د استرالیا درې لسیزې پرلپسې اقتصادي وده او خوشحالي د ختمیدو له ګواښ سره مخ شوې ځکه د کرونا وایرس وبا د دغه هیواد ترټولو ګټوره سرچینه یعنی مهاجرت په ټپه درولی او دغه هیواد ته یې په اقتصادي توګه د پام وړ زیان رسولی.

سره له دې چې د استرالیا حکومت د کرونا وایرس وبا په اداره کولو کې بریالی شوی او د چټکو اقداماتو په عملي کولو سره او د سرحدونو په تړلو سره پدې توانیدلی چې د کرونا ویروس د لا خپریدو څخه مخنیوی وکړي او د هیواد دننه خپل د دوه ټریلیونه ډالرو اقتصادي مارکیټ بیا پرانیزي.

خو د سرحدونو تړل او پر الوتنو بندیز استرالیا کې د مهاجرت کچه دمګړۍ صفر ته راټیټه کړې او دا چې مهاجرت د دغه هیواد د اقتصادي ودې او کاري پرمختګ لپاره د ګټې یوه مهمه سرچینه ده نو له امله یې دا هیواد د ۱۹۹۰ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره له اقتصادي رکود سره مخ شوی.

د استرالیا د لومړي وزیر سکاټ موریسن د اټکل له مخې، په پام کې ده چې دغه هیواد کې د مهاجرت کچه چې نړیوال زدکړیالان او مهارت لرونکي بهرنیان پکې شامل دي د ۲۰۲۱ کال تر جون میاشتې پورې ۸۵ سلنه راولویږي او دا به مارکیټ کې تقریبآ په هرڅه باندې خپل اقتصادي اغیز پریږدي.

د ۱۹۹۰ کال راپدیخوا به دا لومړی ځل وي چې استرالیا کې د مهاجرت سطحه دومره ټیټې شمیرې ته نزول کوي.