روهنګیايي کډوال شهاب الدین وايي کله چې د فبروري میاشتې په پیل کې په یوه لرګینه کښتۍ کې سپور شو، هیله یې درلوده چې مالیزیا ته به رسیږي او هلته به ارامه ژوند پیلوي، خو لدې نه و خبر چې دا سفر به هغه له مرګوني حالت سره مخ کړي.

۲۰ کلن شهاب الدین د ۴۰۰ روهنګیايي کډوالو له ډلې څخه دی چې دوه اوونۍ وړاندې پداسې حال کې وژغورل شول چې کښتۍ یې مالیزیا ته په رسیدو بریالۍ نشوه او څو اوونۍ په سمندر کې بې درکه وه.

دوی پداسې حال کې بنګله دیش ته بیرته راستانه شول چې لوږې، تندې او کمزورتیا یې د مخونو رنګ وربدل کړی و او آن خپلو کورنیو سم نه پيژندل.

د ژغورل شوو کسانو د مالوماتو په اساس، سلګونه نور کډوال په دوو نورو کښتیو کې لا هم سمندر کې بند پاتې دي. دا پداسې حال کې ده چې د جنوب ختيځې آسیا هیوادونو خپلې پولې د کرونا وایرس له امله تړلي. دې سره دا ویره پیدا شوې چې ښايي د ۲۰۱۵ کال د کډوالو تراژیدي بیا تکرار شي په کوم کې چې سلګونو روهنګیايي کډوالو په سمندر کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وه.

ملګرو ملتونو مالیزیايي چارواکو څخه غوښتي چې کښتیو ته دې ساحل ته د رسیدو اجازه ورکړي خو د مالیزیا حکومت ویلي چې پولې یې د کرونا وایرس له امله تړلي او کډوالو ته د دخول اجازه نشي ورکولی.

پدې وروستیو کې مالیزیا کې د روهنګیايي کډوالو یو شمیر بشري حقونو ډلو د مالیزیا له حکومته د مساوي حقوقو، کاري فرصتونو او روغتيايي اسانتیاوو او تعلیم ته د لاسرسي غوښتنې ترسره کړي چې د ډیرو مالیزیايي وګړو له منفی غبرګون سره مخ شوی.

د احصایو په اساس، مالیزیا کې دمګړۍ د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د عالي کمشنرۍ د کارت لرونکو بهرنیو وګړو شمیر ۱۷۹ زره دی چې له دې جملې ۱۰۲ زره یې روهنګیایان دي.