ګنډلو لپاره په ماڼۍ کې په کار وګمارلو. خو کله کله ژوند سختېږي څنګه چې ماڼۍ ته ولاړ ګوري چې موچي هم هلته په دنده بوخت دی او لکه هر کله د خیاط سره بخیلي کوي. 

وا! دا ډېر ښه کالي دي او رنګ يې لکه ګلاب دی زما خیاطه! موچي! ته ولې داسې بوټان راته نه جوړوې چې له دې نوو کالیو سره يې رنګ جوړ شي. سمه ده والا حضرت هر څه چې تاسې وایاست. پام دې وي چې بوټان هم باید لکه ګلاب رنګ ولري او ښکلي وي. حتماً والاحضرت! د موچي بخیلي نوره هم ډېره شوله. ځکه چې پادشاه خیاط ته ډېره لېوالتیا ښودله. نو ځکه يې داسې دسیسې جوړې کړې چې خیاط له مخې لرې کړي. 

والا حضرت د خیاط دوخت ډېر میده او ښه دی. خو زما په اند ستاسې مهرباني په هغه تاثیر نه دی کړئ. ستا مطلب څه دی؟ هغه خیاط خپله ډېره ستاینه کړي او ستاسې او د ماڼۍ په اړه خبرې کوي. ښه نو څه وايي؟ ستاسې یادېږي چې ستاسې د بابا هغه قدیمي تاج چې په ځنګله کې ورک شوی و؟ هو! هغه تاج غیرمعمولي نه و. کاش چې هغه مې پیدا کړئ وی. هغه بله ورځ مې واورېدل چې خیاط فخر کولو او ویل یې چې کولی شي هغه تاج په څلورویشتو ساعتونو کې پیدا کړي. ښه نو داسې خبره ده؟ هغه دومره جرئت وکړ چې د سلطنتي میراث په اړه خبرې کوي. ژر یې راوغواړئ. په سترګو والا حضرت! 

اوریدلي مې دي چې تا ادعا کړې ده چې ته کولی شې زموږ ورک شوی او قدیمي تاج پیدا کړې؟ والاحضرت هیڅکله ما دا نه دي ويلي. ته ښه سړی يې خیاطه! خو دا چې تا په ځان فخر وکړ؛ له همدې امله تاته یوه موقع درکوم. ورک شوی تاج په راتلونکی څلورویشتو ساعتونو کې پیدا کړه. خو که پیدا نه شو ته باید له دې ښاره ولاړ شې. خو یاد ساته چې څلورویشت ساعته وخت لرې! 

خیاط پوهیدلو چې دا کار امکان نلري. حتی هغه نپوهیدو چې هغه تاج څه شکل دی. په ډېر خپګان یې خپل شیان راټول کړل  او له کلي ولاړ. هغه باید بیا له ځنګله تېر شوی وی تر څو بل ښار ته ولاړ شي. هغه ډنډ ته ورسیدلو چېرته یې چې هیلۍ لیدلې وه. غوښتل یې چې لږ دمه وکړي. 

هیلۍ ورته وویل، سلام ښه انسانه! تاسو څنګه یاست؟ ها! زما ملګرې! زما ژوند بیا خراب شو. زه اړ یم له دې ښاره ولاړ شم. ولې؟ څه شوي دي؟ خیاط ټوله کیسه هیلۍ ته وکړه. سلطنتي تاج؟ ښه نو، هغه خو په دغه ډنډ کې څو کاله پروت دی. د پاچا بابا دلته د اوبه د څښاک لپاره راغلی و. په نا غلطۍ هغه خپل تاج دلته واچولو. ته کولئ شې هغه را وباسې؟ هو! ولې نه. ټولې هیلۍ د اوبو لاندې ولاړلې چی تاج راوباسي. بلاخره سلطنتي تاج يې له اوبو راویستلو. خیاط له هیلۍ مننه وکړه. او په ډېره عجله ماڼۍ ته راستون شو. 

پاچا ډېر خوشال شو مګر د موچي لا ډېره بخيلي وشوه. بل پلان یې جوړ کړ تر څو خیاط له ماڼۍ وباسي. دا خو سمه ده چې تاج یې پیدا کړئ. خو له هغې ورسته د خیاط باټې نورې هم ډیرې شوې دي. ولې؟ اوس څه وايي؟ وايي هغه یوازې خیاط نه بلکه هغه یو مجسمه ساز هم دی. هغه وایي چې د موم په وسیله کولی شي دا ماڼۍ جوړ کړي. هغه وايی په همدې بڼه یې یوازې په څلورویشتو ساعتونو کې جوړوي. 

ښه دا نو زموږ خیاط ډېر استعدادونه لري. ژر یې راوغواړئ. سمه ده والا حضرت! ښه نو ته کولی شې  زموږ د ماڼۍ شکل مجسمه جوړه کړې؟ والاحضرت دا کار هېڅکله نشم کولای. داسې نه کېږي! ته څلورویشت ساعتونه وخت لرې چې د ماڼۍ مجسمه جوړه کړې. که لږ توپیر ولري ته باید له دې ښاره ووځې. په سترګو والا حضرت! خیاط سوچ وکړ او وویل دا ځل هېڅ مرسته نشنه. خپل ټول کالي یې بیا ټول کړل او له دې ښاره ولاړ. 

په ځنګله کې روان و چې یو غږ یې تر غوږو شو. سلام ښه سړيه! ولې ته ډېر خپه مالومېږې؟ خیاط ګوري چې د شاتو مچۍ ده. هغه ټوله کیسه د موم د مجسمې په اړه د شاتو مچۍ ته وکړله. ټوله خبره همدا ده؟ ولاړ شه کور ته او آرام وکړه. زه او نورې د شاتو مچۍ به په لږ وخت کې ماڼۍ ته ورته مجسمه جوړه کړو. خیاط کور ته ولاړ او د شاتو مچۍ هم ماڼۍ ته ولاړلې او ماڼۍ ته یې ښه وکتل تر څو کوم توپیر په مجسمه کې پاتې نشي. او سبا ته تیاره جوړه مجسمه خیاط ته ورکړي. 

خیاط مجسمه پاچا ته وړاندې کړه. واه، واه! دا خو ډېره ښکلې جوړې شوې ده. موچي ته څه غواړې ووايه سړیه؟ هر ځل وايي چې خیاط له ډېر غروره دا خبرې کولې او باټې یې ویشتې. 

زه بښنه غواړم والا حضرت! ما سوچ کولو چې په دې توګه به خیاط ستا په وړاندې کم راولم. هو ته د خیاط سره حسد کوي تا د همدې لپاره هغه په ځنګله کې یوازې او وږی پرېښودلو او ترې او ولاړې. 

والا حضرت! ته خبر یې؟ زه پاچا یم او دا زما دنده ده چې له هر څه خبر شم. ما ځینې کسان په خیاط پسې ولېږل او هغوی هر څه راته وویل. چا چې بد کړي وي هغه بد مومي او چا چې ښه کړي وي هغه ښه ویني. ته ډېر بد او خودخواه موچي يې. ته نور زما په ماڼۍ کې ځای نه لرې. 

والا حضرت! کیدی شي چې هغه ته بخښنه وکړې؟ هو! ما بخښلی دی؛ نو ځکه یې نه بندي کوم. خو په دې ماڼۍ کې نور نشي پاتې کېدلی. په یوه ساعت کې له ماڼۍ ووځه. خیاطه! زه ډېر خوښ یم چې تا غوندې یو نفر په ماڼۍ کې راسره دی. ته به د تل لپار دلته پاتې شې. خیاط د خپلو ښه کارونو پایله واخیستله او د خپل پاتې ژوند یې په ډېره خوښۍ تېر کړ. خو موچي هم د خپل بد عمل له کبله له ښار کډه شو او چا یې پوښتنه هم ونکړه.