لکه يتيم چې مور يې مړه وي او هم پلار نه لري
رحم په هغو هم په کار دى چې څوک يار نه لري
سر به ږدې پښو کې د بادار نو مخ په بره به ځې
لار يې هم دا ده له دې پرته بله لار نه لري
داچې اړيکې مو خړپړې دي زما ګنا ده
آسمان زما دعا ته هېڅ کله انکار نه لري
هغه کوچۍ چې زما مينه کې (ده شينه)شوله
لکه د ناوې ده ښايسته ولې سينګار نه لري
يو مې  زړګى دى صبرېدل ورته ناشونې ښکاري
يو مې جانان دى په خوله هېڅ کله اقرار نه لري