د حقونو ډلو ویلي مالیزیا کې د کرونا وایرس د لګیدلو محدودیتونو او بندیزونو په جریان کې چارواکو سلګونه کډوال او بهرني کارګر نیولي او هغوی يې توقف خونو ته استولي.

پدې وروستیو کې مالیزیا کې د بهرنیو کډوالو په وړاندې د خلکو غوصه راپاریدلې. ډیری پدې باور دي چې کډ‌وال د کرونا وایرس په خپرولو کې ښکیل دي او پر حکومتي سرچینو یې بار زیات کړی.

مالیزیا شاوخوا دوه میلیونه راجستر شوي بهرني کارګر لري خو چارواکي اټکل کوي چې له دې زیات راجستر ندي او د قانوني اسنادو پرته په دغه هیواد کې ژوند کوي.

د بشري حقونو ډلو او د هغو عکسونو په اساس چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي، د تیرې جمعې په ورځ د چارواکو په چاپو کې نیول شوي کسان د پلازمینې کوالالمپور له هغه سیمې سره تړاو لري چیرې چې زرګونه شمیر کډوال او بهرني کارګر میشت دي.

د بشري حقونو د څار ډلې او د جنوب ختیځې آسیا د کډوالو د حقونو شبکې ویلي، په یادو چاپو کې له ۷۰۰ زیات کډوال او بهرني کارګر نیول شوي چې پکې ماشومان او ښځې هم شامل دي.

د جنوب ختیځې آسیا د کډوالو د حقونو شبکې د روهنیګیایي برخې مشر لیلیان فین په یو بیان کې وویل، «د مالیزیا حکومت له خپلې هغې مخکینۍ ژمنې مخ اړولی چې ویلي و بهرني کارګر او کډوال به نه توقیفوي.»

د چارواکو په وینا، چاپې د هغو ودانیو سره نږدې ترسره شوي چې تیره میاشت پکې د کرونا وایرس زیاتې پيښې ثبت شوې وې.

په یادو ودانیو کې شاوخوا ۹ زره خلک اوسیږي چې ډیری یې بهرني کارګر دي او د ۲۳۵ یې د کرونا وایرس ازموینې مثبتې ښودل شوي.

مالیزیا کې تراوسه ټولټال د کرونا وایرس ۶۰۷۱ پیښې ثبت شوي او د ۱۰۳ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوې.