د زرپاڼې په نوم ځينو قدر منو دوستانو برېښنا ليکونه راليږلي،چې مونږ ته يې مبارکي ويلې او د ښو هيلو څرګندونه يې کړې ده ،مونږ د هر يوه نه په وار وار مننه کوواو هيله من يو چې زمونږ او ددوى اړيکي به همېشنۍ وي .ګران شفيق کاکړ دامريکا له متحده ايالاتو،قدرمن ظهير صيب له کابله،پېژندل شوي ژورنالست يوسف هيواددوست او تکړه خبريالې خور فيضيه هوسا له ډنمارکه ،نصرالله احمد زي له ناڅرګند ځايه ،نزدې ملګري ګل آغا احمدي وردګ له کابله،مير عرب شا له ناڅرګند ځايه ،اوحبيب الله زيار خوګياڼي د جلال اباد له انګور باغ نه..........مونږ ته خپلې مبارکۍ ،مشورې او نېکې هيلې راليږلي چې کور ودانى ورته وايو .ددوى ټولو مشورې ،مبارکۍ او نېکې هيلې مونږ ته دمخکې تګ ډاډ راکوي .
راليږونکی :Mohamed Shafiq kakar
د راليږونکي پته :shafiqkakar@yahoo.com
نيټه : 08-09-2006
سلام او احترام قدرمند ورور نجيب عامر او کورنۍته !ګرانه وروره دپا ڼي جو ړولو درته دزړه دکومي مبارکي وايم او کاميا بي درته هميش دلوي خدايه غواړم٠ ډير د خوه ښۍ او خوشحالۍ او د ډير فخرځاي دي چه تاسوغوندي دپښتون ځوان شاعرانو غږ تر ټولي دنيا وره سيږي او دپښتو اوپښتنو سرمايه لازياته شي ٠ ګرانه خبري ډيري سر يي يو دستاسو او ټولو پښتنو د کاميابۍ او سرلوړۍ په هيله ٠ د ستاسو پښون ورور WASHINGTON DC.USA MOHAMED SHAFIQ KAKAR
راليږونکی :zaheer
د راليږونکي پته :stzaheer@hotmail.com
نيټه : 08-09-2006
Aamir Saib Mobarak de we.
راليږونکی :هېواددوست
د راليږونکي پته :hewaddoost@hotmail.com
نيټه : 08-09-2006
د هېواد ځوان خو غوره فرهنګیال ښاغلی نجیب عامر!
ګرانې خورې او د غوره کلام خاوندې آغلې وږمه سبا!
له سلامونو وروسته اجازه راکړئ چې په دې توګه د ( زرڅانګه ) په نوم ستاسو ددغه انترنیتي هاند هرکلی ووایو او ددغه شان یو بختور او پر ځای اړین ګام له امله د ځان ، زموږ د همکارانو اود فرهنګي هڅو د یارانو او دوستانو شاباسی او د زړه له کومې مبارکۍ ستاسو حضور ته وړاندې کړو .
موږ پوره باور لرو چې ( زرڅانګه ) به ستاسو پخو زرګرانو پر لاس او همت د ( زرو) داسې فرهنګي روښانه امېل شي چې ځلا او ښکلا به یې د هر ادب پاله افغان تن او افکار وځلوي .موږ په دې توګه له تاسو سره د ملاتړ ترڅنګ ،تاسو ته د ګډو مرستو ژمنه کوو، او له پاک الله نه په دغه ستر همت کې ستاسو د رغنده بریو هیله کوو .ځای لري چې دلته د ټول افغان د مشر او بنسټ ایښودونکي ښاغلي شېرزاد کامه وال او د هغه د ملګرو د مرستو او نه ستړي کېدونکو هڅو ستاینه هم وکړو .د ټول افغان ولس د پیوستون او رغون په هیله .
په درنښت
له ډنمارک څخه د ( خپلواکۍ ) د فرهنګي خپرونې چلوونکي
یوسف هېواددوست او فیضیه هوسا
د کوپنهاګن ښار د سپټامبر ۸ نېټه
راليږونکی :nasrullah ahmadzai
د راليږونکي پته :ahmadzainasrullah@yahoo.co.uk
نيټه : 07-09-2006
سلامونه درته وړاندی کوم٠
زه تل د سبا عامر او نجيب عامر ليکني او شعرونه په مينه لولم خو د بنګړيوالې ناول کې يې د يو قومندان له نوم په ډاګه استفاده کړی ؤ،کچيری ناول ليکونکې د يو چا نوم په ډاګه وليکی دا يو ډول سياسي رقابت ده ٠ليکوال يا ليکواله د خلکو په مينځ کې بل ډول معرفې کوي په دی سره ددوی بي طرفه ليکوالې داغداره کوی.هيله ده چې ليکوالان دې ټکې ته پاملرنه وکړی که څوک ځان ته بې طرفه ليکوال واېي په درنښت نصرالله احمدزی٠
راليږونکی :ګل آغا احمدي وردګ
د راليږونکي پته :gulaghaa@yahoo.com
نيټه : 07-09-2006
ګران او ژورنالیست ورور نجیب عامر د هغه درنې کورنۍ او زرپاڼې ته سلامونه او ښې چارې،
ډیر خوښ شوم چې ستاسو ځانګړی ویب لاګ ګورم نه یوازې ستاسو لیکنې بلکي ستاسو د ژوند د شریکې نندارې (وږمه سبا) لیکنې هم د لوستونکو تنده ماتوي. په دې لړ کې غواړم تر هر څه لومړی تاسو ته د خپل ویبلاګ دجوړیدو له امله مبارکي او تاسو ته د لا زیاتو خوږو او ګټورو لیکنو توفیق له لوی خدای ج څخه غواړم.
د ویب لاګ نوم مو ډیر ښکلی پدې دی چې ددغه ادب پالې کورنۍ درې واړه غړي په کې برخه لري او خداې (ج) دې ستاسو کورنۍ، ویبلاګ او ادبي هڅې د خپل رحمت په ګل ورینو پردو کې و نغاړي.
د شکر ځای خو دا دی چې نن ورځ د پښتو ادب مینه والو، لیکوالو، شاعرانو او پوهانو ته دا چانس په لاس ورغلی چې د نوې تکنالوجۍ په برکت ډیر ژر خپل د زړه آرمان د ګرانو لوستونکو مخې ته وړاندې کړي.
تاسو ته په دې ادبي یون کې د الله ج د دربار څخه لا زیات توفیق غواړم او د خپل ورور ویبلاګ www.worbal.com/wardag ته هم کله کله سر ور ښکاره کوئ.
په مینه او مننه
ستاسو ورور ګل آغا احمدي وردګ
راليږونکی :Mir arabshah camty
د راليږونکي پته :sadat-polad@hotmail.com
نيټه : 07-09-2006
salamona amir sahib kor de wadan da ka nawakt de pashto zamonk mille jaba da baed tawajo warta zeata washa . camty Danmark
راليږونکی :Habibullah Ziar Khogiani
د راليږونکي پته :habibullahzk@hotmail.com
نيټه : 07-09-2006
Drano Wrono Salamona aw neke hilee me wamanay,
Da nawee weblog (zarpana) Mobarkee darta wayam, bakhana ghowaram chi zama pa computer ke pashto sahe kar ana kawee.
Manana,
Habibullah Ziar Khogiani,
Angorbagh, Jalalabad, Afghanistan