په نیمه شپه می غیږ ته راسه
چی دی په تورو زلفو ووهم لاسونه.

په نیمه شپه می خواته راسه
چی دی دتورو ستر ګوواخلمه خوندونه.

په نیمه شپه می دیدن وکه
چی می د سوی زړه پوره سی ارمانونه.

په نیمه شپه راباندی راسه
دا زمجنون به درته غلی ولاړ یمه.

ستر ګی دی مه راړوه یاره
نور می دسوی زړګی مه اخله ازارونه.