بيرته ستا د چم نه څنګه وګرځم
زه د خپل حرم نه څنګه وګرځم
تا ويل پېښور نه کډه ونغاړه
لاړمه تورخم نه څنګه وګرځم
څنګه زمانې! له مينې تېره شم
زخم يم ملهم نه څنګه وګرځم
پرېږده چې مې سر د خاورو څلى شي
نه کېږي همدم نه څنګه وګرځم
تا نه پس (سبا ) ته غاړې ووځمه
شپې ستا د تورتم نه څنګه وګرځم
09.09.2006
- zarpana
د زرپاڼې په نوم ځينو قدر منو دوستانو برېښنا ليکونه راليږلي،چې مونږ ته يې مبارکي ويلې او د ښو هيلو څرګندونه يې کړې ده ،مونږ د هر يوه نه په وار وار مننه کوواو هيله من يو چې زمونږ او ددوى اړيکي به همېشنۍ وي .ګران شفيق کاکړ دامريکا له متحده ايالاتو،قدرمن ظهير صيب له کابله،پېژندل شوي ژورنالست يوسف هيواددوست او تکړه خبريالې خور فيضيه هوسا له ډنمارکه ،نصرالله احمد زي له ناڅرګند ځايه ،نزدې ملګري ګل آغا احمدي وردګ له کابله،مير عرب شا له ناڅرګند ځايه ،اوحبيب الله زيار خوګياڼي د جلال اباد له انګور باغ ن...
09.09.2006
- zarpana
لکه يتيم چې مور يې مړه وي او هم پلار نه لريرحم په هغو هم په کار دى چې څوک يار نه لريسر به ږدې پښو کې د بادار نو مخ په بره به ځېلار يې هم دا ده له دې پرته بله لار نه لريداچې اړيکې مو خړپړې دي زما ګنا دهآسمان زما دعا ته هېڅ کله انکار نه لريهغه کوچۍ چې زما مينه کې (ده شينه)شولهلکه د ناوې ده ښايسته ولې سينګار نه لرييو مې زړګى دى صبرېدل ورته ناشونې ښکارييو مې جانان دى په خوله هېڅ کله اقرار نه لري...